د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

17.11.2015 10:15    |   عبدالغني (هاشمي) ملي ویښتیا د وخت مهمه اړتیا

کله چې د خپل هېواد تاریخ لولو، ګورو چې ښکېلاک ګرو په ځانګړي ډول انګرېزانو زموږ د هېواد د نیولو او د خپلې امپراطورۍ د یوه جز ګرځولو په موخه، پر وسله والو جګړو سربېره له بېلابېلو استخباراتي تاکتیکونو او پلانونو کار اخستی او دغو استخباراتي پلانونو آن د جګړو په پرتله هم ډېر اغېز کړی، چې د غازي امان الله خان د دولت پرزول یې جوته بېلګه ده. ښکېلاک ګر تل د « بېل یې کړه؛ اېل یې کړه» یا هم «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» تر ښکېلاک ګرو شعارونو لاندې د هېوادونو د وګړو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي او له دغو اختلافاتو نه د ځان په ګټه کار اخلي. دا چې زموږ هېواد له بېلابېلو قومونو او د بېلابېلو مذهبونو لرونکو وګړو څخه جوړ شوی، نو د ښکېلاکګرو لپاره پکې د لاسوهنې زمینه هم ډېره برابره وه او ده. خو له پخوانیو دورو سره د اوسنۍ دورې جوت توپیر دادی، چې هغه مهال زموږ د هېواد ټول وګړي که هغه په هر قوم، ژبې یا مذهب پورې تړاو درلود، د ملي مسایلو پروړاندې واحد دریځ درلود او د پردیو یرغلګرو پروړاندې په متحدانه او یو موټي توګه له خپل هېواد څخه دفاع کوله، خو له بده مرغه، اوسمهال د هېواد په دغو ډېرو سختو، حساسو او خطرناکو شرایطو کې ښکلېلاک ګرو زموږ هېوداوال په بېلابېلو نومونو سره بېل کړي او د قوم، ژبې، سیمې، مذهب او... په نامه یې سره ویشلي او په خپلو منځونو کې یې سره اچولي دي.


14.11.2015 18:50    |   ډاکټر رحمت ربی زیرکیا ر د « سي. آې. أې. د حقایـقـو د کـتاب» څـیـړنه

ما ځیرکیارپه پورتني سرلیک څیـړنه تقریبَا دوه نیم کالونه وړاندې د ۲۰۱۳د اپریل په ۶ (وری ۱۳۹۲= جماد لاولی ۱۴۳۴) په اِیـنـټـرنیټ کې خپره کړې وه. بیا مې دغه څیـړنه د امریکې یو سناټـور ته ولیـږله چې له ډیر وخت راهیسې مې ورسره په امریکا کې د ټولنیزعدالت په اړ لیکلي تماسونه نیولي وو. دغه شان ما له دغه سناټور نه لیکلې هیله کړې وه چې د خپل دفتر له لارې زما پورتنۍ څیـړنه د امریکې د ولسمشر بارک اوباما، د سي. آې. أې. او د امریکې د نورو استخباراتي سازمانونو سره شریکه کړي – د دې لپاره چې د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې د امریکې د حکومت له خوا د پښـتنو په ضـد بـې عدالتي او جمعي جزا په بل مخ واړوي. ما نـن (۶ نـومبر۲۰۱۵= ۱۵ لـړم ۱۳۹۴=۲۳ محـرم ۱۴۳۷) د سي. آې. أې. د احصائیو پاس ذکر شوی کتاب(سي. آې. أې. وَرلـډ فَـکـټ بُوک) بیا ولوست، او هلته مې په افغانستان کې د قـومي احصائیو په عوض دا «یادښت» ولوست: «نوټ: په افغانستان کې


10.11.2015 19:25    |   نوررحمان لېوال ولس ته د ٨٥١٢ ميليونه ډالره زيان وراړول ستر ملي خيانت دى

د اسيا پراختيايي بانک له ترکمنستان څخه د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په پانګونه د برېښنا په راواردولو وتوانېده، چې د متفکر اشرف غني او ډاګټر عبدالله په حکومت کې د مظلومو افغانانو څخه په لسو کالو کې د خپلې پانګونې٣٣٢٪ ګټه ترلاسه کړي او حکومت به د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په خپلولو په لسو کالو کې ٨٥١٢ ميليونه ډالره نغد او نور ډېر زيانونه افغانانو ته واړوئ. د تړون لمخې د برېښنا ۵۰۰ کيلوواټه مزي به د ترکمنستان آقينه، شبرغان، اندخوی، بغلان او کابل له لارې لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګو، غزني او کندهار ته په راتلونکو درې کلــــــــــــــــــــــــــــــــــــونو کې وتړل شي او د ترکمنستان څخه به ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا راوړي، د ۱۰ کلـــــــــــــــــــــــــــــــونو لپاره به افغانان مجبور وي چې دغه برېښنا په لوړه بيه واخلي.


05.11.2015 10:14    |   استاد محمد ظریف "امین یار" قانون در حکومت وحدت ملی ارزش یک پشقل را هم ندارد !

ایجاد حکومت وحدت ملی به مفهوم شکست قانون اساسی و معامله بر دست آوردهای حکومت ۱۴ ساله افغانستان بود. همان روزیکه این حکومت سهامی بوجود آمد بالای قانون اساسی کشور و دموکراسی نوپا تجاوز صورت گرفت. این تجاوز نوعی از تجاوز گروهی بود که بازیگران آن را رهبران داخلی و قدرتهای خارجی تشکیل میداد. این رویداد یک پروسه دموکراتیک را در یک کشوریکه تازه توانسته بود اعتماد مردم را بالای میکانیزم های دموکراتیک جلب کند به گونه از بین برد که اصلاْ اعتماد مردم بالای جریان های دموکراتیک نابود شد. بزرگترین کاریکه یک دولت برای پایداری نظام سیاسی اش میتواند انجام دهد اینست که اعتماد مردم را بالای حکومتداری به حد اکثر برساند. حالا که اعتماد مردم بالای دولت کم وبیش تقرب به صفر میکند، ترمیم آن نیز نیاز به فعالیتهای دوامدار دارد. قانون و قانونمندی بزرگترین دست آورد برای یک کشور بشمار میرود و میزان احترام و ارزشگذاری به قانون در یک کشور نشانگر سطح مدنیت و ترقی یک جامعه است.


02.11.2015 10:28    |   نجیب منلی د ملي ارزښتونو سپکول د غیر ملي سیاستونو وسله

جرګه د افغانانو یوه ډېره مهمه ټولنیزه-سیاسي موسسه ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې خپل اغیزمنتوب ثابت کړی دی. کله چې د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته د ټوټې، ټوټې؛ زخمي، زخمي؛ ژوبل، ژوبل افغانستان د بیا سره راټولولو پر میکانیزمونو کار کېده یو وار بیا هم د جرګې ملي موسسې ته رجوع وشوه. د افغانستان د نوې دیموکراسۍ د لومړیو هلو ځلو په ترڅ کې نړۍوال عامه افکار او مطبوعات د جرګې له نامه او محتوا سره اشنا شول. ګڼو شنونکو داسې انګېرله چې ممکن په افغانستان کې د جرګو (په تېره بیا د لویو جرګو) سیاسي تشکل د هغو هېوادونو له پاره چې نوي، نوي د دیکتاتوریو جغونه ماتوي یو ښه موډل وي. له بده مرغه افغان سیاستوالو د خپلو تنګو فکرونو په محدوده کې او د خپلو لنډو ګټو تر سیوري لاندې د دغه تاریخي ویاړ فرصت له لاسه ورکړ.


29.10.2015 19:50    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار ملي ګټې: د یـو ژور بـحـث لپاره

ملي ګټې: د یـو ژور بـحـث لپاره پخوا به ملي ګټـو ته د شهـزاده اراده ، سلطاني یا شاهي ګټې ویل کیدلې تر هغه مهاله چې ملي دولـتـونه رامنځته شول او سیاسي پولې حتمي شولې. یعنې ملي ګټې نشته، خو دا چې ملي دولتونه رامنځته شوي وي، او ملي دولتونه سیاسي پولو ته اړتیا لري. برتانوي حقوقپوه او فیلسوف جیرومي بـینتم (۱۷۴۸ تر ۱۸۳۲) ته د «بین المللي حقوقـو» پلاررویل کیـږي، په دې دلیل چې هغه د «بین المللي» (اینټـر نیشنل)او« ګـڼ کلتوري»(ملټایکـلچـرَل) ټکې راوویـستل. د ملي ګټـو موضوع د بین المللي چارو په څیـړنه کې لـه اوږدې مودې راهیسې غټ رول لوبـولی دی او اوس مهال هم په بین المللي سیاسي- اقتصادي نظام کې زیات اهمیت لري.


27.10.2015 10:15    |   ډاکتر ماخان شینواری د ریاضي کتابونو د چاپ مخه نیولو یوه هیله

په دې نږدې څو میاشتو کې د نصاب کتابونه بیا چاپ ته وړاندې کیږي او ګومان مې دۍ، چې داسې د معیار سره سم سمون به په کې نه وي راغلۍ، نو له دې امله یې د چاپ مخنیوی اړیین او په همدې ډول یې سمون هم اړین دۍ، چې په لاندې کې یې ستونځو او ستونځوبیو ( د ستونځو حل) ته هم ګوته نیسم. زه د شمیرپوهنې ټول د نصاب پوهانو ته درناوی لرم او هیله ده، چې دا لیکنه شخصي وه نه نیسي.


25.10.2015 12:13    |   پروفیسور عبدالخالق رشید پرزړه پښتو لیکل شوي ملیندا پڼو باندې یوڅوټکي

او دعلامه رشاد یو لوی ارمان د لرغوني پښتو اثر ملیندا پڼو په اړه څیړنې او په پای کې ددغه اثرخپرول او ددغه اثرپه اړه دڅیړنو له بهیرڅخه د پوهانو او څیړونکو خبرول وو ، پرهمدغه لامل استاد له جاپان څخه د ملیندا پڼویوه نسخه په خپله شخصي هڅه ترلاسه او هغه یي له ځان سره راوړه چې اوس دغه نسخه په رشاد اکادیمي کې خوندي ده . له نیکمرغه دتیریوه یو نیم کال په اوږدوکې دغه اثردهیوادپال لیکوال او ژباوړنکي محترم رحمت آریا له خوا وژباړل شو او داده اوس دغه ژباړه بشپړه شوه ، دا چې څوک به یې چاپ ته ملاوتړي او څوک به په دغه برخه کې له آریا اوپه ټولیزه توګه له پښتوژبې او پښتنو سره ، ددغه نادراثر د چاپ په باره کې خپله ملتیا وښیی ، دې ته به لاهم سترګې په لاره شوو .


18.10.2015 12:28    |   سهراب ویسا د افغانستان اقتصادي اړیکو ته ېوه لنډه کتنه

د نړۍ زیاتره هېوادونه د تولید د عواملو د نا انډوله وېش له کبله له یو بل سره تړلې دي او دغه تړلتیا دومره غښتلې وي، چې ان په زیاتره مواردو کې سرحدې ستونزې او سلیقوي اختلافات هم نه شي کولای چې د سوداګرو اړیکو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.


18.10.2015 12:18    |   نظرمحمد مطمئن ثبات که بې ثباتي که له طالب سره جګړه کوونکی مجاهد وي؟

ثبات که بې ثباتي که له طالب سره جګړه کوونکی  مجاهد وي؟ هغوی چې په بې ثباتي او نا امني کې یې ګټې دي د کومو لاملونو له کبله به سولې ته ترجیح ورکړي، په سوله کې چې ددوی له پاره ځانګړی امتیاز نشته، په سوله کې چې دوی خپل واکونه له لاسه ورکوي، خو ديته فکر نه کوي چې همدا سوله به ددوی د اولادونو له پاره اړینه وي، همدا سوله به ددوی جایدادونه او شتمنۍ خوندي کوي.


17.10.2015 12:05    |   میلاد "سیار" زنده گی نامه محمود طرزی

پدر ژورنالیزم افغانستان علامه محمود طرزی فرزند سردار غلام محمد طرزی بود . پدرش سردار محمد یکی از متنفذان قوم بارکزایی ها در کندهار و بردار امیر دوست محمد خان بود . مادر علامه طرزی دختر شهزاده مودود خان بود . سلسله تبار خانواده گی وی به حاجی جمال خان (1709 – 1805) میلادی میرسد . پاینده محمد خان یکی از پسران حاجی جمال بود که 22 پسر داشت و یک پسر او سردار رحم دل خان کندهاری بود . سردار رحم دل خان کندهاری پدر بزرگ علامه طرزی بود . این شخصیت علمی افغانستان در اول سنبله (1244) هجری شمسی مطابق به 23 اگست (1865) میلادی هنگام مسافرت خانواده اش به سوی کندهار در جوار مزار حکیم سنایی غزنوی در غزنی متولد گردید . پدر علامه طرزی در بارانه کابل خانه داشت .


17.10.2015 11:41    |   میلاد "سیار" گوینده و گوینده گی

هر اجتماع نیازمند یک بلند گو برای کشیدن فریاد های شان اند که این گوینده گان است که از زبان اجتماع برای اجتماع صدا بلند میکنند . افکار نوین را ترویج میکنند و با انحراف های اجتماعی مبارزه میکنند . که در ساحه کار خود به دو بخش عمده گوینده گان سیاسی و خبر و گوینده گان اجتماعی و تفریحی دسته بندی میگردند . که در کل هر دو وظیفه های جدا گانه و هدف های خاص خود را دنبال میکنند . آن چنان که میدانیم وظیفه های وسایل ارتباط همگانی عبارت از : آگاهی دهی ؛ سازمان دهی ؛ آموزش دهی ؛ سرگرم سازی بوده که گوینده خبری و سیاسی وظیفه های آگاهی دهی و سازمان دهی را به دوش دارند در حالیکه گوینده گان تفریحی و اجتماعی وظیفه های آموزش دهی و سرگرم سازی را به عهده دارند . خوب در کل آن چنان فرق که میان سخنور و گوینده وجود دارد مرز تفاوت میان این دو نوع گوینده گان به این پیمانه پبیشتر نیست . بنا


10.10.2015 21:40    |   سورګل ژمن تڼی ووېشه او حکومت وکړه

له همغه مهاله چې د اروپایانو په خاصه توګه انګلیس، فرانسې او نورو دولتونو له لوریه، د هېوادونو د نیولو او مستعمره کولو سیاست پیل شو، دغه شعار چې ووېشه او حکومت وکړه! په مستعمره شویو او مستعمره کوونکو هېوادونو کې عملأ پیل او پلی شو. له هغه مهال څخه پخوا وختونه، د یو هېواد له لوریه د بل یا نورو هېوادونو او سیمو لاندې کولو او له هغو څخه د باج اخیستلو خبرو شتون درلود، خو زورور واکمنان دغه د ووېشه او حکومت وکړه، په سیاست باندې نه پوهیدل.


06.10.2015 09:49    |   محمد عارف رسولي د تاريخ سبقونه له تاریخه زده کړه

د تاریخ سبقونه چاته د زده کړې او پند وسیله شي او چاته یوازې دردوونکې خاطرې او ناهیلي کوونکي یادونه وي. ملتونه او ټولنې زیات وختونه تیروتنې کوي. څوک له خپلو تیروتنو او ناکامیو زده کوي او څوک بیا له پښو غورځوي. څوک ناکامي د راتلونکي بریالي کیدو لپاره، د زده کړې، کلک هوډ او د نوې سوچ ښه فرصت بولي او ځینې نور بیا د ناهیلۍ له لاسه تر ډېره په خپلو پښو نه دریږی. د تاریخ له سبقونو څخه زده کړه د هر انسان، ټولنې او ملت لپاره اړینه ده.


03.10.2015 11:18    |   نورمحمد غفوري سیاست او سیاسي موخې

انسان د ژوندي او ټولنیز موجود په حیث د بشري ټولنې په د ننه کې د ټاکلو اړیکو په جال کې ژوند کوي چې ځینې یې د زیږیدو او لوئیدو د محل، شرایطو او اوضاع له لوری ورباندي تپل شوی او بدلون یې تر ډیرې اندازې د فرد له واکه وتلی کار دی او یا خو د هغه چاپیریال د خلکو جمعی ارادې او فعالیت ته اړتیا لري. خو انسان کولای شی چې د ځینو نورو اړیکو په بدلون، نوښت او پریکوڼ کې د خپلې ارادې سره سمه برخه واخلي او یا یې پخپل زړه انتخاب او جوړې کړي. پوهانو دا ټولنیزې اړیکې چې په ټولنه کې د انسانانو تر منځ شتون لري، په غوره ډول په سیاسی، ټولنیزو، کلتوری او اقتصادی برخو ویشلې چې سیاسي برخه یې په لوړه سطحه او پیچلې اړیکې دي. سیاسي هدفونه ټولې هغه موخې په بر کې نیسي چې د سیاسي اړیکو په ډګر کې د هغو له پاره هاند او هڅې کیږي.


03.10.2015 07:28    |   سلیمان اسدالله د تفکر بڼه یا (IDEOLOGY)

کله چه په عراق کې د صدام حسین حکومت وځپل شو، دولتي چارواکې له واک لیرې او زندانونو ته واچول شول نو پر ځای یې نوي رژیم ځان قدرت ته ورساوه. نوي رژیم کې که یې مشخص کړو ځینو عراقي شعیه مذهبو او بیا په خاصه توګه د کردانو ډلې له سني مذهبو سره د انتها تر حده زور او زیاتۍ پیل کړ. د ښار خوا او شا کورونه یې ترې له خپلو ارزښتو څخه په ډیر ټیټو نرخونو په زور او یا هم پرته له قیمت پرې کولو په زور سره ونیول. هره ورځ به یې له ناموس نیولې تر سره، مال، کورنۍ، سوداګرئ، مذهب او نورو موضوعاتو کې ورسره ظلم او جبر کاوه. له داسې حالاتو یوه ډله عراقیان په تنګ راغلل او ټوپک ته یې لاس پورې کړ، له کوڅو نه یې پیل وکړ او هر ظالم یې په خپل مټ محکمه محکمه کول پیل کړ.


29.09.2015 10:32    |   سهراب ویسا د افغانستان اقتصادي اړیکې

افغانستان ېو غرنۍ هیواد دی چې سمندر ته لاره نه لرې او په وچه باندې محاط دی، افغانستان د مینځنی آسیا، د هند براعظګمي او مینځنی ختیځ ترمینځ واقع شوي دی، د دي هیواد اکثره وګړي په کرهڼو، مالداریو بوخت دي، لکه څنګه چې جوته ده د ېوي ټولنې اقتصادي او ټولنیز تحول او بدلون د هغې په اقتصادي اړیکو پورې تړاو لري. د نړۍ زیاتره هیوادونه د تولید د عواملو د نا متوازنې توزیع له کبله ېو له بل سره تړلي دي او دا یادې اړیکې دومره غښتلي وي چې حتی په زیاتره مواردو کې د سرحدې ستونزو او سلیقوی اختلافاتو شتون هم نشي کولي د تجارتي اړیکو د لارې خنډ واقع شي.لکه څنګه چې وویل شول د ټولنو اقتصادي انکشاف او پرمختګ د هیوادونو ترمنځ د روابطو په تحکیم پورې اړه لري، او د روابطو د تحکیم لاره یواځي تجارت کیدلي شي، ځکه چې سوداګري او تجارت د هیوادونو د نژدیوالي عمده عنصر او د هغوی له باندني سیاست سره نه شلیدونکي اړیکي لري، او د هیوادونو د اقتصادي ودې په ګړندي توب کې تجارت د یوې مهمي وسیلې په توګه عمل کوي.


24.09.2015 14:09    |   نظرمحمد مطمئن ښه جاسوس، بد جاسوس...د کلیمو بحران!

عجیبه هیواد مو دی، د تروریزم تعریف که څه هم د معلومو دلایلو له امله ګونګ دی؛ خو دلته یې ګونګوالی ځکه ډېر نادر او عجیب دی، چې تېر څوارلس کلونه د «ترهګرۍ پر ضد» تر شعار لاندې جګړه وشوه، خلک ووژل شول، اقتصاد تباه شو؛ خو تر اوسه نه ترهګري تعریف شوه اونه هم ترهګر معلوم شول.


23.09.2015 09:12    |   ملاعبدالسلام ضعیف دجهاد د نوم څخه بې ځایه استفاده

جهاد په خپل ذات او ځان کې یودایمي صفت نه دی چې یوانسان یي دځان له پاره دلقب په توګه استعمال کړي، یو الهي شرعي عمل دی لکه لمونځ، زکات،حج اوداسي نور...


20.09.2015 20:56    |   شاه ولی ارین د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت

ډیرو درنو لوستونکو! د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند جوړیدل،۱۴ کلنی مبارزی او غوښتنی،د ټولنی او خلکو د ذهن روڼتیا د وخت د واکدارانو نیمګړتیاوی په ډیره مېړانه او سرښندنو ټولنی او خلکو ته په ګوته کول د خپلو موخو او اصولو نه د دفاع په خاطر د ثور پاڅون او یو سلسله نور سیاسی، اقتصادی، فرهنګی بدلونونه او تحولات چې موخی یې په هیواد کې په ریښتینی توګه خلکو او ټولنی ته خدمت او د ټولنی پرمختیا، تکامل اوځینی داسی نوراجتماعی بدلونونه وو. د یادولو وړ دی.چې پرتله یې د۱۳۵۸کال د جدی د میاشتی د اتمی نیټی د شوروی یرغل نه بیا تر ننه پوری د استعماری بوډاګیو او پلورل شوو رهبرانو له لوری چې زموږ د هیواد واکداران دی د یادونی وړ دی. د دغو ورستیو حوکمتونو زمامدارانو په خاص ډول ببرک کارمل، برها