د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږه لراوبر افغانان وروڼه یو

عطاءالله خان حیران 20.06.2016 11:41

پاکستان د خپل دومخي سیاست پراساس په تورخم کې فیزیکي جګړه پرمخ وړه خو په عیني وخت کې یې فکري تبلیغاتي جګړه په تیزۍ سره پرمخ روانه کړې وه، له نېکه مرغه لکه څنګه، چې یې په فیزیکي جګړه کې ماته وخوړه ترهغې یې څوچنده زیاته په فکري تبلیغاتي جګړه کې ماته وخوړه، پاکستان غوښتل، چې په یوه غشي دوه ښکاره وکړي، له نیکه مرغه چې یوښکار یې هم په سمه توګه ونه شوکړلی، ای ایس ای په دغه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د لراوبر افغان ترمنځ د کرکې خپرولو هڅه په دومره تیزۍ سره روانه کړې وه، چې د یوه مور او پلار بچي یو بل ته په سپکو سپورو پیل کړی و، هم په لراو هم په بر کې یو شمېر افغانان خپلو کې نښتي ول، ای ایس ای په لسګونو داسې فیسبوک پاڼې لري لکه ( پاکستانی پختون یم) یا لکه نن ټکی اسیا ویب سایټ. ا وداسې نور... په ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړې توګه د فیسبوک مینوال زیات دي او فیسبوک هغه رسنۍ ده چې په ځینو هېوادونو کې یې انقلابونه راوستل فیسبوک د لراوبر افغان په یوالي او په فکري همغږۍ  کې یې هم د پام وړ رول لوبولی دی نو ای ایس ای چې په فیسبوک کې د لراوبر افغان یوالي او فکري همغږي ته چې یې وکتل نو یې داسې فیسبوک پاڼې جوړې کړې چې عامه اذهان ورباندې تخریب کړي، یادې پاڼې یوازې او یوازې د لراوبرافغان ترمنځ د کرکې او جدايي د پيدا کولو کوښښ کوي ویب سایټونه یې بیا په سیاسي اړخ باندې ډېره توجه کوي.
کله چې په تورخم کې ماښام مهال جګړه پیل شوه او په فیسبوک کې د افغان ملي امنیتي اتلانو ننګه او ملاتړ پیل شو د ای ایس ای لخوا د جوړې شیو پاڼو لخوا افغانانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ته سپکې سپورې پیل شوې دې تبلیغاتو د لراوبر افغانانو پراذهانو باندې تریوه حده اغېزه  وکړه  دلته هم افغانانو کوزنیو افغانانوته کنځلې کولې کوزني حیران دریان و، چې دا څه لوبه روانه ده هغوي دوی ته کولې نو دلراوبر افغان فکري ځوانانو په داسې حال کې چې ګرمه جګړه روانه وه د سکایپ له لارې سره همغږي شول یو اوبل یې سره پوه کړل چې دا تاته چې له دې ځایه کنځلې زما په نوم کیږي دا زه نه یم  دا زما په نوم د پاکستان ای ایس ای او دهغو مزدوران دي موږ لراوبر افغانان روڼه یو موږ د لراوبرافغان ترمنځ اختلاف نه غواړو پنجابی ناست و نور ټول قومونه چې په لر کې دي که په برکې یوازې پښتنو یو بل ته په سپکو سپورو ستړي ول په دې وخت کې د پاکستان په میډیا لکه تلویزون اخبارونو کې هم د افغانانو په مخالفت کې سپکې سپورې پیل شوې نو دلراوبر فکري افغانانو په دویمه ورځ د سکایپ له لارې سره همغږي شول او یاده اندېښنه یې سره شریکه کړه پریکړه په دې وشوه چې د پاکستان د حرموني سیاست له وجې چې کومه تخریب کاري شوې ده او هلته چې په میډیا کې دافغان په مخالفت کې څه روان دي او افغان چې په کوم بد نوم یادیږي ددې لپاره اړینه ده، چې زموږ د مقبوضه پښتونخوا وروڼه غږ وچت کړي او ځان ته په نره افغان ووايي او دافغان په ننګه سره یوموټی شي په دې توګه ملګرو وکولی شول، چې په فیسبوک کې یوه انقلابي چیغه پورته کړي د مقبوضه پښتونخوا فکري ځوانانو د افغان په ننګه په ټولنیزو رسنیو کې غږونه وچت کړل د پاکستان د ای ایس ای لخوه چې کومې فیسبوکي پاڼې جوړې وې له هغوی سره یې په نره مبارزه پیل کړه چې موږ که د لریو که دبر موږ افغانان یو او افغانستان زموږ لوی کور دی دې تبلیغاتو وکولی شو چې د ای ایس ای دغه تبلیغاتي جګړه هم ناکامه کړي د پښتونخوا د ځوانانو احساسات چې ددې ځای ځوانانو ولیدل نو یې سرونه خلاص شول چې دا خو لوبه وه.


دا چې زموږ ډېری وروڼو ولې په اردو ژبه باندې خپل پوسټونه کول؟
ځينو پښتو لیکل نشوی کولی ځينو ته ویل شوي و چې تاسو یې په اردو ژبه ولیکئ ترڅو پنجابی ورباندې پوی شي چې موږ نه بیلیږو
پاکستان یو وخت ځينې  تخریبي تبلیغاتي کارونه په ډېرو پیسو کول خو له بده مرغه نن همغه کارونه ورته ترهغې په ښه توګه په مفته کې له یو شمېر کسانو څخه کیږي موږ کې مشکل دادی چې موږ دخپل خبرې ټول اړخونه نه سنجو همدا وجه ده، چې ځینې وخت د پنجابي خبرې زموږ په خوله وشي، د عامه اذهانو د خرابي لپاره دلراوبرافغان د فکر وژنې لپاره پاکستان چې څومره کار پخوا کولو نن هغه کار ډېر ورته مفت کیږي پخوا به چې د کوزې پښتونخوا پښتون راته پاکستانی ورته نه ویل کیده رټل کیده نه فکر ورکول کیده دلته ورته د لوست زمینه برابریده خوشحال خان او رحمان بابا لیسه کې یې زده کړې کولې نن چې پرافغانیت ولاړ دي نن چې پرموږ ننګ کوي ډیری یی همغه خلک دي چې دلته یې زده کړې کړي اوسیدلي دي د باچاخان بابا رح سره دلته راغلي و او یا د هغو خلکو بچي دي په نوی نسل موږ یوازې دا نه چې کار ونه کړ بلکې هغوی مو پردي وبلل او زموږ له دې تېروتنې څخه پاکستان ښه ګټه اخلي د پښتونخوا پښتون ته چې هغه ځان ته افغانان وايي او زه ورته پاکستانی وایم او پاکستان هم ورته وايي چې افغان افغان پریږده ته پاکستانی یې او پښتون یی بس افغان نه یی نو تاسو فکر وکړئ نو څنګه به دا وړۍ شړۍ شي ولې به پاکستان پرموږه بریدونه نه کوي تاسې سیاسي عینکې په سترګو کړي او په دې خبره لږ شان فکر وکړئ چې هرافغان له دې ځای څخه لاړشي هغه که پولیس یې تنګوي هغه که زورول کیږي هغه که له هرډول مشکل سره مخ کیږي چېړته؟ پيښور کې یا بل پښتني سیمه کې او پنجاب کې بیا برعکس له یوه افغان څخه به وانه ورې چې هغه دې پنجاب کې د حکومت لخوا زورول شوی وي همدا مثال زموږ افغانان هم وړاندې کوي خو هغه خو په دې نه پوهیږي، زموږ د یوالي او زموږ ترمنځ د کرکې خپرولو لپاره پاکستان ستراتيژي لري او موږ څه لرو؟ موږ دې هېڅ نه لرلی خو کم سکم چې په حکومت کې دغه ارداده موجوده وی چې لوی افغانستان له امو ترمارګلې دا زما سیمه ده او دا به خپلوم.
د برلین دیوال خبرو بې غوریو نه دی ړنګ کړی هغه فکرونو او قوي ارادې ړنګ کړ هغه یوې څپلۍ ړنګ کړ هرسهار به یو ماشوم هغه دیوال په څپلۍ واهه او بیا به راته کورته خلک په دې  پاتې په 3 مخ کې
پوهیدل چې دا دیوال دا څپلۍ نه شي ړنګولی خو د ړنګیدو هغه سوچ یې خلکو ته په ذهن کې پیچکاري کړ نن همغې څپلۍ هغه څه  وکړل چې غوښتل یې.
موږ د تورخم د جګړې په مسله کې له اسفندیار نه ګیله کوله له محمود خان څخه مو ګیله کوله موږ هغو ته یوه ګوته نیوله او هغې ته مو د نورو خلکو پام هم اړو خو ځان ته مو چې څلور نیولې وې هغې ته نه زموږ پام و او نه ورته دخلکو پام و، ته چې له اسفندیار او محمودخان څخه ګیله کوې له سیاف، بسم الله خان، اسماعیل خان، ګل اغاشیرزی، حاجي ظاهر قدیر استاد عطا، محقق ، خلیلي، پيران، یونس قانوني، احدي او داسې نور... دوی کومه توره وکړه دوی احتجاج وکړ؟ دوی غږ وکړ؟ ایا دوی همداسې غلي خلک دي که دلته غلي پاتې شول ؟ کله چې د امتیاز خبره شي کله چې څه ورنه کړي تاسې خو لیدلي چې دوی څه نه کوي دوی څه نه وايي او څه یې نه دي ویلی دوی هروخت  ځانونه دافغانستان فاتحین نه بولي؟ دوی هروخت حکومت نه ګواښي؟ له دوی څخه ګیله زموږ حق دی او اسفندیار نه ګیله له محمود خان نه ګیله زموږ حق نه جوړیږي. ځکه چې پښتونخوا مقبوضه ده هغه خلک ازاد نه دي له هغوی نه ګیله داسې معنالري لکه یو ورور چې په زندان کې بند وي او بل ازاد هغه ازاد زنداني ته راشي او ورته ووايي چې ولې په زندان کې ناست یې لاړشه ازادي واخله ورشه تورخم کې له پنجابي سره جهاد وکړه دا داسې معنالري هغه خلک اوس هم نران دي په نره ځان ته افغان وايي په نره درسره ولاړ دی د پاکستان په پارلمان کې ستا خبره کوي موږ څه کړي؟ تذکره دې په دې نه ویشل کیږي چې افغان دې په کې نه وي ستا ولسمشر ته یې چې وویل تاته په تذکره کې افغان ولیکي؟ ایا هغه ورته وویل چې هو؟ نو لږ خو خپل وجدان ته هم باید سرښکته کړو ته هغه ته وايي چې ځان ته افغان ووایه او خپله ځان ته افغان نشې ویلی دا خو داسې شوه لکه له طالبانو سره سوله، اساسي قانون دې طالب په اسلااباد کې ومني خو زه دې په ارګ کې نه منم په هېواد کې سوله راولم خو په ارګ کې سوله نشم راوستی لوی افغانستان غواړم خو په اړه یې یو ګام هم نه اخلم  په دې توګه نه ښادیږو.
پخواني حکومت دلراوبرافغان راشه درشه ښه توده ساتلې وه، د غني له راتګ سره د لراوبر فکر بیخي په ټپه ولاړ دی وزیرستان زموږ سیمه ده د پاکستان وحشي پوځ چې هلته څه روان کړي دي زموږ حکومت یې په اړه داسې غلی دی لکه وزیر چې بیخي افغانان نه وي ځینې خلک بیا ډېر ناکام دلیل دا وړندې کوي، چې هغه ځانمرګي کوي موږ نیولی د سوات و د وزیرستان و دې ښاغلو ته زما دا ځواب دی چې ملاعمر د کوم ځای دی؟ حقاني څوک دی طالبان ډیرای څوک دي؟
موږ باید په دې پوه شو چې پاکستان د افغانستان هرډول وراني ته کار ویلی دی موږ باید دومر ژر احساساتي نه شو مشکل چې څومره په لوړه کچه کې دی موږ ورته همغومره لاس ترځنې ناست یو او څومره چې ناست یو همغومره مو ځان ته سخته تمامه کړې ده څومره مو چې ځانته سخته تمامه کړې ده همغومره مو زیاته قرباني ورکوو.