د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستا پيدایښت ستا دبریاليتوب سترثبوت دی

عطاءالله خان حیران 04.02.2015 23:12

ارواپوهنه
ژباړن: عطاءالله خان حیران

ستا پيدایښت په خپله په خپل ذات کې ستاد کامیابۍ لوی ثبوت دی.
د څېړونو پراساس ویلی شو، چې ستا دمور او پلار د نیزدیکت په پایله کې ۶۰۰۰۰ ماشومانوڅخه دیوه  د تخلیق امکان و دغو ټولو دې دنیاته راتلل غوښتل ددې ټولو ترمنځ په شوې سیالۍ کې ته بریالی شوې ځکه چې راتګ ۶۰۰۰۰ ماشومانو غوښتل او امکان دیوه ماشوم و نو ستا راتګ دې نړۍ ته ستا ترټولو لومړنۍ بریا ده ځکه، چې ته دنورو په وړاندې باصلاحیته وې ، ځواکمن وې او صحت مند وې هسې خو ۵۹۹۹۹ ماشومانو کوښښ کاو خو ته الله ج ددې دنیا لپار دارتګ وړ وبللې نو مه ناهیلی کیږه مبارک شه په دې نړۍ کې ستا لومړی ګام ستاپه بریالیتوب ګواهي ورکوي که تاسې ددې لایق نه وی چې دې دنیاته راشی نو اوس ۵۹۹۹۹ کوم بل یوه داکتاب لوستو.
پرمختګ په کایناتو کې په فطرتي توګه شتون لري، د کایناتو په هرشي کې د ودې تومنه په فطرتي توګه موجوده ده،که موږ ګلانو همدارنګ په ټوله کې ټول ژوندي موجودات وګورو د ودې او پرمختګ اشتیالري، د بېلګې په توګه ګلان او همداسې نور بوټي د ابو او دهوا په مرسته غوړيږي حتا تیږه که وګورو د هوا او دابو په مرسته غټیږي یوه بل مثال راوړو چې ښه جوته شي هغه ده چې کله کله دانسان په ګورده کې هم کاڼی پیداکیږي او په ګورده کې دننه هم د غټیدو په حال کې وي.
اسان خو هروخت د بدلون په لټه کې دی بدلون د انسان په فطرت کې نغښتی دی له دې انکار نه شو کولی خو پوښتنه دلته پيداکیږي چې بیا ولې ځینې انسانان هېڅ پرمختګ نه شي کولی؟
ایا فطرت زموږ دغوښتنو پرخلاف روان دی؟
زما ځواب دادی چې نابلکل نا!
زموږ فطرت هم غواړي چې موږ پرمختګ وکړو او موږ هم غواړو ( تاسې هم غواړی چې بریالي ووسی او دغه جذبه په تاسې کې شته ځکه خو داکرښې لولې) بس خبره دومره ده چې موږ ته د پرمختګ لارې چارې نه راځي ځینې بریالي خلک ځکه بریالي وي چې هغو ته د بریالیتوب لارې چارې معلومې دي او هغه خلک چې ناکام دي هغوی ته د کامیابۍ لارې چارې نه دي ورمعلومې.
د ټریننګ مرکزونه د مارکیټنګ په برخه کې او همدارنګ خپلو شاګردانو ته انګریزي ور زده کوي خو دا نه ورزده کوي چې انسان څنګه پرمختګ کولی شي او دکامیابۍ اصول کوم دي، ځینې خلک توکل په خدای کامیاب شي  خو ډیری د ژوند په مشکلاتو کې راګیروي، هغه شان ژوند نه شي جوړولی  چې دوی یې غواړي، هغه خلک چې د پرمختګ په په اصولو پوهیږي هغه ډېر ژر خپلو موخو ته رسیږي.
خو دبریالیتوب رازونه او اصول له چانه زده کړو؟ که موږ په رښتیا سره غواړو چې کامیاب خلک ووسو نو اسانه خبره ده همدا پوښتنه له خپل فطرت نه کولی شې.
څه چې کرې هغه به رېبې دا یوفطرتي ځواب دی.
که په پټي کې غنم وکرې غنم به رېبې او که جودر کرې جودر به رېبې له غنمو نه د وریژو تمه احمقانه تمه ده لږ په ځان کې منجمنټ پیداکړئ خپل کارونه فهرست کړئ او په لوړ مرام خپلو هدفونوته کار ووایی خوشال بابا په دې هکله څه ښه وايي:
څو دې توان رسي په لوی  دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه.
څه چې کرې هغه به رېبې څومره ژوره او ښکلې خبره ده موږ باید د کرنې په اصولو ځان پوه کړو کرل او رېبل هم خپل اصول لري موږ خو یوازې تخم کرو نور ورته ګورو چې زمکه، اوبه،موسم، باران، لمر او فطرت ورسره څه  کوي ددې راز د پیژندنې لپاره فکر ته اړتیا نشته فطرت د کایناتو لوی قوت دی چې تخم کري او له څو ورځو نه وروسته تخم خوله وازه کې او بوټی ورنه سر را بهر کړي کله چې بوټي غټ شي ځوان شي نو بیا سړی پوهیږي چې ما د څه شي تخم کرلی و همغه بوټی راختلی دی هېڅ کله داسې نه شي کیدای چې ته د یو شي تخم وکرې او راشین بل  څه شی شي.
نو موږ چې په ژوند کې د کامیابۍ او یا دناکامۍ فصلونه کرو دا موږ ته پته ده چې موږ څه شی کرلي همغه خو رېبل غواړي.
زموږ دژوند پایلې ( که ته  یې منې که نا ستا خوښ وي که ناخوښ ) ددې ترشا له موږ نه پرته د هیچالاس نه دی دا زموږ ستاسې خپل عمل دی او دعمل ترشا څه وي؟ سوچ، د ارواپوهنې په شعبه کې یوه څېړنه شوې هغه وايي: چې موږ د تصویرونو په شکلونو باندې فکر کو د هرسوچ یا فکر سره زموږذهن ته  یو انځور ارځي، د بېلګې په توګه زه وایم( کور) نو ستاسې په ذهن کې د یوکورانځور  راځي، پردې اساس موږ چې دڅه په  اړه فکر کو دهمغه شي انځور زموږ د ذهن په سکرین باندې راځي، فکر د عمل لارښود  دی اوس چې موږ کوم تخم کرو او له  هغې نه چې کوم بوټی راشین کیږي دهغه صحت تخم پورې اړه لرې دښه تخم د صحتمند تخم بوټی ښه او صحتمند بوټی وي، نو پردې اساس  د ښه فکر ګټورې پایلې وي، که فکر ناروغه وي نو پایلې به هم ناروغې راوځي، اوس خو به مو ښه سر خلاص شوی وي که ته ښه فکر کوې مثبت فکر کوې نو پایلې به یې هم مثبتې وي که برعکس فکر کوې نو پایلې به یې هم برعکسې راوځي، د خپلو سوچونو تخمونو ته په کم نظرمه ګورئ په دې کې لوی قوت پټ وي، کیږي به هغه د څه شي په اړه چې څه ډول فکر کوې دا یو حقیقت دی.
ښه یوه خبره راته وکړه! راځه له نن نه ۵ کاله شاته زو ښه فکر ورباندې وکړه له نن نه پوره ۵ کاله مخکې ستا موخه څه وه او تا څه ډول ژوند د ځان لپاره غوښت، هغه وخت تا د خپل ذهن په سکرین باندې څه ډول تصویرونه جوړول زه خو په دې باوري یم چې تاهغه وخت همدغه څه غوښتل چې دانن یې نن چې دا ته څنګه یې دا ستا غوښتنه وه که اوس هم په ځان کې بدلون رانه ولې او دخپل راتلونکي په اړه مثبت فکر ونه کړې او د تل په څېر د ځان او دخپل راتلونکي په اړه منفي فکر کوې ستا دا حال به دوام مومي او لا به د تیارو کندې ته ځان اچوې اوس خو دې تجربه کړل اوس خو پوی شوې کوم شی چې تا ۵ کاله وړاندې په خپل ذهن کې کرلي هغه خو ته همدا اوس رېبې، نو پردې اساس په خپل ذهن کار وکړه، ستا ذهن د یوې فابریکې په څېر دی، چې دوه څانګې لري یوه څانګه یې د ډیزاین ده یاد طرحې ده اوبله څانګه یې دجوړولو یا پيداکولوده  د جوړولو څانګه هغه شی جوړوي او په عمل کې ترینه راوځي کوم شی چې د ډیزاین څانګې ورته ډیزاین کړی وی که یې په ساده او په لنډه توګه درته ووایم څه چې په دیګ کې وي په کاسه کې به همغه شی اچوې.
که ستا د ذهن د ډیزاین څانګه ناروغه وي، دردونکې وي او دناکامۍ غمجن تصویرونه جوړوي نو د جوړونې څانګه مجبوره ده چې همغه شی جوړ کړي ځکه چې هغه خو هیڅ نشي کولی څه چې ورته ډیزاینیږي همغه راوباسي هغې ته خو حکوم کیږي او هغه سوال نه پيداکیږي چې دحکم نافرمانې دې وکړي ځکه چې دنده یې ده.
که ته د خپل ذهن په تولیدي څانګې شک لرې نو بیا وګوره چې ستا دذهن د ډیزاین څانګې ورته همدا شی نه و ډیزاین کړی چې تولیدي څانګې کوم شی تولید کړي؟
کنه تا هیڅوک نه شي منع کولی له تا پرته هیڅوک ستا د کارونو او دپرمختګ مخه نه شي نیولی ته خپله هم دانه غواړې خو درنه کیږي کله چې کیږي نو ته ته نه یې که ته ته یې نو باید هغه څه وکړې چې ته یې غواړې په دې که ته له هیچاګیله مه کوه له تا پرته هیڅوک نه دي ګرم ځکه چې ستا د ذهن په سکرین باندې تل د نااومیدۍ، بې وسۍ، دناهیلۍ او دناکامۍ اعلانات تیریږي نو طبعي خبره ده چې تاته به همغه څه په ژوند میلاویږي کوم چې ته غواړې لکه څنګه چې موږ مخکې بار بار دا متل تکرار کړ ( چې څه کرې هغه به رېبې) نو ته چې د  خپل ذهن په زمکه څه کرې هغه به په عمل کې ترلاسه کوې، په زمکه چې کوم تخم وکرل شي کله چې راشین شي نو انسان پوهیږي چې دا دڅه شي ونه ده ځکه چې موږ پوهیږو څه چې مو کرلي هم هغه به راشین کیږي، که ته په زمکه شک لرې چې وکرې یو شی راخیژي بل شی نو سمه ده بیا ته یو ډول فکر کوې او په عمل کې بل شی راوځی که ته په دې باوري یې چې په زمکه کې د څه شي تخم وکرل شي همغه شی راشین کیږي نو بیا په دې هم باوري ووسه چې ته څه غواړې همغه به کیږي.
دا نن چې ته هرڅه یې، خوښ یې که ناخوښه او همدارنګ ستا په وړاندې چې څومره چلینجونه دي ددې ترشاستا پوره پوره لاس دی ځکه چې داهرڅه ستا دفکرزیږنده ده، همدا رنګ چې په راتلونکي کې به ته څنګه وې ددې ټولو انحصار ستاپه فکر پورې اړه لري، نور په خپل ځان رحم وکړه پښتانه متل کوي، چې ماهي هروخت له اوبو راوباسې تازه وي ته اوس هم پوره وخت لرې خوښه دې نه ده چې باقي ژوند په خوښیو تیرکړې؟ نور مثبت فکر وکړه چې ژوند دې جوړشي د ځان دښمني دځان تباهي ده.
نور د خپل ذهن په سکرین باندې د خفګان ټکي،دناهیلۍ ټکي، دبې وسۍ ټکي، ددربدرۍ ټکي او ناکامۍ ټکي مه پریږدئ مثبت فکر وکړۍ انشاءالله بریاستاده.