د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا، سياسيون، جهاديان، طالب او تورخم

عطاءالله خان حیران 18.06.2016 14:51

د تورخم جګړې د ډېروپټو مخونوڅخه پردې لرې کړې د تورخم جګړه چې څنګه وه او باید څنګه شوې وی دا يوخواته پرېږدو موږ څو مهمې ګټې وکړې، يو دا چې پاکستان ته مو وښوده، چې افغانستان ازاد مستقل هېواد دی د خوشال او د دوه نورو هېواد والو په شهادت مو پاکستان ته  دا په زبات ورسوله چې موږ خپل سرونه له خپلې خاورې څرنګ قربانې کو د پاکستان دوه جنرالانو او ۲۴ پوځيانو په وژلومو پاکستان ته وښوده ، چې موږ له چاکم نه یو په کم نظر باید افغانانو ته ونه کتل شي افغانان له هیچا نه کم نه دي  د ننګ او دمېړانې په ورځ بیا هېڅوک له ځانه وړاندې نه مني بل دا خبره ډېره مهمه ده، چې په ټول هېواد کې د تروریسټ هېواد پاکستان پرخلاف هرافغان سر راپورته کړ او دخپلو ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ اعلان یې وکړ او له خپلو ملي امنیتي سرتیرو ترڅنګ ودریدل دا لویه خبره ده زموږ د درې شهیدانو وینې بې ځایه نه دي تللې زموږ د شهیدانو وینو د دښمن په وړاندې ټول افغانان  یوموټی کړ.
د تورخم په جګړه کې هغه سیاسیون ، چې کله  به هم سټېچ ته ودریدل ځانونه به یې ددې هېواد هغه بچی ګڼل چې ګواکې زموږ هره هله ځله ددې هېواد او د افغان ولس لپاره ده، څو ورځې په تورخم کې جکړه وه یوسیاسیون هم غږ وچت نه کړ داسې چوپه چوپتیا وه، چې تابه ویل چې هېڅ خبره نشته
هغه چې ځانونه یې د جهاد ټېکداران بلل هغه چې په یوه طالب پسې ټانګونه توپې الوتکې کور په کور کرځوي هغه چې د یوه ولایت بې تاجه بادشاه ځان ته وايي چې هېڅ ډول قانون نه مني او نه یې ورباندې څوک منلی شي هغه چې له هرډول قانون څخه معاف دی هغه چې د خپل د سمڅې یار سره په مقابله کې بې ګناه افغانان وژني اورټي یې او بل هغه چې هروخت دا خبره کوي، که مجاهدین نه وي دا وطن په همغه ورځ وران دی که مجاهدینو ته ونډه ورنه کړلی شي حکومت  به ښه ورځ ونه ویني دا وطن مجاهدینو ساتلی دی ا وساتي به یی اسلام درخطر است موږ د افغانانو ناموس ساتلی او... دا ټول داسې غلي و، چې هیچا داسې فکر ونه کړ، چې په تورخم کې څه روان دي او زموږ مشران چېرته دي پخوا هم دوی ځان ته مجاهدین ویل او نن یی هم وايي او خپل رول نن هم مهم ګڼي، د تورخم جګړې دا هم ثابته کړه، چې له دوی پرته دا وطن نور بچي هم لري چې خپل سرونه ورنه قربانوي په همدې شپو ورځو کې ددې خلکو د ورکې اعلانونه په ټولنیزو رسنیو کې د ولسونو لخو اخپارشول چې چېرته دي دا باتوران نور ولس ددوی په نمایشي خبرو نه تېروځي جهاد دې کړی دی کور دې ودان  نور افغان ولس دې ته تیار نه  دی ا ونه یې وس لري چې ټول عمر به تاته باچ درکوي پرون مجاهد وې نن څه شی یې؟ نن خو مجاهدین افغان ملي امنیتي ځواکونه او افغان ولس دی چې ترڅنګ یې ولاړ دی تاسې پخوا هم داغه شان پردي بچی مو ورمخکې کول او په خپلو بچو به مو بهر کې تعلیمونه او عیشونه کول ا وهمدا راز خپل ځانونه مو ساتل  طالب هم  همداسې غلی و لکه   جهادیان د پاکستان په وړاندې د طالب ، امریکا، مجاهدین او دسیاسیونو چوپتیا یو ډول وه  د هېواد په ځينو ځایونو کې لا یو شمېر طالبانو د پاکستان پرخلاف غږ وچت کړی و او ویلي و، چې دافغان ملي امنیتي ځواکونو سره به ودریږي خو نور خیر او خیرت و ددې ټولو چوپتیا افغان ولس ته پوښتنې را ولاړې کړي، چې ټول بیا یو ډول د پاکستان غوندې هیواد په وړاندې داسې چوپتیا ولې؟ یو افغان ولس و،چې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو په ننګه یې راټولیدل  له زابله د هېواد پېغلې راغلې د خپلو امنیتي ځواکونو په غاړه کې یې ګلونه واچول خو زموږ سیاسیون او جهادي مشرانو په ځان هم رانه وړه  ولې؟
    •    د تورخم په جګړه کې دامریکا چوپتیا او بې غوري  دافغانانو لپاره ډېرې پوښتنې را ولاړې کړي دي، هرافغان سره اوس دا سوال مطرح دی، چې امنیتي تړون د څه لپاره؟ امریکا ولې چوپ پاتې شوه؟ د امریکا په تړونو  کې چې له افغانستا سره یې لري  داسې ستونزې شته دي امریکا یوزې خپلې ګټې ګوري هېڅ تړون ته امریکا هغه شان چې پکار دی په عمل کې ژمنه نه ده پاتې.
    •     اوس  خلک په دې پوی شو، چې امریکا د تړون مړون په کیسه کې نه ده یوزې خپلې ګټې ګوري هغه تړون تړون یا هوکړه لیک نه شي کېدای چې په عمل کې د خپلې تیورۍ پراساس پلی نه شي هغه هېڅ تړون نه شي کیدای چې یو لوری د ورته ژمن وي او بل لوری  دې ترینه سرغړونه کوي کیدای شي افغانان له امریکې سره د امنیتي تړون  د لغوه کېدو غوښتنه وکړي.
بل له پاکستان سره د امریکې دومره سیاسي مینه، چې ترهګر په پاکستان کې دي او ستا ټانګونه په افغانستان کې څه کوي؟ ته په افغانستان کې څه کوې ستا شتون خو اوس تر پوښتنې لاندې راغلی دی، چې هېواد دې د ترهګرو او اسامه په پلمه زما وران ویجاړ کړ اوس چې د ترهګرو ځالې او پټنځایونه او ترهګر هېواد درته ښه مشخص شو او خپله یې اقرار هم وکړ ټوله نړۍ اوس په دې سل په سلو کې قانع هم ده نو بیا امریکا په افغانستان کې څه کوي؟ که امریکا د تړون خبره کوي کومه ده هغه قانون ته یې هم غاړه نه ده ایښې اوس په دې حقیقت افغانان پوهیدلي دي چې امریکا په سیمه کې خپله لوبه پرمخ وړي قربانی به افغانان ورکوي ګټه به امریکا او پاکستان کوي نور افغانان سپينه خبره غواړي یا به امریکا هغه ټول هوکړه لیکونه یا تړونونه چې له افغانستان سره یې  لاسلیک کړي  خپله ژمنتیا ښکارکوي او یا به یې لغوه کوي بله لار وجود نه لري امریکا باید له دومخې سیاست څخه ډډه وکړي ځکه چې افغانان نور د جنګ تحمل نه لري.