د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پسرلي بابا جرس

عطاءالله خان حیران 14.01.2015 21:06

د سقراط په هکله ویل کیږي، چې فلسفه یې له اسمانه ځمکې ته راښکته کړه  یعنې له سقراط نه  وړاندې، چې په یونان کې څومره فلسفیان و لکه تالیس،انا کسیمنډر، انکسیمنیزاو.. ټولو په اسمان کې فکرونه کول نو پردې اساس موږ د پسرلي بابا په هکله په ډاډ سره ویلی شو، چې پسرلي بابا  ډېره شاعري دانسان په روح باندې کړې ده په داسې حال کې، چې  زموږ د پښتو غزل ترډېره د انسان په جسم پورې محدوده پاتې شوې دی  دا یو لوی نوښت پسرلي باباوکړ چې پښتو غزل یې له نورو نوښتونو سره سره د انسان له جسم نه راویست او د انسان روح یې د خپل غزل تر پوښښ لاندې راوست، چې په حقیقت کې انسان روح دی نه جسد او پسرلی بابا په دې حقیقت باندې پوهېده چې یو خو د غزل بنیاد په تخیل باندې ولاړ دی او بل خوا دانسان جسم هغه شان یو کلبود شی دی، لکه  دموسم رنګ بدلوي نو یې پردې اساس یې  په حقیقت باندې فکر وکړ چې هغه دانسان روح دی.
 دانسان جسم انسان نه دی  جسم دانسان شکل دی نه انسان،  په  اصل کې انسان روح دی نو پسرلي بابا دغه حقیقت ډېر ښه درک کړی و موږ که خپل کلاسیک ادبیات مطالع کو نو که ښه ورته زیر شو زموږ کلاسیکو شاعرانو هم ترډېره دانسان روح د خپل غزل محور ګرځولی دی خو دغه لار د وخت په تیریدو سره له پامه غورځیده او دغې برخې ته چاډېر پام نه کولو په دې برخه کې پسرلی بابا هغه شخص و چې دغه اصل یې په نظر کې نیولی و او پرې نه ښود چې پښتو غزل له اصلي مسیره بل لور ته لاړه شي پسرلي بابا پښتو غزل ته په دغه برخه کې یوه نوې سا ورپو کړه او زموږ د پښتو اصلي غزل چې محور یې دانسان روح و راژوندی کړ.
په غزلو کې مې پو کړه دهنرسا
ترانو کې مې  جاري کړه د ژوند وینې
بل ځای بابا وايي
پسرلیه ښکاري چې تا، هم اسماني کړه غزل
له ښاپيرو یې اورم له پرښتو یې اورم
که موږ د ځوان نسل غزل ګورو نو که شونډې، زلفې، سترګې او باڼه ترینه لرې کړو نو هیڅ هم نه ورپاتې کیږي همدغه کلیشیي ټکي دي چې اخوا دیخوا یې سره کوي او دخپل زړه بړاس ورباندې اوباسي اوبس خو تاسې که په غور سره د بابا شاعري مطالع کړئ نو تاسې ته به د غزل اصلي خوند او رنګ دروښایي نوښتونه د بابا په شاعرۍ کې بیخي زیات دي کنه همدا ټکي چې مایې پورته یادونه وکړه بابا هم یاد کړي خو په ډېر ښه او نوي انداز کې کنه د غزل چوکاټ  خو بیخي زوړ دی نوښت شعر پوهان همدې ته وايي چې په زوړ چوکاټ کې نوی شی وړاندې کړي.
بل د پسرلي بابا غزل ترډېره په تفکر ولاړ دی که د غزل تاریخ ته زو د غزل بنیاد په تخیل ولاړ دی او دنظم په تفکر خو د پسرلي بابا کمال بیا دا دی چې هم یې غزل او هم یې نظم دواړه یې په تفکر ولاړ دي او دا کار سخت دی ځکه چې دا له غزل سره جنګ دی او له غزل سره جنګ اسان کار نه دی ځکه چې که ته غواړې غزل لکه دنظم په تفکر ودروې نو خوند اورنګ په کې نه شې ساتلی ځکه چې غزل یو یاغي او باغی شی دی او دا داستادانو کار دی چې څنګه یې راموي بابا په غزل دومره حاکم و لکه ستر خوشال  د پسرلي بابا که غزل په  تفکر ولاړ  دی خو د غزل خوند اورنګ یې هغه شان خوندي ساتلی دی بلکې خوند اورنګ یې د تفکر پرمټ نور هم ورزیات کړی دی .
شمې ستا جلوو ته به څه سوی پتنګ زړه و هي
پرې ږده لمبې مې دې په سوي مخ اوبه  وهي
خپل ښایست ته شاکړي کله کله مستغني حسن
لمر شي له غروره اضافه وړانګې په  غره وهی
سپک بنیادم ډېر درانه له ځان سره سپک کړي دي
پوچ حباب ملنډې هم په ځان هم په  راده وهي
څه  غواړې له خیاله د لمر مخو د ښکلا مهار
څوک خو دې د شمو دجلوو سین ته بند ووهی
ورکې ته پيدایو، کړو په ورک عالم کې ورکې ورک
ستوریو ته خو ګوره په  یوه سا مزلونه څه وهی
ښه شعر هغه دی  پسرلیه چې یې وایي نور
پټه غنګۍ هر سړی له ځانه سره ښه وهی
پسرلي بابا ته که موږ د پښتو غزل د نوښتونو پلار هم  ووایو مبالغه به مو نه وي کړې ځکه چې هرغزل او دهر غزل خیال او فکر یې له هرچانه جدا دی هغه څه یې ویلي چې نورو  شاعرانو کم ویلي دي دی دنوښت هم ډېر پلوی و او  خپله یې هم په غزل  او نظم کې ډېر نوښتونه نوې تشبیهات نوې ځمکه نوي جوړښتونه نوي خیالونه او نوي خبرې یې ډېر ې کړي دي دی په  همدې هکله وايي:
نه زوړ منطق چلیږي دلته نه زړې خبرې
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
ړنده ټول عمر پټې سترګې په امساپسې ځي
بینا هغه دی چې هم لارې هم رهبر بدلوي
بل د بابا د غزل اروايي اړخ دی چې دا هم ډې مهم دی غواړم لنډې خبرې ورباندې وکړم  داسمه خبره ده چې په شاعرۍ باندې محیط ژور اغیز لرلی شي او لکه څنګه چې شاعر د ټولنې سترګې ګڼلی شي نو پردې اساس چې شاعر څه ګوري او څه اوري نو هغه انځوروی خو په دې کې بیا ځينې شاعران دوخت او حلاتو نه ډېر اغیزمن شي زموږ ننۍ شاعری یې یو ښه بیلګه ده چې ډېره غمجنه او ناهیلۍ نه ډکه ده خو ادب هم خپل کور لري خپله لار لري تکړه خلک پوه خلک بیا د هرڅه ترڅنګ د ادب هغه خپل حد په نظر کې ساتي له موږ نه ډېر ژر ورخ اوبه یوسي دومره ژر ناهیلی شو دومره ژر لاس ترځنې شو چې فکر کو نور نو هم په پښو شل یو او هم په لاسونو ځکه چې دانسان روح ته ناهیلي لار  وکړي او کله چې دانسان روح ته ناهیلي خفګان لار پيدا کړي نو دانسان دفکر بڼه بدلوي او انسان بیا په دغه شان حلاتو کې حلاتو ته تسلیمیږي دغه څه چې نن روان دی دا پخوا هم ول یوازې بڼه یې بدله شوي که دخوشال بابا په و خت  کې  مغلو وژلو د میرویس نیکه په  وخت کې ایرنیانو ګورګینانو وژلو د احمد شاه بابا په وخت کې نورو بلاګانو وژلو او دامان الله خان په وخت کې انګریز وژلو د ظاهرشاه په وخت کې ناپوهی وژلو د ترکي په وخت کې روسانو وژلو له هغې نه وروسته خپله مو یو بل وژل د حامد کرزی په وخت کې امریکا او پاکستان وژلو او لامو دا د وژنې لړۍ روانه ده خو که  موږ د خوشال بابا وخت ته ځو هلته موږ ته خوشال بابا وایی چې حلات دې دزمري په خوله کې ورکړي نو دزمري په خوله کې هم همت مه بایله او  همداسې په نورو دورو کې نور شاعران یې ښه بیلګه کیدالی شي خو اوسني شاعران بیخي زیات متاثره دي دهرشاعر هردویم شعر له  ناهیلۍ او غم نه ډک دی خو پسرلی بابا زموږ د وخت شاعر و یعنې موږ دهغه جنازه په خپلو ولو یوړه او په خپلو لاسونو مو خاوروته و سپاره خو د بابا روح ډېر پياوړی و د پسرلي بابا شعرونه که ژور مطالع شي هغه موږ ته د ناهیلي خبره نه کوي ځکه چې هغه پوهیده چې ناهیلي  نیم مرګ دی یو خو په یونوم او په بل نوم وژل کیږي او که زه هم ورته د ناهیلۍ غزلې وایم  نو بیخی به یې له ژونده زړه توري کړم نو هغه موږ ته د حوصلې او دفکر خبرې  کوي هغه موږ فکر ته هڅوي هغه موږ ته ډا ډ راکوي وايي:
که وړې هيلې مې ترسره نه شوې غم یې څه دی
واړه کبان د ماهیګیر له خپاره جاله وځي
پسرلې بابا د بدلون خبره موږ ته کوي هغه موږ د ستونزې اصلي ټکی ته متوجې  کوي هغه وايي چې لکه د ړندو یو چاپسی او په یوه لاره  مه ځئ لوری بدل کړئ رهبر بدل کړۍ هغه موږ ته دبدلون خبره کوي هغه موږ ته د ناهیلۍ خبره نه کوي:
ړنده ټول عمر پټې سترګې په امساپسې ځي
بینا هغه دی چې هم لارې هم رهبر بدلوي
بل د پسرلي بابا په کلام کې دصداقت خبره ده په یاد ولرئ او تجربه یې کړئ او تجربه کړې به مو هم وي په کومه لیکنه او یا په کوم شعر کې چې صداقت نه وي هغه هیچا ته خوند نه ورکوي ځکه چې لیکوال یا شاعر چې خپل فکر ته ژمن نه وي بل باندې هم اغیزه نه شي  کولی د پسرلي بابا په کلام کې صداقت بیخي ډېر دی بابا خپل فکر ته خپل خیال ته خپل هنر ته د ګناه تربریده ژمن و ځکه یې کلام خوږ دی ځکه یې په شعر کې جوهر شته صداقت او رښتینولي هغه څه دي چې په کلام کې خواږ پيدا کوی صداقت او ریښتنولي د لیکنې او یا د شعر جوهر جوړوي په کومه لیکنه او یا شعر کې چې جوهر نه وي هغه پيکه وي او پيکه شی د هیچا هم نه خوښیږي.
پسرلي بابا له خپل هنر سره مینه کړې ځکه یې هنر هنر پاتې شوی دی څوک چې شاعري او یا لیکوالي د شهرت او یا د تجارت لپاره کوي هغه دومره هنر ته زیان نه شي اړولی لکه څومره زیان چې خپل شخصیت ته اړوي ځکه چاچې له خپل هنرسره مینه وکړه هغه ترپایه هنرمند پاتې  کیدای شي چاچې په خپل هنر تجارت  وکړ  هغه به دلنډې مودې لپاره بازار ولري او په زړونو به د لنډ  وخت لپاره واکمني  وکړي خو ډېر ژر به له زړونو وتوږل شي او ورک به شي او هیر به شي.
سپیڅلتیااو ژمنتیا دا هغه څه دي چې د انسان د شخصیت د ستنو په مثال دي.
او پسرلی بابا په دې عقیده و، چې هر څه دې له لاسه ورکړم خو شخصیت دې وساتم ځکه یې هنر ښکلی دی ځکه یې په شعر کې رنګارنګ خواږه شته چې دانسان ذوق ورباندې ښکلی کیږي.
بل د پسرلي بابا فقیري هغه څه وه چې په ډېرکمو خلکو کې به یې مثال پيداکړی شو دانسان فطرت داسې جوړ دی چې ځان خوښی دی د ځان غوښتنې حس په ټولو انسانانوکې شته دی خو په ځينو کې بیخی ډېر، په ځينو کې ډېر، په ځينو کې کم او په ځينو کې بیخي کم پسرلی بابا هغه څوک  و چې ځان خوښی نه و هغه به چا نه وي لیدلی چې په سټیچ دې شعر ویلی وي هغه دومره مشهور هم نه دی یوازې له شاعرانو او لیکوالو پرته یې عام ولس دومره نه پيژنی لکه دا سیاسیون او یو شمیر نور شاعران چې څومر شهرت لري ستره وجه یې همدا وه چې هغه نه غوښتل چې دده تصویرونه او شهرت دې مجازي وي هغه د پاکو او ژمنو خلکو په زړونوکې خپل تصویر جوړیدل غوښتل نه په ډبرو او بینرو او کاغذونو باندې.
پسرلی بابا دومره مینه له خپل هنر سره کړې او دومره په خپل هنر مین و چې خپل ځان یې هیر و دی خپله هنر ګرځيدلی و ټول هنر هنر و هغه د خپلې ټولنې ټول حقایق درک کړي و هغه ته خپل پښتانه لکه دخوشال بابا معلوم  و خو شال بابا خو زړور انسان و خپل غچ یې هم ورنه اخستی دی او هرڅه یې ورته سپین سپین ویلي دي خو پسرلی بابا بیا له ضرورته نه زیات ښه نسان وهغه په ډیرو  کمو شعرونوکې خپلو پښتنو ته ګیله کړې هغه یې هم په ډېر شاعرانه او په ډېره مینه او کینایه  کې بابا په دې عقیده وچې  ټولنې ته کار یوه فریضه ده باید احسان یې په چا بار نه شي او نه یې امتیاز واخستل شي هغه خدمت خپل فرض کڼلو نو ځکه یې له هیچا نه څه نه غوښتل په پوهه مین و په خپله کورنۍ یې وس برو په ټوله کورنۍ یې تعلیم وکړ هرډول سختې ربړې وګاللې خو ترموږ یې اه نه په لیکلي بڼه  هم نه دی راسیدلی روح یې ښاد