د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احدي دوخت په غلبیل کې

عطاءالله خان حیران 22.08.2015 12:15

وخت هغه غلبېل دی چې هرسړی په کې ښه چاڼ کیږي هېڅوک له دې غلبیل څخه ځان نشي ژغورلی او بل د شکر ځای دی چې الله ج انسان ته د خصلت په نوم له یو داسي شي څخه برخمن کړی دی لکه دماغ چې په خپلواکه توکه د انسان په واک کې دا شیان نه وي که انسان هرڅومره خپل فکري تمرکز په یو موضوع پورې محدود وساتي خو بیاهم د انسان د دماغونو یوکوچنۍ حسه بل چېرته خپل ځان مسروف ساتي چې دورځې له مخې دومره فعاله نه وي خو د شپې لخوا بشپړ فعالیت ترسره کوي د دماغو دابرخه هیڅ کله ارام نه کوي او اړتیا هم ورته نه لري دهغه برخه ده چې انسان ورباندې خوب ویني او داسې نور...  بل خصلت هغه څه دی چې انسان یې نشي پټولی که هرڅومره انسان خپل ځان په مختلفو جامو کې ونغاړي همدارنګ که انسان هرڅومره له خپل عقل نه په ټول قوت کار واخلي چې خپله اصلي څېره له خلکو پټه کړي خصلت هغه انساني ځواک دی چې انسان رسوا کوي د انسان اصلي څېره خلکوته لکه د لمر ښکاره کوي.
دوخت غلبېل هم دې ورته هغه څه دی چې انسان له ځانه خبر نه وي دازمون په بټۍ کې ازمایل کیږي د وخت غلبېل تور او سپین نه ګوري نر او ښځه نه ګوري هرڅه په ډېر انصاف سره او په رښتني توګه چاڼ کوي ښه او بد داسې سره بیلوي چې ښه انسان او بد انسان هېڅ له ځانه خبر نه وي، د امتحان په دې غلبېل کې که موږ خپل سیاسیون وګورو نو اړتیا نشته چې فکر دې ورباندې وشي هرڅه لکه د لمر روښانه شوي دي داسې یې غلبېل کړي او لا غلبېل کیږي چې ماشومان هم ورباندې پوهیږي او ښه درک یې کولی شي چې څوک په څومره اوبو کې دی.
په سیاست کې سجده سهوې  نه وي د سیاست په سټېچ چې هر لیډر ښویدلی دی هغه بیا د خلکو له ذهنونو څخه هم لویدلی دی د یوه لیډر ښویدل عادي خبره نه ده که  چېرته یو لیډر ښویږي هغه دې دا فکر نه کوي چې خیر دی بل ځل به احتیاط کوم دی خو به بل ځل احتیاط وکړي هغه ولس به څه کوي چې دی یې یو وخت ایډیال و هغه به څه کوي د لیډر له ښویدو سره خو د هغه د مینوالو او پلیونو فکر هم ښویږي هغه به بیا څه کوي په دې اړه زموږ لیډران هیڅ فکر نه کوي او نه یې کړی دی ځکه خو تش په نامه  ځانونه د ولس په استازو کې حسابوي په داسې حال کې چې ولس ورڅخه کرکه لري،
دو خت په همدې غلبېل کې محترم احدي صاحب ګورو او دد پرون او نن باندې غواړم لنډې خبرې ولرم.
 جناب احدي صاحب په دې ورځو کې داسې خبرې کوي ته به فکر  کوې چې داسړی نوی هېواد ته راغلی دی نه یې دلته وزارتونه کړي دي نه یې د افغانستان په روان سیاست کې رول لوبولی دی او  نه کوم بل څه.
احدي صاحب په دې و رستیو کې شمشاد سره په یوه مرکه کې راڅرګند شو او ویې ویل چې ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې وه چې بهرنیو چارو وزارت به ورکوی وریې نه کړ او داسې نورې ګېلې یې کولې   له دې ګيلو مانو نه یې څو ورځې نه وې تېرې د خپلواکۍ ورځ راغله  پکار وه چې په دواړو غونډو کې نوموړی په خپلواکۍ غږیدلی وی خو هغه موضوع ورته ډېر د پام وړ نه وه  د حکومت پرخلاف یې داسې زهر وشیندل او داسې دریځ یې څرګند کړ چې له داعیش طالب سره یې توپیر ډېر کم کیده نو موړي وویل چې حکومت ناکام دی باید ژر ترژره ټاکنې وشي سمه ده محترم احدي صاحب داخبره ته په داسې حال کې کوې چې د حکومت کال پوره کیدونکی دی مخکې ولې؟ ځواب یې ساده دی هلته ته یې په تمه کړی وې چې څه درکړي که یې درکړی وی بیا هرڅه سم  و د افغان ملت د دروند مشر او بنسټ ګر فرهاد صاحب په غونډه کې تا هلته د مشرف خبره تکرار کړه چې په حکومت کې د پښتنو ونډه کمه ده مشره ته چې په واک کې وې هلته د پښتنو ونډه غوښنه وه؟ ځواب یې ساده دی تا دلته غوښتل ځان د پښتنو مشر وښايي او د قوم په نوم یو امتیاز ترلاسه کړی نو دوه لارې دې غوره کړې وې  که هغه لار نه شي د قوم په نوم به یو څه ترلاسه کړم ته چې په حکومت کې یې هرڅه سم یې ته چې نه یې هیڅ شی نه وي، تاسې د همدې حکومت دویش په برخه کې غني ته نه و ویلي چې واک ورسره شریک کړه؟ نن ته د افغان او داسلام خبره هم کوې موږ ته پوښتنه پيدا کیږي چې کله ته په کابینه کې وې هلته تاسې ولې په پټو سترګو له اسلامیت پرته له هویت پرته  تذکره پاس کړه؟ هلته تا غږ وکړ تا احتجاج وکړ؟ ښکاره خبره ده چې چوکۍ باندې ویریدې موږ په ټولو چارو پوهیږو تاته له ځان پرته هیڅ شی ارزښت نه لري که یې لرلی تابه غږ پورته کړی وی ته محترمه  اوس د وخت په غلبېل کې داسې چاڼ شوی یي چې نور دولس په زړه کې ستا لپاره له کرکې پرته نور هیڅ ځای نشته.
ته چې وايي ما خبرې کړي دي جرګه به راغواړم چاسره دې خبرې کړي دي لومړی ته له کوم ادرس نه خبرې کوي ادرس دې و لې نه روښانه کوې ته یعنې څوک؟ ته له وخت نه وړاندې د حکومت بدلون غواړي ولې انتظار نه شې کولی ځکه چې ته د چوکۍ محتاط شوی یې موږ د حکومت بدلون هم لیدلی دی موږ نه غواړو چې هيواد مو دې بحران  خواته لاړ شي ته په کومو سترګو له ملت نه له افغانیت او سلامیت نه ننګه کوې؟ نور مو څومره په سترګو کې خاورې اچوې؟ په تا ولې هغه وخت د پښتو او د پښتنو پيران راشي چې کله ته له واکه لرې شې کله چې په واک کې وې ولې دې د پښتنو له مشرۍ نه حتا ډډه کوله؟
بیا هم زه له تاڅخه پورته پوښتنې په تکراري ډول کوم که دې وشو کولی ځواب ورته پيدا کړې دا پوښتنې یوازې زه نه هرافغان به یې له تاڅخه کوي.
جناب کله چې ته په واک کې وې هلته څنګه د پښتنو ونډه په حکومت کې وه او ته چې اوس په واک کې نه یې پښتانه په حکومت کې ونډه نه لري ته اوس فرد یې که قوم؟
دویمه ته چې په تذکرو کې د افغان د کلمې لیکل غواړې هغه وخت چې ته وزیر وې تاسې هغه وخت په کابینه کې ولې بې افغانه تذکره پاس کړې وه ؟
درېيمه ایا ته هغه احدي صاحب نه یې کله چې د ملي وحدمت حکومت جوړښت باندې خبرې کېدی تاسې غني همدې ته نه هڅو چې خیر دی عبدالله واک کې شریک کړه چې ملک بحران خواته لاړ نه شي؟
څلورمه ته چې ځان اوس نېغ نېغ کوې د ملي وحدت د حکومت په لومړنیو ورځو کې ولې چوپ وې ؟ 
پنځمه که ته د پښتو ژبې له غمه مړ وی یو مکتوب لرې چې تادې په خپله ژبه کومې ادارې ته لیږلی وي؟
که ته ځان ته لیډر وايي هغه وخت چې محمود خان اڅکزی او اسفندیار ولی خان د امن جرګې ته راغلي و او له کرزي نه محمود خان غوښتنه کړې و چې د پښتنو په استازی راته یو څو کسه معرفي کړه چې خبرې ورسره وکړو کرزی چې تاسې محترم احدي صاحب ورپیژندلي وی تاسې ورنه انکار کړی و چې ما د پښتنو په استازۍ مه ورپيژنی ولې؟ ددې خبرې ګوهان کرزی ، فاروق وردګ ، زلمی هیواد مل او خرم صاحب شته دي  .
ایا ته په رښتیا د زړه درد بیانوې که د خیټې درد ؟