د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما هویت؟

عطاءالله خان حیران 08.08.2015 12:54

هویت په یو هېواد کې د ټولو اقوامو، دګډژوند د ګډکولتوراوداسې نور... دیوالي یو نوم دی، چې په دې نوم سره د یوه هېواد ټول ولس هغه که د هرمذهب او که د هرقوم سره تړاو ولري  یاديږي، ملي هویت هغه ټکی دی چې د یوه هېواد ټول ولسونه ورباندې راټولیږي ملي هویت د یوه هېواد د ملا د تیر حیثت لري، دا تیر که کمزوری شو هېواد کمزوری کیږي که ملایې ماته شوه نو هېواد هېواد نه پاتې کېږي، په کومو هېوادونو کې چې د هویت بحران رامنځته شوی بیاد هغو هېوادونو جغرافیه پرخپل ځای نه ده پاتې شوې تر هربحران څخه د هویت بحران خطرناک دی او ترهرځواک څخه د ملي هویت ځواک پياوړی دی خوشال بابا رح ته وایی.
ولسونه  چې سند وبله وکه
باد شاهان ورته سجود کاندي اختیار
ملت ویشنه هېواد وېشنې ته لار برابرول دي کوم ملت چې ووېشل شي نو هېواد په اسانۍ سره ویشل کیږي ترکومې چې ملت واحد وي نو هېواد به هم هغه شان مستحکم او ځواکمن وي ملي هویت دیوه هېواد د ټولو ولسونو ګډ ارزښت وي د تاریخ په اوږدو کې ارزښتمندو ولسونو په حقیقت پوهه ولسونه د خپل ملي هویت په سر خپل سرونه دو کړي خو خپل ملي ارزښت یې ساتلی دی هغوی په دې حقیقت پوهېدل که مې ژوند له لاسه ورکړ بس یو څه مې له  لاسه ورکړ که مې مال له لاسه ورکړ نو یوڅه مې له لاسه ورکړ که چېرته مې هویت له لاسه ورکړ نو پوی شه چې هرڅه مې له لاسه ورکړل هویت له لاسه ورکول د هرڅه له لاسه ورکول دي کله چې یو څوک هرڅه له لاسه ورکوي نو بیا ژوند؟
د ملي هویت له لاسه ورکول داسې دي لکه یو بې کوره بې شناخته ولس چې هېڅ شناخت هېڅ پيژندګلوي نه لري بې نومه بې نښانه ژوند ژوند نه دی.
جنګ جګړې پېښې  هغه څه دي چې په هرهېواد کې هروخت او هره ګړۍ یې امکان شته کنه وی نو دې هېوادونو به وسله اردو او پولیس نه لرل دا یو حقیقت دی،  افغانستان هم یو له هغو  هېوادونو څخه دی چې د څو لسییزو راهیسې د تپل شوې او پردۍ جګړې په اور کې سوزي دلته هرډول پېښې رامنځته شوې ولس زغملي او د هردښمن په مقابل کې او ددې هېواد د ساتنې لپاره هره ورځ د خپل د ځيګر ټوټې قربانوي او په تش لاس په لوړ مرام د خپل هیواد ساتنه کوي.
خو دا فکر هیچا نه وکړی دا د چا په خیال کې هم نه راتله چې د ملي هویت پېښه به هم دلته رامنځته شي او د حکومت لخوا خو مو بیخی په سوچ او خیال کې نه و چې وخت به راځي دومره افغاضد اشخاص به پيدا کیږي چې زما هویت به له منځه وړي کله چې دا مسله نوې نوې پیدا شوه نو موږ هغه وخت چې څومره اعتبار په خپلو تش په نامه مشرانو درلود له لاسه مو ورکړ موږ همغه وخت  د زربین عینکې په سترګو کړې او دا ټول پرديپال مو څارل او ددوی د هرډول دسیسو د مخنیوي په خاطر موږ ټولو مدني فعالینو لاسونه سره یو کړل، چې خلک خلک نه دي باید دقیقه څارنه یې وشي.
له تېرو درې کلنو راهیسې د ملي هویت په سرجنجال دی کرزي چې ځان افغان باله او ترهرچایې ځان ډېرملي ګاڼه هغه ترهرچازیات نه افغان وخوت او نه ملي ځکه چې د افغان کلمې په هکله یې ځان کوڼ کړ دی د یو شمېر پرديپالو له وېرې ونه شو کړی چې  افغان او اسلام کلمه په تذکرو کې راوړي چې دا کار دده په وس و خودا کار یې ونه کړ.
اشرف غني ته چې خلکو ډېره تمه درلوده چې دامسله خو به دی حتمي پرته له کوم فشاره حل کوي له نن څخه ۹ میاشتې وړاندې په دې مسله یو ځل بیا بحث شروع شو ګډ مدني خوځښتونو د خپل هویت په ننګه غږ پورته کړ لاریونونه وشول ولسمشر غني دمدني ټولنې څو تنه مشران ور وغوښتل چې هغوی ته یې پوره ډاډ ورکړی و او ورته یې ویلي وچې افغان کلمه په کې نه وي زه یی نه اخلم د مدني خوځښتونو مشران ترینه راغلل چې سمه ده غني همغه شان سترګې مړې کړي او هېڅ اقدام یې په دې برخه کې ونه کړ تېره اونۍ د وزیرانو په شورا کې دامسله هم په اجنډا کې شامله شوې وه چې بحث ورباندې شوی و چې باید چاپ شي په دې وزیرانو کې یوه وزیر هم دا ورته ونه ویل چې د د ا فغان مسله به څنګه کو دا خو زموږ تاسې هویت دی د هویت مسله خو باید په کې یاده شي د ولس غوښتنه، خو دې ځانچارو د اقتدار په نشته مستو او په ځان کې ورکو وزیرانو هېڅ غږ نه وکړی مانا دا چې یو هم له خپل هویت نه ننګه و نه کړه کله چې یو څوک دخپل هویت په برخه کې داسې وي نو هغه نه د هېواد د ابادۍ څه تمه ولرو؟
یو شمېر بې خبره بیا دا دلیل راوړي چې څه کوی شور مو جوړ کړی دی پاس یې غټ لیکلي د افغانستان اسلامي جمهوریت؟ دوی ته وایم چې دا زموږ د هېواد نوم دی د افغانستان اسلامي جمهوریت ددې هېواد جغرافې نوم دی نه د ملت د ملت نو افغان دی نو پردې اساس زموږ ملي هویت افغان دی باید افغان ولیکلی شي، یو څو پرديپالي افغان ضد اشخاص په دې مسله  کې لاسوهنې کوي موږ دوی ته وایو چې تاسې یو مناظرې ته حاضر شئ  هلته موږ ته قناعت راکړئ یا به قناعت درکړو دا هم نه وايي چې افغان نه یم او لیکې یې هم نه عجبه منطق. په دې هم شرمیږي چې په ښکاره ووایی چې زه افغان نه یم او لیکې یې هم نه.
موږ په دې پوهیږو ولس باید په دې پوی شي چې ددې افغان ترشا یوه لویه سیاسي انګیزه پرته ده دوی نن درسره افغان نه مني سبا درسره افغانستان نه مني بیا به ګرځو بې هویته بې شناخته.
د افغان ضد اشخاص په دې توګه غواړي چې له موږ نه زموږ هویت واخلي زموږ د وروڼو قومونو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي چې هویت  یې راڅخه واخست بیا دښمن ته د لاسوهنو ښه زمنیه برابریږي چې په موږ کې د بې اتفاقۍ تخم وکري  او  د فغانستان د تجزیی پلانونه طرح او پلې کړي موږ باید په دې برخه کې حساس ووسو افغان ضداشخاص غواړي چې افغانان سره په دې توګه وویشي ترڅو خپلو شومو موخو ته ورسیږي خو افغانان د تل په څېر سره متحد دي او هېچاته د اجازه نه ورکوي چې ملي هویت ورنه واخلي ملي هویت زموږ د افغانان جوهر دی  له مړو  نه  څوک هویت نه شي اخستی موږ خو  ژوندی ملت یو  له موږ نه څوک څنګه  کولی شی ملي هویت واخلي.
موږ هیچا ته د اجازه نه ورکو چې بې هویته تذکرې وویشي موږ یې په ټوله قوت له خپل ملي هویت څخه دفاع کو اساسي قانون کې د افغان مسله بیخي واضحه ده خو لکه څنګه چې دا دوه سری حکومت چې رامنځته کیده نو اساسي قانون یې له پښو لاندې کړنو د وی اموخته شوي دوی هروخت د اساسي قانون په مرۍ پښه ایښي وي دا بې قانونه قانون به ډېر ژر د ولس له داسې غبرګون سره مخ شي چې ټول عمر به یې یاد ساتي بیا که هره پېښه رامنځته کیږي بیا که هرڅه کیږي پړه یې د دوسري حکومت په غاړه ده.
افغان ولس په ټوله مېړانه د خپل ملي هیت څخه ننګه کوي او په ټول  قوت مدني مبارزو ته ترهغې دوام ورکوي ترکومې چې د افغان کلمه په تذکرو کې نه وي لیکلي.
بې هویته تذکره هېڅ افغان نه اخلي موږ ترشنبې ولس مشرته ګورو له هغې نه ورسته به خپل مدني مبارزې پيلو
یاربه توفیق