د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

منم نه منم

عطاءالله خان حیران 21.06.2015 13:59

محمد اشرف غني پخپله په زبات ورسوله چې، دی نه ښه مدیر دی او نه ښه رهبر پخوا ښه مدیر و خو اوس نه دی کومه تمه چې له غني کېده ولس،چې کومې هيلې غني ته درلودې غني هغه هرڅه له خاورو سره خاورې کړل.
زه نه پوهیږم هغه خلکو، چې غني ته مالي قرباني ورکړې هغه په خپل ځای هغو خلکو چې د خپل بدن غړي او دخپل ځان او دځيګر د ټوټو قرباني ورکړه هغه، چې ننی غنی ګوري او دنني غني کارونه ګوري  څه فکر به کوي؟ په خوست کې هغه سړي، چې  خپل مړی له سهاره ترماښامه په کور کې پټ ساتلی وچاته یې غږ قدرې هم نه کولو چې د ټاکنو وخت دی خلک باید صندوقونو ته ورشي خلک یې نه خبرول چې له رایو به پاتې شي خپله تللی غنی ته یې رایه ورکړې او بیا راغلی د خپل بچي سر ته ناست  او خپلې اوښکې یې پاکولې نن چې هغه د غني کړنې ګوري څه فکر به کوي؟
 دټاکنو په ورځ، د ملي امنیت ، دملي اردو، ملي پولیس  او ولس چې خپل ځانونه یې له تاسې قربان کړل د سر په بیه یې ته تردې ځایه ورسولې د هغو کورنۍ چې دا حال ګوري نو کم سکم څه فکر به کوي ؟ ایا څه فکر کوئ چې هغو  ته به دا پوښتنه نه پیدا کیږي، چې موږ د چالپاره او دڅه لپاره دا قربانیانې ورکړې؟
همد ارنګ عبدالله  چې د کمپاین پرمهال یې ځان له ولسه قربان باله او ځان یې ددې هېواد ریښتنی خادم باله انن خو ستا نیت هم ولس ته معلوم شو،چې څه دې ویل او څه دې وکړل او څه کوې.
د شرم ځای دی، چې تاسې قابو یوکال په منم نه منم  دا ستا او دازما دا دې وي دا دې نه وي باندې تېر کړ تاسې به خدمات څه وخت وړاندې کوئ ؟ تاسې د قدرت تږو د خپل ځان او دچوکۍ لپاره په ځان څه ونه کړل او څه نه کوی؟ .
تاسې دواړو ولس ته څه ورکړل؟ د ملي وحدت حکومت  یعنې چه؟ ایا موږ مخکې ملت نه و ایا موږ مخکې ملي بنسټونه نه لرل؟ ایا موږ ملي اردو نه لرله ؟ موږ ملي پولیس نه لرل موږ نظام نه درلود؟ موږ یو ملت و موږ هرڅه لرل کله مو چې دا هرڅه لرل بیا دلته ملي وحدت حکومت هیڅ معنی نه لري.
تاسې هېڅ مخ ولس ته نه لرئ تاسې هغه وزارتونه هم سیاسي او هم سمتی کړل، چې هغه دولس حق وی هغه وزاتونه څوک نه سره ویشي د پوهنې وزرات ، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د لوړو زده کړو وزارت دا ټول هغه وزارتونه دي چې دا باید سیاسي شوي نه وی.
د ملي وحدمت حکومت له برکته په هېواد کې جګړه زیاته شوه  بې کاري په کې له حده زیاته شوه ناامني شوکې په کې ښې ډېرې شوې په رڼاورځ سړی په ځان ډاډه نه وي چوک کې مزدوران خوارن سهار ځي او بیګاتش کورته راروان وي، د وزارتونو د ویش له امله د پخوانیو مامورینو کورته لیږل او دخپلې خوښې خلک که تجربه هم نه لري په دنده ګمارل  یو کال پوره کیږي تراوسه کابینه بشپړه نه ده والیان مو تراوسه سرپرستان دی ولسوالان باور وکړئ چې ددې حکومت مثال د نړۍ په تاریخ کې پيدا نه شي. دا ټول هغه څه دي چې هېواد یې له بهران سره مخ کړی دی .دوی فزیکي یوالي سره وکړ نه فکري ترهغې  چې ولسمشر غني او اجرایه ریس عبدالله فکري همغي ته سره ونه رسیږي او د دواړو ایډیال افغانستان و نه اوسي فکرنه کوم چې دا وړی دې شړۍ شي په غني خپل چپړوسان غوړه ماران راتاو  دي  او په عبدالله خپل چپړوسان او غوړه ماران خاورې به سره فکري تفاهم ته سره ورسیږي.
نور باید منم نه منم دواړه سره پای ته ورسوي نور باید خپل زړونه په ولس ودردوي بې روزګاري بیخي زیاته شوي او دبې روزګارۍ لاعمله د هېواد امنیت خراب شوی دی دواړه باید له ګاونډي هېوادونو نه لږ حیا وکړي دوست دښمن لرو ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو په یوه اساسه جغرافیه کې میشته یو یو ننګیالی ولس لرو ددې ولس ازار چې چاهم اخستی بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلې ددې ولس زور هم چې چالیدلی بیا یې پښه په زمکه نه ده لږیدلې دا څه چې روان دي دا باید نور د خپل ولس او ملي ګټو په خاطر دواړه ولسمشر او اجرایه ریس منم نه منم سره پای ته ورسوي  ولس تاسې ته قرباني درکړې تاسې خو د هغو د قربانیو قدرداني ونه کړه ولس خو د سر په بدله له دیموکراسۍ نه ننګه وکړه له قانون نه یې ننګه وکړه او تاسې دواړو، دهغې جنازې خاورو ته وسپارلې
نوربس دی.