د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سهار لمونځ څه شو ای د سلام امته ! دریمه برخه

قاضي طارق 12.06.2015 11:46

شپږم زيرې :
د سهار په لمانځه كې ملائك راجمع كېږي او د هغه چا لپاره د خېر دعا كوي چې د سهار لمونځ په جمع سره اداء كوي ، الله پاك فرمايې :
{ أَقِمِ الصَّلاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا } الإسراء : ۷۸ .
ژباړه : قائموه لمونځ وروسته له زواله د لمر تر تیارې د شپې پورې (یعنې د ظهر ، عصر ، مغرب اوعشاء لمونځونه اداء کړه !) او له قرئت د فجر (یعنې دسهارلمونځ اداء کړه !) بېشکه چې قران لوستل (لمونځ کول ) د فجر لمونځ حاضر کړای شوېدې ( یعنې ورحاضرېږی ملائک دشپې او دورځې ) .
مفسرين وايي چې د قران الفجرڅخه مراد صلاة الفجر دې .
او د مشهودا څخه مراد دادې چې : د شپې او ورځې ملائكې په كې حاضرېږي .
البخاری د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کوی وایې :
" تفضل صلاة الجميع ( الجماعة) صلاة أحدكم وحده بخمس وعشرين جزءاً وتجتمع ملائكة الليل وملائكة النهار في صلاة الفجر "
ژباړه : ستاسې د یواځې لمونځ څخه په جماعت سره لمونځ ۲۵ واره زیات فضیلت او ارزښت لری ، د شپې ملائکی او د ورځې ملائکې د سهار په لمانځه کې سره یو ځای کېږی .
دغه راز امام البخاری دابی هریره رضی الله عنه نه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه فرمایلی دی :
" يتعاقبون فيكم ملائكة بالليل وملائكة بالنهار ويجتمعون في صلاة الفجر وصلاة العصر ثم يَعرج الذين باتوا فيكم فيسألهم ( وهو أعلم بهم) كيف تركتم عبادي؟ فيقولون: تركناهم وهم يصلون وأتيناهم وهم يصلون ".
زاد ابن خزيمة في صحيحة:
" إن الملائكة تقول : اللهم أغفر له يوم الدين "
ژباړه :
ګرځی پرتاسو ملائکې د شپې او ملائکې د ورځې او یو ځای کېږی په لمونځ د مازدیګر او لمونځ د سهار کې ، بیا هغه ملائکې چې ستاسو سره یې شپه تېره کړېده پورته خېژی ، الله جل جلاله د خپل علم با وجود له دوئ نه پوښتنه کوی زمابندګان مو په کوم حالت کې پرېښودل ؟
ملائک وایې : هغوئ مو په داسې حال کې پرېښودل چې په لمانځه بوخت وو، او راغلو مونږ دوئ ته په داسې حال کې چې په لمانځه بوخت وو ، یعنی چې کله ورته راغلو هم دوئ په لمانځه وو او چې کله تری راتلوهم په لمانځه وو.
ابن خزیمه دا هم زیاته کړېده چې :
ملائکې دا وایې : ای الله ته د قیامت په ورځ دې بنده ته بخښنه وکړه !
نو ای د الله بنده !
خدای دې پرتا رحم وکړی ته هغه فرق ته وګوره چې د مهربان خدای ملائکې وایې مونږ دغه بنده ته په داسې حال کې راغلو چې په جماعت باندې د سهار په لمانځه بوخت وو، کله چې هغه بل بنده ته راغلو نو په درانه خوب ویده او د سهار د لمانځه څخه غافل اوبې خبره وو.
دا مسکین بنده د څومره لوی اوعظیم خیر نه بې برخې شو،د خدای د استازو له دعا نه بې برخې شو.
امام النووی رحمه الله په شرح مسلم کې وایې :
په سهار او مازدیګر کې د ملائکو جمع کېدل په خپلو مؤمنو بندګانو باندې د څښتن تعالی لطف اوکرم دې چې د ملائکو راتلل او بېرته تلل یې دعبادتونو په وختونو کې مقرر کړیدی نو د ملائکو ګواهی او شهادت په عبادت باندې د لوی خېر خبره ده .
څومره عظیم تاوان او زیان دې د هغه ویده لپاره چې ملائکې د رب العالمین په وړاندې د ده دعبادت ګواهی ونه کړی .
اووم زېرې :
په ځانګړې ډول د هغه اجر او ثواب نه یادونه کوی چې یو مسلمان بنده ته رسېږی:
- أخرج الترمذي بسندٍ حسن من حديث أبي ذَرٍّ أن رسول الله قال:
" من قال في دُبُر صلاة الفجر وهو ثانٍ رجليه قبل أن يتكلم لا إله إلا اللهُ وحدهُ لا شريك له ، له الملك وله الحمد يحيى ويُميت وهو على كل شيءٍ قدير عًشْرً مرات"
كتبت له عشر حسنات ، ومُحيت عنه عًشر سيئات ورُفع له عشر درجات وكان يومه هذا كله في حِرز من كل مكروه وَحِرس من الشيطان ولم ينبغِ لذنبٍ أن يدركهُ في ذلك اليوم إلا الشرك بالله "
زاد النسائي: " بيده الخير"
- وزاد كذلك: " وكان له بكل واحدة قالها عتق رقبة ".
ژباړه : امام الترمذی په یو حسن سند سره دابی ذر رضی الله عنه روایت کړیدې وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :
څوک چې د سهار د لمانځه څخه وروسته چې لا په خپلو پښو د تشهد په حالت کې ناست وی مخکې له دینه چې خبرې وکړی (لا إله إلا اللهُ وحدهُ لا شريك له ، له الملك وله الحمد يحيى ويُميت وهو على كل شيءٍ قدير) لس واره ووایې نولس نیکی ګانی ورته ولیکل شی اولس بدی ګانې ترې محواولرې شی ، لس درجې ورته پورته کړای شی ، او دغه ورځ یې له هرې بدۍ نه وساتل شی ، د شیطان نه یې حفاظت وشی اوهیڅ یوه ګناه یې په دغه ورځ نه شی درک کولای ( نه شی هلاکولای ) مګرشرک په الله باندې .
دنسایې په روایت کې په دغه حدیث شریف کې ( بیدک الخیر ) اضافه شوېدې .
دغه راز دا په کې هم اضافه شویدی چې (وكان له بكل واحدة قالها عتق رقبة ") .
اتم زېرې :
د لمانځه د انتها او خلاصون نه وروسته د نیکو کارانو او ابرارو په ډله او وفد الرحمن کې راشې :
أخرج الطبراني بسندٍ حسن حسنه الألباني من حديث أبي أُمامة أن النبي صلی الله علیه وسلم قال:
" من توضأ في بيته ثم أتى المسجد فصلى ركعتين قبل الفجر ثم جلس حتى يصلي الفجر ثم خرج من المسجد كتبت صلاته يومئذٍ في صلاة الأبرار وكتب في وفد الرحمن ".
ژباړه : الطبراني په حسن سند سره چې امام الالبانی هم حسن ګڼلې دې له ابی امامه نه روایت کړېدې چې نبی علیه السلام ویلی دی :
څوک چې اودس وکړی په خپل کور کې بیا راشی جومات ته او د سهار له لمانځه څخه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړی او بیا په انتظار کښېنی ترڅو چې د سهار لمونځ اداء کړی او بیا له جومات نه ووځی نو په دې ورځ د ده دا لمونځ د نیکو کارانو په لمانځه کې ولیکل شی او ولیکل شی په ډله د مهربان خدای کې .
حافظ ابن کثیر په خپل تفسیر کې وایې چې :
ـ وفدالرحمن هغه خلک دی چې د قیامت په ورځ به د نور په ښکلو اوښانو سپاره را پورته کېږی .
ـ وفدالرحمن هغه خلک دی چې سپاره به حشر کېږی په داسې حال کې چې نور خلک به په پښو روان وی .
ـ دا خلک به ماړه وی په داسې حال کې چې نورخلک به وږی وی .
ـ دوی به په اوبو ماړه وی په داسې حال کې چې نورخلک به تږی وی .
ـ دوئ به ثابت قدمه وی په داسی حال کې چې د نورو خلکو پښې به لړزېږی .
ـ دوی به په پوره امن کې وی په داسې حال کې چې نور خلک به په وېره کې پراته وی .
اي زما ربه ته مونږ له همدغوخلکو نه وګرځوه !!
نهم زېرې :
د لمانځه له اداء کولو نه وروسته به ته د الله د حمایت او حفاظت لاندې یې .
أخرج الطبراني بسندٍ حسن أن النبي صلی الله علیه وسلم قال:
" من صلى الصبح كان في جوار الله يومه ".
ژباړه :
الطبرانی په حسن سند سره روایت کوی چې نبی علیه السلام ویلی دی :
څوک چې د سهار لمونځ اداء کړی نو په دغه ورځ به د الله په قرب اوجوارکې وی .
وأخرج الإمام مسلم من حديث جندب بن سفيان أن رسول الله ( قال:
" من صلى صلاة الصبح فهو في ذمة الله ( حتى يُمسي)
زاد مسلم في رواية:
" فلا تخفروا ذمة الله ومن خفر ذمة الله كبه في النار "
- وعند ابن ماجة بلفظ: " فلا تخفروا الله في عهده ".

ثم يقول النبي " فمن قتله طلبه الله حتى يكبه في النار على وجهه ".
ژباړه :امام مسلم دجندب ابن سفیان څخه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی :
څوک چې د سهار لمونځ ادا‌ء کړی نوهغه تر ماښامه پورې د الله په ساتنه کې شو .
او مسلم په یوروایت کې زیات کړیدی:
مه ماتوئ ذمه او تعهد د الله او چا چې ماته کړه ذمه او تعهد د الله نو هغه به نسکور واچوی په اور کې .
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
چاچې دا سړې کوم چې د سهار لمونځ یې اداء کړېدې وواژه الله به یې را وغواړی ترڅو واچوی هغه لره په اور کې پړمخې .
نوددې حدیث شریف معنی دا ده چې:
خلکو ته امر کوی چې چا د سهار لمونځ اداء کړېدې ضرر او نقصان ورته مه رسوئ ځکه چې دا د الله جل جلاله په عهد و امان او ذمه کې پروت دې او څوک چې د دغه سړی په هکله چې د الله جل جلاله په عهد او امان کې دې د الله جل جلاله عهد مات کړی او دغه سړی ته چې د سهار لمونځ یې اداء کړیدې ضرر ورسوی نوالله پاک ترې انتقام اخلی .
{إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ} الحج : ۳۸ .
ژباړه :
بیشکه چې الله دفع کوی ( دکفارومکر ) له هغو کسانو څخه چې ایمان یې راوړېدې بیشکه چې الله نه خوښوی هر خیانت کونکې ( له خالق او مخلوق سره او) ناشکره .
نو اي نیک بخته هغه څوکه چې د سهار لمونځ دې اداء کړېدې ته د مهربان خدای په ساتنه اوحمایت کې یې !
په ټوله ورځ کې پوره ډاډه اوسه ، د ستونزو او مشکلات په وړاندې ثابت قدمه اوسه !
دا ځکه چې ته د مالک الملک او ټولو کائیناتو د خالق په حمایت کې یې ، او دا هرڅه تاته په دوه رکعته لمونځ ترلاسه شویدی .
لسم زېرې :
بیا دغه د سهار لمونځ تاته د سترو اجرونو د حصول فرصتونه په لاس درکوی :
مثلا : څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره ولمانځی نو ده ته دا موقع او فرصت په لاس ورشی چې د یو حج اوعمرې اجر ترلاسه کړی او دغه اجر او ثواب نه دې مګرد هغه شخص لپاره دې چې د سهار لمونځ وکړی .
فقد أخرج الترمذي بسند حسن حسنه الألباني عن أنس بن مالك عن النبي صلی الله علیه وسلم قال:
" من صلى الغداة ( الصبح) في جماعة ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى ركعتين كانت له كأجر حجة وعمرة تامة تامة تامة ".
ژباړه :
الترمذی په حسن سندسره الالبانی رحمه الله هم حسن ګڼلې دې دانس ابن مالک څخه روایت کوی چې نبی علیه السلام ویلی دی :
څوک چې د سهار لمونځ اداء کړی په جماعت سره بیا کښېنی او ذکر د الله شروع کړی ترڅو چې لمر را وخېژی بیا دوه رکعته نور لمونځ اداء کړی نو د ده لپاره د پوره او مکمل حج اوعمرې ثواب او اجر لازم شی .
دا اجر د هغه اذکارو په اړوند دې چې د لمانځه نه وروسته د دوه رکعته لمانځه تر انتظاره پورې کېږی چې عظیم اجر او جزیل ثواب لری .
دغه څوک چې د سهار لمونځ اداء کړی نو دا ترټولو بختور او نیک بخت سړی دې ځکه چې نبی علیه السلام ورته د خېر او برکت د حصول دعا کوی :
نو د سهار د لمانځه نه وروسته په سهار کې لومړنی ساعتونه د نورې ټولې ورځې په ساعتونو کې د برکت نه ډک ساعتونه دی ، او د دې ساعتونو او دې وختونو څخه یواځې هغه بختور ګټه پورته کولای شی چې سهار په وخت له خوبه پورته شی او د سهار لمونځ اداء کړی .
أخرج الإمام أحمد والترمذي وأبو داود وابن ماجة عن صخر الغامدي عن النبي صلی الله علیه وسلم قال:
" اللهم بارك لأمتي في بكورها ".
ژباړه :
امام الاحمد ، الترمذی ، ابو داود او ابن ماجه د صخرالغامدی نه روایت کوی چې نبی علیه السلام ویلی دی :
ای ربه برکت او خير واچوه امت زماته په سهارونو د هغوی کې .
او دا برکت په ټولو شیانو کې دې ، او په ټولو اعمالو کې دې لکه : په تجارت کې ، په کرکیله او زراعت کې ، په لیک لوست ، قرأت او حفظ کې دغه راز په سفرونو او جهاد کې .
له دې کبله به د دغه مبارک حدیث راوی (صخرالغامدی ) چې کله کومه سریه اویا هم کوم لشکر لېږه نو د ورځې په لومړۍ برخه یعنی سهار کې به یې لېږه ، او دغه صخر رضی الله عنه په خپله یو تجار سړی ؤ عادت یې دا وو چې کله به یې د تجارت مالونه لېږل نو د ورځې په اوله اولومړئ برخه کې به یې لېږل نو د هغه په مالونو کې برکت و اچول شو او خورا زیات شول تردې چې د امام احمد په یو روایت کې راغلی دی :
" أن صخراً كثر ماله حتى كان لا يدري أين يضعه ".
ژباړه :
د صخر مالونه دومره زیات شول چې په دې نه پوهېده چې چېرته یې کښېږدی .
او که چېرته یو انسان سهار وختی له خوبه پورته نه شی او ټوله شپه یې دټلویزیون ، ویډیو ، اوسپوږمکۍ په چینلونو ، لهو و لعب او نورو مجالسو كې په ویښه تېره کړې وی نوسهاربه په ډېر کسالت او سستۍ سره نا وخته له خوبه راویښ شی او د برکت نه ډک وخت به ترې بې نتیجې له لاسه ووځی .
یولسم زېرې :
څوک چې د سهار لمونځ په جمع سره اداء کړی نوالله ور سره د جنت د دخول وعده کوی :
فقد أخرج البخاري ومسلم من حديث أبي موسى الأشعري قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :
" من صلى البردين دخل الجنة "
البخار او مسلم د ابی موسی الاشعری رضی الله عنه نه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : چا چې د سهار او مازدیګر لمونځ اداء ک ړداخل شو جنت ته .
او پوهېږی چې جنت څه شئ دې ؟
کشمالی دې چې چپی وهی اوماڼۍ دې لوړې ، میوی دی خوندوری ، حوری دی ښکلې او حسینې ، سيوری دی اوږده ، اوبه دی روانې ، میوی دی ډېرې زیاتې چې نه به بندېږی اونه به ترې څوک منع کېږی او فرشونه اوچت کړای شوی بالښتونه اوتکیه ګانې صف په صف ، او قالینی غوړېدلې .
ماڼۍ او نهرونه ، ونې او مېوې ، نیک بختی او سعادت دې چې هېڅ خاتمه نه لری ،لذتونه او خوندونه دی چې هېڅ بندش نه لری ، ابدی او دائمی راحتونه روح و ریحان ، خرماګانې او انارونه ، د مهربان خدای لیدنه ، ډاډ اواطمنان او بالاخره د انبیاوو، مرسلینو او صحابه وو ملګرتیا او صحبتونه .......
اي ربه ! اي ذو الجلاله !
د مخکنی عذاب نه او د حساب او کتاب نه په غیر درنه فردوس اعلا غواړو یا اکرم الاکرمین .....
بلکه د دغه شخص لپاره د الله له لورې امان دې چې اورته به یې نه اچوی .
فقد أخرج الإمام مسلم عن عمارة بن رويبة أن النبي صلی الله علیه وسلم قال :
" لن يلج النار أحد صلى قبل طلوع الشمس وقبل غروبها " يعني الفجر والعصر .
ژباړه :
امام مسلم له عمارة بن رویبة څخه روایت کوی چې نبی علیه السلام ویلی دی :
هېڅکله به داخل نه شی اور ته هېڅوک چې لمونځ یې اداء کړې وی مخکې د ختلو له لمر او مخکې د لویدلو له لمر څخه یعنی سهار او ماښام .
او خلاصون له اور نه او جنت ته دخول خود مؤمن بنده اخیری هدف او نهایې غوښتنه ده او همدا فوز عظېم او لویه کامیابی ده .
څوک چې له اور نه خلاص شو او جنت ته داخل کړای شو په تحقیق سره دا کامیاب شو او نه دې ژوند د دنیا مګر سامان د غولولو او دوکې .
" فمن زُحزِحَ عن النارِ وأدخل الجنةَ فقد فاز وما الحياة الدنيا إلا متاعُ الغرور" آل عمران: ۱۸۵
د دې نه لا پورته نور څه هم شته ، او انسان دا حیرانتیا ښکاره کوی چې د اور نه د خلاصون او د جنت د دخول نه لانور زیات هم څه شئ شته ؟ بلی ! هو شته !
چې هغه په جنت کې د الله جل جلاله رؤیت او لیدنه ده ، دا نوخورا ستره جائزه ده ، عظیمه هدیه ده ، داسې ورکړه ده چې په څنګ کې یې هر ډول ورکړې شاملې دی ، پوښتنه داده چې دا عظیم فرصت او لویه موقع چاته په لاس ور تلای شی ؟
دا هغه چاته په لاس ورځی چې د سهار او مازدیګر د لمونځونو خیال ساتی او مداومت ور باندې کوی .
فقد أخرج البخاري ومسلم عن جرير بن عبد الله البجلي -رضي الله عنه- قال :
كنا جلوسا مع النبي فنظر إلى القمر ليلة البدر فقال إنكم سترون ربكم كما ترون هذا القمر لا تضامون في رؤيته ، فإن استطعتم ألا تغلبوا على صلاة قبل طلوع الفجر وقبل غروبها فافعلوا "
ژباړه : البخاری او مسلم د جریر بن عبدالله البجلی رضی الله عنه نه روایت کوی وایې چې :
مونږ د نبی علیه السلام سره ناست وو نوهغه سپوږمۍ ته وکتل په شپه د بدر یعنی (څوارلسمه شپه ) نو و یې فرمایل :
بیشکه تاسو به ژر دې چې ووینئ رب ستاسو لکه څرنګ چې وینئ دغه سپوږمۍ ، هېڅ مزاحمت به نه کوئ د یو بل سره په لیدلو د هغه کې ، نو که چېرته مو وکولای شول چې بیخی مغلوب او منع نه کړای شوئ د هغه لمانځه څخه چې مخکې د ختلو له لمر څخه دې یعنی دسهار لمونځ او دهغه لمانځه څخه چې مخکې دلویدلو د لمر څخه دې یعنې د مازدیګر لمونځ نو حتما یې اداء کړئ چې در نه فوت نه شی .
د دین علماء وایې :
دغو دواړو لمونځونو ته په نورو لمونځونو باندې فضیلت حاصل دې ځکه چې په دې لمونځونو کې د ملائکو یوځای کېدل صورت نیسی او له بله اړخه د بنی ادم عملونه پورته د څښتن تعالی حضورته خېژی ، او دریم دا چې الله جل جلاله په خپل کتاب کې په دواړو لمونځونو باندې قسم یادوی ، نودا دواړه لمونځونه په ټولو لمونځونو کې افضل او غوره دی ، نو څوک چې د دې دواړو لمونځونو اهتمام کوی نوپه کارهم داده چې بدله یې هم له ټولو نه غوره وی چې هغه د الله پاک دیدار او لیدنه ده .