بریتانیا: سږکال ۶۰۰۰ کډوال روانډو ته لیږو
د بریتانیا د کابینې یوې غړې د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوايي ۱۱) وویل، دغه هېواد پلان لري چې د روان کال ترپایه شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال روانډا ته واستوي.
د بریتانیا حکومت نن ددغه جنجالي پلان جزئیات له هغه څو ورځې وروسته خپاره کړل چې د بریتانیا پارلمان له څو میاشتو بحثونو وروسته، د شمالي اروپا څخه په کوچنیو کښتیو کې د کډوالو د راتګ د مخنیوي پلان په قانون بدل کړ.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته څرګنده کړه چې روانډا "په اصولو کې" له بریتانیا څخه د ورتلونکو ۵۷۰۰ مهاجرو د منلو سره موافقه کړې ده.
د وزارت په وینا، له دې جملې څخه ۲۱۴۳ به "روانډا ته له الوتنې وړاندې" لومړی په توقیف کې ساتل کیږي.
د بریتانیا د روغتیا وزیرې ویکتوریا اټکینز د سه شنبې په ورځ وویل چې ددغو کډوالو د نیولو دپاره به د قانون پلې کوونکو ادارو ته امر وشي.
هغې د سکای نیوز تلویزیون ته وویل: "تمه دا ده چې موږ د کال تر پایه د ډله خلک اخراج کړو. که څوک د ځان په اړه، لکه څرنګه چې لازمه ده، راپور ورنکړي،... دوی به وموندل شي."
د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه کډوال چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او د تېر کال د جون تر منځ بریتانیا ته رسېدلي دي، د پناه غوښتنې یې د منلو وړ نه دي او روانډا ته استول کېږي.
د رسمي احصایو له مخې، د ۵۷۰۰۰ څخه ډیر خلک په دغو ۱۸ میاشتو کې په کوچنیو بیړیو کې بریتانیا ته اوښتي دي.
دا ارقام هغه مشکلات او محدودیتونه په ګوته کوي چې د کډوالو د غیر منظم ورتګ د مخنیوي په برخه کې بریتانیا ورسره مخامخ ده. په دې برخه کې د حکومت په اقداماتو کې روانډا ته د کډوالو د استولو پلان هم شامل دی.
د دې پلان له مخې، چې اټکل کیږي د بریتانیا مالیه ورکونکو ته په سلګونو ملیونه پونډه لګښت واړوي، کډوال روانډا ته لیږل کیږي او د پناه غوښتنې یې هلته څیړل کیږي او د منل کېدو په صورت کې به په روانډا کې د پاتې کېدو اجازه ولري خو بریتانیا ته نشي ستنېدلای.
د افریقا په لویه وچه کې د ۱۳ میلیون نفوس لرونکی روانډا ادعا کوي چې په دغه لویه وچه کې یو له خورا باثباته هیوادونو څخه دی او د عصري زیربناوو د لرلو له کبله ستایل شوی دی.
خو د بشري حقونو ډلې ددغه هېواد ولسمشر پاول کاګام تور پورې کړی چې په خپله واکمنۍ کې د وېرې فضا خپروي او د بیان د ازادۍ مخه نیسي.
د بریتانیا د پارلمان غړو تیره اونۍ د روانډا د خوندیتوب قانون تصویب کړ، کوم چې بریتانوي قاضیان اړ باسي چې روانډا د دریمګړي خوندي هیواد په توګه وګڼي.
د برتانیې سترې محکمې تیر کال ویلي وو چې په یو طرفه د کډوالو لیږل غیر قانوني دي.
نوی قانون د پناه غوښتنې په اړه پریکړه کونکو ته دا واک هم ورکوي چې د نړیوالو او کورني بشري حقونو قواننو ته پام وکړي.
د بریتانیا د حکومت مخالفو ګوندونو، د ملګرو ملتونو سازمانونو او د بشري حقونو ډلو د صدراعظم ریشي سوناک د محافظه کاره حکومت په دغه تګلارې باندې نیوکه کړې ده.
سوناک تیره اونۍ وویل چې تمه کیږي د کډوالو د اخراج پروازونه په راتلونکو ۱۰-۱۲ اونیو کې پیل شي.
فورم \ دبحث خونه