د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فساد دقران له نظره

قاضي طارق 20.03.2012 11:33

څوارلسم فصل
ايا بيت المقدس به بيا هم مسلمانانوته په لاس ورشي ؟
بيت المقدس دمسلمانانولومړئ قبيله ده ، چې اوس دمسلمانانوله لاسه وتلې اودغاصبويهوديانو ترناروا تصرف لاندې ده ، يوځل پخوا هم دصليبي جنګونوپه نتيجه كې دا مقدس ښاريهودونيولي وو ، چې بېرته دسلطان صلاح الدين ايوبي په لاس فتح شو، ددوهمې نړيوالې جګړي نه وروسته دې ښارته ديهوديانو مهاجرتونه شروع شول او ورو، وروداښاريوځل بياد يهودولاس ته ورغې ، دا چې بيت المقدس به بيا هم دمسلمانانولاسته ورشي كنه ؟ په دې اړه به په لاندې ډول ديوشمېرمفسرينونظريات وڅېړو څښتن تعالي فرمايي :
وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا
فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُواْ خِلالَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُولاً
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا
إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا (سورت الاسراء :۷-۴ ايت)
الله فرمايي : اوقطعي حكم ليږلې وو مونږ بني اسرائيلوته په كتاب يعني تورات كې چې تاسوبه خامخا فسادكوئ په ځمكه كې دوه كرته ،اوطغيان به كوئ (سركشي به كوئ) په سركشي لوي سره .
نوكله چې راغله وعده داول انتقام (دهغه دواړو فسادونوڅخه ) نومسلط كړل مونږ پرتاسې بندګان زمونږچې خاوندان دجنګ سخت وو ،نوګرد ګرځيدل دوي په منځ دښارونو ستاسې كې او ؤ( داكار) وعده پوره كېدونكې .
بيا بېرته وګرځوله مونږتاسې ته غلبه پردوي ، اومرسته مووكړه له تاسې سره په مالونوسره اوپه ځامنوسره او وګرځولې مونږ تاسې زيات له جهته له ملاتړه ، كه نيكې وكړئ تاسې نو نيكې به كوئ تاسې لپاره دځانونوخپلو ، اوكه بدې كوئ تاسې نو (زيان يې ) پرنفسونودتاسې دې .
نوكله چې راغله وعده دوروستي ( انتقام ، فساد نوبيا مې خپل بندګان مسلط كړپرتاسې ) دپاره ددې چې دوي بد كړي مخونه دتاسې يعني دغم اثار په كې ښكاره كړي اودپاره ددې چې ننوځي مسجد دبيت المقدس ته لكه چې ننوتلې ووپه هغه كې اول ځل ، اودپاره ددې چې هلاك كړي هر هغه ( ځاي اوشي ) چې دوي غالب شوي وو(پري) په ډېر سخت خرابولواوهلاكولوسره .
تفسيرابن كثيرپه دې اړه په لاندې ډول معلومات ليكي :الله سبحانه وتعالي خبروركړې ووبني اسرائيلوته په هغه كتاب كې چې پردوئ يې نازل كړې وو(تورات) چې ډيرژر دې چې دوئ به فسادوكړي په ځمكه كې دوه ځله ، اوډيره لوئي اوتكبربه وكړي يعني جبر، ظلم او سركشي به شروع كړي اودخلكود بي لارې كولوكوښښ به وكړي .
{ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولاهُمَا } نوكله چې راغلله وعده داول فساد { بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ } نوراوليږل مونږپرتاسي يوپاچا يوفوځ زمونږ دمخلوق نه چې دسخت قوت ، سلطې اوشدت لرونكې وو { فَجَاسُوا خِلالَ الدِّيَارِ } نوستاسودښارونوواكداران شول اوګرځېدل به ستاسوپه كورونوكې يعني : ستاسودكورونوپه منځ كې به ګرځېدل اوتلل راتلل ، اوله هيچا به يې وېره هم نه وه ا { وَكَانَ وَعْدًا مَفْعُولا } .
خلف اوسلف ټول مفسرين ددې مسلط شوو خلكوپه هكله په يواتفاق نه دي اواختلاف لري چې داخلك څوك وو ؟
ابن عباس اوقتادة خوداوايي چې داجالوت الجزري اودهغه لښكرې وې ، څښتن تعالي لومړې پردوئ ښه پوره مسلط كړل اوبيايې بيرته ورباندې برې ترلاسه كړاو د داود عليه السلام په لاس ددغو لښكرومشر جالوت په قتل ورسېد ، له دې كبله الله فرمايي : { ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا }
سعيد ابن جبيروايي : داد الموصل پاچا ووچې سنجاريب نوميده او دخپلونورولښكروسره په بني اسرائيلومسلط شو.
همدغه رازله همده اوځېني نورونه داهم نقل شوي دي چې دغه (بختنصر ) دبابل پاچا وو.
وايي چې بختنصر په شام غلبه حاصله كړه ، بيت المقدس يې وران كړ،ډېرخلك يې ووژل بيا دمشق ته راغې داويا زره نه زيات خلك يې ووژل ، دقوم مشران ، اشراف اوعلماء يي په قتل ورسول اوڅه يي په زندانونوكې واچول تردې چې دتورات يوحافظ هم پاتې نه شو .
په هرتقدير خواصل خبره داده چې الله سبحانه وتعالي داخبروركړېدې چې كله دوئ دبغاوت اوسركشي لاره ونيوله نو څښتن تعالي پردوئ باندې ددوئ دښمنان مسلط كړل ،ددوئ كورونوته به ننوتل ، خوار ، ذليل اومغلوب اومقهورخلك شول ، داپه حقيقت كې ددوئ داعمالوسره برابرجزا وه او څښتن تعالي پردوئ هيڅ ظلم نه دې كړې (وما ربك بظلام للعبيد) همدوۍ دخداۍ له حكمونونه سركشي اوتمرد وكړحتي تردې چې انبيا ء الله اوددين علماء يې ووژل .
ددې نه وروسته الله تعالي فرمايي : { إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لأنْفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا }كه نېكي مووكړه اوښه كارمووكړه ،دځان سره مووكړه اوكه بدي مو وكړه هم ضرريي په خپله تاسوته دې ، لكه چې په بل ځاې كې هم فرمائي : { مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا }[فصلت: ۴۶]
الله سبحانه وتعالي فرمايي : { فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الآخِرَةِ } كله چې راغله وعده بله يعني چې كله مودوهم ځل فسادته لاس واچول اوستاسودښمنان راغلل نو { لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ } دپاره ددې چې خراب جوړكړي مخونه ستاسې يعني سپك ،مقهور اومغلوب كړي تاسو { وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ } اوترڅو ننوځي هغه جومات يعني بيت المقدس ته { كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ } لكه څرنګ چې ورننوتلي ووپه لومړي ځل اوستاسو د كورونو په منځ ،منځ كې به ګرځيدل راګرځيدل { وَلِيُتَبِّرُوا } اوچئ هلاك اوخراب كړي { مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا } هرهغه څه چي دوئ ورباندې غلبه ترلاسه كړې پرهغه{ تَتْبِيرًا }په هلاكولوسره { عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يَرْحَمَكُمْ } نوكيدائ شي رب ستاسوچې رحم وكړي پرتاسواوددوئ قهراوغلبه له تاسونه وګرځوي { وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا } اوكه تاسو راوګرځېدلې فساد ته ،نو مونږ به هم راوګرځو،يعني كله چې بيا فسادكولوته راوګرځېدئ نومونږ به هم راوګرځوپر تاسو باندې قهركولوته په دنياكې سربيره پرهغه عذاب اونكال باندې چې ذخيره كړې مودې تاسولپاره په اخيرت كې ، له دې كبله الله داسې وفرمايل چې { وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا } اوګرځولې دې مونږجهنم دپاره دكافرانوراګېرونكې ، يعنې داسې يومحبس چې دوئ به ترې هيڅ خلاصې نه شي پېداكولائ ،
ابن عباس رضي الله تعالي عنه فرمايي مرادله حصير نه زندان دې
قتادة رضي الله عنه فرمايي : چې بني اسرائيلو ددې نه وروسته بياهم فساد ته لاس واچول نو څښتن تعالي ورباندې دخدائ پاك پيغممبر صلي الله عليه وسلم اودهغه محبوب اصحاب كرام مسلط كړل ، له دوئ نه به يې جزيه اخيستله په داسي حال كې چې دوئ خوارذليل اومقهوروو.
اوس په دې زمانه كې چې ددنيا سراسرشراوفسادنيولي او دكفارواومسلمانانوترمنځ يودوامداركش مكش او قتل وقتال روان دې ددې ټولوفسادونوريښي په يوډول نه يوډول همدغوبني اسرائيلو ته رسيدلې دي اودټولوفسادونومركزهمدغه بني اسرائيل دي او دوئ هره ورځ دفسادونويونوې اورتازه كوي نو څښتن تعالي به حتما خپله وعده ترسره كوي اودوي ته به ددوئ دعملونوسره سمه جزا وركوي هم په دې دنياكې او هم په اخيرت كې { وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا }.
تفسير القطان په دغومباركواياتونوباندې ليكنه كړېده چې په لاندې ډول يي رانقلوو:
كله چې مونږ په دغو مباركواياتونوكې فكراوغور وكړونودې نتيجې ته رسېږو چې په دې كې يو صريح نص اودلالت دې پردې چې كله هم بني اسرائيلوكوم قدرت اوسيطره ترلاسه كړې نوورسره يې سركشي ،بغاوت ، تكبر، اوپه مځكه كې فسادجوړولوته هم لاس اچولې اوكه چېرته قدرت ته نه دي رسيدلي نوبيا يې مالي فسادونه ترسره كړېدي ، اوداهغه څه دي چې مونږيي همدانن په فسلطين كې وينو، اوټول جهان ددوئ دطغيان ، بغاوت ،تسلط اوتېري اوتجاوزښې نمونې ګوري ، اوسربيره پرفلسطين دجهان په نوروګوټونوكې هم دخپلوخواهشاتو اوغوښتنوسره سم دفساد ، ناروا تسلط اوسيطري لپاره دجهان چارواكواوزعماووته لارې هواروي اودجهان په ټولواطرافواواكنافوكې دفساد په خپرولوبوخت دي ، اوهمدغه حالت ته به دوام وركوي ، اوددې امكان نه شته چې مونږددوئ دغه حالت ته تغيراوبدلون وركړو ځكه چې دفسادخپرول ددوئ په طبيعت اوفطرت كې ايښودل شويدي اوددوئ دتحريف شوي دين په تعليماتوكې وجود لري .
{ عسى رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيراً } .
ددغه مبارك ايت مفهوم دادې چې يهود بيرته فسادته راګرځېدلي دي اوحتما به فساد ته راګرځې ترهغه پورې چې قدرت اوقوت يې په لاس كې وي .
نوددوئ لپاره جهنم ترټولوښه راګېرونكې دئ چئ هيڅ يويې هم ترې بهر نه شي پاتې كيدائ .
دغه تفسير شريف دډېروڅېړنو څخه وروسته داسي فرمايې :
مفسرين كرام ددغومباركواياتونوپه تفسير كې ډول،ډول نظريات لري اوپه دې عقيده دي چې ددوي د دوه فسادونوزمانې تېرې شوېدي ، لومړئ فساديي د( نبوخذنصر) په زمانه كې وه اودوهم فساديې د(تيطس الروماني ) زمانه وه چې حكومتونه يې هم زايل شوي اومقدس هيكل يې هم .
اوپه دې عصر كې په داسي حال كې چې يهودپه يونوي شكل كې وجود ته راغلي دي نو يو شمېرمتفكرين وايي :
هغه ددوهم فسادزمانه هم دا زمانه ده ځكه چې داسرائيلولپاره يودولت جوړ شوې دې (اوپه ټولو مجلسونواومطبوعاتوكې وربادې خورا اوږده بحثونه اومناقشات روان دي ) اوكيدائ شي چې الله سبحانه وتعالي پردوئ داسې څوك مسلط كړي چې دوئ به تخريب اوله منځه يوسي .
اوپه حقيقت كې همدا مونږ عرب اومسلمانان يوچې دخپل دين نه دليرې والي په سبب مود اسرائيلو وجود ته تمركزاوقوت وربخښلې دې، اوهمدامونږ يوچې دخپلوداخلي اختلافاتواويوبل سره دشخړوله كبله موهغوئ ته قوت وركړېدې ، نوپه حقيقت كې داسرائيلوددولت دقيام ستنې دوه شيان دي :
- امريكايان مالي اونظامې امدادونه وركوي .
- اوزمونږ ضعف اوكمزورتيا خپل منځي اختلافات اوانشقاقات دي .
كله چې زمونږاهداف يوشو، صفونه مويوشو، اودخپلومقدساتو د استرداد ټينګه اراده مووكړه نوپه هم هغه ورځ به داسرائيلوداقتدارستورې ډوب شي اودداسې زوال سره به مخ شي چې ددنيا پرمخ به يې هيڅ وجود اواثرپاتې نه شي ،{ إِن تَنصُرُواْ الله يَنصُرْكُمْ وَ يُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ } [ محمد : ۸ ] .
كه چېرته تاسودخداي ددين نصرت اوكمك وكړنوالله به ستاسوسره نصرت وكړي اوقدمونه به موټينګ كړي .
تفسير الشعراوي هم په خپل وارسره ددغه مبارك ايت چې { لَتُفْسِدُنَّ فِي الأرض مَرَّتَيْنِ . . }
په اړه خوراپه زړه پورې مطلبونه ليكلي دي اومخكې له دې نه چې اصل مطلب ته ولاړ شي يوه مقدمه هم ور باندې ليكي اودفساد په معني اوماهيت باندې تم كېږي په لاندې ډول يې رانقلوو:
فما هو الافساد؟ هغه فساد څه شې دې ؟
فساد عبارت دې له دېنه چې : ديوصالح شي دذات تخريب ته قصد وكړې اوهغه دصلاحيت له حالت نه راوباسئ .
نوهريوشې چې څښتن تعالي په دې كائيناتوكې دكوم مقصد لپاره پيداكړېدې اوداشئ تاپه خپل حال پرېښودترڅوترې هغه مقصد ترلاسه شي نوپه حقيقت كې داشې تا په خپل صلاحيت كې ثابت پرېښود ، اوكه چېرته دې په هغه كې اخلال وكړنوخپل هغه صلاحيت اومقصد له لاسه وركوي چې څښتن تعالي دكوم لپاره پيدا كړېدې .
مخكې له دېنه چې څښتن تعالي مونږ ددې ځمكې پرسرپيداكړي يونوپه ځمكه اواسمان ، لمراوهوا كې يې زمونږلپاره دژوند تيرولواسباب اومقومات هم پيداكړيدي ، اويواځې دژونداسباب نه بلكه مونږلپاره يې داسې هرهغه څه هم تياركړيدي چې انسان په عقل اوطاقت سره كولائ شي په دغوشيانوكې نور صلاحيتونه هم زيات كړي اوحداقل كه په دغوشيانوكې صلاحيتونه نه شي زياتولاي نويوصالح شې خودې په خپل حال ثابت پرېږدي.
مثلا: دپخوانه يوه كيندل شوې څاه لرې چې اوبه ترينه راباسې ، نويا به دغه څاه په خپل حال پرېږدې ، اويابه يې په صلاحيت اوجوړولوكې نورزيادت راولې ، مثلايو ديوال به ترې چاپېر كړې ترڅوخاورې خځلې ور ونه لوېږي ، يا به ورباندې يوڅرخ ياكوم ماشين ولګوئ ترڅوخلكوته ددې څاه نه داوبوپه راويستلوكې اسانتياوې راشي ،اودغسې نوراصلاحات په كې راولې .
له دې كبله الله سبحانه وتعالي فرمايي: { هُوَ أَنشَأَكُمْ مِّنَ الأرض واستعمركم فِيهَا } [ هود : ۶۱ ] .
الله پيداكړي ياست تاسوله ځمكې نه اوابادكړي يي ياستئ تاسوپه دې ځمكه كې.
اوپيداكړي يې دي تاسولپاره په دې ځمكه اسباب دژوند ، كه دې خوښه وي چې خوشحاله ژوندولرې هغه عقل دې هم په كارواچوه چې الله دفكركولولپاره ستاپه وجود كې پيداكړېدې ، همدغه رازهغه توان اوطاقت دې هم په كارواچوه چې الله پاك ستاپه وجودكې په كائيناتوكې دعمل كولولپاره پيداكړېدې ، ته په حقيقت كې كوم شې دخپل ځان نه منځ ته نه شې راوړلاې ته يواځې داكاركولاي شې چې په هغه ځمكه كې چې خالق يې الله دې خپل عقل په كارواچوې اوهغه توان اوطاقت استعمال كړې چې څښتن تعالي ستاپه وجودكې ايښې دې ، په دې صورت كې به الله ټول هغه څه تاته دركړي چې ژوند دې پرې خوشحاله اوارام اوترقي درپه برخه كړي .
لكه څرنګ چې ډيروختونه فسادپه مادي شيانوكې ليدل كېږي ، لكه يوڅوك مونږ ته اوبه فاسدې كړي اويا راته هوا ككړه كړي ، همدغسې فسادپه معنوياتوكې هم راتلاي شي ، مثلا :د الله پاك منهج ، لاره اوقانون هغه منهج ، لاره اوقانون دې چې څښتن تعالي دمخلوق دلارښووني لپاره رانازل كړېدې اومونږيې دهغه په تنفيذ ماْموركړي يو ، كه چېرته يوڅوك په دغه منهج اولاره سم نه ځي اوياهم هغه پټوي او تحريفوي اوبدلون په كې راولي نوداپه حقيقت كې دخداي دمنهج فاسيدول دي .
راځواصل مقصد ته چې الله سبحانه وتعالي بني اسرائيلو ته فرمايي : { لَتُفْسِدُنَّ فِي الأرض مَرَّتَيْنِ . . } [ الإسراء : ۴ ] .
قسم دې چې تاسوبه خامخا فسادكوئ په ځمكه كې دوه مرتبې .
اوس سوال دا پيدا كېږي چې ايا بني اسرائيلوپه ځمكه يواځې دوه ځل فسادكړې دې ؟
قسم په خداې كه چېرته يې يواځې دوه ځل فسادكړې واي نوبيا خوخبره بالكل اسانه وه ، خوداسې نه ده ، دوئ ددې ځمكې په سرخورا ګڼ شمېراوزيات فسادونه ترسره كړي دي !
نو څښتن تعالي بيا ولې دوه ځله فرمايې ؟
نوپه دې اړه علماووپه دغو دوومرحلو كې خورا زيات بحثونه كړيدي چې څه وخت اود تاريخ په كومو پړاونوكې پېښ شويدي ؟
بالاخره دځينو عقيده پر دې ده چې دبني اسرائيلودفساد اوڅښتن تعالي دانتقام دواړه مرحلې له اسلام نه مخكې ترسره شويدي ، چې لومړې فساديې هغه دې چې دطالوت اوجالوت په قصه كې راغلې دې لكه چې څښتن تعالي فرمايې : { أَلَمْ تَرَ إِلَى الملإ مِن بني إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ موسى إِذْ قَالُواْ لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابعث لَنَا مَلِكاً نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ الله قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ القتال أَلاَّ تُقَاتِلُواْ . . }
ايانه دي كتلي تاهغې ډلې ته دبني اسرائيلونه وروسته دموسي عليه السلام نه كله چې ويي ويل هغه نبي ته چې دوئ ته رالېږل شوې وو ، مقرركړه مونږته يوپاچا چې جنګ وكړومونږپه لاره دالله كې نووويل نبي كېداې شي كه چېرته فرض كړاې شي پرتاسوهغه جنګ، چې تاسوبه جنګ ونه كړئ ....
وګورئ دلته دوئ په خپله دجنګ كولوغوښتنه اومطالبه وكړه ، ورباندې راضي شول اوسره له دې نه چې كله بيا جنګ راغې منع يې وكړه اوجنګ يې ونه كړ.
اوداګڼي چې دوهم فسادهغه وخت واقع شوچې ددوئ دولت ښه قوي شواودبدبه يې دشمال نه ترجنوبه پورې وغزېده نوالله ورباندې ( بختنصر ) ملسط كړاودوئ يې دماتې سره مخ كړل اوچې څه يې هم خوښه وه هغه يې ورباندې وكړل .
دغه تفسيرونه پردې دلالت كوي چې دغه دواړه فسادونه داسلام ترراتلودمخه واقع شويدي خو په سورت اسراء كې دژورغوراو فكركولونه دې نتيجې ته رسيږوچې دادواړه مرحلې داسلام په دوركې ترسره شويدي ،ځكه چې الله سبحانه وتعالي هركله داسرا ْ نه يادونه كړې نوپرلپسې يې بيا دبني اسرائيلوقصه هم ذكركړېده ، نوداپه دې دلالت لري چې اسلام كله دهغوې دوخت مقدسو ځايونو ته سرايت وكړپه دې معني چې بيت المقدس دمسلمانانوقبله وګرځېده ، بيا دمعراج په شپه رسول الله صلي الله عليه وسلم هلته يوړل شو، نوپه دې طريقې سره دغه ځايونه داسلام په حوزه كې داخل شو، ځكه دخداې پېغمبرپه حقيقت كې دپخوانيواديانوساتونكې دې اودوهم داچې رسول الله صلي الله عليه وسلم دټولوخلكو لپاره استازې دې ، نوغوره خبره داده چې داسې وګڼوچې دغه دواړه مرحلې په بني اسرائيلوداسلام په وخت كې راغلي دي ، ځكه چې دوئ خو داسلام نه په خوا دځمكې په سرخورازيات فسادونه ترسره كړي وو اواسلام دهغوئ په تيرو فسادونوكې مداخله نه كوي ځكه الله سبحانه وتعالي فرمايي چې : { وَقَضَيْنَآ إلى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الكتاب لَتُفْسِدُنَّ فِي الأرض مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوّاً كَبِيراً } [ الإسراء : ۴ ] .
كه چېرته مطلقا فسادمرادوي نومخكې له دې نه چې اسلام راشي دوئ دخورا ګڼ شمېر فسادونو مرتكب شوي وو.
نوغوره خبره داده چې ووايوچې دغه فسادونه داسلام دظهورنه وروسته منځ ته راغلي دي ، ځكه چې مونږ دلته دسورت اسراء سره دبني اسرائيلو دقصې يوربط اوتړاو وينو.
دغه څرنګ ؟
دغه تفسير شريف زياتوي چې په مدينه منوره كې رسول الله صلي الله عليه وسلم ددوئ سره دګډ ژوند تېرولومعاهده وكړه اودخداې پيغمبرپه دغه معاهده باندې ښه پوره وفا وكړه ، خوكله چې دوئ په معاهده كې خيانت وكړاودمسلمانانو په عزتونواومالونويې تېرې اوتجاوزوكړ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ددوئ په كورونوكې وګرځېد ، ځيني يې مړه كړل اوځيني نوريې دمدينې منورې نه شام اوخيبرته جلا وطن او وشړل ، اوداټول دالله تعالي په امرسره ترسره شول لكه چې فرمايي : { هُوَ الذي أَخْرَجَ الذين كَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الكتاب مِن دِيَارِهِمْ لأَوَّلِ الحشر مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُواْ وظنوا أَنَّهُمْ مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ الله فَأَتَاهُمُ الله مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُواْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرعب يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي المؤمنين فاعتبروا ياأولي الأبصار } [ الحشر : ۲ ] .
الله هغه ذات دې چې را وه يې ايستل هغه كسان چې كافران شوي ووله اهل كتابوڅخه دكورونودهغوئ نه په اول راجمع كيدودلښكرسره ،تاسوګمان نه كاوه ( ائ مسلمانانو) چې راوبه وځي دوئ اوګمان موكاوه په دې چې په يقين سره داكفارمنع كونكې دي دوئ لره قلاګانې ددوئ دعذاب دالله نه ، نوراغې دوئ ته (عذاب) دالله دهغه ځاې نه چې دوئ يې ګمان نه كاوه ،او ويې اچوله په زړونوددوئ كې وېره ورانول به يې كورونه خپل په لاسونوخپلواولاسونودموْمنانوباندې نوعبرت واخلئ خاوندانودسترګو.
اودالومړئ فسادووچې ديهودودقبيلو( بني نظير ،بني قريظه اوبني قينقاع ) نه ترسره شواود رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په معاهده كې دخيانت مرتكب شول ،وروسته له دېنه چې په دې پيغمبربه يي په كفارو باندې فتح غوښتله .
نوددې مبارك ايت نص په دې دلالت لري چې دبني اسرائيلوفسادونه وروسته د اسلام له ظهورڅخه وو.
په تركېبي لحاظ هم يوبل دليل موجود دې ، په دې چې دغه فسادونه داسلام نه وروسته دي ځكه چې (فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولَاهُمَا) داد ( اذا ) لفظ دراتلونكې زمانې لپاره ظرف دې ، لكه يوسړې وايې : ( اذاجاء فلان اكرمته ) كله چې فلان راشي نوزه به يې اكرام وكړم .
دا پردې دليل دې چې داسلام ترظهوره پورې لا دبني اسرائيلونه لومړې فسادنه ووشوې ، نوداسمه نه ده چې ووايوچې دبني اسرائيلودلومړي فسادنه مرادهغه دې چې په قصه دجالوت اوطالوت كې راغلې دې ، اودوهم فساد دبختنصر په قصه كې راغلې دې .
دغه راز د { وَعْدُ } لفظ هم دماضي زمانې لپاره نه وي ، بلكه په داسې شي كې استعماليږي چې په راتلونكي پورې اړه ولري .
د څښتن تعالي په دې قول كې هم : { بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَاداً لَّنَآ . . . }
راوموليږل مونږپرتاسې باندې بندګان زمونږ .
يودليل پروت دې پردې خبره چې دبني اسرائيلودواړه فسادونه داسلام په دوركې دي ځكه چې د{عِبَاداً}دلفظ اطلاق يواځې په موْ منينوكېږي ، جالوت اوبختنصر چې پربني اسرائيلو مسلط شوي وو دادواړه كافران وو.
په هرصورت د ډېر اوږد جراوبحث نه وروسته تفسيرالشعراوي دې نتيجې ته رسيږي چې د څښتن تعالي ددغه قول نه چې فرمايي : { فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَاداً لَّنَآ . . } [ الإسراء : ۵ ]
مرادهغه فساد دې چې يهود يې داسلام ترسيوري لاندې مرتكب شول ، اود رسول الله صلي الله عليه وسلم سره چې يې كوم عهد كړې ووهغه يې نقض كړ ، اومراد له (عباد ) نه دخدائ پيغمبر اوهغه كسان دي چې پرهغه يې ايمان راوړې وو، چې ددوئ په كلو اوكورونوكې وګرځېدل ، او يو شمير يې ووژل ، بنديان يې كړل اوله مدينې منورې نه يې وشړل .
: { أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ . . } [ الإسراء : ۵ ] همدغه حال وودموْمنانوپه مدينه منوره كې ، ځكه چې داسلامې دولت اساس اوبنسټ يې ايښې وودباطلوقوتونوښه مقابله يې كولاې شوه ، اودمكې مكرمې په شان دضعف اوكمزورتيا په حالت كې نه وو.
{ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الديار . . } [ الإسراء : ۵ ] دهغوئ كورونه يې تفتيش كړل اوټول هغه مجرمين يې ولټول چې په دې كورونوكې وو، په عربي ژبه كې پوليس دغه حالت ته ( تمشيط المكان ) وايې اودا اصطلاح دمجرمينوپوره اوژورې لټونې ته راځي ، اوپه دې كې يوه تشبيه ده د (تمشيط الشعر ) ګمنځول دويښتانوسره ، په دې معني چې ګمنځ هم دويښتانوپه منځ ، منځ كې ننوځي اويوويښته ترې هم نه شي پاتې كيدائ ، نوداپه خورا ژوره لټونه اوتجسس دلالت كوي .كله ،كله ګمنځ په سرسري اوسطحې ډول ويښتان ګمنځ كړي ، خوكله په خورا ژوراودقيق ډول ګمنځ وشي تردې حده پورې چې هغه څه هم له ځانه سره دويښتوله منځ نه راوباسي چې دسر په پوستكي پورې هم نښتي وي .
نو د{ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الديار . . } نه داسې ژوره لټونه مراد ده چې هيڅ يومجرم ترې پټ اوپه امن كې پاتې نه شي ، اوداهغه وضعيت ووچې دخداي په حكم دمدينې منورې ديهودو (بني قينقاع ، بني قريظه ، بني النضير اودخيبر ديهودو) سره ترسره شو.
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا
بيا راوګرځاوه مونږتاسولره قوت اوغلبه پردوئ باندې اومددوكړ مونږ ستاسوپه مالونوسره ، اوپه اولادونو سره اووګرځولئ مونږ تاسوزيات په نفروكې .
په دې مبارك ايت كې هم خطاب بني اسرائيلوته متوجه دې په داسې ترتيب سره چې داوضاع دتحول ، بدلون اوانقلاب يوه نقطه په كې تمثيل شوېده .
وروسته له دېنه چې دمسلمانانودغلبې اوسلطې نه موبحث وكړ اودامووويل چې الله پاك دبني اسرائيلو دتاْديب لپاره مسلط كړل ، دلته مونږ ګوروچې دغه حالت استمراراوتداوم ونه كړ، ځكه چې مسلمانانوپه هغه دين منګولې سستې كړې چې الله پاك دهغه په اساس پورته كړي وو، اود خدائ دبندګۍ اوصاف يې په وجودونوكې كمزوري شول ، نوخبره بيرته پردوئ راوګرځېده اويهود ورباندې مسلط شول ، ځكه چې كله په مدينه منوره كې دخدائ دپيغمبراومسلمانانوپه لاس تاْديب شول نوپه خپلوحالاتويې پوره غوروكړاو په ځان جوړونه يې لاس پورې كړاوخپل ټول مخالفتونه يې شاته وغورځول .
اوداهم كېدائ شي چې له دوئ نه داسې څه شوي وي چې دخدائ دمنهج سره څه مشابهت ولري ،اوحد اقل دمسلمانانوڅخه داسې څه صادرشوي وي چې دخدائ دسمې اومستقيمې لارې نه يې انصراف او انحراف كړې وي ، ايماني چارې يې په زړونواونفسونوكې كمزورې شوې وي .
همدغه سببونه دي چې مسلمان امت په وړو، وړو دولتونوتقسيم شو ، هريوځانګړي جغرافيايي پولې اوحدونه لري ، هريو اسلام ته منسوب ځانګړې حاكم نظامونه لري ،د عبادالله صفت ترې منحل اوسلب شو.
وروسته له دې نه چې ښه توان يې درلود اودخدائ په لارې پوره مستقيم روان وو ، او وروسته له دې نه چې دعبادالله د صفت حقدارشوي وو، دخدائ له لارې نه راستانه شول ، دخپلو ځانونولپاره يې دخدائ دمنهج په ځاي نوروپه خپلولاسو جوړوشوو وضعي قوانينوته سرټيټ كړ ،نوخدائ پاك هم ددوئ دښمنان پردوئ مسلط كړل ترڅودوئ تاْديب كړي نويهودوته غلبه حاصله شوه لكه چې څښتن تعالي فرمايې: { ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الكرة عَلَيْهِمْ . . } [ الإسراء : ۵ ] بيا مونږ را وګرځوله غلبه تاسولره پردوئ باندې .
يادونه : (ثم ) دعطف حرف دې ترتيب افاده كوې خوتراخي اوپراخوالې په كې وي ، لكه چې د (ف) حرف هم دترتيب لپاره دې خوتراخي په كې نه وي بلكه دتعقيب لپاره وي چې دموضوع دپوره روښانتيا لپاره دخدائ دغه قول : { ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ * ثُمَّ إِذَا شَآءَ أَنشَرَهُ } [ عبس : ۲۱-۲۲ ] دمثال په ډول راوړلاې شو
ترجمه : بيا وژني هغه لره اوبيايي په قبركې اچوي ، بيا كله چې دالله اراده وشي راپورته كوي هغه لره .
نوځكه څښتن تعالي ( فرددنا ) ونه ويل بلكه داسي يي وفرمايل چې { ثُمَّ رَدَدْنَا } داځكه چې دلومړي غلبې چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه كې دمسلمانانولپاره وه اودوهمې غلبې په منځ كې چې همدا اوس ديهودولپاره ده خورا اوږده زمانه موجوده ده .
نو څوپيړۍ كيږي چې زمونږ اويهودوترمنځ جنګونه نه دي راغلي ، د رسول الله صلي الله عليه وسلم دعصر نه تراوسه پورې ترڅوچې دغه غلبه ددوئ په لاس ورغله اوپه فلسطين كې يې يومستقل دولت قائم كړ ، ددوئ لپاره زمونږ په مقابل كې يوفرصت په ۱۹۶۷ كال كې هم په لاس ورغلې وو نوپه دې اساس په دې قول دخدائ كې : { ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الكرة عَلَيْهِمْ . . } (ثم ) يومناسب عطف دې كوم چې سمدستي نه بلكه په تراخۍ سره يوپه بل پسي راځي .
: { وَأَمْدَدْنَاكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيراً } [ الإسراء : ۵ ]
اومددكړې دې مونږستاسوپه مالونوسره اوپه اولادونوسره اوګرځولي ياست مونږتاسوډير د خلكوله اړخه ، يعني لوئ دولتونه مو ملګري دي چې ستاسومرسته كوي اودمسلمانانوسره په ټكركې دي .
نوهمدا اوس خدائ دوئ ته مالي امدادوركړې تردې چې دوئ دجهان لوئ سرمايه داران دي .
اولادونه يې هم وركړېدي چې په ټولواړخونوكې په ډيره لوړه كچه روزنه اوتعليم وركول كيږي .
خو داهرڅه په حقيقت كې دوئ ته داتوان نشي وركولائ چې پرمسلمانانوغلبه ولري ، يهود في الحقيقت سربېره پردې چې ډېرمالونه اوروزل شوي اولادونه لري په خپل ذات كې خوراكمزورې خلك دې ، ځكه چې دنوروبهرنيوهيوادونو دمرستې اوملاتړنه په غېر په خپلوپښو دودرېدلوتوان نه لري ، اودا خورا څرګنده اوواضح خبره ده ،زيات بيان اوتفصيل ته اړتيا نه لري ، په فلسطين كې چې دوئ يې خپل وطن ګڼي ددوئ لپاره ددولت دجوړولو لومړئ نقشې اوقدمونه هرچاته معلوم دي چې دا دولت څرنګ اودچاپه اوږو په كوم نوع سازش كې جوړشو .
نوديهودوداغلبه به ترهغوپرمونږروانه وي اودوام به ولري ترڅومونږ دترقئ هغه حالت ته راوګرځوڅرنګ چې پخوا وو،دخدائ داسې بندګان شو چې په قانون اومنهج يې سم روان اوكتاب يې حاكم وګرځوو، اوداهغه وعده ده چې وجودته به راځې اوتحقق به مومې ان شاء الله تعالي لكه څرنګ چې په دې مبارك ايت شريف كې راغلي دي : { إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لأَنْفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَافَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآَخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا (7)
} . كه ښه مووكړه نوښه مووكړه دخپلوځانونولپاره اوكه بد مووكړه نوبدمووكړه دخپلوځانونوسره ،نوكله چې راغله وعده اخره يعني وروستئ ، دپاره ددې چې توركړي مخونه ستاسې اوچې داخل شې هغه جومات ته چې داخل شوې ووهغه ته لومړئ وار، اوچې هلاك كړي هغه څه چې دوئ ورباندې سلطه پيدا كړې په هلاكولوسره .
دلته هم بني اسرائيلوته خطاب دې اوپه كائيناتوكې دخدائ دسنتواوقوانينونه ديوسنت يادونه كوي ، هغه سنت چې موْمن اوكافريې په وړاندې يوشان دې ، اوهغه داچې هرڅوك چې احسان اونيكې وكړي نوفائده اونيكه بدله يې هغه ته راګرځي اوڅوك چې بدي وكړي نوګناه يې هم پرهغه ده .
نواوس ديهودانوغلبه ده يا خوله دې كبله چې كېدائ شي دخدائ په منهج باندې له دوئ نه كوم شبه استقامت حادث شوې وي ،اويا په دې سبب چې مسلمانان حداقل يوڅه دخدائ له منهج اوقانون نه كاږه شوي دي ، ځكه چې په كائيناتوكې دخدائ سنت همداسې روان دي اوچليږي چې غلبه هغه چاته وركوي چې هغه يې مستحق وي ، داپه دې چې څښتن تعالي خوپه چاباندې دظلم كولونه پاك اومنزه دې تردې حده پورې چې په خپلودښمنانوهم ظلم نه كوي .
دغه تفسير شريف يوه مهمه پوښتنه مطرح كوي جواب هم وركوي ، چې دهر چا په زړونوكې پرته ده اوجواب يې هم هرچاته خورا اهميت لري فرمايې :
خواساسې اوبنسټيزه پوښتنه داده چې اوس خوديهودوچرچه ده اودغلبې شپې ورځې يې راغلې دي ايا داغلبه به يې هميش وي ؟
ددې پوښتنې ځواب خورا ساده اودادې چې نه ! هيڅكله نه !
غلبه به هميش ددوئ نه وي ، اوهيڅكله به هم مسلمانان ديهودوددائمې قهر اوغلبې لاندې نه وي ځكه چې څښتن تعالي تعالي داسې فرمايې: { فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ الآخرة . . } [ الإسراء : ۷ ]
نوكله چې راشي وخت ددوهم فساد ددوئ ....
ځكه چې څښتن تعالي وايې : { لَتُفْسِدُنَّ فِي الأرض مَرَّتَيْنِ . . } [ الإسراء : ۴ ]
تاسوبه خامخا قسم دې چې فسادكوئ په ځمكه كې دوه واره.....
اوداهم مونږ وويل چې لومړې فساديې هغه ووچې په مدينه منوره كې يې دخدائ درسول سره وعده ماته كړه اوپه وعده يې وفا ونه كړه اودفسادجزا اوبدله دالله پاك له اړخه ور ورسېد .
اوپه دغه مبارك ايت كې مونږ ته دخدائ له طرفه يوزېرې دې چې مونږبه دتېرې زمانې په شان دخدائ په دين منګولې لګوو، اودغفلت اوناپوهئ له دغه اوږده اودرانه خوب څخه به راپورته كېږو ،اوداسې يوه جټكه به خوروچې په هغې سره به دخدائ دين اومنهج اوسمې لارې ته ورګرځو اوپه هم دغه وخت كې به يوځل بيا مونږ ته قوت اوپه يهودوغلبه اوسلطه راځي .
: { لِيَسُوءُواْ وُجُوهَكُمْ . . } [ الإسراء : ۷ ]
ترڅوخراب جوړكړي مخونه ستاسې .
مطلب داچې دداسې عذاب سره به مخ شي چې بد اثر به يې مستقيما ددوئ پرمخونوښكاره شي ، ځكه چې مخ دانساني نفس دستونزود تعبيرونوخوراښه اوښكاره نښه ده ،داسې چې دوجود ټول احساسات اوانفعالات ورباندې څرګندېږي اودادانسان په وجود كې يوه شريفترينه برخه ده ، اوچې كله څښتن تعالي ددوئ دعذاب اراده وكړي نومخونه به يې ورخراب كړي .
: { وَلِيَدْخُلُواْ المسجد كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ . . } [ الإسراء :
ترڅوداخل شي دوئ هغه مسجد (اقصي) ته لكه څرنګ چې داخل شوي وه هغه ته په اوله مرتبه كې .
مطلب داچې مسلمانان به په دغه وخت كې مسجداقصي ته ننوځي اوديهودوله تصرف نه به يې ازادكړي .
{ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ . . } لكه څرنګ چې ورداخل شوې وو په لومړې مرحله كې .
كه ددې مبارك ايت په عبارت كې ژور فكروكړونودابه پيداكړو چې دمسلمانانوداخل كېدل داقصي جومات ته په اول ځل داسلام ددوهم خليفه عمرابن خطاب رضي الله عنه په زمانه كې وو،او په دغه وخت كې داقصي جومات ديهودوپه لاس كې نه وو، بلكه درومي مسيحيانوپه لاس كې وو ، نوپه دې بنسټ لومړي داخلېدل خوديهودولپاره دكوم اسائت اويا اذيت سبب نه وو ، بلكه دمسيحيانواسائت وو ، خوداځل به داقصي جومات ته دمسلمانانو ننوتل په رښتيني ډول ديهودودمخونوورانېدل وي په دې معني چې داقصي پاك جومات اوس ديهودوپه لاس كې دې اوكله چې مسلمانان ورننوځي نومستقيما به ديهودو له نجاست نه پاك شي .
اودخدائ تعالي په دې قول كې : { كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ . . } داهم وينوچې قران عظيم الشان داخبره نه ده كړې مګرپه داسې حال كې چې ددواړو داخلېدلوپه منځ كې داقصي دجومات نه دمسلمانانوخروج هم شته ، نوهم دا اوس دمسلمانانوخارجېدل داقصي دجومات نه د قران عظيم الشان وړاندوينه خورا ښه ښكاره كوي ، لكه چې څښتن تعالي غواړي زمونږ توجه اوپاملرنه دې ته راواړوي چې :
اي مسلمانانوكه تاسې چېرته غواړئ اواراده لرئ چې يوځل بيا داقصي جومات ته داخل شئ نودخدائ جل جلاله سره مصالحه وكړئ اودهغه دين اومنهج ته بيرته راوګرځئ .!!
: { فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ الآخرة . . } د څښتن تعالي په دې قول كې دامعني پرته ده اوپه دې دلالت كوي چې دغه وار اومرحله به بيا نه تكرارېږي اوددې نه وروسته به بيا ديهودوغلبه پرمسمانانونه راځي .!!
اودخدائ ددې قول: { وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيراً . . } معني داده چې كله مسمانان داقصي جومات ديهودو دلاس نه راخلاص كړي نونن چې هلته يهودوكوم تمدن قائم كړېدې اوكومې لوړې ،لوړې ماڼۍ يې جوړې كړېدي دابه خرابې ، هلاكې اوګډې وډې كړي .!!
د قران عظيم الشان په دې عبارت كې چې { مَا عَلَوْاْ } اوداسې يې نه دي ويلي چې ( ماعلوتم ) هم يوعجيب اوغريب دلالت اورمزلېدل كېږي چې داهرڅه چې مونږ نن په اقصي جومات كې ګورواودالوړې ، لوړې ماڼۍ جوړې شوېدي نوداكار دوئ په خپله نه دې كړې بلكه دا دنورو په مرستواوكمكونوترسره شويدي ، يهود په خپل ذات كې خورا كمزوري خلك دي ، دكوم كار د ترسره كولووړتيا نه لري چې داحقيقت دخدائ پاك په دې قول كې خورا ښه څرګند دې : { ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذلة أَيْنَ مَا ثقفوا إِلاَّ بِحَبْلٍ مِّنَ الله وَحَبْلٍ مِّنَ الناس . . } [ آل عمران : ۱۱۲ ]
دوئ هرچېرته چې پيدا شي خورا ذليله قوم دې ، قائم بذات خلك نه دي ، هميش دنوروترسيوري لاندې اودنوروسره په تعهداتوكې شپې اوورځې تېروي .
په مدينه منوره كې دخدائ د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په تعهد كې اوسېده اودنورو خلكو په تعهد اوتعاون كې يې ژوندكاوه .
يهود داسې يو منعزل قوم دې چې داسې ځانګړې ذاتيت اوهويت لري چې په نوروقومونو او امتونو كې هيڅكله نه ذوب كيږې ، اودهيچا سره تعامل نه شي كولائ ، هره ډله ديهودوپه هرځاي كې چې ګورئ دنوروامتونوڅخه جدا اومنعزل ژوند كوي ،اوس چې په فلسطين كې دوئ كومې ماڼۍ جوړوي نودا دوئ په خپل ګمان كې خپل قومي ملك ګڼي .
خومونږ اوس د څښتن تعالي دوعدوتحقق ته منتظر يواوپه دې امېد ژوند كوو چې زمونږ احوال به ښه شي اودخپل رب ددين قلمروته به ننوځو،نوپه همدغه وخت كې به مونږسره دخدائ وعده پوره شي اوداقصي جومات ته به داخل شو، اومونږبه داخرځل لپاره په يهودو غلبه ترلاسه كړو، اوداغلبه به يواځې هغه وخت مونږته په لاس راځي چې مونږ دايمان اواسلام پربنسټ ديهودوپه خلاف د جنګ ميدان ته ورشو ، نه دكوم عصبي اوسياسي چرخ لاندې ، نوپه دغه وخت كې به مونږ د (عبادالله ) لقب ګټلې اودخدائ دنصرت اومرستې جوګه به يو.!!

: دغه رازدغه تفسير دايت شريف په دې برخه چې فرمايي :{ فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ الآخرة . .}[ الإسراء : ۷ ] هم يوپه زړه پورې استدلال كوې ديهودي عنصر په هويت اوشخصيت باندې نظراچوي اوليكي چې :
دغه د څښتن تعالي وعده ده ، اوحتما راتلونكې ده اوپه راتلوكې يې هيڅ شك نه شته ، چې په دې باندې دخدائ په هغه قول كې چې ددې سورت په اخر كې راځي هم نص شته دې لكه چې فرمايي: { وَقُلْنَا مِن بَعْدِهِ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ اسكنوا الأرض فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ الآخرة جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفاً } [ الإسراء : ۱۰۴ ]
اووويل مونږ وروسته له ده نه بني اسرائيلوته واوسېږئ په ځمكه كې نوكله چې راغله وعده اخره رابه ولوتاسولره ټول .
كه چېرته دغه مبارك ايت ته په غورسره وګورونوپه دې كې هم موْمنانوته د څښتن تعالي دوعدودتحقق يوزېرې دې اوپه دې به پوه شوچې همدا اوس په فسلطين كې ديهودوراجمع كول يوه نښه ده په دې چې كېدائ شي څښتن تعالي دكوم خاص مقصد دترسره كېدولپاره سره يوځاي كړي وي ، ځكه چې معني دايت داده چې مونږدموسي عليه السلام نه وروسته بني اسرائيلوته داوويل چې په ځمكه كې واوسېږئ ، ددې معني داده چې دجهان په ټولوطرفونو، ټولو هيوادونواوټولو ښارونوكې خواره واره واوسېږئ ، دځمكې كومه ځانګړې برخه يې ورته مشخصه نه كړه ، لكه يوسړې چاته ووايې چې واوسېږه ، نومجبوردې دځمكې په سريوځاې ورته محدود كړي چې په دې ځاي كې واوسېږه مثلا په قاهره ، اردن ، عراق اوياكابل كې واوسېږه .
قرانكريم يوبل ځاي كې هم داسې تصريح كړې ده { وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الأرض أُمَماً . . } [ الأعراف ۱۶۸ ]
ترجمه :اوپه ډلو،ډلو تقسيم كړي دي مونږ دوئ لره په ځمكه كې ....
نوپه هرځاي كې چې دوئ وليدل شي ،هلته دخلكودمنځ نه وتلي اومنفورخلك دي ، اوپه هرځاي كې ددوئ په سبب ټولنيزې ستونزې اومشكلات راپيداكېږي ، خلك ترې شكايتونه كوي او وژني يې . او څښتن تعالي يې په اړه همدغسې فرمايې : { وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إلى يَوْمِ القيامة مَن يَسُومُهُمْ سواْ العذاب } [ الأعراف : ۱۶۷ ]
ترجمه :اوكله چې اعلان كړه رب ستاچې خامخا به مسلط كړي پردوئ باندې ترورځې دقيامت پورې هغه څوك چې رسوي به دوئ ته سخت عذاب ، بيشكه چې رب ستاخامخا چټك عذاب وركونكې اوبيشكه چې هغه خامخا بخښونكې اومهربان دې .
يهود په حقيقت كې دځمكې پرمخ دخلكوترمنځ يوه بد بويه خميره اويودردونكې اغزې دې ، چې دقيامت ترقيامه پورې به همدغسې وي ، اودغه يهودپه عين وخت كې دمسلمانانوايمان اواسلام ته دراګرځېدلويو عنصر هم دې ، ځكه چې داسلام اهل اسلام ته هغه وخت خورا ښه متوجه كېږي چې دوئ داسلام په مقدس دين باندې تعرضونه شروع كړي ، نوپه همدغه وخت كې دمسلمانانوپه وجودونوكې ايماني جذبات اواحساسات راژوندي شي اودغه جذبات دټولومسلمانانوپه منځ كې په خورا سرعت سره خپاره شي .
نوپه يوحساب ديهودوموجوديت يوه عنصري نښه ده چې يوژورحكمت په كې نغښتې دې ، اوهغه دمسلمانانوپه نفسونوكې دايمان درا ژوندي كولو نښه اوعلامه ده .
دا تفسير شريف زياتوي چې : كه چېرته دايمان دژوندي كولو لپاره نښي اوعلامي نه واي نوخدائ ناخواسته اسلام به كمزورې شوې وو.
دكفراوباطل رسالت همدغه دې ، چې ددواړوپه وجود كې دغه حكمت پروت دې ، يعني كله چې په كفركې موجوده بدبختي اوبدمرغي ولېدل شي نوپه همدغه وخت كې دخلكوپام ايمان ته راواوړي اويواځي دالله په وجودباندې ايمان ورته راحت اوارام راوړي ، كه چيرته هغه كفر چې دخدائ مخلوق ته تكليفونه رسوي او ژونديې دتزلزل سره مخ كوي موجود نه واې ، نودخلكوتوجه اوپاملرنه به ايمان ته ډېره كمه وه .
همدغه رازباطل هم په كائيناتوكې يوشمېرخلك دردوي اوددې باعث جوړېږي چې حق ته يې متوجه كوي اوپه لټون پسې يې شروع كوي .
نوكله چې الله سبحانه و تعالي يهودوته په ځمكه كې داوسيدوحق وركړاوپه دې ځمكه يې خپاره كړل ، نودباطل ددغولښكروپه زړونوكې يوخوځښت پيداشواودخپل قومې وطن په فكركې شول ، نوروكفارهم ددوئ لپاره فلسطين په نښه كړچې دلته دځان لپاره وطن جوړكړي اودنړۍ دنوروهيوادونواوښارونونه دلته راجمع شول .
ځيني پوهان خوداوايې چې داسرائيلولپاره ددولت جوړول اوهلته ديهودوراجمع كول داسلام اومسلمانانو شكست اوماتې ده ،خوحقيقت داسې نه دې ،ځكه چې كله هم الله سبحانه و تعالي دا اراده وكړې چې يهودوته دخپلولښكروپه ذريعه يوه ايمانې ضربه وركړي اوداسې يو نه ماتېدونكې لښكر چې د( عبادالله ) اوصاف په كې موجودوي ديهودوپه پوفناكولوپسې راپورته شي ، نوالله پاك زمونږ فكردې ته متوجه كوي چې دعبادالله دغه ايمانې ضربه يواځي هغه وخت صورت نيسي چې دوئ په يوځانګړي اومشخص ځاي كي موجود وي ، اودنړۍ په ټولواطرافواواكنافوكې خپاره نه وي ، ځكه مونږ نه شوكولاي دجهان په ټولو غاړو څنډواوګوټ ،كوټ كې له دوي سره وجنګېږو ، اوهيڅكله دانه شوكولاې چې دنړۍ هرښاراوكلي ته په دوئ پسې دمجاهدينوډلګۍ وليږو، مونږ څرنګ كولاي شودوئ تعقيب ، تعذيب اوله منځه يوسوپه داسې حال كې چې دوئ په ټول جهان كې خپاره وي اوپه هرهيواد اوهرښاركې يې يوه ډلګۍ پرته وي ؟
نوپه دې بنسټ ددوئ راټولېدل دنورې نړۍ دهيوادونوڅخه ، اوددوئ دقومې وطن فكر، اوله دوئ نه دنړۍ دلويو دولتونوچې داسلام اومسلمانانوسره دښمني لري ملاتړ كول په حقيقت اونفس الامركې داسلام دقضيي لپاره يوښه خدمت تمثيلوي ، اوپه جهان كې ددوئ دلټولواودمنځه وړلوكاراسانوي نوله دې كبله څښتن تعالي فرمايې : { فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ الآخرة جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفاً } [ الإسراء : ۱۰۴ ]
نوكله چې راشي وعده اخره رابه ولوتاسو لره ټول ، ټولې ډلګۍ به مويوځاي كړودنړۍ دټولوښارونونه به موراجمع كړو.
نواې دنړۍ مسلمانانوداهم زمونږ لپاره دكاميابې اوبرياليتوب يوزېرې دې !
په دې معني چې غلبه به بېرته مونږ ته راګرځي اواخري كاميابي به بالاخره داسلام او مسلمانانوپه برخه وي ، اوزمونږ اودې وعدې ترمنځ يواځې يوكمزورې شان ديوال موجود دې چې هغه وران اوخپل خداي ته راوګرځواوهغه ته دعبادت اوبندګئ سرونه ټيټ كړو لكه چې الله سبحانه و تعالي فرمايې : { فلولا إِذْ جَآءَهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُواْ } [ الأنعام : ۴۳ ]
ترجمه : نوولې كله چې راغې دوئ ته مجازات زمونږ عجزي يي ونه كړه ( اوتسليم نه شو).
اومراد د : { وَعْدُ الآخرة . . } [ الإسراء : ۱۰۴ ] هم هغه وعده ده چې څښتن تعالي ترې په { فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ الآخرة لِيَسُوءُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ المسجد كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ . . } [ الإسراء : 7 ]
مبارك ايت كې يادونه كړيده .
دغه تفسير شريف دڅېړونو لمنه نوره هم پراخوي فرمايې :
ددي نه وروسته الله سبحانه و تعالي فرمايې چې : { عسى رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيراً } .
(عسي ) يوداسې حرف دې چې په رجاء اواميد دلالت كوې نومعلومېږي داسې چې په ايت شريف كې اشاره ده دې خبرې ته چې دوئ به په خوارئ اوذلت كې ژوند تېروي اوهيڅ سربه راپورته نه كړي مګرهغه وخت چې دخداي دين ومني اويا دهغه چا دحمايت لاندې چې ددوئ سره يي د نصرت ، تائيد اوحمايت تعهدات كړيدي .
اودخدائ په دې قول كې چې فرمايې : { رَبُّكُمْ . . } [ الإسراء : ۸ ] اللهي رحمت اوعظمت ته اشاره ده چې لااوس هم كافرانو، ملحدينواودخدائ درسول معاندينوته خطاب كوي چې زه ستاسورب يم ، په داسې حال كې چې دهغه نبي كريم صلي الله عليه وسلم مخالت كوئ چې ترټولواخري نبي دې چې مځكې ته راځي .
معني داچې څښتن تعالي تعالي داسې يورب دې چې دوركړې اوربوبيت په وړاندې يې موْمن اوكافر، مطيع اوعاصي يوشان دي ، ټول دخدائ له طرفه په مخلوق شوونعمتونوباندې لګيادي ، لمر، هوا، خوراك اوڅكاك ، الله سبحانه و تعالي سربيره پردې چې له دوې نه بې شميره سرغړونې روانې دي هغه يې رب اوپالونكې دې .
: { أَن يَرْحَمَكُمْ . . } [ الإسراء : ۸ ]
د څښتن تعالي رحمت هغه وخت انسان ته راځي چې درحمت مستحق اودرحمت په موقف كې وي ، يهودوكوم دولت نه درلود، اوكوم موجوديت يې هم نه درلود ، بلكه دايماني اواسلامي رحمت ترسر پرستئ لاندې يې په مدينه منوره كې ژوند كاوه چې نبي كريم صلي عليه وسلم په ډير اكرام سره ددوئ سره تعهدات وكړه او دمسلمانانوسره دګډ ژوندتېرولوموقع يې وركړه ، تردې حده پورې ، چې دخداې استازې نبي كريم صلي الله عليه وسلم به كله قرض كاوه نودمسلمان څخه به يې نه كاوه بلكه له يهودونه به يې كاوه ، اوپه دې كې يوځانګړې حكمت هم موجود ووچې دخداي پيغمبربه د دوئ نه قرض كاوه ، ددې لپاره چې مسلمانانوبه د قرض په مطالبه كې د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه حيا كوله كه چېرته دخداي دپيغمبر څخه هېر شي .
خويهود داسې نه وو،كه چېرته به قرض د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه هيرشونوپه بشپړ اصراراو ټينګار سره به يې دخپل حق غوښتنه كوله .
دغه تفسير شريف زياتوي : نوله دې كبله به يهودو د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره مجادلې كولې اودهغه صلي الله عليه وسلم دغلطولوكوښښ به يي كاوه ، اويو وارخو داسې هم پيښ شول چې رسول الله صلي الله عليه وسلم يويهودي ته خپل قرض اداء كړې ووخويهودي منكر شواودوهم واريې مطالبه كوله ، رسول الله صلي الله عليه وسلم ته به تلوراتلواوهغه به يې خطا كاوه اودابه يې ويل چې :دكوم شاهدپه مخكې دې ماته قرض راكړې ، زه شاهدغواړم ، خودقرض وركولوپه وخت كې دخداې درسول شاهدنه وو په دغه وخت كې د( خزيمه ) په نوم يوصحابي راپورته شوويې ويل : اي دخداي رسوله زه حاضر اوشاهدووم چې دې يهودي له تانه خپل قرض واخيست ، يهودي غلې شو ، اودعواي يې پريښوده ، په دې سبب چې هغه درواغ ويلې وو .
كله چې يهودي ولاړنو دخداي رسول الله صلي الله عليه وسلم خزيمه رضي الله تعالي عنه ته وويل : څه شې باعث شوستا دګواهئ اي خزيمه ! په كوم وخت كې چې ماديهودي قرض اداء كاوه مونږ سره خوهيڅوك هم نه وو؟
نوخزيمه وخندل اوويې وېل : اي دخداي رسوله ! داسمان نه په راغلي خبركې ستاتصديق كوو اود يوڅودرهموپه معامله كې دې درواغجن وګڼو؟
ددغه سړي په اجتهاد دخداي رسول الله صلي الله عليه وسلم ډېرخوشحاله شواو ويي فرمايل :
( خزيمه چې دچا لپاره ګواهي وكړي هغه كافي ده ) .
لنډه داچې الله سبحانه و تعالي بني اسرائيل تهديدوي اوورته فرمايي چې : { وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا . . } [ الإسراء : ۸ ]
كه راوګرځېدئ (فساد) ته ، نومونږ به هم راوګرځو.
اوداددنيا جزا ده اودغه ددنيا جزا خوتاسوداخيرت له جزا څخه نه شي خلاصولاې ، ددنيا جزا جدا مسئله ده اوداخيرت جزا جدا ، ترڅوداسې تصورونه شي چې ددنيا عقاب به داخيرت له عذاب نه نجات ور كړي .
نوځكه څښتن تعالي فرمايي : { وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيراً } [ الإسراء :۸ ]
اوګرځولې دې مونږ جهنم دكافرانولپاره زندان .
پنځلسم فصل
باطل څه وخت سر راپورته كوي ؟
داحقيقت هم بايد ومنوچې باطل په هرځاي كې هغه وخت سر راپورته كوي ، فساد ته لاس اچوي ، اودخدائ پرځمكه هرج اومرج جوړوي چې مسلمانان په خپلوغرضونواخته شي ديودبل سره تعاون اوهمكاري پرېږدي ، په ډلو، ډلواوګروپونو، ګروپونووويشل شي يوهدف اويوطرف ته حركت اوخوځښت پرېږدي نودفسادريښې هم ورسره مخ پرخپرېدوشي اوهره خواديوخطرناك توپان په شان په خوراچټكئ سره روانې وي ، دشر اوفساد دا ريښې خولومړې كمزورې اوناتوانه وي په اسانۍ سره يې مسلمانان په خپل وحدت اويووالي سره مخه نيولاي شي ، خوكه چېرته مسلمانان يوبل ته شا واړوي ، يودبل سره ددوستئ لاسونه اوږده نه كړي نودشراوفساد توپان به دځمكې په سرداسي عام شي چې مخ نيونه به يې ستونزمنه شي ، همدا اوس په ټوله اسلامي نړۍ كې ( په فلسطين ، عراق ، سوريه ، لبنان ، بحرين ، يمن ،ليبيا،مصر، افغانستان اوپاكستان كې خپل منځي داسې جنګونه روان دي چي هره ورځ په كې د سل ګونوبې ګناه انسانانو ، ښځو اوماشومانوويني تويږي ، خوكفاريوموټي ،په يوه اواز په داسې حال كې چې ديوې عقيدې ، اويومذهب اوكوم ګډفرهنګ لرونكي هم نه دي ديوبل شاته ولاړ دي اودا هرڅه يې په لاره اچولي دي .
څښتن تعالي فرمائي : {وَالَّذِينَ كَفَرُواْ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ } الانفال : ۷۳ .
ترجمه : هغه كسان چې كافران شوېدي ځيني له دوئ نه دوستان دي دځيني نورو، اوكه چېرته ونه كړي دوئ (مسلمانان ) دغه كار ، نووي به فتنه په ځمكه كې اوفسادلوي .
تفسير القطان ددغه مبارك ايت په اړه داسې فرمايي :كفاروسره له دېنه چې مختلفې فريقې اوډلې،ډلې دي خويودبل سره يې ددوستئ لاسونه وركړي اوداسلام په خلاف يودبل مرسته كوي ، يهود، منافقان اودعربومشركان يوه داسې واحده كتله ده چې ټول په اتفاق سره داسلام اومسلمانانوپه خلاف دجنګ مېدان ته راوتلي دي ، اوداټول هغه څه دي چې په خپلوسترګويې وينو، يهودزمونږهيوادونوته راغلي دي اودټول جهان دنصاراو په مرسته يې ځينې برخې غصب كړېدي ، اوپه دې باندې ټوله اروپا اوامريكا اتفاق ده ، ټول په يوه اوازداسلام اومسلمانانو په خلاف ديهودومرسته اوحمايه كوي ،{ إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأرض وَفَسَادٌ كَبِيرٌ }
كه چېرته تاسوونه كړئ هغه څه چې څښتن تعالي تاسولپاره مشروع كړېدي ديوبل سره ددوستئ نه ، يوبل سره دتعاون نه ، نوخامخا به داسې فتنې اوفسادونه راولاړېږي چې تاسوته به ترې خورالوئ زيانونه اوتاوانونه رسېږي ، ددغې دوستئ په پريښولوسره به ستاسودښمنانوته داسې برياليتوبونه ، فرصتونه اوكاميابي په لاس ورشي چې تاسوبه له خپلوهيوادونونه شړلوته مجبوركړي .
اوداهغه وضعيت دې چې همدا اوس روان دې ، ټول دښمنان زمونږ په خلاف يوه ټوټه ، يوموټې اويوه كتله ده ، اومونږپه بې شميره دولتونواووړو،وړوامارتونوكې داسې ويشل شوي يوچې يو دبل په خلاف دجنګ كولوپه حالت كې قرارلرو ، اودښمن زمونږ په هيوادونوكې مزې چرچې كوي .
يوعجيب تصادف دا هم دې چې همدا اوس چې زه دا لكينه كوم د ۱۳۹۰هجرلمريزكال دوږې دمياشتې ۲۶ نيټه ده چې د۲۰۱۱ م كال داكتوبردمياشتې د۱۸ نيټې سره برابره ده ، په فلسطين كې يهودوديو اسرائيلي بندي عسكرچې دحماس دډلې سره دپنځه كاله نه را په دې خوابندي وو دخوشې كولوپه مقابل كې د ۱۰۲۷ تنوفلسطيني بنديانودخوشې كولو سره موافقه وكړه اوداتاريخي موافقه دمصرد هيوادپه منځ ګړي توب اووساطت ترسره شوه ، اوهمدانن هغه اسرائيلي عسكر اسرائيلوته ستون شواوپه مقابل كې يې د ۴۰۰ تنه نه زيات فلسطيني بنديان خوشې شول اونورپاتې ۶۰۰ تنه فلسطينيان په هم په ژر را تلونكې كې داسرائيلوله زندان نه خوشې شي .
داخوديواړخ نه دخورازياتې خوشحالئ خبره ده ، هم په فلسطين كې دحماس دمسلمانې ډلې لپاره ، او هم دټولومسلمانانولپاره ،ځكه چې يوڅوتنه مجاهداومبارزمسلمانان داسلام اومسلمانانوددښمنانو د زندان دسكنجونه روغ راووتل ، اودخپلوكورنيوسره به يوځاي شي ،خودبله اړخه دژړا اوسوزخبره هم ده چې كفارد۱۰۰۰ تنه مبارزومسلمانانوازادولوته حاضر دي خودې ته نه دي تيارچې خپل يوعكسر هم دمسلمانانوپه لاس كې بندې وويني .
تاْ سف په دې ، دې چې اوس، اوس څومره ډېر مسلمانان دكفارودوحشت اودهشت دزندانونوترتورو تبوشاته په زنځيرونوكې په لاس اوپښوتړلي پراته دې ، ديواسرائيلې عسكر خلاصيدل دامعني لري چې نن ددې ځمكي په سرنوريوكافرهم دمسلمانانوپه كوم زندان كې بندي نه شته اوكه چيرته واي نوحتما به دنوروخورازياتومسلمانانودخلاصون اويا هم دزوراوفشارپه مقابل كې ازادشوي واي .
لكه چې په دې ځمكه كې مجرمين يواځې اوهمدا مسلمانان دي ، اودكفارونه ملائكې جوړې شويدي هيڅ ګناه نه كوي ، اصل خبره داده چې ددنيا دسرهمداستر فسادونه اوسترجنايتونه دخپل دين او زشت فطرت له مخي همدغه كفارترسره كوي ، هغوې كه هره شپه دمسلمانانو په كورونو ور ننوځي ، اودسل ګونوجرمونه اوجنايتونه مرتكب كېږي ، نوكوم دې هغه طاقت اوتوان چې له دوئ نه پوښتنه وكړي ، ويې نيسي اوپه زندان كې يې واچوي ، مسلمان خوورور ولي پرېښې ،په خپل منځ كې تعاون يې پرېښې ، اويو دبل ملاتړ يې هېر كړې ،هغه به څرنګ وكولاي شې چې ددغسې بې رحمه اوقهرنه ډك دښمن دظلم لاسونه ونيسي اوپه بيخ كې يې ورغوڅ كړي .
ددې ناخوالوواحد علت هم دادې چې مسلمانان يا خوداسې په خپلوغرضونواخته دې چې نورهيڅ نه ويني ،ياخوعملادكفاروپه داسې ژوره بندګې كې ننوتلي دي چې بېرته راوتل يې امكان نه لري ، اوياهم چېرته دځمكې په كوم ګوټ كې يې سرپه سيورې كړې دې ، يواځې دخپل سرخېرغواړي اوهمدغه يې دځان لپاره كافي ګڼلې ده ، دنوروحيواناتوپه شان خوې په كې پېداشوې دې ، يواځې په روزئ ګټلوپسې سرګردانه دي .
تفسير الشعراوي ته په مراجعه سره لاندې مطالب كتلې شو:
مونږ ټول ډېر ښه پوهېږو لكه څرنګ چې دغه مبارك ايت يې هم مونږ ته وايي چې كفاريودبل دوستان ، اعوان او اولياْ دي ،كه چېرته موْمنان راټول نه شي يوبل ته ددوستئ لاسونه ورنه كړي اودټولوزړونه لكه ديوسړي دزړه په شان نه شي ، نوكفارخوداسلام سره ددښمنئ اوخپل كفري طبيعت له مخې راټول اوجمع دي ، كه چېرته مسلمانان راجمع نه شي يودبل سره ټينګې اړيكې ونه ساتي نود څښتن تعالي دغه قول يوتحذير، اودويرې يواعلان دې مسلمانانوته { إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأرض وَفَسَادٌ كَبِيرٌ } الأنفال : ۷۳
الله سبحانه و تعالي اراده لري چې مونږپردې پوه كړي چې كه مونږ چېرته دمسلمانانوپه شان ژوند اختيارنه كړواو يودبل سره په يوه ټولنه كې منسجم نه شو ،اودايمان پربنسټ يودبل سره تعاون اومرستې ته لاس ونه اچوونوښكاره خبره ده چې دلته به خورا شديدې فتنې اولوئ ، لوئ فسادونه ووينو .
اودا ولې ؟
ځكه كه چېرته مسلمانان په يوهدف راټول نه شي نوپه كفاروكې به ذوب شي ، ايماني توازن به يې مختل اوګډوډشې .
اوكه چېرته دغه ذوب كېدل منځ ته راشي نوزمونږ ماشومان اواولادونه به په داسې يوه ټولنه كې وروزل شي چې ايمان به په كې دكفرسره اختلاط اوتعامل كړېوي ، څه روزنه به له اسلام څخه اوڅه به دكفري فرهنګ څخه ورته حاصله وي ، نودخپل اصلي دين ارزښتونه به له سره ونه پيژني اومسلمانان به ددنيا دغوښتنو اوخواهشاتوپه مقابل كمزوري شي اودكافرانوترشابه روان شي .
علي العكس كه چېرته مسلمانان يوبل په غېږ كې ونيسي اويودبل سره مرسته اوتعاون وكړي نودكفري امراضواوناروغتياوپه وړاندې به وقايه اودمقاومت توان به ترلاسه كړي ، اودښمنان به هيځكله دوئ ته دزيان درسولوجرائت ونه كړي .
خوكه چېرته راټول نه شي وحدت ونه لري ، يو ټولې دلته په اقليت كې ، يوټولې هلته په اقليت كې ، نودښمنان به جرائت وكړي موقع اوفرصت به په لاس ورشي اودسازشونولاربه ورته اسانه شي .
خوداتحادپه درلودلوسره به قوت ولري ، نه يواځې په ايمان سره ، بلكه په هغه ايماني قوت سره چې كفاربه هم دغه مقدس دين ته جذب كړي .
نودمسلمانانو په نه وحدت اختلاف اوانشقاق سره به لوئ ،لوئ فسادونه راولاړ شې دكفاروسره به دمسلمانانودمخالفت شوق اوجرائت پيداشي اوپه نتيجه كې به كفارغالب اومسلمانان ذليل شي اودډېر شمېر سربېره به هم هيڅوك دهغوئ سره دمقاومت توان ونه لري .
تفسير ابن كثير هم ددغه مبارك ايت دتفسير په يوه برخه كې ليكلي دي: { إِلا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ }
كه له مشركينونه ځان ونه ساتئ اودموْمنانو سره دوستي قائمه نه كړئ نودخلكوپه منځ كې به خورا زياتې فتنې راولاړې شي ، اوهغه دا چې دچارواواموروالتباس به راشي حق اوباطل به ګډوډ شي، موْمن اوكافربه سره يوځاي شي نودخلكوپه منځ كې به يوطويل اوعريض فسادخپورشي
تفسير الوسيط دسيد الطنطاوي هم ددغه مبارك ايت په اړوند ليكلي دي چې :
اي ايمان والاو! اي مسلمانانو! كافران ستاسوپه خلاف جګړه اوتاسو ته په تكليف رسولوكې يودبل څنګ ته ولاړدي ، يودبل سره نصرت اوتعاون كوي ، په داسې حال كې چې په خپلو منځونوكې هم خوراژور مخالفتونه لري ، خوپه دې پوه شئ چې ستاسوپه خلاف عداوت اوپه تاسوباندې په ضرر اونقصان راښكته كولوكې يودبل سره اتفاق لري .
{ إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأرض وَفَسَادٌ كَبِيرٌ } په دغه مبارك ايت كې مسلمانانوته يوشديد اوسخت انذار اوويرونه ده دخداي دامراوحكم نه په مخالفت كې په دې ډول چې :
اي موْمنانو!كه هغه څه ونه كړئ چې ما تاسوته امركړېدې په خپلومنځونوكې ديوبل سره د امداد په كولو، يوبل سره په اړيكوټينګولو، يوبل سره په دوستئ كولو اودكفاروسره په اړيكوكټ كولو،نوپه ځمكه كې به لويه فتنه اوشديدفساد راځي ، ځكه چې كله تاسودشرك اوكفرپه خلاف يوموټې ، يولاس اويوزړه نه شئ ، نوشان اوشوكت به موكمزورې شي ، دبدبه به مودكفاروله زړونوڅخه ووځي ،ستاسووينې به تويوي ، ستاسوپه خلاف به ستاسودښمنانوسره مرستې كوي ، اوتاسوبه دخپل ځان ، دين ،ناموس اواسلامي خاورې نه ددفاع توان نه لرئ ، په دې سره به ډول، ډول فتنې عامې شي اوفسادبه دځمكې پرسر خپورشي .
قران عظيم الشان ۱۴۰۰ كاله مخكې دنيا ته نزول فرماېلې دې كه په اياتونو، سورتونواو محتوياتو كې يې فكروشي نوكه څوك دخپل سرپه كاسه كې ډېرلږ شان عقل هم ولري اوددنيا شان وشوكت ، عياشيواودكفارودبدبې يې دوجودنه ټول احساسات اومشاعرنه وي توګلي نوحتما به په دې اقراروكړي چې داكتاب واقعا الله سبحانه و تعالي انسان ته دلارښوونې لپاره راليږلې اوهرڅومره چې زمانه ورباندې تېرېږي په هم هغه اندازه يې حقانيت اوصداقت لاروښانه كيږې .
ددې پيړۍ ناټواودمسلمانانوپه خلاف ددنيا دكفارويوځاي كيدل اويودبل سره لاسونه وركول اويودبل سره دمسلمانانوپه خلاف مرسته اوتعاون كول، اوپه مقابل كې يې دمسلمانانو خپل منځې اختلافونه ، په يوواحد هدف نه راټولېدل اوپه نتيجه كې يې دځمكې په سر دا موجوده طويل اوعريض فسادخپرېدل ددغه مبارك ايت دحقايت ترټولو ستر اوروښانه دليل دې ، دعقل څښتن ته داسې ښكارې لكه دغه مبارك ايت چې پرون يانن ورځ داسمان نه ځمكې ته راښكته شوېدې اومسلمانانوته دا اوازكوي چې وګوري !
دټولې دنيا كفارستاسوداختلافاتوپه نتيجه كې داسي يوشوېدي چې ستاسوپه ځمكه كې يې يو تمام عيارشر ،فساد اوماتم جوړ كړېدې ، اوتاسودخپل ځاني غرضونوپه لټون كې دومره كمزوري شوي ياست چې نه دخپل ځان نه دفاع كولاي شئ ،نه دخپل ناموس نه دفاع كولاي شئ اونه دخپلې خاورې نه ، هره ورځ موكورونه لټول كېږي ، ستاسوبچي ستاسوپه مخ كې په شهادت رسول كېږي ، ستاسوپه كورونودشپې ناڅاپې حملې ترسره كېږي ، ښځې ، ماشومان اوبچې مودغول پيكره جازونوددهشت اووحشت لاندې خپل ژوند له لاسه وركوې ،تاسوپه غټو،غټوسترګو ورته ګورئ اوهيڅ شئ موله لاسه نه كېږي ، اوترټولوستره جفا خولا داده چې يوشمير بې غېرته ، بې هويته ، اوبې شرمه مسلمانان هم دومره بزدله شوې چې ياخوددنيا دډيرې لږې ګټې په مقابل كې اوياهم دوېرې له لاسه يې دكفاروپه شان ځان جوړ كړې دهغه پوستكې يې اغوستې دهغه نيكټايې يې تړلې ، اوترڅويې خبرې نه وې كړې دهغه اويوكافر ترمنځ يې فرق نه كېږي ، ددې په ځاي چې دخداي دحكم سره سم دمسلمان سره مرسته ، تعاون اونصرت وكړي دكفارو سره يوشوې ، دهغوئ ترقيادت لاندې دمسلمان په وژلو اوټكولوكې مرسته اوتعاون كوي ، خدائ امركوي دمسلمان سره تعاون وكړه ، هغه يې دكافرسره كوي ، نوفسادبه دخداي پر ځمكه ولې نه خپريږي .