د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سهار لمونځ څه شو ای د اسلام امته

قاضي طارق 11.06.2015 10:49

دوهمه برخه
لومړي زیری :
د سهار لمونځ تر ټولوغوره لمونځ دې :
بيهيقي په يوصحيح سند كې د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت كړېدې :
" أفضل الصلوات عند الله صلاة الصبح يوم الجمعة في جماعة "
غوره په لمونځونو كې د الله په وړاندې د جمعې په ورځ د سهار لمونځ دې چې په جماعت سره اداء شي .
اودغه بشارت هغه وخت يو انسان ته راځي چې له خوبه ورته راوېښ شې !!!
دوهم زېرې :
څښتن تعالي هغه وخت په ملائكو فخر كوي چې يو بنده يې خپله نرمه بستره ترك كړي او د سهار لمانځه ته راپورته شي .
امام احمد په حسن سند سره وايي : چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي :
" عَجِبَ ربُّنا عزَّ وجلَّ من رجلٌ ثار عن وطائه ولحافه من بين أهله وحِبه إلي صلاته ، فيقول ربنا أيا ملائكتي انظروا إلي عبدي ثار عن فراشه ووِطائه ومن بين حِبه وأهله إلي صلاته رغبةً فيما عندي وشفقة مما عندي "
رب العزت هغه سړي ته تعجب كوي چې د خپلې بسترې ،بړستنې او محبوب اهل له منځ ځخه خپل لمانځه ته راپورته شي ، زمونږ رب وايي : اي زما ملائكو ! وګورئ زما بنده ته چې د خپلې بستري او محبوب اهل له منځ څخه خپل لمانځه ته راپورته شو، او د هغه اجر او ثواب سره مينه لري چې زما سره دې ، او د هغه عذاب نه ويرېږي چې زما له اړخه دې .
دا نو د خداي د صالحو او نيكوكارو بندګانو يو انځور دې ، دهغه چا انځور دې چې خپل نفسونه او شهوتونه يې مغلوب كړې او د نفس اوشهوت سره په جنګ كې بريالي شويدي .
تاسو ته مباركي وايم ! مهربان خداي ستاسو په دغه عمل ډېر خوښ شو، خپلو لمونځونو ته راووتل او د حال ژبه داسې وايي :
اي زمونږ ربه !
د دې لپاره نه يوراوتلي چې خلك مو وويني ، د دې لپاره راووتو چې د قهر اوعذاب نه دې محفوظ شو ، او رضايت دې ترلاسه كړو ، ستا د امر د اجابت او رحمت د ترلاسه كولو په اميد....
نو كريم او رحيم څښتن تعالي ورته څه ځواب وركوي ؟ هغه څه مې دركړه چې تاسو يې ارزو لرئ ، او د هغه څه نه مي په امن كړئ چې تاسو ترې په وېره كې ياست ...... سبحان الله !
د خورا مقبولې ښځې او پراخې او نرمې بسترې ( ډبل بيډ ) څخه را پورته شو، په داسې حال كې چې د شهوتونو څپې خپرې دي، د نفس د دوكه كولواوغولولو سامان الات او اسباب هم ډېر دي ، په ډش انټنونو د سپوږمكېو پروګرامونه روان دي ، شوګيرونه دي ، ټوله شپه مجلسونه دي ، خو زمونږ د زړه په باغونوكې بیا د لمونځ او جنتونو هوا ګانې چلېږي .
په هغه باغ او بڼ كې به ژوند څه اهميت ولري چې اوبه نه لري او ونې يې وچې شوې وي .
د سهار لمونځ روح ته قوت وركوي ځكه چې تر تورې شپې وروسته د محبوب سره د يوځاي كيدو وعده ده .
د سهار لمونځ د سترګو يخوالي ، د اميدونو خوږوالې ، او د زړونو او نفسونو راحت او ارام دې .
دريم زېرې :
يو سړې چې په جماعت سره د سهار د لمانځه د اداء كولو په كوښښ له كوره راووځي نود تياركيو په ورځ به څښتن تعالي هغه ته رڼا وركړي :
د قيامت په ورځ به د نور او رڼا ټول عادي او معمول مصدرونه ورك شي اونه به وی ، لمر به پټ شي او ستوري به خړشي لكه چې الله فرمايي :
{ إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ } التكوير : ۱ .
ژباړه : کله چې (د) لمر (رڼا ) ونغښتله شی ( نور یې لاړشی ) .
{ وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ } التكوير: ۲.
ژباړه : او کله چې ستوری خړشی ( یا راولویږی پرځمکه ) .
نو مخلوق به په خورا سخته تياركۍ كې وي ، داسي تورتمونه ، چې يو تورتم د بل دپاسه ، خپل لاس به هم نه ليدل كېږي ، په دغه سخته ستونزمنه توره ورځ كې الله سبحانه وتعالي د خپل بې لاكيف نور وړانګې هغه چاته وركوي چې په دې دنيا كې يې داسلام د كلمي اعلان كړې وي ، او كله چې پل صراط ته ور نژدې شي نوپه دغسی یو ویرونکی حالت کې به د كريم او رحيم خداي د نور وړانګې د صادقينو موْمنانو سره يوځاي وي الله فرمايي :
{ يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ } الحديد :۱۲
ژباړه : یاده کړه هغه ورځ (دقیامت ) چې وینې ته مؤمنان سړی او مؤمنانې ښځې چې ځغلی به رڼا د دوئ مخکې له دوئ څخه او له ښی خوا له دوئ څخه .
(او وبه ویل شی دوئ ته چې ) زېرې د تاسې نن ورځ دې (ننوتل په ) جنت چې بهېږی له لاندې (ماڼیو او ونو) د هغو(څلورقسمه ) ویالې تل به وی دوئ په هغو کې ، دغه دې هم دغه برې موندل ډېر لوی .
ياده كړه اي محمده ! هغه ورځ چې وينې ته موْمنان سړي او موْمنانې ښځې چې ځغلي به رڼا ددوئ مخكې له دوئ څخه او د ښې خوا د دوئ څخه ، (او وبه ويل شي دوئ ته چې) زېرې تاسې نن ورځ دې جنت چې بهېږي لاندې د ماڼيواو ونو د هغه ويالې تل به وي دوئ په هغوكې دغه دې همدغه برې موندل ډېر لوي .
په دغه وخت كي به له منافقينو څخه نور اورڼا ولاړه شي ، په ډېر سخت رعب كې به ولوېږي ، موْمنانو ته به پناه راوړي ، د دې لپاره چې د خپلې رڼا او نورڅخه هغوي ته يو څه وركړي ،دوي به ورته ووايي :
{ يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِن قِبَلِهِ الْعَذَابُ } الحديد : ۱۳
ژباړه ( یاده کړه ای محمده ! هغه ) ورځ چې وایې به منافقان سړی او منافقانې ښځې هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړېدې ( داسې چې ) و ګورئ مونږ ته ( انتظار وکړئ ) چې رڼا واخلو له رڼا ستاسې نو وبه ویل شی دوئ ته ( تمسخرا) چې وګرځئ شاو خپلو ته پس ولټوئ رڼا پس وبه واهه شی په منځ د دغو (منافقانو او مؤمنانو کې ) یو دیوال چې هغه لره به دروازې وی دننه طرف د هغې (دروازې کې به چې دجنت په جانب دې ) رحمت وی ( مؤمنانولره ) او د باندې طرف ته د هغه ( چې جانب دمنافقانو دې ) له طرفه د هغه څخه به عذاب وی .
هغه ورځ چې و به وايي منافقان او منافقې ښځې هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړې ، و ګورئ مونږ ته ، چې رڼا واخلو له رڼا ستاسې نه ،نو وبه ويل شي دوئ ته ، و ګرځئ شاته ستاسو، پس ولټوئ رڼا ، وبه وهل شي په منځ د دوئ كې يو دېوال ، چې د هغه به يوه د روازه وي ، په د ننه طرف د هغې دروازې كې به رحمت وي ، او د باندې طرف ته د هغې ،د طرفه دهغه نه به عذاب وي .
منافقان به هلته وګرځي خوهلته به هيڅ شئ هم پيدا نه كړي ......
خو پوښتنه داده چې په دغه لويه تورتم شپه كې موْمنانوته دغه لويه رڼا له كومه راځي ؟
نو د ځواب مندلو لپاره د رسول الله صلي الله عليه وسلم دا مبارك حديث ولوله چې ( الترميذي ابوداود او ابن ماجه ) په يوصحيح سند سره له بريدة الاسلمي رضي الله عنه څخه روايت كړې دې ، وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي : " بشر المشَّائين في الظُّلمِ إلي المساجدِ بالنور التامِّ يومَ القيامة "
زېرې ورکړه په توره شپه كې جوماتونو ته تلونكو ته په پوره رڼا سره په ورځ دقيامت .
او الطبراني په حسن سندونو سره له ابو هرېرة رضي الله تعالي عنه څخه روایت کوی چې :
رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلې دي :
" إن الله ليضيء للذين يتخللونَ إلي المساجد في الظلام بنورٍ ساطعٍ يومَ القيامة ".
بېشكه چې څښتن تعالي به خامخا رڼا وكړي هغو كسانو ته چې د شپې په تياركيوكې جماتونو ته ځې په يوه را ختونكې رڼا سره په ورځ دقيامت .
د موْمنانو رڼا ګانې به هم د قيامت په ورځ يود بل سره فرق لري ، د ټولو موْمنانو رڼاګانې به يوشان نه وې بلكې هر يوه ته دهغه دعمل په اندازه رڼا وركول كېږي ، همدلته د سهار د لمانځه په اهميت پوهېداي شو داسې چې الله سبحانه وتعالي پرې موْمن بنده ته د قيامت په ورځ پوره رڼا وركوي .
دغه راز الطبراني په حسن سند سره له ابې دردا ء رضي الله عنه څخه روايت كوي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلې دي چې :
من مشى في ظلمةِ الليل إلي المسجد لقي الله عزَّ وجلَّ بنورٍ يوم القيامة "
څوك چې د شپې په تياركيو كې جومات لاړ شي د الله جل جلاله سره به په پوره رڼا كې دقيامت په ورځ مخامخ شي .
رسول الله صلي الله عليه وسلم يو ځانګړې ذكر خپلو هغو اتباعو ته ښوولې وو چې د سهار لمانځه ته ځې په داسې حال كې ټوله ځمكه تورتم نيولې وي ، دا به يې ورښوول چې په لاره كې د خداي نه دا سوْال كوي چې داسې رڼا وركړي ، چې د دوي ژوند روښانه كړي ، اود دوي قبرونه روښانه كړي او دغه روښانتيا اورڼا د دوي سره د قيامت په ورځ هم ملګرې وي .....
امام بخاري اومسلم د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت كوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د سهار لمانځه ته راووت او ويل يې :
" اللهم اجعل في قلبي نوراً وفي لساني نوراً واجعل في سمعي نوراً واجعل في بصري نوراً واجعل من خلفي نوراً ومن أمامي نوراً واجعل من فوقي نوراً ومن تحتي نوراً اللهم اعطني نوراً ".
اي زما خدايه ! په زړه كې مې رڼا پېدا كړه ، او په ژبه كې مې رڼا وګرځوه ، په غوږونو كې مې رڼا پيدا كړه ، او په سترګو كي مې رڼا پيدا كړه ، او د شا اړخ ته مې رڼا راوله ، مخې ته مې رڼا كړه ،او د پاسه مې رڼا كړه ،او د لاندي اړخ ته مې رڼا كړه ، اې زما خدايه ! رڼا راته راكړه .
او دا نورهغه نوراو روښانتيا ده چې ته يې له څښتن تعالي څخه غواړې چې ستا بصيرت رڼا كوي چې په دې سره ته كولاي شي د حق او باطل ، او په ځانګړي ډول د فتنو او فسادونو په وخت كې د خطا او صواب تر منځ فرق وكړاي شي .
اوهغه چې خبر وركړې رسول الله صلي الله عليه وسلم : " بادروا بالأعمال فتناً كقطع الليل المُظلم " : مسلم
نېك اعمال مخكې له دې ترسره كړئ چې فتني راشي لكه د تورتم شپې له ټوټو په شان .
او په دغه تورتم فتنو كې موْمن خپله لاره خورا روښانه ليدلاي شي ، چې هيڅ ترې وركېداي نه شي اونه د كومې بد بختۍ سره مخ كېداي شي ، او څښتن تعالي خپل حكمت طرف ته هدايت وركوي ، هغه پېژني او نورو ته يې هم ښايې :
{ أَوَ مَن كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ } الانعام : ۱۲۲.
ژباړه :ایا نو هر هغه څوک چې وی مړ (په کفر یاجهل ) نو ژوندې کړو مونږ دې ( په اسلام یاعلم سره ) او و ګرځوو مونږ ده ته نور چې تګ کوی دې په دې سره په خلکو کې ، په شان د هغه چا دې چې حال دهغه (داسې وی چې واقع وی ) په تیارو کې حال دا چې نه وی وتونکې له هغه تورتم ؟ ( بلکه نه دې دا رنګه حال دمؤمن او کافر دې ) هم داسې ، (لکه چې ښایسته کړې شوېدې مؤمنانوته ایمان ) ښایسته کړې شوېدې کافرانو ته هغه شئ چې دی دوئ چې کوی یې ( له کفراومعاصیو څخه ) .
د څښتن تعالي نه غواړو چې مونږ ته زمونږ دين رڼا كړي ، قبرونه مو روښانه كړي ، اخيرت مو روښانه كړي ، الله د حقیقی رڼا مالك دې او د هغي په وركولو قادرهم دې .
څلورم زېرې :
د سهار دوه ركعته سنت د دنيا اومافيها نه غوره دي :
امام مسلم دعائشې رضي الله عنها روايت كوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي :
" ركعتا الفجر خير من الدنيا وما فيها " : مسلم .
نو اي هغو خلكو چې د دنيا له كبله مو د سهار لمونځ ترك كړې !
د سهار دوه رکعته سنت له دنيا او مافيها څخه غوره دي ، د دينا د ټولو خزانو څخه غوره دي ، د دنيا د ټولو مالونو څخه غوره دي ، د دنيا د ټولو منصبونو څخه بهتر دي ، د دنيا د ټولوعملونو، دوكو او لهو و لعب څخه غوره دي .
نو هغه څوك چې دنيا ترك كړي او د سهار د لمانځه څخه مخكې له خواږه خوبه را پورته شي ، نو په ازموينه كې بريالې شو، لكه څرنګ چې يې دنيا د دغه لمانځه لپاره پرېښوده ، نو څښتن تعالي په دغه لمانځه سره د دنيا څخه لوي او ستر ثواب او اجر وركوي ، له دې كبله به رسول الله صلي الله عليه وسلم په سفر او حضر دواړو كې دغه دوه رکعته هيڅكله نه پرېښوده .
امام بخاري له عائشئ رضي الله عنها څخه روايت كړې وايي: " لم يكن النبي علي شيء من النوافل أشد منه تعاهداً على ركعتي الفجر ".
نبي كريم په هيڅ نفل لمانځه باندې د سهار د دوه ركعته لمانځه په شان كلك نه وو ولاړ .
او ابن حجر العسقلاني په فتح الباري كې يادونه كړې چې : له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه چانه دي رانقل كړي چې د فرض لمانځه څخه مخكې يا وروسته به يې په سفركې سنت كړي وي ، مګر دسهار سنت .
يعني په سفركې يې په سنتوكې يواځي دسها سنت ادا ء كړي دي .
له دي كبله ابوداود ، او احمد د ابې هريرة رضي الله عنه څخه روايت كوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي : " لا تدعوا ركعتي الفجر وإن طردتكم الخيل "
دسهار دوه ركعته لمونځ پرې نه ږدئ ، اګركه اسونه در نه هم ولاړشئ .
نوله دې كبله چې كله به په خپل وخت د سهار سنت ( دلمانځه څخه مخكې ) ترې فوت شو، د سهار د لمانځه وروسته به يې اداء كول، دا ټول د دغه نفل لمانځه په تعظيم باندې دلالت كوي ، چې د دې نه بيا په خپله د سهارد فرض لمانځه تعظيم او تفخيم ډېر ښه معلومېږي ، په دې معني چې كله د سهار سنت د دنيا او مافيها نه غوره دي نو د سهار فرض لمونځ به بيا څومره اجرونه لري ......؟
پنځم زېرې : كله چې دې د سهار لمونځ په جمع سره اداء كړ نو د قيام الليل ( تهجد ) ثواب درته ليكل كېږي :
دا څومره لوي فضيلت دې چې د شپې د وېښ پاتې كيدو يعني قيام الليل اجراو ثواب در ته وليكل شي ، په داسي حال كې چې ته ټوله شپه په خواږه خوب ويده تېره كړې ، اوبيا پورته شې او د سهار لمونځ په جماعت سره اداء كړې .
امام مسلم دعثمان بن عفان رضي الله عنه نه روايت كوي وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي : ( من صل العشاء في جماعة فكاْنما قام نصف الليل ومن صلي الصبح في جماعة فكاْنما صلي الليل كله ) .
چاچې د ماخستن لمونځ په جماعت سره اداء ك ړلكه نيمايي شپه چې يې په لمانځه ويښه تېره كړې وي ، او چاچې د سهار لمونځ په جمع سره اداءكړ،دومره اجرونه لري لكه ټوله شپه چې يې لمونځ كړې وي .
ابوبكرابن العربي المالكي په ( عارضة الاحوذي ( ۲\۲۳ ) كې ويلي دي :
د عثمان رضي الله دا حديث د دې مبارك حديث چې فرمايي:(ولو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبوا) تفسير دې ، يعني د ماخستن جماعت په فضيلت كې د نيمايي شپې سره برابر دې ، او د سهار لمونځ په جماعت سره په فضيلت كې د ټولې شپې د لمانځه سره برابر دې .