د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوامت چې هېڅكله نه مري

قاضي طارق 27.06.2012 01:18

سريزه
إن الحمد لله نحمده ونستعين به ونستغفره ونستهديه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا ، إنه من يهدي الله فلا مضل له ، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله الله وحده لا شريك له ، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله. أما بعد:
ددغه كتاب كتاب موْلف : دكتور راغب السرجانې دې چې ما پښتو ته ژباړلې په ډير درناوي سره محترمولوستونكو ته په عرض رسول كېږي :
كه يوسړې چېرته د اسلامي نړۍ حالاتو ته وګوري نودا به ورته معلومه شي چې دنوي اسلامي نسل يوګڼ شمېر ځوانانوته داسې يوه نااميدي پېدا شوې ده چي فكركوي اسلامي امت به بيا بېرته له سره په خپلوپښو ونه شي دريداي .
اوډېرله دې نسل څخه په دې عقيده دې چې دنړۍ لپاره دمسلمان امت دمشرۍ اوسيادت تاريخ نورتېر شوې دې اودنړې مستقبل اوراتلونكې مشري به د غرب اوياشرق په لاس كې وي ،اوپه قوي احتمل سره داسي فكركوي چې مسلمانان به دنړۍ دمشرۍ له منصب نه بې برخې وي .
اوګڼ شمېر دغسې ډلې ، دې نتيجې ته رسېدلې دي چې كه چېرته اسلامي امت بيا هم دجهان دمشرۍ منصب ته بېرته راګرځي ، نودابه هم دخورا دومره اوږدې مودې څخه وروسته وي چې مونږاوزمونږ اولادو نه به يې ونه شي ليدلاي ، اوكېداي شي زمونږ كړوسي يې هم ونه ګوري .
ددغسې ياْس او ناامېدۍ په بستره كې ويده شوو مسلمانانولپاره دا هيڅ امكان نه لري چې دفلسطين ،چيچنيه ، كشمېر، عراق ، افغانستان اوداسې نورودقضاياووپه اړوندفكروكړي اويا يې دحل په لاره كې ګامونه واخلي ، نوله دې كبله دغه كتاب ددې امت دجوړونې لپاره يوه خورا مهمه وسيله ده ، چې داسلامي امت ، په نفسونو، اود ګڼ شمېر مسلمانانو اوپه ځانګړي ډول دځوان نسل په پاكو زړونو كې چې د ياْس او نا اميدئ په خيرونو پردوكې تاو شوي راتاوشوېدي دبرياليتوب لپاره داميدونو او ارزوګانو تخمونه وشندي .
دغه كتاب په دوو لويو برخوتقسيم شوېدې :
- لومړۍ برخه ( مسلمانان ولې كمزوري شول ؟) ترعنوان لاندې ده چې په دې برخه كې به دمسلمان امت دكمزوتيا په سببونواوعلتونوبحث وشي .
- دوهمه برخه ( يوامت چې هيڅكله به مړنه شي ) عنوان لري ، چې لس خورا مهم حقيقتونه به په كې بحث شي چې دغه ټول حقيقتونه په دې ګواه دي چې دا امت فعلا مړ نه دې اوهيڅكله به مړ نه شي .
نوپه اصل كې دا كتاب اميدونواو ارزوګانوته بلنه ده ....
- بېرته په خپلو پښود درېدلو اميدونه ته ......
- ددنيا دمشرۍ اوسيادت اميدونوته .......
- اوبالاخره دخداي دنصرت او امداد امېدونه ته ......
داسې امېدونو ته چې دا امت په كې دنوروامتونو په منځ كې خپل اصلي اوطبيعي مقام اومنزلت ونيسي ....
- هغه مقام او منزلت چي څښتن تعالي يې ددغه امت لپاره اراده كړېده ، وما ذالك علي الله بعزيز .....
دلوي څښتن تعالي نه غواړوچې دغه وړه هڅه اوعمل زمونږاوستاسې دنېكيواوحسناتوپه تله كې واچوي .
لومړۍ برخه
مسلمانان ولې كمزوري شول ؟
داخورښتيا هم دتعجب اوحېرانتيا خبره ده چې داسې يوامت دې كمزورې شي چې د قران عظيم الشان په څېركتاب ، اود رسول الله صلي الله عليه وسلم دحديثونوپه شان احاديث ولري !!
اوداهم دحېرانتيا خبره ده چې داسې يوقوم دې ماْيوسه شي چې هغه داسي يوروښانه اودافتخارنه ډك تاريخ ولري لكه څرنګ چې يې مسلمانان لري ، اوداسې رجال اوبرجسته شخصيتونه ولري لكه څرنګ شخصيتونه چې اسلام اومسلمانان لري !!
بيا هم دخورازيات تعجب او حېرانتياوړ ده چې داسې يوملت دې هم دنا امېدۍ احساس وكړي چې دداسې خزانواومقدراتومالك وي لكه څرنګ چې يې مسلمانان مالكان دې !!
اوترټولو لويه دتعجب اوحېرانتيا خبره داده چې دغسې يو امت دې هم د نا امېدې په زنګون سر كيږدي چې ددغه امت رب ورته په خپل كتاب كې ويلي دي :
{ قَالَ وَمَن يَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلاَّ الضَّالُّونَ } الحجر: ۵۶
ترجمه :
خوددې سره ، سره دغه ياْس اونا امېدي ليدل كېږي اوداسې يوحقيقت دې چې انكارترې نه شي كېداي .
دامېدونو اواحلامو نشتوالې اوضايع كېدل ، اودهدفونو انحطاط اوټيټوالې په حقيقت كې يونا اشنا غم او دردونكې توپان دې چې په مسلمانانوراښكته شوېدې ، داسې يو وېرونكې مصيبت دې چې ددې په موجوديت كې دخلاصون اونجات د هيڅ ارزو او تمنا څرك نه ښكاره كېږي .
او دغه دناامېدۍ تخمونه ديوشمېركمزورومسلمانانوپه زړونه كې كرل شوي دي ، اوضعيف النفس كسانولاپسې غټ كړيدي ، اوپه داسې ذلت اوعجزيې اخته كړيدي چې د وجود څخه يې دخوځښت ټول توان سلب كړې ، اود سپكاوي اوبې غېرتئ په داسي سرټيټونه عادت شويدي چې د سرپورته كولواودريدلو چل يې ورنه هېركړې دې .
دلته په كارده چې يوځل نه بلكه په وار ، وار توقف وكړو ، سوچ اوفكروكړو، تحليل وكړواوپوه شوچې :
ولې دغسې يوحالت ته راغلي يو ؟ !! اوكومه لاره ده چې په هغې سره ددغه پريوتي حالت نه پورته كېداي شو، څرنګ سيادت ، مشرۍ اوتېربرم اوجلال ته رسېداي شو؟
اوداچې ولې دغه حالت ته رارسېدلې يو، دانودګڼ شمېر علتونه او ډول ،ډول عواملويو دبل دپاسه انباركېدل اوتراكم دې چې كولاي شوپه دوه ډوله يې وويشو :
لومړې ډول واقعيتونه :
لومړې ډول يې داسې واقعيتونه دې چې مسلمانانو په خپله په خپلولاسونوجوړكړي دي اود الله سبحانه وتعالي په دين كې دافراط سرحد ته رسېدلي ، اود الله له قانون اومنهج څخه ليري شويدي ، چې په نتيجه كې سپك شوي دي ، تردې چې دخداي له دښمنانوسره يې ددوستې تعهدات ترسره كړي دي .
دمسلمانانودتضعيف دوهم ډول فكتورونه اوعوامل هغه بد اوناكاره سازشونه دي چې دډېروكلونوپه اوږدوكې يې جالونه غزېدلې دي او ددې امت د مختلفودښمنانانو په تعاون اومرسته طرح اوډيزان شويدي .
۱- واقعيت چې مسلمانان ورسره مخ شوي دي ، اودپرلپسې ماتې اوشكست لړۍ پيل شويې ده ، دعثماني خلافت له سقوط نه شروع شوې ده ، چې ورپسې دفلسطين سقوط اوپه ۱۹۴۸ كال كې داسرائيلواعلان وو ، يوځل په ۱۹۵۶ م كال كې ماتې اود ۱۹۶۷ م كال په لويه دردرونكې ماتې كې دمصر اوسوريي دفوځ ړنګېدل ، ددښمن له خوانه د فوځي اوملكې هوايې ډكرونولكه :المنيا ، الاقصر ، الغردقه اوابوصوير بمبارد اوورانيدل اوداسې نور چې د ۱۹۷۳ م كال داكتوبردبري پوري چې دا په حقيقت كې خورا لوې برې اوپه اوربندسره پاي ته ورسېد اودښمن هم په كې دلويوزيانونوسره مخ شو.
۲- هغه حقيقتونه دي چې داسلامي دنيا په ډيرواومختلفواطرافواو اكنافوكې دوامداره اوپرلپسې خيانتونه دي چې دخداي دبندګانواولويو،لويوښارونو دضايع كېدوسبب شول ، دواحدقيادت په ځاي ډېر قيادتونه وجود ته راغلل ،اويوپربل اعتماد په كې له منځه ولاړ .
۳- دريم ترټولوتريخ واقعيت چې مسلمانان ورسره مخ شول د اعلام درسمي اوغېررسمي وسايلواباحت دې چې په ښكاره ډول دهرډول فسق اوفجورپه خپرولو، اوډېرووژونكو اوناروا اعمالوپه ترسره كولوهم فخركوي ، او داسلامي امت شعايرمهمل اوبې فائدې پاتې شول .
۴- غلا ، سرقت ، چل ول ، فريب ، رشوت اخيستنه ، فساد اوپه ملياردونو، ميلياردونو د مسلمانانو دمالونوتښتونه ، په داسې حال كې چې ډېرشمېر يا اكثره مسلمانان له لوږي اوتندې نه كړېږي .
۵- دمسلمانانوبله لويه ستونزه اقتصادي تنزل ، يوپربل انبارشوي قرضونه ، افلاس ، په اسلامي هيوادونوكې داجنبي اوپردي اقتصاد په لوړه كچه سيطره اوبرلاسي ، دسرمايه دارانو اوناداره اوفقېري طبقې ترمنځ دپراخې ويرونكې فاصلې منځ ته راتلل .
۶- دمسلمانانوترمنځ دتفرق ، اختلاف اويوبل دوژنې موجوديت دي ، تردې كچې پورې چې په اسلامي ګانډيوهيوادونوكې به ډېركم داسې هيوادونه پېداشي چې په خپلو منځونوكې ، په سرحدي پولو، فكرونواوكله ، كله په عقايدوكي سره په جګړه اوجنجال اخته نه وي ، اوداجنجالونه ډېر ځله داسلام دبچوترمنځ ، چې په اسلام يې هم منګولې لګولي وې ، داوږدې مودې لپاره جريان لري .
ټول دغه واقيعيتونه دي چې دځيني اوحتي دزياتومسلمانانو نفسونو ته يې ياْس ، ناامېدي اوتنزل په ميراث پرېښې ، چې داسې احساس كوي چې داسلام دبيا په پښو ودرېدل يوازي سخت نه بلكې دامكان نه وتلې كاردې .
دوهم :
داسلام په خلاف فكري سازشونه : -
داسلام په خلاف سازشونه خورا پخواني اوخورا اوږده دي ، اوخورا زيات بعدونه اواړخونه لري ، چې ددغوسازشونودټولواړخونو دڅېړني لپاره دلته مجال نه شته ، يوازي هغه اړخ چې په دې ځاي كې مونږ لپاره اهميت لري ، اوپه لنډ ډول يې بايد وڅېړو ددغوسازشونو فكري اړخ دې .
اسلام دښمنه مختلفوطائفو دصحيح اسلامي فكرڅخه داسلامي امت دانحراف لپاره ډېرې هڅې په لاره اچولې دي ، چې له دې كبله دې امت دخپلوچارودچلولولپاره هغه سليم اوصحيح مقياس اومعيار ورك كړېدې ، چې ددغه سازش يوخوراښكاره او واضح هدف دادې چې دمسلمانانوپه زړونوكې داسلام اوبري څخه دنا امېدۍ تخم وكري ، اوپه دې يې قانع وساتي چي ددغه پريوتي اوتنزل له حالت نه ددوي بېرته راپورته كېدل ممكن نه دي .
خوپه لومړي سركې داسلامي امت په خلاف دغه سازش كونكې څوك وو؟ !
ځواب :په دغونارواسازشونوكې ډېروګډون درلود چې په لاندې ډول به يې وڅېړو:
۱- المستشرقون (شرقيان) : داد اروپايي علماوو يوه ډله وه چې دډېرو زړونه په خيانتونوډك وو اودډېروسينې دحسد اوكينې په اوركې سوې وې ، اودقهر اوغضب لمبويې سترګې ور ړندې كړې وې ، راغلل اوداسلامي تعليماتوپه خپرولويې لاس پورې كړ، داسلامي تاريخ ، اسلامي شخصيتونو، اواسلامي شريعت درسونه يې شروع كړل ، ددې لپاره نه چې داسلام په لارښونه سره سمه لاره پېدا كړي ، بلكې ددې لپاره چې عېبونه يې پېداكړي اومسلمانان ته دهغوي دين ګډوډ وښايې ، دهغوي كتابونه نشرشول ، دخلكوفكرونه يې ړانده كړل ، اودمسلمانانوپه ستونوكې دردونكې اغزي شول .
۲- المستغربون (غربيان ) : يوې بلې ډلې چې دغربيانو په نوم يې بايد ونوموم ددغوشرقيانوپېروي وكړه ، اوداپه حقيقت كې دمسلمانانوبچې وو چې دغرب دفتنوپه لوموكې بندشوي اوزړونه يې هغوي ته وركاږه شوي وو ، داوخت غرب دځان لپاره ښه مناسبت فرصت وليده دخپلوزهرونه ډك لاسونه يې را وغزول ، سترګې يې ورړندې كړې ، فكرونه اوعقلونه يې ورككړ كړل ، اوكله چې يې خپل دغه وظايف سرته ورسول بيا يې بېرته خپل وطن ته وګرځول .....
خپل پېروان يې دلته داسې پرېښول چې دتنزل په ناجوړتيا ناجوړه شول ، په حق دين كې يې شكونه ورواچول ، اودبيا را پورته كېدونه يې ماْيوسه كړل دايې وروښودل چې تاسې يوازي هغه وخت راپورته كېداي شۍ چې دغرب پېروي وكړۍ ، اودهغوي په لاره روان شۍ ، تردې چې ځينوخوداسې هم ويل چې : زمونږ هيوادونه ترهغه وخته پورې ترقي اوپرمختګ نه شي كولاي ترڅوټول هغه څه چې په لندن اوپاريس كې دي دخپلوټولوښوبدو ،خوږوترخو او معروف او منكروسره دلته رانقل نه شي !!!
يوتن له دغونه ، چې دازهر له شاګردانواوقران كريم له حافظانوڅخه هم وو فرانسې ته تللي وو، هلته يې تعليمات ترسره كړل ، اوبېرته داسلامي امت هيوادونوته راستون شو ، خپلوشاګردانوته به تعليم وركاوه چې په قران عظيم الشان انتقادونه شروع كړي .... داسي چې په قران عظيم الشان كي د ا ايت قوي دي اوهغه ايت كمزورې اوضعيف دې { كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِن يَقُولُونَ إِلاَّ كَذِبًا }
اودابه يې هم خپلوشاګردانوته ويل چې : داچې په قران كې دابراهيم اواسماعيل عليه السلام له موجوديت څخه يادونه شوې ده ددې معني دا نه ده چې دا يوحقيقي امردي .... بايد په دې باندې يومادي اومحسوس دليل وجود ولري !!
دغه رازدهيڅ خجالت داحساس نه په غېر به يې خپلوشاګردانوته دا هم ويل چې په قران عظيم الشان كې دمكې اياتونوپه نسبت په مدني اياتونو كې پوخوالې ډېر دې،ګويا په مدينه منوره كې داهل خبره وو تراكم زيات دې (تعالي الله عمايصفون ) نوهرڅومره چې ددوي قدرت رسيده په قران عظيم الشان كې يې عېبونه لټول ، اودتعجب خبره خوداده چې دوي ته به بيا لوي ،لوي منصبونه هم سپارل كېدل حتي دتعليم وزيربه هم جوړ شوچې په ميليونو شاګردانوته به يې ښوونه كوله ... همدغسې دازهريوشيخ هم دبې دينې اوتنزل له داعيانوڅخه يوتن شو، چې ازهر يې له اعمالونه په خداي جل جلاله باندې پناه غواړي ......
۳- المستعمرون ( استعمارچيان ) : اسلامي امت ته د تنزل وركولوپه سازشونوكې استعمارچيانوهم ګډون درلود ،هغه چې هغوي هم داسلامي امت دسينوپه سركي خپل ځاي نيولې وو.
۴- ځيني حاكمان اوچارواكي : په دغوسازشونوكې داسلامي امت يوشمېرچارواكوهم برخه درلوده هغو چارواكواوحاكمانوچې خپل قومونويې په دې قانع كړې ووچې دهغوي سره نن ورځ دجالوت اودهغه دلښكروپه مقابل كې دمقابلې توان نه شته .... مونږددغسې لويودولتونوسره جنګ كولوته هيڅ لاره نه لرو.... اوكه چېرته دوي دهغه طاقت پېروي ونه كړي نومجبوردي دهغه بل طاقت زوراوشور ته سرټيټ كړي... اومونږددوي دقدرت اوطاقت سره په پېړيو،پېړيوكې هم ځان نه شوبرابرولاي...
۵- دمسلمان په جامه كې سليبيان : اوداخورا لويه طائفه ده ، چې حق خويې ښه پېژندلې دې ،خودحق دتحقق لپاره هېڅ كارنه كوي ، معروف ښه پېژني خوامرورباندې نه كوي ، منكرويني خونهي ترې نه كوي .... دوي دانتظارپه حالت كې قرارلري چې يا خوبه داسمان له لورې كومه دحل لاره راښكته شي اويابه ددې ځمكې په سر ددوي نه په غېرنورڅوك راپېدا شي !!!..... اوددوي يوازيني عمل اوكاردادې چې په نوروكې عېبونه لټوي اوپه هغه چا انتقادونه كوي چې ددې دين دحمايت اوحفاظت لپاره هڅي اوهاند كوي اوداعلا ءكلمة الله بېرغ يې پورته كړې دې .....
دغواحمقواوبدفكره طائفوكوم كارونه ترسره كړل ؟!
دغومجرمينوخورازيات جرمونه ترسره كړل چي دمثال په ډول به يوڅووته كوته ونيسو:
۱- په تاريخ كې دتزوير جرم : اودا خورا لوي جرمونه دې چې دوي يې مرتكب شوي اودپوره تفصيلاتوڅېړني اوبيان وړاندې كول يې په د ې بحث كې مجال نه لري خو دومره به ووايم چې دوي درواغ جوړكړل ، حقيقتونه يې بدل كړل ، په ضعيفو اوموضوعې معلوماتو پسې لاړل ، اودصحيح اوحسن معلوماتونه يې ډډه وكړه ،دامت مصيبتونه يې ولټول هغه يې بيان كړل ، اودامت دفضيلتونوله بيان نه ساكت پاتې شول .
ددغه امت دسياسې ستونزوپه بيان يې تكيزوكړاوداخلاقي ، علمي ، جوړونې ، فوځې ، اقتصادي ، فكري ، ادبي اونوروپرمخ تللواړخونوله بيان څخه غافل پاتې شول ....
قصدا اوعمدا يې بد اوناوړه تاْويلونه وكړل ، ددين په شريفوخلكو يې عيبونه ولګول اوداسلامي امت يوبدل شوې اومسخ شوې تاريخ يې دجهانيانوپه لاس كې وركړ ، چې ډېريې له لوستلونه حيا كوي ، اوډېروبيخي هيركړې اوشاته غورزولې دې ، اوډېروته يې دا قناعت وركړې چې كله سابقون الاولون په دغسې ستونزواومشكلاتواخته وو، نودخېراميد به له هغه چانه څه وشي چې په هغوي پسې شاته راغلي دي !!! يقينا چې په اسلامي امت كې دغسې ډلې دخورا لوي جرم مرتكب شوېدي ....!!
۲- دواقعيتونودبدلولوسترجرم : دمسلمانانوتاريخ يې بدل كړ، دهغوي ماضي اوحاضريې ټول مسخ كړل ، اوپه دې كې غربيان اودهغوي له خوا تربيه شوي شرقيان ټول ددې امت په وركولوكې شريك شول ، اونا اميدي يې ددوي دزړونوپه ژوروكې ورواچوله ، چې دې كار دغرب داعلام دوسايلوسره نوره زياته مرسته هم وكړه ، ټول شيان يې دخپل اصلي نومونوپه ځاي په نورو نومونو ونومول ، مثلا: هغه څوك چې داسلام ټولوحكمونوته غاړه كېږدي د (تروريست ) په نوم مسمي شو، دحجاب رعايت كونكوته داختناق اوتشدد نوم وركړ شو، اوڅوك چې په پوره شريعت عمل كوي دمرتجع په نوم مسمي شو .
كله چې كوم مسلمان په غرب كې دكوم جرم مرتكب شي نوبيا وايې چې مسلمان جرم كړې دې ، همدغه رازكله چې په اسلامي هيوادونوكې دكوم مسلمان له خواجرم ترسره شي نوهغه په خپل نوم نه بلكه په اسلامي صفت سره يادوي ، خوبالعكس كله چې كوم نصراني يايهودي جرم وكړي نوبيا داسي نه وايي چې نصراني يايهودي جرم كړېدې بلكه هغه ، دهغه په دين سره نه بلكې په نوم سره يادوي ، لكه : په ۱۹۹۵ كال كې دامريكا د ( اكلاهوما) دانفجار په حادثه كې دوي داسې ويل چې: داكارمسلمانانوترسره كړېدې ، خوكله چې داښكاره شوه چې دغه انفجارمسلمانانو نه بلكې يونصراني ترسره كړېدې ،نوبيا يې ويل چې داعمل (مكفاي ) ترسره كړېدې ، هغه يې په خپل نوم ياداوه ، نه د هغه په دين سره !!! .....
دلته لږه نوره توجه هم په كارده ، كله چې مسلمان كوم ناوړه عمل ترسره كړي نووايي چې دغه مسلمان دغسې يوناوړه عمل ترسره كړېدې ، خوكله چې يومسلمان كوم نبوغ ښكاره كړي اوښه عمل وكړي نوبيا وايي چې : يوپاكستاني ، يا افغانستاني اوياعراقي دغه ښه كارترسره كړېدې ، هغه بيا دقوميت په نوم توصيفوي ، نه ديومسلمان په نوم !.....
افسوس دې ! دغرب داعلام په وسايلواوتصويري رسنيوكې ، هغه څوك چې داسلامي حكمونوملتزم وي نودهغوې تصويرونودسپكاوي اومضحك حالت سره نشرته سپاري ، په ډېرځله مسلمانان په فلمونوكې په بدحالت سره ښكاره كوي ، سترګي يې مړې اويا داسي ښكاره كوي چې اسمان ته يې وازي كړې وي ، داسې يې ښكاره كوي لكه نشه شوې ، اوداسې سست پست لكه ناروغه ، چې خلك ترې كركه اونفرت وكړي .....سبحان الله !!
۳- دغربيانودتعظيم جريمه : وروسته له دېنه چې په تاريخ كې داسلامي امت نمونې مسخ شوې وښوول شوې ، نودغرب قيمت اوارزښت پخپله پورته شو، چې مجبوريو چې ددغسې ذليل قوم په ړانده تقليدپسې روان شو، دغرب دسلاح تعظيم شروع شو، دغرب دمدنيت ، اخلاقو ، عقل ،ادب اوفن تعظيم شروع شو، حتي داچې دهغوي دژبو تعظيم ته لاره هواره شوه اومسلمانان په فتنه اوفسادكې ښكيل شول ، دپلارسره دافكرپېدا شوچې خپل اولادونه دعربي لغت په ځاي دانګليسي ژبي زده كړې ته وهڅوي ، اوخبره ورو ،ورو دې كچې ته ورسېده چې اسلامي مدرسې دژبودزده كړي په نوم جوړې شوې ، په دې دليل چې پرمونږ واجب ده چې اسلام ته دغربيانوددعوت لپاره خپلو اولادونوته دهغوي ژبي زده كړو !!
ايا دخپلې ژبې په عوض اولادونوته انګليسي ورزده كوي ؟ اوپه دې دليل چې اسلام ته دغربيانودعوت دهغوي دژبې په زده كړه پورې تړلې دې ؟
افسوس دې ! زه دماشومانولپاره داجنبي ژبې دزده كړې خلاف نه يم ، خوپه دې شرط چې داد دوهمې ژبې په موقف كې وي ، نه داسې چې خپلوماشومانوته رياضي علوم ، تاريخ ، جغرافيا ، كيميا اوداسې نورپه انګليسې ، الماني ، فرانسوي اونوروژبو وښايواودقران ژبه عربي شاته واچوو ، ايا دابه يوقبول شوي منطق وي ؟!
دنړۍ اكثره هيوادونه چې دمشرۍ اوسيادت هوا يې په سرونوكې چليږي هغه حتما خپلې ژبې ته په درنه ګوري اوتعظيم يې كوي ، او په پردوژبو يې غوره ګڼي اود اولويت حق وركوي .....
كه په فرانسه كې تاسو ديوچا سره په انګليسي خبرې وكړۍ ، نوهغه به حتما تاته په خرابه لهجه په انګليسي جواب دركړي ، دا ځكه چې هغه دانګليسي په ځاي دخپلي ژبې اعزازكوي ، همدغسي حالت په المان كې هم دې ، كه ته غواړې چې په المان كې ژوند وكړي نوته مجبوريې چې يوازې په الماني ژبه وغږېږې ....
يوه ورځ په اسپانيه كې يوفرهنګي مركزته ولاړم ،غوښتل مې چې په اندلس كې دمسلمانانودتاريخ په اړه كوم ځانګړي تصويرونه ولټوم ، قسم په خداي جل جلاله چې عربې خولاڅه كوې چې په دغه ټول فرهنكي اوكلتوري مركزكې مې په انګليسې ژبه ليكل شوې يوكتاب هم ونه لېده .... يوازي هغه كتابونه موجود وو چې په اسپانوي ژبه ليكل شوي وو ، كله چې مي ورته دا وويل چې : په مصر كې خواسپانوي ژبه خورا ډېره كمه اومحدوده ده ، پرتاسو لازمه ده چې مونږ ته په عربې ترجمه شوي كتابونه راولېږي ترڅو ورباندې پوه شو، نوپه ځواب كې يې راته وويل : څوك چې غواړي زمونږ نه په څه شي پوه شي لطفا دې زمونږ ژبه زده كړي ، هغوي په خپله هغه ډيره محدوده ژبه هم افتخاركوي ... !!!
دغرب دتعظيم جريمه ددې سبب شوه چې ځوانان دخپلې ژبې په نسبت دهغوي ژبې اوفرهنګ ته په درناوي سره وګوري ، همتونه يې كمزوري اوارادې يې تضعيف شوې .
همدغسي ددغوسازشونواوجرائمونتيجه دا شوه چې ډير مسلمانان په خورا سخت زيان كې واقع شول اود غربې تمدن دلكۍ ترشا په تللوباندې راضي اوقانع شول .... ولاحول ولاقوة الا بالله ...

دوهمه برخه
يوامت چې هېڅكله نه مري
خوسره له دومره واقعيتونو، اوسره له دومره سازشونو، ددومره لويو، لويوفريبونو، زه بيا هم بېرته راګرځم اوبياهم تعجب كوم .... څرنګ امكان لري چې يوداسې امت دې هم دانحطاط اوتنزل سره مخ شي چې په لاس كې يې دقران په شان كتاب اود رسول الله صلي الله عليه وسلم داحاديثوپه شان حديثونه اولارښووني موجود دې ؟!
قران عظيم الشان اود رسول الله صلي الله عليه وسلم حديثونه په لسوګونوڅه چې په سل ګونوځله داسې زېرې وركونكي حقايق بيان كړيدي چې په دې تاكيد لري چې مسلمانان به يوځل بيا دجهان دمشرۍ مقام ته راګرځي ، اوهرهغه څوك چې ددغه دين اودغه امت په طبيعت پوهېږي ددغه حقيقت نه هېڅ انكارنه شي كولاي .... ټوله توقع زمونږداده چې دغه امت بېرته خپل دين ته راستانه شي ، اوټوله توقع اوخواست مودادې چې مسلمانان دغه دين دخپلواصلي اوصحيحومصادرونه واخلي اوعمل پرې وكړي اوددين په برخه كې دمستشرقينو( شرقيانو) ،اومستغربينو( غربيانو) له مصادرواولارښوونه په كلكه سره ډډه وكړي ...... دخپل رب اوخپل نبې كلام ته غوږونيسي او ويې اوري ، اودهغه چا لارښوونوته غوږ شي چې ديني اعتماد ورباندي موجود وي ، دهغوي داسلاميت اواخلاقونه پوره معلومات ولري ، اودهغه چا په لارښوونوپسې هېڅكله ولاړنه شي چې بې دينۍ اوداسلامې دين له قيوداتواوحكمونونه دوتلودعوت وركوي !!
زه به دلته تاسې ته هغه لس حقيقتونه وړاندې كړم چې مونږته دجهان دمشرۍ زيري اوبشارتونه راكوي ،اوكه څوك له دې نه هم زيات غواړي نو قران عظيم الشان او د نبې كريم سنتوته دې مراجعه وكړي ،ځكه چې په دې دواړوكې دعجائبوهېڅ انتها نه شته ، ددواړوخزانې هيڅ خلاصون نه لري !! "صنع الله الذي أتقن كل شئ"
لومړي حقيقت :
د تداول (بدلون رابدلون) سنت : هغه كسان چې دنا اميدۍ اوياْس په ناروغتيا اخته شوي دي ، دوي په حقيقت كې په كائيناتوكې د څښتن تعالي دچلېدونكوسنتواوقوانينو څخه معلومات نه لري ، الله سبحانه وتعالي دغه ورځي دخلكوپه منځ كې اړوي رااړوي لكه چې فرمايې : {إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ وَتِلْكَ الأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ} العمران : ۱۴۰
اي دمسلمانانوامته ! لكه څرنګ چې تاسونن ورځ له دغوزخمونوڅخه كړېږئ ، نودلته څه ورځې داسې هم وې چي نور په كې هم له خپلوزخمونوڅخه كړېدل ، په داسې حال كې چې مسلمانان په ښه پوره سلامتيا اوعافيت كې وه .
ټول امتونه داسې دي چې يوه زمانه خوبه يې دنوروقيادت اومشري كړې وي ،خوډېره زمانه به يې بيا دنورو دقيادت لاندې هم ډېري شپي ورځې تېرې كړې وي ، بلكې حقيقت خوداسې دې چې ډېر امتونه يو وخت يوازې ديوځل لپاره راپورته شي ،راژوندي شي ، خوبيا دډېروځلولپاره بېرته ولويږي ،ورك شي، تيندكونه وخوري اومړه شي ، خويوازې يوامت ، چې كله خودڅه لږې مودې لپاره دنوروپه قيادت كې راشي ، ډېره زمانه ورباندې فشارونه راوړي ، خوهېڅكله مري نه ...... اودغه امت ، اسلامي امت دي !!!
د روميانوتمدن څه شو؟!
دهغوي له تمدن اوسيادت نه اوس يوازې دهغوي وران شوي كنډرونه پاتي دي ، خونورمړه شوي دي ....
دفارس تمدن څه شو ؟!
هغه هم مړ شواوهېڅ ميراث يې نه دې پاتې .....
دفراعنه وو تمدن اوقيادت څه شو ؟!
يوازي يوشمېرجمادات ترې پاتې دي ، دعاديانواوثموديانوپه شان يوڅه وران شوي كنډرونه ، اوموم شوې جوثې .... خودفرعون نورې لښكرې څه شوې ؟
دهغه لښكرې ياخودځمكي په خيټه كې پراتې دي ، اوياهم دبحرپه تل كې دقيامت دراتلوانتظار باسي ....!
تاتاريان څه شول ؟ دهغوفوځونه څه شول ؟؟
هيڅ يواثر يې هم نه دې پاتې .....
دانګليس لويه امپراتوري څه شوه چې لمر به په كې نه ډوبېده ؟!
ماته شوه خپل ټاپوته بېرته وګرځېده ....
دروسيي قيصري اوكميونيستي امپراتوري چېرته ولاړه ؟!
په شرمونوشرمېدلي ماتې يې وخوړه اووركه شوه .....!
اودانوربه هم يوپه بل پسې په خپله لاره ځې اوپه پاي كې به وركېږي ، داقبال ستورې به يې دلږوخت لپاره راپورته كېږي خوډېر ژر به دهبوط اوسقوط سره مخ كېږي ... خونه به ورباندې اسمان ژاړي اونه به بيا مهلت وركول كېږي ....
له دې كبله كله چې ګوروچې يوظالم امت راپورته كېږي ، دظلم ،جبراوزورڅخه كاراخلي نوداكومه نا اشنا اودحېرانتيا اوتعجب خبره نه ده .... دا خو اوس دپورته تلوپه پړاو كې دي ، خوكه هرڅومره پورته هم ولاړ شي نوپه دې ځمكه ،اودې مخلوقاتوكې د څښتن تعالي له سنتواوقانون څخه هېڅكله نه شي وتلاي .. ددوي مصېر اوانجام زوال دې ... حتمـــي زوال ...{فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلا وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلا } په ځمكه كې دڅښتن تعالې سنت نه بدلېږي ..