د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فساد دقران له نظره

قاضي طارق 21.03.2012 19:49

شپاړسم فصل
دفساد په خلاف څرنګ مبارزه وكړو ؟
ددې لپاره چې دفسادسره دمبارزې په لاره كې ښه پرمختګ وشي ،او دفسادمخه په خپل وخت ونيول شي هغه تاريخې داستان ته به مراجعه وكړوچې قران عظيم الشان دذالقرنين په اړه ارشادا بيان كړېدې :
د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې ذا القرنين څوك وو؟
نوالله ورته وفرمايل : ووايه دوي ته اي محمده ! اوس به زه ولولم پر تاسي له ده څخه احوال !
په ذوالقرنين په اړه دمفسرينوترمنځ اختلاف دې ، تفسير البيضاوي ليكي چې :
دا اسكندر رومي وو چې دفارس او روم پاچا وو ، چا داسي ويلي دي چې دا د شرق اوغرب پاچا وو ځكه ورته ذا القرنين وايي ، څوك وايي چې دشرق اوغرب طواف يي كړېدې ځكه ورته ذا القرنين وايي ، چا دا ويلي دي چې دوه پيړئ خلك دده په وخت كې منقرض شويدي ، اوڅوك داسې وايي چې دويښتانودوه كوڅۍ يې درلودي ، څوك وايي چې دسرتاج يي دوه ښكرونه درلودل ، اودا احتمال هم لري چي دډېرې زړورتيا اوشجاعت له كبله دغه لقب وركړشوې وي .
په نبوت كې يې هم اختلاف دې ، خوپه دې كې يې اتفاق دې چې موْمن اوصالح سړې وو ، اوداچې د ذوالقرنين په اړه درسول الله صلي الله عليه وسلم نه چا پوښتنه وكړه ؟
نوڅوك وايې چې يهودو وو دازمويني لپاره يي داپوښتنه وكړه چې ذوالقرنين څوك وو ، اوڅوك وايي چې دا د مكې مشركان وو .
تفسير ابن جزي داسې ليكي :
چې دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نه دذي القرنين په اړه پوښتنه ياخويهودو وكړه اوياهم ديهودوپه اشاره دمكي مشركينووكړه .
ذو القرنين سكندر پاچا وو چې ځيني مفسرين وايي چې رومي وو، خوڅوك وايي چې يوناني وو ، اويونيك اوصالح انسان وو ، څوك داهم وايي چې نبې وو ، او ويل كېږي چې دخپلوويښتانوڅخه يي دوه كوڅۍ جوړې كړې وې نوځكه ورته ذوالقرنين ( ددوه ښكرولرونكې ) وايي .
څوك وايي چې شرق اوغرب ته رسېدلې وواوددنيا په دغه طرفونويې تسلط ترلاسه كړې ووځكه ورته ذو القرنين وايي ، څښتن تعالي ورته په دې ځمكه كې دومره ډېر قدرت وركړي وو چې دځمكې دسرټول پاچاهان يي تابع وو ، اوڅښتن تعالي ورته دهرڅه علم په برخه كړي وو ، اوداسي اسباب يي وركړې ووچې خپل هرمقصود ته ورباندې رسېدلاي شو، دلوديځ طرف ته په لاره روان شوه ترڅوچې دلمردلويدو ځاي ته ورسېد دا يي وليدل چې لمرپه اوبواوخټو اويا خورا ګرمو اوبوكې ډوبېږي ، ددغي علاقې خلك كفاروو دڅښتن تعالي له لورې ورته وحې اويا الهام وشوچې ته اختيارلرې يا دغه خلك په جنګ كولوسره تعذيب كړه اويا يې اسلام ته دعوت اواحسان ورسره و كړه ، نو ذو القرنين داغوره كړه چې نيكي ورسره وكړي او اسلام ته بلنه وركړي ، هرڅوك چې په خپل كفرټينګ پاتې شي هغه به ووژل شي اوڅوك چې داسلام اواصلاح لاره غوره كړي دهغو سره به ښه سلوك وشي .
بيا يې لمرختيځ طرف ته لاره ونيوله ترڅودلمرختوځاي ته ورسېد ، ويي ليدل چې لمرپه داسې يوقوم لومړي ځل لپاره راخېژي چې نه كومه وداني لري اونه كومه سرپناه ، ځكه چې دغې ځمكي دودانيو دباردپورته كولوتحمل نه درلود، اوخلك به دلمردتودوښې نه دساتلولپاره په ځمكه كې ننوتل ، لمرورته خورا زيات نژدې وو، څوك وايي چې كورنه ،جامې اولباسونه يې نه درلودل اوځنګليان وو ، دغه د (الزنج ) قوم وو چې دا دهند اهل اوهغه خلك وو چې دهند ترشاپراته وو.
چې ددغه قوم سره هم داسي چلند وشوچې دلوديځ دخلكوسره يې كړې وو، بيا يې لاره ونيوله ترڅو ورسېد منځ ددوه غرونوته چي هلته داسې خلك ووچې د ذوالقرنين په خبره نه پوهېده ، په اشارويې افهام اوتفهيم وكړ، داسې ويل كېږي چې دغه خلك تركان وو.
نوهمدي خلكو بيا ذا القرنين ته دترجمانانوپه ذريعه دياْ جوج اوماْ جوج څخه شكايت وكړچې په ځمكه كې فسادونه كوي خلكو ته تكليفونه رسوي ، اومونږبه تاته خراج (مالونه )دركړوزمونږ اودوي ترمنځ ديوال جوړ كړه .
دغه تفسير ابن جزي دا هم زياتوي چې ياْ جوج اوماْ جوج دوه قبيلې وې ، دځينوقدونه خورا ډېر اوږده خودځينوبيا خورا زيات لنډوو .
{ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ }
سيد الطنطاوي دايت شريف په دغه برخه ليكي :
دلمر لوېدوپه وخت كې يې لمرداسې وليد لكه چې په يوه توره چينه كې ډوبېږي ، اګرچه كېداي شي داسې نه وي ، ځكه عادتا كله چې دلمر دافاقو اويوچا ترمنځ اوبه وي ، نوهغه لمرداسې ګوري لكه داوبونه راپورته كېږي اويا په اوبو كې غروب كوي .
دغه رازكله چې دلمر ختواويا لمرلوېدو دافاقو اوچا ترمنځ پراخه دښته واقع وي هغه هم دلمرختو اولمرلوېدوپه وخت كې داسې فكر كوي لكه ددغې دښتي نه چې راپورته كېږي اويا په كې ډوبېږي .
ددې مقدمې نه به وروسته خپل اصل مطلب ته راشو چې ذالقرنين دفساد په خلاف څرنګ مبارزه وكړه ؟
قرانكريم فرمائې :
قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا ) سورت الكهف ايه :۹۴
دغوخلكو وويل اي ذا القرنين !ياْجوج اوماْجوج فسادكونكي دي په ځمكه كې ،ايا وګرځوو مونږ تاته څه اجوره چې جوړكړې په منځ زمونږاومنځ ددوئ كې يوديوال.
تفسيرالبيضاوي د ياْ جوج ماْجوج په اړه ليكي چې: ياْجوج ماْجوج به دپسرلې په موسم كې راووتل خلك به يې ووژل ، ډول ،ډول ويرانۍ به يې وكړې ،فصلونه به يې تلف كړل ، ټولې شنې ونې بوټي چې به هرچېرته هم پيداشوې هغه به يې ټولې وخوړې اووچ بوټي به يې له ځان سره يوړل اوداهم ويل شوي دي چې انسانان به يې هم خوړل .
نوذ القرنين په ځواب كې وويل :
قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا .
ترجمه : وويل ذا القرنين : هغه چې اقتدارراكړېدې ماته په هغه كې رب ځما ، ډېرغوره دې ( ماته له هغه څه چې تاسويې ماته راكوئ) پس مرسته وكړي له ماسره په قوت سره ( په جسماني قوت سره نه په مالي قوت سره ) چې جوړ كړم په منځ ستاسواوپه منځ ددوئ كې يوديوال .
آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا
راواخلئ ماته تختي داوسپنې ترهغه پوري يي ( ايښودلې ) چې برابرشو دا ديوال په منځ ددوه څوكو (دغرو) نو وويل (ذوالقرنين ) پوكړئ ! ( په دغوسكروچې اچول شوېدي په منځ دتختو داوسپنو نوپويې كړ)ترڅوچې ويې ګرځوله دغه اوسپنه اور ، وويل (ذوالقرنين ) چې راوړئ ماته چې توي كړم په دې ديوال زيړ ( ويلي شوي ) .
تفسير سيد الطنطاوي فرمايي :
قرا ن عظيم الشاْن خبروركړېدې چې ذوالقرنين په خپل دغه عمل سره ياْ جوج اوماْجوج ددغه مستحكم اوضخيم ديوال نه شاته بندكړل : { فَمَا اسطاعوا أَن يَظْهَرُوهُ وَمَا استطاعوا لَهُ نَقْباً } .
ديأجوج ومأجوج قوم نه ددغه ديوال سرته پورته كيدلاي او را اوښتلاي شي اونه دهغه دپېړوالي ، صلابت اوضخامت له كبله په هغه كې سورې كولاي شي .
نوذوالقرنين ددغه ديوال په جوړولوسره ديوې خواددغه قوم دستونزوحل ته دپاي ټكې كيښود ، خو دبل اړخ څخه يې دعقل څښتنانو ته د ودانيوداستحكام طريقه اولاره هم وښودله ، چې ددغه دروند عمل انجام اود دغه حايل جوړول په حقيقت كې د ياْ جوج اوماْجوج دفساد په خلاف مبارزه وه چې ذوالقرنين دخلكو په مرسته داجورې اخيستلونه په غېر سرته ورسوله .
قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا (۹۸)
ترجمه : وويل (ذوالقرنين ) دغه (دديوال جوړېدنه ) يورحمت دې دجانبه درب ځما ، نوهركله چې راغله وعده درب ځما ( په راوتلوددغوقبيلو) نووبه ګرځوي دا (سد ) هوار برابردځمكې سره ، اوده وعده درب ځما حقه .
وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ يَوْمَئِذٍ يَمُوجُ فِي بَعْضٍ وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَجَمَعْنَاهُمْ جَمْعًا
ترجمه : اوپرې به ږدو مونږ ځيني له دوئ څخه په دغه ورځ ( دوتلو)كي چې موج به وهي د( ډير ازدحام څخه ) په ځيني نوروكې اوپوبه كړاي شي په شپېلۍ كې پس راجمع به كړومونږ دغه (مخلوقات ) ټول (دجزا لپاره ) .
تفسير سيد الطنطاوې داسي ليكلي دي :
معني داچې ياْ جوج ماْجوج مونږدخپل حكمت ، ارادې اوقدرت له مخې داسې وګرځول چې ځينې ددوي موجونه وهي په ځيني نوروكې يعني دوئ ددغه سد په جوړولوسره په خورا زيات ازدحام ، حيرانتيا او اضطراب كې پريوتل ، اوپه داسې يوحالت اخته شول چې دخلاصون لپاره يې كوم سورې هم ورته پاتې نه شوترڅوله هغه څخه دفسادكولولپاره راووځي ، ددغه ديوال شاته په اضطراب اوهرج كې پاتې شول .
اوداهم جواز لري چې ووايوچې مرا د به له (يومئذ) څخه د څښتن تعالي دوعدې دراتلوورځ وي چې دوئ په كې راووځي اوپرځمكه خپاره شي، لكه څرنګ چې الله سبحانه و تعالي په دغه وعده باندې دغه مبارك ايت خورا ښه صراحت لري – { فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّآءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقّاً } .
نومعني به داسې شي چې :پريښودل مونږ قبايل د ياْ جوج ماْجوج په هغه ورځ باندې چې د څښتن تعالي وعده ددغه ديوال په ورانولواودځمكې سره په هوارولوراشي نوځيني له دوئ څخه به موجونه وهې په ځينونوروكې وروسته له هغه چې ځمكې ته راووځي ، اوپرځمكه خپاره شي نوخورا ازدحام به جوړكړي اويوله بل سره به ګډوډ شي .
په دې اړه چې مرادله دغې ورځې نه كومه ورځ ده ؟ دا ديوال چېرته دي ؟ ياْ جوج ماْجوج چېرته اوسېږي ؟ اوداسي نورهغه پوښتنې دي چې دمفسرينوڅخه ډېرزيات اوډول ، ډول اقوال او نظريات په كې نقل شوېدي چې زمونږ دموضوع سره اړوندتيا نه لري ، اونقلول يې هم يوځانګړي بحث اوتحقيق دې ، خوزه به يوه نظريه داختصارپه ډول ياده كړم چې سيد الطنطاوي له صاحب الظلال څخه رانقل كړې ده فرمايې :
ياْ جوج ماْجوج څوك وو ؟ او اوس چېرته دي ؟ اوس په كوم حالت كې دي ؟ اوپه راتلونكې كې به يې څه حالت وي ؟
داټولې هغه پوښتنې دي چې په تحقيقې ډول ورته د ځواب پېداكول ګرانه خبره ده ، مونږددوئ په اړه يواځي په هغه څه پوهېږوچې په قران عظيم الشان اوصحيح احاديثوكې راغلي دي .
تركومه ځايه چې دغه داستان زمونږپه موضوع پورې اړه لري نو د داستان هغه اړخ دې چې د ذوالقرنين دفساد په خلاف مبارزي ته ځانګړي دي ، دا چې دفساد په خلاف مبارزه دمسلمانانو دنيكواعمالويوه برخه اودمسلمان امت فرض دي ، هرچېرته ، په هروخت اوهرډول چې فساد وليدل شي پرمسلمان واجب ده چې په خلاف يې پورته شي اودخپلي دي مبارزي اجر اوبدله په دنيا كې له چانه ونه غواړي ، ځكه چې اجر يي په الله سبحانه وتعالي دي ، دفسا په خلاف جنګيدنه دانبياووسنت دي اودانسانانودتاريخ په اوږدوكي ټولوانبياوو، اولياوو اونيكو انسانانو په خپله زمانه كې دفساد نه كركه كړي اوپه خلاف يي جنګيدلي اودچا څخه يي مزدوري اودنيوي اجرنه دي اخيستلي ، مونږ هم لګيايو دفساد په خلاف مبارزه كوو، خوكه ډيره تنخوا څوك رانه كړي نو كه دفسادښامارمودبالښت لاندي هم پروت وي ، اويا راته په دروازه كې ولاړ وي اودليوني سپي په شان مو دلاس اوپښونه نيسي هم څه ورته نه وايو ، ځكه چې داګڼوچې دفساد سره جنګ دمسلمان ملت كارنه بلكه يواځي دهغه چا كاردي چې په هغه اداره كي كاركوي اوتنخوا تري اخلي .
په دي قراني تاريخې داستان كي به خورا زيات اللهي رمزونه او حكمتونه نورهم پراته وي خويوڅو خبري چي ښكاره تري معلوميږي هغه دادي چې :
لكه څرنګ چې ذوالقرنين ته دفساد په هكله له امت څخه اطلاع ورسېده نوسمدستي يې دهغه په خلاف عملي اقدامات شروع كړل .
دفسادپه خلاف مبارزه كي يې دخلكو نه پيسي ونه اخيستي اوپه خداي جل جلاله يي اعتماد وكړ.
داكاريي يواځي ترسره نه كړ اود خورا بي حده قوت اوقدرت سره ،سره يي هم له خلكونه وغوښتل چي ماسره بدني مرسته وكړئ .
دذالقرنين سره دخلكومرسته اوكمك دا ښكاره كوي چې ملت بايد دغه ستركاريواځې د كوم رئيس جمهورمسئوليت ونه ګڼي بلكه دا درعيت دهرفرد فرض دي چې له هغه سره دفسا د په خلاف مبارزه كې مرسته وكړي .
ذا القرنين د ديوال په جوړولوسره په حقيقت كې ياْجوج اوماْ جوج زندان ته واچول، اودهغو دوژلواراده يې ونه كړه .
اوزندان هم داسي كمزورې نه ووچې مفسدين په كې سوري جوړ كړي ترې راووځي اويا يې سرته پورته شي او ورباندې را واوړي .

اولسم فصل
دكائيناتودنظام لپاره توحيد واجب دې
ډېر خلك دواحد اولاشريك خداي په ځاي نوروته چغې وهي ، دمخلوق نه مرسته اوكمك غواړي اومخلوق ته راز اونيازكوي ، يا چېرته دكوم پاچا ، وزيراويا والي په دروازه كې ولاړ وي هغه ته خداي وركړې عزتمند سرټيټوي ، اوياهم كوم پير ته لاس په نامه ولاړ وي ، اوهغه ته اوازكوي ،اوياهم په ټولنيزډول كوم بهرنې اوخارجي قوت دمرستې اوكمك مالك ګڼي ، په داسي حال كې چې ددغې ځمكه اودغه اسمان نظام ديوې داسې قوي ارادې اوتدبيرلاندې چليږي چې هيڅ تغير اوتبديل نه لري اوهرڅه (ټول فردي اوټولنيزتغيرات اوحوادث ) دهغه دمشيت اوارادې په اساس منځ ته راځي ، اوپه دې كائيناتوكې ددغوحوادثواوتغيراتودمسير تغير اوتبديل يواځې دهمدغه واحدخالق په لاس كې دې ، يوازې دهغه چا سر به په فردي اوټولنيز ډول په جهان كې هسك اولوړ وي چې دهمدغه خداي جل جلاله په وړاندې ټيټ شي ، ځكه چې ددغه خالق په خلاف په دې كائيناتوكې بل كوم معانداومعارض قوت نه شته ، اوكه بالفرض اوتقدير دده په خلاف په دې جهان كې بل كوم معارض اومدافع قوت موجود واي ، نوددي ځمكي اواسمان ټول نظام به په فساد اخته اوله منځه تللي واي لكه چې څښتن تعالي فرمايي :
(أَمِ اتَّخَذُوا آلِهَةً مِنَ الأرْضِ هُمْ يُنْشِرُونَ * لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ) الانبياء ايه :۲۲
ترجمه : ايا نيولي دي دوي نور خدايان له ځمكې څخه چې دوي به هم ژوندي كوي مړي ؟ (بلكي نه شي ژوندي كولاي)
كه چيرته واي په دغه اسمان اوځمكه كې خدايان نورپه غيردالله نه ، نوخامخا به فاسد شوي وو دواړه، نوپاكي ده الله لره چې پالونكې دعرش دې ، دهغه څه نه چې دوي يي توصيف كوي.
په دغومباركواياتونوباندې دقرانكريم مفسرينوخورا زيات شميرليكل كړېدي خوزه به ترې داختصارلپاره دتفسير السعدي نظر رانقل كړم :
تفسير السعدي وايي :
كله چې څښتن تعالي دخپل عظمت اواقتداردكمال بيان وكړاودټولومخلوقاتودعجزاوهغه ته دخضوع يادونه يې وكړه نودهغومشركينو چې په ځمكه كې يې دځان لپاره نورخدايان جوړ كړېدي رد يې هم وكړچې دغه خدايان ستاسوخوراكمزوري اوهيڅ قدرت اوتوان نه لري { هُمْ يُنْشِرُونَ } په دې مبارك ايت كې داستفهام معني پرته ده چې دنفي معني وركوي ، يعني دغه خدايان ددې مشركينو د نشر اوحشرهيڅ توان نه لري ، لكه چې د څښتن تعالي په دې قول كې هم راغلي دي:{ وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً لا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلا يَمْلِكُونَ لأنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَلا نَفْعًا وَلا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلا حَيَاةً وَلا نُشُورًا }
ترجمه : اونيولې يې دي دخداي نه په غېرخدايان اوكارسازان ، نه شي پېدا كولاي هيڅ شې په داسې حال كې چې دوئ په خپله پېدا شوېدي ، اومالكان نه دي دخپلوځانونولپاره دضرر رسولواونه دنفعې رسولو، اومالكان نه دي دمرګ اونه دژوند ، اونه دبېرته راپورته كولو.
په بل ځاي كې هم څښتن تعالي داسې فرمايې : { وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنْصَرُونَ. لا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُحْضَرُونَ }
ترجمه : اونيولي يې دي دالله نه په غېرخدايان شايد له دوئ سره كمك وكړي ، قدرت نه لري دكمك ددوئ ، اوحال داچې دوئ دهغوئ لپاره لښكر دې حاضر كړاي شوې.
نومشرك په حقيقت كې دداسې مخلوق بندګي كوي چې نه ورته ګټه رسولاي شي اونه ورته زيان ، اود هغه خداي بندګې اواخلاص شاته اچوي چې دبشپړقدرت څښتن اوخېر اوشراوګټه اوزيان يواځې دهغه په لاس كې دې ، چې په اصل كې دخدائ له طرفه دده سره عدم توفيق ، دده خپله بدمرغي ، پوره جهل ، اوسخت ظلم دې په خپل ځان .
دمنلووړحقيقت خودادې چې دكائيناتواوموجوداتواصلاح يواځې ديوه اوواحدخداي په وجود كې ده ، په داسې شان چې موجودات دوجودصفحې ته نه شي راتلاې مګرديوه رب په وجودكې .
نوله كبله يې وفرمايل : { لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلا اللَّهُ لَفَسَدَتَا}
ترجمه : كه چېرته واي په اسمانونواوځكه كې خدايان په غېر دالله نه خامخا به دواړه فاسدشوي او وران شوي وو .
په خپله به هم فاسد شوي واي اوهغه ټول مخلوقات به هم فاسد شوي واي چې په دې دواړوكې دي .
اوداځكه چې :
پورتنې اوښكتنې عالم لكه څرنګ چې ليدل كېږي ديوداسې خورا دقيق نظام لاندې اصلاح شوي دي چې هيڅ نوع عيب خلل اونقصان په كې نه شته ، نه كومه مدافعه لري اونه كومه معارضه .
داټول په دې دلالت كوي چې تدبير كونكې يې يودې ، رب يې يودې ، اوكارسازيې يودې .
بالفرض اوتقدير كه چېرته يې دوه تدبير كونكي درلودلاي ، دوه اويازيات له دوه و پالونكويې درلودلاي ، نودا نظام به يې حتما مختل اوګډوډشوې وو اوټول مكوينات اواركان به يې له منځه تللي وو.
ځكه چې دې دواړوبه يوه دبل مخه نيولاي اويودبل سره به يې منازعه اومعارضه كولاي ، مثلا: كه چيرته يوه دكوم شي دپيدايښت تدبيراواراده كولاي اوبل يې دعدم اراده كولاي ، نودامحاله ده چې ددواړو ارادې دې په يوځاي تحقق پېداكړي ، اوكه چېرته ديوه مرادترسره شي اودبل ترسره نه شي ، نوداپه خپله دهغه په عجزاوناتوانې اوعدم قدرت باندې دلالت كوي .
اوپه ټولوچاروكې يې اتفاق په واحدمراد باندې هم دامكان نه وتلې خبره ده، نودا تعين شوه چې هغه قهارذات چې دكوم مانع او مدافع نه په غېر دې يواځې په ټولوچاروكې دهغه مرادترسره شې ، هغه قهارواحد اولاشريك خداي دې .
دا چې دځمكې اواسمان نظام د څښتن تعالي په لاس كې دې ، شر اوخېر دهغه په لاس كې دې ، كټه اوتاوان ، خفګان اوخوشحالتيا دهغه په لاس كې ده نوبيا دې په دې ځمكه بندګي هم دهغه وشي ، نظام اوقانون اوحكمونه دې هم دهغه وچلېږي ، مرسته اوكمك كې دې هم له هغه نه وغوښتل شي ( هم په فردې چاروكې اوهم په ټولنېزوچاروكې ) ځكه چې دڅښتن تعالي نه په غېر نور ټول قوتونه كمزوري اوعاجزدي .
كمونستانوپه افغانستان كې دځمكې اواسمانونودخالق لاره پرېښودله ، دروسانونه مرسته اوكمك ته يې لاس واوږد كړ ايا روسانودهغوې سره مرسته وكړاي شوه ؟
جواب منفي دې !
ځكه هغوي په خپله كمزوري وو ، نه يوازي دا چې مرسته يې ونه شوه كړاي په خپله نابودشول ، شان اوشوكت يې له منځه ولاړ ، بنيادونه اودټولنيز جوړښت ټول بندونه يې ويجاړ شول ، اوهغه ملتونه چې دخپل ظلم اوستم په جال كي يې راټول كړي وو ، دسحراوجادودغه قوې جال يي سوري ، سوري او يو په بل پسي ترووتل اوازادشول . (لااله الا الله )
اتلسم فصل
د ځينوخلكوغوښتني الله سبحانه و تعالي نه مني
دځينوخلكو په ارادوكې تباهي پرته ده ، شراوفسادپه كې خورا ژورځاي نيولې دې ، دخپل بدفطرت اوزشت طينت له كبله دځمكې اواسمانونوفساد ته خوشحالېږي ، په ځمكه اواسمانونوكې دمخلوقاتودنظام دفساداو ګډوډئ لپاره كاركوي ، ددې لپاره وسايل جوړوي اوپه جهان كې دداسي اورونوبلول غواړي چې نورپه كې وسوځې اودوي يي تماشه وكړي ، خو څښتن تعالي دهغوئ ارادي اوغوښتني ته پاملرنه نه كوي اود كائيناتونظام دخپلې ارادې برابرچلوي ، لكه چې فرمايې :
(وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ ) سورت المومنون : ۷۱ .
المسير ددې مبارك ايت معني په لاندې ډول كړېده :
كه چېرته رالېږلي واي الله پاك دوئ ته هغه څه چې برابردي ددوئ دغوښتنوسره نوخامخا فاسد شوي به واي اسمانونه اوځمكې اوهغه څوك چې په دې كې دي ، بلكه وركړمونږ دوئ ته هغه څه چې په هغه كې شرف دې ددوئ. اوعزت دې ددوئ ، اوهغه عبارت دې له قران عظيم الشان څخه ، خو دوئ له هغه نه اعراض اوډډه كوي .
سيد الطنطاوي فرمايي : چې په دې مبارك ايت كې د(حق ) له لفظ څخه مراد الله سبحانه و تعالي دې اومعني يې داده چې :
بالفرض اوتقدير كه چېرته الله سبحانه و تعالي دكفارواومشركينود باطلوخواهشاتواوغوښتنواجابت كړې واي ، نوخامخا به اسمانونه ، ځمكه اوهرهغه څه چې په دوئ كې دي فاسد شوي واي ، ځكه چې ددوئ غوښتنې اوخواهشات فاسد دي ، شرك په كې پروت دې ،د ظلم ، حسد ، كينې اوعناد نه ډك دي ، اوهيڅ امكان نه لري چې ددې بديع اوصنيع كائيناتونظام ورباندې قائم شي كوم چې دعدل اوحق په بنسټ قائم شوېدې .
الطنطاوي بيا داهم وايې دځينومفسرينوله نظره د(حق ) نه مراد هغه څه دې چې په مقابل دباطل كې راځي لكه دخداي په دې قول كې:{ بَلْ جَآءَهُمْ بالحق وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ } .
نوپه دې صورت كې به معني داسې شي :
كه چېرته پېروي كړې واي حق هغه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم راوړې دې دغوښتنو د مشركينو، نوخامخا به اسمانونه ،ځمكه اوهغه څه چې په كې دي فاسد شوي وو، اوداځكه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دوئ ته توحيد راوړاودوئ دشرك غوښتنه كوله ، هغه ورته نيك اخلاق راوړل ، دوئ دخپلوهغه ناروا شهواتوتقاضا كوله چې دوئ ورسره له پخوانه عادي ؤ، دخدائ استازي صلي الله عليه وسلم ورته دحمكت اوعدالت نه ډك شريعت راوړ،خوپه مقابل كې يې دوې هغسې تشريعات اوقوانين غوښتل چې ددوئ دغروراوفاسد وضعيت سره ښه برابروي ، اوداسې قوانين يې هم غوښتل چې دخلكو فضيلت دې دهغوئ دنسبونواومالونوله مخې وي نه دايمان اوتقواې له مخې .....
سيد الطنطاوي فرمائې سربېره پردې چې دمفسرينونظرياتو ته هم احترام لرو ، مونږ دوهمې راْي منلوته مايل يوځكه چې ددغه ايت شريف سياق ته نژدې ده .
تفسير ابن كثير په خپل وارسره دمجاهد ، ابوصالح اوالسدي په حواله په لاندې ډول ليكي د( حق ) له لفظ نه مراد الله پاك دې ، معني دايت داسې ده چې : كه چېرته څښتن تعالي ددوئ دهغوغوښتنواو خواهشاتو اجابت كړې واي چې ددوئ په نفسونوكې پراته دي او چارې يې دهغو برابر مشروع ګرځولې واي ، نوخامخا به اسمانونه ځمكې اوهرهغه موجودات چې په كې دي فاسد شوي واي ، ځكه چي د مشركينوخواهشات اوغوښتنې فاسدې دي ډول ،ډول اوګډوډې دي ، لكه چې څښتن تعالي ددوئ په اړه فرمائې : { لَوْلا نزلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ } بيا فرمايې : { أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ } [الزخرف: ۳۱، ۳۲] همدغسې مهرباني كوي: { قُلْ لَوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لأمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الإنْفَاقِ وَكَانَ الإنْسَانُ قَتُورًا } [الإسراء:۱۰۰]اوبياهم ارشادكوي: { أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لا يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا } [النساء: ۵۳] ،
داټول دبندګانوپه عجزاو دنظرياتو اوخواهشاتوپه اختلاف دلالت كوي ،اومونږ ته يقين راكوي چې څښتن تعالي په خپلوټولوصفاتو، افعالو،اقوالو شريعت ،قدرت اودمخلوق دامورو اوچاروپه تدبيركې ښه پوره اوكامل اودهرنوع عېب نه پاك دې ، سوا له ده نه كوم بل رب اوپالونكې نه شته .
{ بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِذِكْرِهِمْ } بلكه وركړ مونږ دوئ ته ذكر ددوئ (قران ) { فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُعْرِضُونَ }نودوئ دذكرخپل (قران ) نه اعراض كونكې دي
تفسير الشعراوي په دغه مبارك ايت باندې هم خوراپه زړه پورې مطلبونه ليكلي دي فرمائې :
نوپه كائيناتوكې مسايل اوحوادث دمخلوق دخواهشاتوپه برابرنه چلېږي ، بلكه د الله سبحانه و تعالي دمراد اوارادې سره سم روان دي ، ځكه چې دددغوكائيناتوخالق اوصانع همدغه خداي دې ، اوهر صانع دخپل صنعت په چلولوخورا ښه پوهېږي ، داهغه حقيقت دې چې مونږ يې وينو اوحتي دبشر په صنعت كې يې وينو، لازم دادې چې ددې تصوروكړو چې كه چېرته دكوم صانع صنعت ورفاسد كړو نوڅه به پيښ شي ؟
دعدل اوانصاف خبره داده چې ټول اشيا ء دهغه دصانع دمراداوغوښتنوسره سم وچلېږي ، نه داچې دمصنوع دمراداوغوښتنوسره سم ، مثلا كه چېرته انسان دخپل ژوند په حركاتواوخوځښتونوكې دخپلې هوا اوخواهش برابرمخ په وړاندې ولاړ شي نوښكاره خبره ده چې هغه څه به لاس ته راوړي چې حق نه دې ، رشوت به واخلي ، فسق ، فجوراونوروانحرافاتوته به لاس واچوي ، اوپه ظاهر كې به دا ورته ګټه ښكاره شي اوانجام اونهايي نتيجې ته به هيڅ ونه ګوري ، دمنځه تلونكې ، زائلېدونكې ګټې به ترلاسه كړي اوخورا درانه وروستي عواقب به يي هېر اوله نظره واچوي ، نوله دې كبله حق سبحانه وتعالي فرمايې : { وَلَوِ اتبع الحق أَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السماوات والأرض وَمَن فِيهِنَّ . . } [ المؤمنون : ۷۱ ] پرمونږ واجب ده چې ووايوچې بلې ! كه حق چېرته دمخلوق يعني دكفارودغوښتنوسره سم شي نوځمكه به فاسده شي ، دژوندټول حركتونه اوخوځښتونه به هم فاسد اوګډوډ شي .
خودسوال اوپوښتنې خبره داده چې اسمان به څرنګ فاسد شې ؟ اوايا دا قدرت له چا سره شته چې اسمان ته هم دفساد لمنه وغزوي ؟
ځواب به داوي چې ايا كفارو داغوښتنې اوخواهشات نه درلودل لكه چې د څښتن تعالي په دې قول كې راغلي دي ؟: { وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حتى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأرض يَنْبُوعاً * أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأنهار خِلالَهَا تَفْجِيراً * أَوْ تُسْقِطَ السمآء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفاً . . } [ الإسراء : ۹۰ - ۹۲ ]
نودغه دكفاروغوښتنې وې چې اسمان دې وران شي اګركه زمونږ په سرونوهم راولوېږي ، نوددې نه به وروسته بل كوم فسادوي ؟ نوكه ددوي په غوښتنوپسې ولاړ شونوځمكه اواسمان به حتما فاسد شي ، اونه يواځې ځمكه اواسمان ،بلكه هرهغه څه به هم فاسد شي چې په كې دي ،داسې چې په كائيناتوكې به موجود ټولو موجوداتوته ورسېږي .
تفسيرالقطان ددغه مبارك ايت په اړه نظرلري :
بالفرض اوتقدير كه چېرته الله سبحانه و تعالي ددوئ دفرمايشاتواوغوښتنوپسې تللې واي نوكوم لوي او عظيم نظام چې مونږپه اسمانونواوځمكو كې ګورو نودابه حتما فاسد شوې واي ، دكائيناتوټول نظام به مختل اوګډوډ شوې اودظلم اوفسادسيادت اوباداري به په مخلوقاتوكې قائمه شوې واي ، خو څښتن تعالي دډېرلوړ اوعالي حكمت اونافذه قدرت لرونكې دې ، اووروسته له دې نه چې دوئ يې په دې تنبه كړه چې څښتن تعالي هيڅكله ددوئ دغوښتنوپېروي نه كوي ، نوبيا يې ددې يادونه هم وكړه چې دعربودې مشركينودهغه لوي خېر نه اعراض اوسرغړونه وكړه چې دوئ ته راغلې وو: { بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُونَ } .
بلكه مونږدوئ ته قران عظيم الشان راولېږه چې ددوئ لپاره فخر ، شرف اوعزت وو، خودوئ ددې عام خېر، اولوي شرف نه اعراض وكړ.
همدغه عرب دسلام نه مخكې يوواحد اويوموټي قوم نه ؤ ، اوداسلام دراتلونه مخكې په تاريخ كې ددوئ كوم ذكراويادونه نه وه ، ددې قران عظيم الشان په فضل سره په شرق اوغرب كې دډېروپېړيو نه راپه ديخوا ددوئ يادونه اوبحثونه روان دي ، خوكله چې يې خپل يووالي اووحدت ته په سپكه وكتل اوشا يې ورواړوله نودخلكو دزړونونه هم ووتل اودشان اوشوكت ځلانده رڼا يې هم ورسره يوځاي كمزورې شوه ، اويواځې هغه وخت به تېرشان اوشوكت ،برم اورڼا بېرته راژوندئ شي چې اسلام ته راستانه شي اودقران دعلم په ګاڼه سمبال اويوصف اويوموټې شي .
رښتيا هم انسانانوته ټول ګړاونه له دې نه راپېداشوېدي چې په خپلوخواهشاتو اوغوښتنوپسي روان دي ،روسانوغوښتنه درلوده چې ټوله نړۍ ونيسي له دې كبله يې ددنياپه ډيروهيوادونوكې دجنګونواوفسادونو اورونه تازه كړي وو ، خواياهغوئ خپل دغه هدف ته ورسيدل ؟ نه !
همدغه رازنن سبا نړۍ ددنيا ديوبل ابرطاقت دناروا غوښتنوپه اوركې سوځي ،نوايا دوئ به هم خپل اهداف ترلاسه كړي ؟ جواب بيا هم منفي اوپه نه سره دې !
دمصيبتونواوكړاونويوبل سترسبب دادې چې دخداي له طرفه دغه راليږل شوې كتاب يې شاته غورځولې اوخپل رسمونه رواجونه يې دهغه په ځاي دځان لپاره قانون جوړكړېدې چې دهرنقصان لرونكې دي ،غربي ديموكراسي ورته قانون ښكاري ، هغوئ خو اسماني كتابونه (تورات اوانجيل ) تحريف كړېدي ، داسماني دين لمنه يې پرې ايښې ده ،هغوي مجبوردي دخپل ژوند تېرولولپاره كومې ديموكراسۍ ته غاړه كيږدي ، دداسي نظام لاندې ژوند وكړي چې دانساني كرامت ټولې پولې ماتې كړي ، ټول معنوي ارزښتونه ووژني اودمادي خواهشاتواوغوښتنوپه داسي درياب ورګډ شي چې انسانيت ته بېرته راستنېدل يې نا شوني كړي ، خومونږ ولې داسې وكړو ،مونږخوداسې سپيڅلې قران لروچې دهرډول لاسوهني نه په غېرمونږته رارسيدلي ، مونږ څه اړتيالروچي خپل هيواد ته پردي فرهنګونه اوقوانين واردكړو، مونږخو يو جامع او مانع دين لرو ايادغه واردشوې ديموكراسي په افغانستان كې دموجوده كړاونو اوفسادونو يولوي اوسترعامل نه دې ؟
دجمهوررئيس په انتخاب كې افغانستان دڅومره لوي كشمكش سره مخ شو، اودولايتي شوراګانواو ولسي جرګې په انتخاباتوكې په افغانستان كې خورا زيات شرونه اوفسادونه پيدا نه شول ؟
اوددې علت اوسبب څه دې ؟
علت يې همدغه بې بندوباره غربې ديموكراسي ده چې هرڅوك په انتخاباتوكې ځان كانديدولاې شي ولوكه لاسونه يې دسل ګونوبې ګناه انسانانوپه وينوهم سره وي ،بيت المال يې چوركړې لوټ كړې اودولتې املاك يې غصب كړي هم وي ، دغه ديموكراسي به په غرب كې دتطبيق وړتيا ولري ، ځكه چې هلته خلك په كوم مذهب اودين عقيده نه لري اودين هلته دسياست سره كوم سروكارهم نه لري ، دين يوشئ ګڼې خوسياست بيا بل شئ ګڼې ، خوپه افغانستان كې خلك مسلمانان دي سياست ددين يوه مهمه برخه ګڼي ، هغه په راډيو ګانواوټلويزونونوكې كه د ديموكراسي ناري وهل كېږي نودا دګوتوپه شمېريوڅوبې فرهنګه اوبې كلتوره خلك دې چې دغه غوغا يې جوړه كړې ده .
كه څوك رښتياهم په افغانستان كې دغه غربي ديموكراسي تطبيقول غواړي نوترټولو لومړې دې خلك ووژني اوبيا دې دخپلې ديموكراسي دتطبيق لپاره دبهرنه نور خلك راوغواړي .
رښتيا خبره داده چې كه چېرته دخداي كتاب ته غاړه كيښودل شي اودخپل ځان لپاره يې كړنلاره جوړه كړو، حكمونه يې ومنواو له نواهيونه يې ډډه وكړونوبيابه هيڅكله په هيڅ وخت كې فساد ته دچا لاسونه اوږده نه شې اوكه چېرته اوږده شي نوترې غوڅ به شي .