د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوامت چې هېڅكله نه مري (دویمه برخه)

قاضي طارق 27.06.2012 13:51

دوهمه برخه

دوهم حقيقت :
اسلامي امت يوتل پاتې كېدونكې امت دي :
لكه څرنګ چې د الله جل جلاله سنت دادي چې ټول امتونه مري اودځمكې په خيټه كې خښېږي ، نوهمدغسي د الله پاك سنت دا هم دې چې اسلامي امت ته يې يوبل ډول ځانګړي طبيعت وركړې دې چې دنوروامتونوسره فرق لري ... اوهغه دا چې دا امت خواول سقوط نه كوي ، اوكه چېرته سقوط هم وكړي نودسقوط نه وروسته بېرته قيام هم كوي ، اوكله چې كمزوري شي ، نووروسته دكمزوتياڅخه بېرته قوت پېداكوي ، اوكله چې په ذلت اخته شوې دې نووروسته له ذلت څخه بېرته عزت ته راګرځېدلې دې ....!!!
اوداولې ؟؟!
داځكه چې د اسلامي امت طبيعت دادې چې داپه نوروامتونوشاهدي وركونكې امت دې { وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا} البقرة :۱۴۳
ترجمه : اوهمداسې ( لكه چې هدايت مودرته كړېدې )ګرځولې يې مونږ تاسې يوه ډله غوره دپاره ددې چې شئ شاهدان پرنوروخلكو ( دجزا په ورځ دانبياووله خوا) اوچې شي رسول الله صلي الله عليه وسلم پرتاسې شاهد .
حتي په هغوامتونوبه هم ګواهي وركوي چې له اسلام نه مخكې تېرشويدي ، لكه څرنګ چې په قران عظيم الشان كې يادونه شوې ده ، اوپه دې معاصروامتونوبه هم ګواهي كووچې په خپلوسترګوموليدلي ،اوهمدغسې به دا امت دقيامت ترورځې پورې په نوروامتونوګواهي كوي ، نومونږبه تل پاتې يوترڅو ددې ځمكې په سرژوند روان دې،اونورامتونه دشك نه په غېر په ځمكه كې ډوبېدونكې اوتلونكي دي .
ددې امت طبيعت دادې چې داخيري امت رسالت يې په اوږوباردې ، مخلوق ته د الله پاك داخېري كلام درسولو امت دې ، او ددې امت له پېغمبرنه وروسته بل نبي اوپيغمبرنه راځي ، اوداسلام نه وروسته بل كوم رسالت نه شته ، نودا اړينه خبره ده چې څښتن تعالي به دا اسلامي امت دځمكې داهل لپاره ژوندې ساتي اونه به يې وژني .
ددې امت طبيعت دادې چې يوازينې امت دې چې ترټولو سترهدف ،غم اوهم يې دادې چې دكوم اجرت اوپيسو نه په غېر نوروامتونوته تعليم وركړي او لارښوونه ورته وكړي ، بلكې مسلمان معلمان اوښوونكې بايد نوروته مال وركړي ، هڅه اوهاند وكړي ، له ځان څخه خولې توي كړي ، مال ،ځان او وخت وركړي ترڅونوروامتونوته لارښوونه او تعليم وركړي .
ايا كوم داسي بل امت شته چې داسلامي امت نه په غېر دغسې مسوْليت ولري ؟، ايا دانور امتونه په نوروقومونوباندې يرغلونه نه كوي ؟، ترڅويې ځمكې ونيسي ، او اولادونه يې ور ووژني ، خواسلامي امت خپل روحونه ددې لپاره قرباني كوي چې خلك د كفر ،ګمراهۍ اوشرك له جحيم نه خلاص كړي اودايمان اوهدايت جنت ته يې ورسوي ؟
ايا ربعي ابن عامر رضي الله عنه داسې يوخبره ونه كړه چې دبشرپه تاريخ كي دبل كوم تمدن په ژبه نه ده تكرارشوې ، اوپه دغه خبره كې يې داسلامي امت درسالت وضاحت وړاندې كړ او ويې ويل :
( مونږ څښتن تعالي ددې لپاره راپورته كړي يوچې دخداي بندګان ، دبندګانوله بندګۍ نه خلاص كړواودبندګانود رب په عبادت اوبندګۍ كې يې ننه باسو، دنورو اديانوله ظلم اوجبرنه نجات وركړواوداسلام عدالت ته يې راولو ، اوددنيا دتنګۍ نه يې ددنيا اواخيرت پراخۍ ته راولو) ..... دغسي ده ، اوپه دې كارسره مونږ نه له چا څخه بدله غواړو، اودچا منني ته اړتيا لرو .
دادې داسلامي امت اصل ، سرشت اوطبيعت .....
ددې امت په بقاْ كې ددې ځمكې خېر دې ، اوددې امت وركېدل په حقيقت كې دځمكې دوركېدو اوفنا په معني دي{كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ } العمران :۱۱۰
ترجمه :ياستۍ تاسې غوره امت ، راويستل شوي ياست دپاره دخلكو، امركوي په نېكيواومنع كوئ له بديو څخه اوايمان راوړئ په الله باندې .
نوكله چې داسلامي امت طبيعت همدغسې دې نوبيا تنزل اونااميدي ولې ومنو؟
دريم حقيقت :
دمعركې اوجنګ حقيقت :
الله سبحانه وتعالي فرمايې : { ..... وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ }الانفال :۳۰
ترجمه :اوپټ فرېب كوي دوي ، (له تاسره)اوجزا دفرېب وركوي الله (دوي ته ) او الله غوره جزا وركونكې دمكر دي .
ستر اوحېرانونكې ايت دې !!
اي زما ورونواودوستانو! ټول هغه څه چې مخكې موياد كړل لكه : ګڼ شمېرجرمونه ، فريبونه ، سازشونه ، تزويرونه ، خيانتونه ، نفاقونه اوكذبونه ، داټول د (يمكرون ) په لفظ كې پراته دي ، خو په مقابل كې يې بل اړخ ته وګورئ "ويمكر الله والله خير الماكرين"
اي مسلمانانو!
كه تاسوته كوم احباط اونا اميدي رسېدلې وي ، ددې علت دادې چې تاسې دمعركې اوجنګ په حقيقت نه ياست پوه شوي ، اودحق اوباطل ترمنځ دټكر اصلي اړخونه مونه دي درك كړي.... دا دمسلمانانواو كافرانو ترمنځ حرب نه دې اګرچې په ظاهره خوهمداسې ښكاري ....
داپه حقيقت كې دا الله اودهغه چا ترمنځ حرب دې چې دهغه لاره يې پرېښې ، دهغه په عبادت كافرشوې دې ، اودهغه له احكاموڅخه په غېر په نوروحكمونوراضي شوې دې ، دهغه دكتاب نه په غېر يې بل شريعت شروع كړېدې ..... همدا حرب اوجګړه ده چې يوطرف ته الله جل جلاله دې اوپه بل اړخ كې دهغه حقير اوصغير مخلوق دې ....
دا الله سبحانه و تعالي په خپلوموْمينيو بندګانورحمت كړې دې ، احسان يې پرې كړې دې اوكرم يې پرې كړې دې چې دوي يې خپل دوستان ، خپل حزب اوخپل لښكرګرځولي دي ، دغه موْمنان دكافرينوپه مقابل كې درېږي ، اوپه دې ودرېدلوكې دخداي په قانون اومنهج كلك وي ، لكه څرنګ چې ورته امرشوې هغسې عمل كوي ، شك ، تردداوتېښته نه كوي ، دهغه په وعدويې پوره يقين وي ، دهغه دجنتونوپه رغبت اومينه كې وي ، ددوزخ او اورنه يې په وېره كې وي ، دهغه سره پوره اخلاص لري ، اعتمادورباندې كوې اوپه خپلوټولوچاروكې هغه جل جلاله ته پناه وړي ، كه مسلمان چېرته ټول دا كارونه ترسره كړي ، نو الله سبحانه وتعالي بيا ددوي مدافع اوحامي دې ، دهغوي دقوت تائيد كوې ، دهغوي دلښكرونصرت كوي ، اوددوي د دښمن څخه انتقام اخلي ، دالله پاك دغه قول ته غوږ كېږدۍ اوپه غور يې واورۍ ترڅودجنګ اومعركې په پوره حقيقت پوره پوهه شۍ :
{ فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى } الانفال : ۱۷
(نونه دي وژلي تاسې دغه (كفار په خپل قوت سره په بدركي ) وليكن الله وژلي دي ( دغه كفار چې تاسې ته مرسته دركړه ) اونه دي ويشتل كړې تا ( اي محمده ) په هغه وخت كې چې (ظاهر ) ويشتل كړي وو تا وليكن الله دغه ويشتل كړي وو)
{ إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا وَأَكِيدُ كَيْدًا } الطارق : ۱۵ - ۱۶
بيشكه دوي كيد چل كوي دچل كولوسره ، اووربه كړم زه دكيد خپل سزا (دوي ته ) سزا وركول .
{وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لا يَشْعُرُونَ } النمل : ۵۰
اوفرېب وكړ دوي په فريب كولوسره او، ( جزا د) فريب وركړه مونږ په جزا وركولو سره ، حال دا چې دوي پرې نه پوهېدل .
{ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ } النمل : ۵۱
پس وګوره چې څرنګ شو عاقبت دمكر( انجام دفريب ) ددوي ، بيشكه چې مونږ هلاك كړل دغه (نه كسان ) اوقوم ددوي ټول .
اي مسلمانانوچې په اسلام سره عزت ته رسېدلې ياست !
ايا تاسوپوهېږۍ چې دچالپاره كاركوئ ؟! اوكوم ركن اوقوت ته پناه وړئ ؟
تاسې د الله لپاره عمل كوئ اوهم دهغه قدرت ته پناه نيسۍ !
ايانوكله چې جهانخوار توطيه كونكې اوسازش كونكې دشپې په تورتم كې په يو اړخ كې كښيني اوداسلامي امت په خلاف نقشې اوپلانونه جوړوي ، ايا هغوي دالله پاك له سترګوڅخه ليري دي ؟
{ يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ}لقمان : ۱۶
ايا نوكله چې داسلام دښمنان كوم توغندې اوياكومه مرمۍ دمسلمان امت په خلاف استعمالوي ، ايا درب العزت له علم نه غېرپه كوم ځاي راښكته كېداي شي، څښتن تعالي چې كله په كوم مكان ياكوم زمان ، دونې څخه دپاڼې په رالوېدوعلم لري،نوپه مسلمان ملت د لويواوستروتوغندو اومېزايلوپه رالوېدوبه علم نه لري ؟!
دغه ايت شريف ولوله ښه فكرپه كې وكړه :
{ وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ } الانعام : ۵۹
او دهغه سره دغيبو كلي ګانې دي نه پوهېږي په هغي باندې مګريواځي هغه ، اوپوهېږي په هغه څه چې په وچه كې دي اوبحر كې دي ، اونه رالوېږي ديوې پاڼې نه مګر پوهېږي په هغې باندې الله ، اونه شته يوه دانه په تورتمونود ځمكه كې اونه يولوند اونه يووچ مګرشته په كتاب ښكار ( لوح محفوظ) كې
{ وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَى أَجَلٌ مُّسَمًّى ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ } الانعام : ۶۰
او الله هغه ذات دې چې وژني تاسې لره په شپه كې ، اوپوهېږي په هغه څه چې كوئ يې تاسې په ورځ كې ، بيا راژوندي كوي تاسې چې پوره كړي موده معلومه شوې ، بيا نوده ته ورګرځېدل ستاسو دي ، بيا خبر دركوي تاسې ته په هغه څه باندې چې تاسو كول .
{ وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُم حَفَظَةً حَتَّىَ إِذَا جَاءَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لاَ يُفَرِّطُونَ } الانعام : ۶۱
اوهغه قهار دې دپاسه دې دبندګانوخپلواورالېږي پرتاسې ساتونكې ترهغه چې كله راشي يوستاسې ته موت نوووژني هغه لره رسولان زمونږ اوهغه زياتې نه كوي .
{ ثُمَّ رُدُّواْ إِلَى اللَّهِ مَوْلاهُمُ الْحَقِّ أَلاَ لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ } الانعام : ۶۲
بيا وروګرځول شي الله ته اومولي اوبادار ددوي دې په حقه سره خبردار هغه لپاره حكم دې اوهغه چټك حساب كونكې دې
{ قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً لَّئِنْ أَنجَانَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ } الانعام : ۶۳
ورته ووايه ! څوك خلاصون دركوي تاسوته دتورتمونو دوچې نه اود درياب نه ، چې را بلۍ تاسوهغه لره په ډېره عاجزئ اوپټه سره ، قسم دې كه چېرته دي نجات راكړ مونږ ته له دي تكليف نه نوقسم دې شوبه خامخا مونږ دشكركونكوڅخه .
{ قُلِ اللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ أَنتُمْ تُشْرِكُونَ } الانعام : ۶۴
ورته ووايه ! الله نجات دركوي تاسې ته له دې نه اودهرې ستونزې نه بيا هم تاسو شرك كوئ .

{قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ } الانعام : ۶۵
{وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُل لَّسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ } الانعام : ۶۶
{لِّكُلِّ نَبَإٍ مُّسْتَقَرٌّ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ } الانعام :۶۷
دهرخبرلپاره مستقر ( ځاي قرارنيولوشته ) اوژردې چې پوه به شئ
څلورم حقيقت :
په قران عظيم الشان اوسنتوكې دبشارت حقيقتونه :
اي عزتمندومسلمانانو ورونو!
دغه خداي جل جلاله چې هم عظيم دې ، هم جليل دې، اوهم كبير دي ، دغه خداي جل جلاله چې هم كريم دې ، هم رحيم دې، اوهم كريم او ودود دې مونږ ته په خپل كتاب قران عظيم الشان كې زېرې راكوي { وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ } الروم : ۴۷
او ووحق پرمونږ نصرت او مرسته دموْمنانو
داد تعجب اواعجاز نه په ډكوالفاظ سره بيان شوې دې ، قسم په خداي جل جلاله كه چېرته دمسلمانانودنصرت لپاره دبشارت اوزېري نورهيڅ يوايت هم نه واي نازل شوې ، دمسلمانانودزيري لپاره دغه يوايت هم كافي اوپوره وو، دغه دپوره اوكامل قدرت لرونكې مقتدرپاچا دمسلمانانوسره دمرستې اونصرت تعهد كوي ،اودمسلمانانولپاره په خپل ځان يوحق ګڼې چې دايوازې په اخيرت كې دجنت دننوتلونصرت نه بلكه په دنيا كې هم دنصرت بشارت اوزېرې دې ....
{إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ } غافر : ۵۱
بيشكه مونږ خامخا كمك كوو درسولانوخپلوسره ، اوهغوكسانوسره چې ايمان يې راوړې دې ، په ژوند ددنيا كې او هغه ورځ چې پاڅېږي به ګواهان .
دغسې وعده ده ، ددواړوجهانونودنصرت وعده ، ددنياپه ژوند كې دنصرت ، او دقيامت په ورځ دنصرت وعده ......
كه چېرته دلته موْمنين وجودولري ، نودهغوي سره به د څښتن تعالي نصرت حتما ورسره وي ، اودا داسې وعدې دي چې څښتن تعالي ترې مخالفت نه كوي ، دخداي دغه قول ته ښه پوره غوږ ونيسۍ :


{ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ } النور : ۵۵
وعده كړي ده الله دهغوكسانوسره چې ايمان يې راوړېدې له تاسو څخه اوعملونه يې كړې دي نېك چې قسم دې چې خامخا به خليفه ګان كړي دوئ لره په ځمكه كې لكه څرنګ چې يې خلافت وركړي ووهغو ته چې مخكې له دوي نه وو،اوخامخا به قدرت وركړي دوي لره په دين ددوي كې ، هغه چې راضي شوې دې ددوي لپاره ، اوخامخا به بدل كړي دوي لره وروسته د وېرې ددوي نه امن ، عبادت به كوي زما اوشرك به نه كوي په ما باندې دهيڅ شي اوڅوك چې كافروروسته له دې نه ، نودوي ، هم دوي فاسقان دي .
كله چې د الله سبحانه وتعالي په وجود باندې دشرك نه په غېر داخلاص نه ډك عبادت اودصالح عمل سره پوره ايمان پېدا شي ، نودځمكه خلافت ، ديني قدرت ، اودخوف نه وروسته امن ورسره راشي ...
دغه څوك دې چې دغه وعده يې كړې ؟ دغه جبارخداي دې هم په ځمكه كې اوهم په اسمان كې ،دپاچاهي مالك دې ، ذوالجلال والاكرام ....
اي مسلمانانو !
دبني نظير په غزوه كې دغه ستراوحېرانونكې انځورته وګورۍ چې الله سبحانه وتعالي يې وړاندې كوي : { هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ } الحشر :۲
الله هغه ذات دې چې ايستلي دي هغه كسان چې كافران شوي وو داهل كتابوڅخه ، دكورونوخپلوڅخه دپاره دلومړي ايستلوددوئ ( له مديني منور نه شام ته ) ، ګمان نه كاوه تاسوچې دوئ به راووځې ، اوګمان درلود چې دوئ چې دي دفع كونكي دي دوئ لره قلاګانې ددوئ دعذاب دالله نه ، نوراغې دوي ته الله (عذاب دالله ) دداسې اړخه نه چې دوي يې بيخي ګمان نه كاوه او ويي اچوو په زړونو ددوي كې رعب اووېره ، ور انول به يي كورونه خپل په لاسونوخپلواولاسونو دموْمنانو ، پند واخلئ اي خاوندانودسترګو.
اي مجاهدينواومسلمانانو !تاسو كله چې دهغوي مستحكمې قلاګانې اوماڼې لېدلې ، هيڅكله مودا ګمان هم نه درلود چې يهود به مات شې اوشكست به وخوري ، اوداسې فكرمودرلودچې ددوي قلاګانې به له دوي نه دفاع وكړي ..... نوبيا څه پيښ شول ؟
ځواب دادې چې : الله پاك ورته له داسې اړخ نه راغې چې دوي يې ګمان نه كاوه ، ددوي په زړونوكې يې وېره واچوله ، خپل كورونه به يې په خپلولاسونو اودموْمنانوپه لاسونو ورانول ...
له دې پيښې نه څه درس اخيستلاي شو ؟
ځواب : فاعتبروا يا أولي الأبصار ! مقصد اوهدف په دې قصه كې دادې چې مونږ عبرت واخلو....
قران عظيم الشان خو دتاريخ كوم كتاب نه دې چې مونږته تېرې پېښې بيانوي ، قران عظيم الشان يولوي كتاب دې ، ژوند ته خوځښت اوحركت وركوي ، اوصراط المستقيم ته لارښوونه كوي .
اي معززو مسلمانانو!
ايا تاسودخپل رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه حديث شريف نه دې اورېدلې چې امام مسلم له ثوبان رضي الله عنه نه روايت كړې دې :( إن الله زوى لي الأرض فرأيت مشارقها ومغاربها ، وإن أمتي سيبلغ ملكها ما زوي لي منها )
څښتن تعالي ټوله ځمكه ماته راجمع كړه ، دځمكې شرق اوغرب مې وليدل ، اوزما امت به دځمكې ټولوهغو ملكونوته ورسيږي كوم چې ماته راجمع اوراوښودل شو.
هوكرانوورونو! ژر دې چې دمسلمانانوتسلط به دځمكې شرق اوغرب ته ورسېږي .
دغه رازدخپل محبوب پيغمبرصلي الله عليه وسلم هغه حديث شريف مونه دې اورېدلاي چې امام احمد ، الطبراني ، اوابن حبان له تميم الداري رضي الله عنه څخه روايت كړې اوامام الباني صحيح ګڼلې فرمايې چې : ما د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې ويل يې : (ليبلغن هذا الأمرما بلغ الليل والنهارولا يترك الله بيت مدر ولا وبر إلا أدخله الله هذا الدين )
خامخا به ورسېږي دغه امر (داسلام دين ) هرهغه ځاي ته چې رسېدلې ده هغه ته شپه او ورځ (مرادتري ټوله ځمكه ده) ، اوپرې به نه ږدي الله داسې يوكورچې دخټې نه جوړوي اوياد وړيو نه مګرداخل به كړي هغه ته الله دغه دين .
مطلب دا چې دځمكې دسر ټولوكورونوته به ورسېږي ، دانودهغه پېغمبرخبره ده چې صادق اومصدوق دې ، "وما ينطق عن الهوى ، إن هو إلا وحي يوحى"..
راشه دخداي داستازي دا مبارك حديث هم واوره اوښه غور په كې وكړه چې امام احمد روايت كړي او الباني دابي قبيل رحمه الله نه تصحيح كړې وايي چې :
"كنا عند عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما وسئل: أي المدينتين تفتح أولاً القسطنطينية أو رومية؟ فدعا بصندوق له حلق، قال: فأخرج منه كتاباً قال: فقال عبد الله: بينما نحن حول رسول الله نكتب إذ سئل رسول الله صلي الله عليه وسلم: أي المدينتين تفتح أولاً القسطنطينية أو رومية؟ فقال مدينة هرقل (أي القسطنطينية) تفتح أولاً".
ترجمه : مونږ دعبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنهما سره وو چې پوښتنه وشوه : دقسطنطينيه اوروميه په دواړوښارونوكې به كوم يو لومړې فتح كېږي ؟ يوصندوق يې راوغوښت ، راوي وايي چې يوكتاب يې ترې را و ويست ، راوي بيا وايي چې : عبدالله وويل : يوه ورځ مونږد رسول الله صلي الله عليه وسلم نه چاپېر وو ليكل موكول چې ناڅاپه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه : دقسطنطينيه اوروميه په دواړوښارونوكې به كوم يو لومړې فتح كېږي ؟ نود الله تعالي پېغمبروفرمايل :
دهرقل ښار (قسطنطينيه ) لومړې فتح كېږي .
په دغه وخت كې قسطنطينيه دختيځې رومانيا پايتخت ووچې دا اوسنې استانبول دې ، او روميه دغربې رومانيا ددولت پايتخت وو ، چې دغه دولتونه په دغه وخت كې دنړۍ دنصرانيانو دسرپناه مركزونه وو،
دحديث شريف مفهوم دادې چې صحابه كرام خو د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه په دې پوهېدل چې دا دواړه دولتونه به فتح كېږي خوچې په دواړو كې به كوم يو لومړې فتح شي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم د قسطنطينيه دفتح كېدو بشارت لومړې وركړ، اوهمدغسې وشول ، چې د الله د رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه بشارت پوره ۸۰۰ كاله وروسته تحقق وموند !!
چې په ۲۰ دجمادي الاول كال ۸۵۷ هجري كې ديوعثماني ځوان مجاهد محمد الفاتح رحمة الله عليه په لاس فتح شو، اودوهم بشارت به هم خامخا تحقق مومي ، او اسلام به دايطاليا مركز روم ته ننوځي ان شا ء الله تعالي .
زما لپاره په دغه مبارك حديث كې دوه تعليقونه دي :
لومړې تعليق :
يوشمېرعلماء په دې عقيده دي چې دروم فتح به اسلام ته په دعوت ، اوداسلامي مركزونواوجوماتونوپه جوړولوسره تر سره شي ، اودجهادله لارې څخه دروم فتح كول بعيده خبره ګڼي ، خوحق خبره داده چې په دغه حديث شريف كې دې خبرې ته كومه اشاره نه ده شوې ، اوزه داسې فكركوم چې داګڼل چې دروم فتح كول به يوازې په دعوت سره وي ، نه په جهادسره ، نو دا په حقيقت كې يوډول روحې اونفسياتي ماتې اوشكست دې ، اوڅوك چې دغه مبارك حديث ته دغسې تفسېرونه جوړوي ، نودهغه په خيال اوفكركې ايطاليا ته دمسلمانانودلښكر خوځېدل اوننوتل دامكان څخه وتلې خبره ښكاري ، نودغه حديث يوازې په دعوت كولوسره تفسيروي !
خوددې په عكس دحديث سياق داسې الهام وركوي چې دروم فتح به په جهادسره رسره كېږي ، سياق دواقع شوي حالت همدا سې دې ، ځكه چې قسطنطينيه هم دجهاد ددوامداره اوپرلپسې حلقاتو له لارې فتح شوه ،او روم به هم په همدغه شان دجهادپه نتيجه كې فتح كېږي ، له دې كبله دواړه په يوحديث كې جمع شويدي ، ولتعلمن نبأه بعد حين!!..
دوهم تعليق : دوهم تعليق اوتفسېر دادې چې د قسطنطيني فاتح ( محمد الفاتح ) رحمة الله عليه د نبوي زېري اوبشارت دتحقق اواستكمال په غرض دروم دفتح لپاره تياري كوله اوخپلې لښكرې يې تجهيزولې خوپه دې كاربريالې نه شو، اوتاسوبه حتمازما په دې خبره تعجب كوئ چې زه دا وايم چې : الحمد لله چې دروم ، فتح نه ده ترسره شوې !!
ولې ؟ دا ځكه چې دخداي دپېغمبردغه بشارت زمونږپه نفسونوكې مړه شوي امېدونه راژوندي كوي ، او مونږته دافكراچوي چې لايوڅه پاتې دي چې مونږ نه دي فتح كړي ، ايا مونږپه دغسې يوحالت كې نه يوچې يوازي دخپلواجدادو اونيكونوفتوحاتوته لاسونه ټكوو ؟! نه هيڅكله نه .... اي دخداي پيغمبره مونږ ستاپه لار در روان يو .....!
اوهغه څه چې ستاڅخه پاتې شوي دي اي محمد الفاتحه ! _ انشا ء الله مونږ دهغې فتح كونكې يو.
پنځم حقيقت :
دتاريخ حقيقت : د رسول الله صلي الله عليه وسلم وعده يوازې ددوو دولتونو قسطنطيني اوروم په هكله نه ده ، بلكې دخداې استازي مونږسره لكه څرنګ چې مخكې مويادونه كړې ، دټولې ځمكې دفتح وعده كړې ده ، او زمونږرب مونږ سره دموْمنانودنصرت وعده كړې ده ، اودغه وعدې مونږ دخپل تاريخ په پاڼوكې خورا زياتې ليدلې دي چې ترسره شوې دي ، داسې نه وايم چې ورځو، يامياشتو اويا كلونوكې بلكې په بې شمېره ډېروپېړيوكې موليدلې دي .
دمسلمانانوسره دتاريخ په اوږدوكې دهميش لپاره نصرت شوې دې ، په داسې حال كې چې هم به يې شمېركم وو اوهم تجهزات لكه :
په بدركې مسلمانانو ته پردښمن نصرت وركړشو، سره له دې نه چې په شمېر اوتجهيزكې خورا زيات فروق موجود وو، وګورئ چې څښتن تعالي دغه حالت څرنګ وصف كړې دې :
{ وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُواْ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ } العمران : ۱۲۳
اوپه يقين سره نصرت كړي تاسې سره الهع په بدركې اوتاسوكمزوري وئ ، دخداي نه ويره وساتۍ ددي لپاره چې شكروكړئ .
دغه رازد مسلمانانوسره ديمامه په جنګ كي نصرت وشواوپه داسې حال كې چې دمجاهدينوشمېر ۱۲۰۰۰ دولس زره تنه وو په ۴۰۰۰۰ څلويښت زره تنه باندې بريالي شول ....
خالد بن وليد رضي الله عنه په اتلس زره قهرمانانوسره عراق فتح كړ ، فدك اودفارس مستحكمې قلاګانې يې په پنځلس پرلپسې بريدونوكې دهېڅ نوع ماتي نه په غېر فتح كړې ، په داسې حال كې چې دفارس دلښكروشمېر شپيته زره او دالفراض په حادثه كې يوسل اوشل زره تنوته رسېده .
دقادسي په جګړه كې هم دمسلمانانوسره دخداي نصرت شامل شو، چې دمسلمانانودحماسه جوړونكې فوځ شمېردوه ديرش زره تنه ووپه داسې حال كې چې دفارس دفوځ شمير دوه لكه اوڅلويښت زره تنه وو، دايوه فيصله كونكې جګړه وه چې دفارس دلښكروټول شان اوشوكت يې له خاورو سم كړاودفارس دلښكروزيات شميرستر،ستر قوماندانان په كې له منځه ولاړ .
دغه راز دنهاوند په جګړه كې دمسلمان لښكر ديرش زره تنه دفارس دلښكروپه يوسل اوپنځوس زره تنوباند دخداي په نصرت سره بريالي شول .
د (تستر) په قلا كې دمسلمانانوشمېر هم ديرش زره او دفارس دلښكروشمير يوسل پنځوس زره وه چې ددغې قلا په فتح كې ۸۰ اتيا ځله بريدونه وشول اومسلمانان په هره مرتبه كې دماتې نه په غېر بريالي شول .
ديرموك په جنګ كې دمسلمانانو نه ديرش زره فوځ دروميانوپه دوه لكه فوځ بريالي شول .
داندلس په فتح كې د رباط د وادۍ په جګړه كې دمسلمان لښكر دولس زره تنه داسپانيه دفوځ په يولك تنوبريالي شول .
دا او داسې نورپه سل ګونوبلكې په زرګنومثالونه موجود دي ، چې نړۍ ته داسلام دسفرپه وخت كې ترسره شوېدي .... تاريخ ولولۍ اي زما ورونو .... په هغه الله مې قسم دې چې دهغه نه په غېر بل الله نشته چې ددې ځمكې په سرداسلام دتاريخ په شان نورتاريخونه وجود نه لري ، اودمسلمانانوددين په شان نور دينونه وجود نه لري ، اوداسلامي شخصيتونوپه شان نورشخصيتونه وجود نه لري ....
ان تر دې چې كله هم دتاريخ په اوږدو كې مسلمانان دكومې ماتې سره مخ شوې دي ، په تعقيب يې خورا شديد اودقوت نه ډك قيامونه پاڅونونه راغلي دي ،راځۍ چې دتاريخ يوشمېر لږې پاڼې نوري هم وګورو:
درسول الله صلي الله عليه وسلم تروفات وروسته د مديني منوري ، مكې مكرمې ، طائف اوپه بحرين كې دحجر دسيمې نه په غېرد نورې ټولې عربي جزيرې خلك بېرته كفرته ستانه اومرتد شول ، اودغه ارتداد لكه څرنګ چې ځيني خلك فكر كوي يوازي دزكات نه په انكاراومنع سره نه وو ، بلكې په زياته اندازه خلك په كلي ډول داسلام څخه ستانه او واوښتل ، چا مسلمانان په شهادت ورسول ، چاپه فتنواوفسادونوكې واچول ، چا خوحتي دنبوت دعواګانې هم وكړې ، اودا كم خلك هم نه وو ، كله چې دكفردغه لړۍ په جزيرة ا لعرب كې په عام ډول وچلېده ، اوځيني صحابه كرام ماْيوس اونا امېده شول !!
همدا اوس چې مونږ په كوموحالاتوكې قرار لرو ، ددې نه په زرګونوځله سخت اوناوړه حالات منځ ته راغلل ، ان تردې چې ځينوصحابه كراموخودا هم وويل چې : اي درسول الله خليفه ! مونږخودټولوعربوسره دجنګ كولو توان نه لرو ، خپل كوركې دننه شه ، دروازه ځان پسې وتړه ، دننه دخداي عبادت اوبندګي كوه ترڅودرته مرګ راشي ، دوي په دغه وخت كې دقيام اوپاڅون ټول ممكن امېدونه له لاسه وركړي وو، خو الله سبحانه وتعالي عم نواله وجل ثنائه ، دابوبكر صديق رضي الله عنه په وجود سره پرمسلمان امت احسان اوكرم وكړ، كله چي ديوقهر جن زمري په شان پورته شو ، داسې الفاظ يې تكرارول - چې كه همدا نن يې مسلمانان ووايې نوپه ټوله دنيا به مشري ترلاسه كړي – ( داسلام په حكمونوكې به نقصان اوكمې راځي اوزه به ژوندې يم !؟ ) دا خورا ستر لفظ دې ... كلمة عظيمة جدا .... كلمة عظيمة جدا
"أينقص الدين وأنا حي؟.. أقاتلهم وحدي حتى تنفرد سالفتي"
دين به كمېږي اوزه به ژوندې يم ؟.... يواځې ورسره جنګېږم ،اوترهغه پورې جنګېږم ترڅومې مرۍ غوڅه شي !! سبحان الله
دين به كمېږي اوزه به ژوندې يم ؟.... يواځې ورسره جنګېږم ،اوترهغه پورې جنګېږم ترڅومې مرۍ غوڅه شي !!
صديق پورته شو، او ورسره نورمسلمانان هم راپورته شول ....... دغه دجهاد ، قتال اوجګړوكال وو ترڅوچې دخداي ځمكه د رب په نور بېرته رڼا شوه ، اوټول جزيرة العرب بېرته داسلام مقدس دين ته راوګرځېد ، همدغه وخت ووچې ابوبكر صديق رضي الله عنه دبشردتاريخ ترټولوستره اوحېرانونكې فيصله صادره كړه ، اوداسلام دسپيڅلي دين دخپرولولپاره دوه لښكرې دجزيرة العرب نه بهر ته دليږلولپاره تيارې شوې : يولښكر دفارس دهيوادونو دفتح ، اويولښكرد روم دهيوادونودفتحي لپاره !!!
دغره په شان نه خوځېدونكې ، نه ماتېدونكې همت !!
حېراونونكې خبره ده ! يوخورا كوچنې دولت چې تازه په تازه ديو ورانونكې داخلي جنګ نه راوتلې ، دفارس اوروم په شان دوخت دابرطاقتونونيولوته اقدام كوي،دفارس اوروم دتقسيمولوفيصله كوي !!! اصل خبره داده چې دڅښتن تعالي په وعدو يې ايمان درلود " وكان حقا علينا نصر المؤمنين" ، دواړه لوي دولتونه ورته الله سبحانه وتعالي فتح كوي ، داسې امدادونه اونصرتونه يې ولېدل چې هېڅ ماتې په كې نه وه ، اوداسې قوت يې ترلاسه كړ چې هېڅ كمزورتيا په كې نه وه ، اوداسې امن ته ورسېدل چې هېڅ وېره په كې نه وه !!...
اي زما ورونو!
تاسوبه داندلس په هيوادونوكې دملوك الطوايفۍ قصې اورېدلې وي ، اوتاسوبه داهم اورېدلي وي چې په دغه زمانه كې داندلس هيوادونه دشلو نه په زياتوكوچنيودولتونوباندې ويشل شوي وو، چې ټول په خپلوكې سره په سختوجګړواخته وو، اياتاسونه وو لېدلي چې هلته څومره خيانتونه ،رسوايې ګانې اوشرمونه روان وو؟ ، حماقتونه ، عريانې اوداسې نور رذالتونه مونه وو ليدلې ، او ايا بيا موهمدغسې شيان دمغرب په هيوادونو لكه : الجزائر، سنيګال اوموريتانيا اودبربرپه قبايلوكې نه ووليدلي ، زنا څومره عامه وه ، شراب څومره عام وو، هلته دځمكې په سرڅومره سركشي ، چور، چپاول اوشوكه روانه وه
خوددغه وضعيت په ډېركم وخت كې بدليدل لكه معجزه غوندې وه !!
دا څرنګ ؟! سړي راغې !! صرف يو سړې راغې !! چې شيخ يس رحمة الله عليه وو، راغې اوپه پوره بصيرت سره يې خلك دخداي دين ته راوبلل ، راغې خلك يې تربيه كړل ، تعليم يې وركړ، اوپه صبرسره يې جهاد ته ادامه وركړه ، ناڅاپه دغه يوسړې دوه شول ، اودغه دوه سړي بياڅلور شول ، اودغه څلور په زرو ، دوه زره او لس زره بدل شول ، ښارونه فتح كېدل ، اسلام مخ په خپرېدوشو ، دملائكو په شان سړو لكه يوسف بن تاشفين اوابوبكر بن عمر رحمهما الله خلكو ته تعليم اوتربيه وركوله ، جهادته ادامه اوپه دغه لاره كې صبريې خويونه وو ، دولت مخ په پراخېدوشو، خېرونه په ډېرېدوشو، اوبالاخره دافريقا دريمه برخه داسلام په مقدس دين كې ننوته !!!
په شمال كې سل زره سپاره اوپه جنوب كې پيځه سوه زره سپاره داسلام په لښكروكې تنظيم شول ، څښتن تعالي دموْمنانوسينوته شفا وركړه ، اودزړونوقهر اوغصه يې له منځه ولاړه ، شرك اواهل دشرك خوار اوذليل شول ، او اسلام او اهل يې دعزت مقام ته ورسېد ، او څښتن تعالي د( زلاقه ) په جګړه كې دمسلمانانوديرش زره لښكرته د اسپانيه په شپيته زره فوځ برې په برخه كړ !
داسلام توان اوطاقت مووليد ؟ ايا وموليدل چې اسلامي شخصيتونه څرنګ وو؟ او ايا وموليدل چې اسلامي شريعت څرنګ وو؟
اوډېروړاندې ولې ولاړشو؟ اياتاسوته دفلسطين خبرونه نه دي رسېدلي ؟ داچې دفلسطين اشغال دپنځوسو كلونو څخه راپه دې خوا دوام لري ، ولې جزع وفزع وكړاو ولې سورې نارې ووهو؟
اياتاسودصليبيانو پرلپسي نه ځله خطرناك اودوحشت نه ډك بريدونه نه ووليدلې ؟ ايا تاسودانه ووليدلې چې صليبيانودوه سوه كاله همدا د فلسطين پاكه خاوره په خپل اشغال كې ساتلې وه؟ ايا دا بيت المقدس دوه نوي كاله دهغوي په تصرف كې نه وو؟ ايا تاسو دانه دي اورېدلي چې هغوي په بيت المقدس كې په يوه ورځ اويا زره مسلمانان په شهادت ورسول اوتر زنګنونوپوري دمسلمانانوپه وينوكې ډوب روان وو؟ .........
بيا نو تاسو ونه ليدل چې ستاسورب په صليبيانوڅه وكړل ......؟ په تاريخ كې دهغوي داقبال ستورې نورډوب شو، دنجاست ،ظلم اوبربريت نه ډك دولت يې ختم شو.......
شخصيتونه راپورته شول ، اودسونه يې وكړل ، ځانونه يې پاك كړل ، دخداې دكتاب لوستونكې شول ، په خورا تواضع سره الله ته په لمانځه شول ، خپلې تورې اوډالونه يې واخيستل ، اوپه خپل رب يې پوره اعتماد وكړ، دخداې په لاره كې وجنګېدل ، (ولا يخافون لومة لائم ) دچا دملامتيا څخه نه ورېدل ، دعمادالدين زنكي ، نورالدين محمود الشهيد اوصلاح الدين الايوبي رحمهم الله په شان شخصيتونه راپورته شول ، پاڅون يې وكړ ، داسې پاڅون چې دخداي په لاره كې دمرګ سره يې مينه او حرص درلود، ددنيا ژوند ورته باد اوهوا غوندې ښكارېده ، راپورته شول ، جنت ورته ښكلې برېښېده ، دخداي ددين په مرسته راپورته شول ، نوخداي هم له دوي سره شو، اوخداي له دوي سره خپلې وعدي سرته ورسولې ،دخپلوعبادوسره يې مرسته اونصرت وكړ، خپلولښكروته يې عزت وركړ، (وهزم الأحزاب وحده ) دكفاروډلې يې ماتې كړې ... لا اله الا هوسبحانه .....
ادامه لري ........