ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سنډرز: کلنټن بايد د امریکا ولسمشره وي

د امریکا فلادلفیا ایالت کې برېني سنډرز د ډيموکراټ ګوند کنوانسيون ته په وينا کې له ډیموکراټانو وغوښتل چې هېلري کلنټن سپینې ماڼۍ ته ورسوي.

26.07.2016 BBC

د بالیووډ ستوری د ناقانونه ښکار قضیه کې سپین وخوت

په هند کې یوې محکمې د باليووډ سينما ستوری سلمان خان دوه لسیزې وړاندې د څاریو ویشتلو او وژلو قضیه کې سپین خېژولی دی.

26.07.2016 BBC

افغان ځواکونو ننګرهار کې داعش ته د سر دروند زیان اړولی

چارواکي وایي، تیره ورځ یې په ننګرهار کې د داعش وسله والو پر وړاندې په جګړو کې ډیر پرمختګ کړی او د دغې ډلې د یو سیمه ایز قوماندان په ګډون یې ۱۲۰ وسله وال وژلي دي.

26.07.2016 امریکا غږ

'تورخم کې نوې دروازه؛ افغان حکومت جریان کې دی'

د پاکستان 'ډان' ورځپاڼې پر ډیورنډ کرښې د تورخم د نوې لانجمنې جوړې شوې دروازې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی. د پاکستان د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، را روانه دوشنبه به دغه نوي تاسیسات رسماً پرانیستل شي چې په وینا یې افغان حکومت په جریا

26.07.2016 BBC

جاپان کې ۱۹ معلولین په چړو وژل شوي

د جاپان چارواکي وايي، توکیو ته څېرمه د معلولینو په یوه پالنځي کې په چړو ۱۹ کسان وژل شوي دي. د جاپان رسنۍ وايي ۲۶ کلن برید کوونکي پولیسو ته ځان سپارلی دی.

26.07.2016 BBC

میشل اوباما او برني‌سندرز: هیلري‌ کلنټن باید ولسمشره شي

د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون د لومړۍ ورځې وروستي‌ ویناوال د ولسمشر اوباما میرمن میشل اوباما او سناتور برني‌سندرز وو.

26.07.2016 امریکا غږ

افغانستان اوعراق لپاره د زیاتې بودیجې غوښتنه

د امریکا د کانګریس یو غړي د جمهور رئیس اوباما د حکومت نه غوښتي چې په افغانستان او عراق لپاره دې پوځ ته بودیجه زیاته کړه.

26.07.2016 امریکا غږ

د ډیموکرات ګوند ملي‌ کنوانسیون رسمآ پيل شو

د امریکا په فلادلفیا ښار کې د ډیموکرات ګوند ملي کنوانسیون داسې مهال پیل شو،‌ چې د برني‌سندرز پلویان قهریدلي‌دي.

26.07.2016 امریکا غږ

نياز بي بي :داعش می شپږ زامن ووژل

دداعش ډلې په سلگونه وسله والو د چنگاښ د مياشتې په دريمه د ننگرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ پر يو شمير سيمو بريد وکړ چې ځايی خلکو ته يي ځاني او مالي تاوانونه واړول . نياز بي بي هغه مور ده چې وسله والو يې د جګړو پر مهال شپږ زامن ددې په مخ کې وژلي ، يو زوی او لمسې يی ورته ټپيان کړي دي. نياز بي بي اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل : له هيچا سره يي بدي او دښمني نه درلوده ، زامن يی د کور مخې پيتاوي ته ناست وو چې  دداعش په نوم وسله والو یي زامن اول په ډزو وويشتل او بيا يی حلال کړل. ميرمن نياز بی بی دا هم وويل چې دوئ د جگړې پر مهال له سيمې څخه تښتيدلي او زامن يې نورو خلکو خاورو ته سپارلي . نيازبي بي زياتوي، له وژل شوو زامنو يې ورته کونډې او ٣۰ يتيمان پاتې دي او د هغو لپاره ډېره اندېښمنه ده ، هغه ويره لري چې د کور پاتې غړو ته يی زيان ونه رسيږي . د داعش په لاس د وژل شويو شپږو زامنو مور نياز بي بي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :  

25.07.2016 امریکا غږ

برني سندرز: د ټرمب پر ضد هیلري‌کلنټن انتخاب کړئ

د ډیموکرات ګوند مخکښ غړي،‌سناتور برني‌سندرز،‌ له خپلو پلویانو وغوښتل،‌ چې په انتخاباتو کې هیلري‌کلنټن ته رایه ورکړي.

25.07.2016 امریکا غږ

''افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې''

ملګري ملتونه وايي افغان جګړې په تېرو شپږو مياشتو کې ډېر ماشومان وژلي او دا کچه یې هېښوونکې او شرموونکې بللې. ملګري ملتونه وايي د سږني ميلادي کال لومړۍ نيمه کې له ۲۰۰۹ کال راهيسې له بلې هرې ۶ مياشتنۍ مودې ډېر افغان ماشومان وژل شوي دي.

25.07.2016 BBC

خیبر پښتونخوا: بنو کې په خپل سر ټول پوښتنه کونکي نیول شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې چارواکي وايي، د هغه سازمان مشر یې له دریو ملګرو سره نیولی، چې په خپل سر یې یوه ټول پوښتنه کوله.

25.07.2016 BBC

د ډیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون اجنډا او مهم ویناوال

ولسمشر بارک اوباما، میرمن یې میشل اوباما، پخوانی ولسمشر بل کلنټن او نور مهم چارواکي‌ د ډیموکراتانو په ملي‌کنوانسیون کې خبرې کوي.

25.07.2016 امریکا غږ

د کابل د برید په څېړنه کې د نړیوالو څېړونکو گډون

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د لوی څارنوال فرید حمیدي په مشرۍ به د دهمزنګ د وروستۍ خونړۍ پېښې څېړلو ته ټاکلی کمېسیون ژر خپلی څیړنې بشپړی کړي. خو د روشنایۍ غورځنگ وایي نړیوال استازي دې پکې شامل شي.

25.07.2016 امریکا غږ

پاکستان د تورخم دروازه رسماً پرانیزي

په پاکستان کې چارواکي واېي حکومت پلان لري چې د تورخم په لارې دروازه په رسمي مراسمو کې پرانیزي.

25.07.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more