روحاني: له افغان حکومته ملاتړ د ایران یوه اساسي پالیسي ده
د ایران ولسمشر وایي، د افغانستان له حکومت څخه بشپړ ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت یوه اساسي پالیسي ده. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې حسن روحاني دا څرګندونې پرون د کمکي اختر په مناسبت له افغان ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې. د خبر له مخې روحاني په دې خبرې ټینګار کړی چې تروریستي او افراطي ډلو یې نه یوازې دوست او ګاونډي هېواد افغانستان بلکه ټولې سیمې ته ګواښ متوجه کړی دی. روحاني په افغانستان کې په تروریستي حملو کې د بې ګناه کسانو پر وژلو د خواشیني ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت او د دې هېواد وګړي به د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه کې بریالي شي. هغه دغه راز وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت دې ته ژمن دی چی د تهران او کابل ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون فعاله کول به هم په دې برخه کې مهم رول ولوبوي. د دغه کمېسیون پر جوړېدو ایران ته د افغان ولسمشر د وروستي سفر په ترڅ کې چې د چابهار بندر د پراختیا په هدف یې ترسره کړی و، دواړو لورو موافقه وکړه. افغان ولسمشر ویلي چې د چابهار بندر به د پانګونې، ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخو کې د کابل او تهران ترمنځ همکاري ته لا پراختیا ورکړي.
نن افغانستان او په ډېری اسلامي هېوادو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده
نن په افغانستان او ډېرو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. افغان ولسمشراشرف غني د اختر په مناسبت په یوه خپاره کړي صوتي پیغام کې یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د سولې ور د هغو پرمخ خلاص دی چې سوله غواړي او هغوی چې له سولې ډډه کوي، عواقب به یې ورته ډېر ګران پریوزي. ولسمشر دغه راز وویل چې سوله یوه ملي او دیني وجیبه ده او پر حکومت سربېره د ټولنې ټول قشرونه، دیني عالمان، قومي مشران، مدني ټولنې او ښځې باید کوښښ وکړي چې دغه هدف ترلاسه شي. په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې د اختر د شپو او ورځو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه د اختر په ګډون مذهبي مراسمو ته په پام نه دی کړی او خپلې حملې یې نه دي درولي.
نوی زیلانډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځوي
ګیري برونلي زیاته کړه چې دوی د افغانستان د ملي پوځ د روزنې له پروګرام سره مرستې ته متعهد دي او خپل ماموریت...
خوست ته له وزیرستانه د راغلیو کډوالو حال
د افغانستان په خوست ولایت کې له پولې هاخوا وزیرستانه ورغلي کډوال وايي بي کورۍ ځورولي خو په خوست کې اوسېدو ځینې ګټې هم ور رسولي.
افغانستان کې د کوچني اختر لپاره چمتووالی
کابل کې کوچني اختر ته د خلکو د چمتووالي او امنیتي تدابیرو په اړه له کابله راستول شوی ویډيويي رپوټ.
کابل کې د ستاره های سمیع لوبډلې د فوټسال اتلولي خپله کړه
د ستاره های سمیع لوبډلې په کابل کې د فوټسال د روژې جام سیالیو اتلولي خپله کړه. د کابل د فوټبال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ستاره های سمیع لوبډلې تېره شپه د دغو سیالیو په فاینل کې څلور د صفر پر وړاندې د فیفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د ښاغلي قیومي په خبره هغو لوبډلو چې لومړی، دوهم او درېیم مقام یې ګټلی هغوی ته مادي او معنوي جایزې ورکول کیږي. د روژې د فوټسال جام سیالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري په کابل کې د بېلابېلو ټيمونو په ګډون پیل شوی وو.
نبوي جومات ته څېرمه انتحاري حمله او سعودي کې نور بریدونه
سعودي رسنیو راپور ورکړی چې د مدینې منورې په ښار کې نبوي جومات ته نژدې یوه ځان وژونکې چاودنه شوې ده.
د عکسونو البوم: د سکاټلنډ او افغانستان لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه
د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.
کابل کې د بیوزلو لپاره د اختر کالیو ټولولو کمپاین
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د کوچني اختر په درشل کې، یو شمېر ځوانانو د بې وزله کورنیو لپاره د جامو راټولو هلې ځلې پیل کړې دي.
د خوست ځنګلونه په څه حال کې دي ؟
د افغانستان کرنې وزیر وايي د نویو ځنګلونو جوړونې ته به په یوه اوږد مهاله پروژه کې ملا تړي او هغه وهل شوي سپېره ځنګلونه به بیا زرغونوي چې په تېرو څو کلونو کې وهل شوي دي.
عربستان: د امريکا قونسلګرۍ ته نژدې ځانمرګى بريد شوى
يوه ځان وژونکي د سعودي عربستان په جده ښار کې د امريکا له قونسلګرۍ بهر ځان منفجر کړى دى. په دغه بريد کې چې نن شوى، يوازې بريدکوونکى وژل شوى او د سعودي عربستان دوه پوليس افسران ټپيان شوي دي. په ٢٠٠٤م کال د القاعده سخت دريځو وسلوالو په جده ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او د دې ډيپلوماتيک مرکز پنځه کارکوونکي يې وژلي وو، چې د سعودي اتباع وو. هغه وخت د بريد پر مهال له امنيتي ځواکونو سره په ځوابي ډزو څلور وسلوال کسان وژل شوي وو.
مصر کې پېشلمي ته د پاڅولو دود
پېشلمي ته پاڅېدل ښايي اوس لويه اندېښنه نه وي، په تېره دا چې روژه اوړي کې ده، نو پېشلمی وختي کېږي او ډېر ښايي لا تر هغه وخته ويښ وي او بل د ويښولو وسايل هم ډېر دي. خو پېشلمي ته د پاڅولو کار ډېرو اسلامي هېوادونو کې يو لرغونی دود دی.
امريکا کې د خوړو نوی قانون او اندېښنې
د امريکا واړه ايالت وېرمونټ ته، چې د دې جولای له لومړۍ په کې يو نوی قانون پلی شوی، چې له مخې يې ټول خواړه چې له جينيټيکي پلوه بدل شوي توکي لري، بايد په نښه شي.
د رومانيا ماشومان چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې کار کوي
په رومانیا کې ۳۵۰ زره داسې ماشومان دي، چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې په کارونو پسې تللي او دوی یې يوازې پرې ايښي دي. د دغو ماشومانو ۴۰ سلنه حالتونو کې یې مور او پلار دواړه تللي دي.
د خوست غوړېدونکی اقتصاد او کاروبار
د خوست په اړه د ځانګړیو راپورونو لړۍ په دویم کې نن د دغه ښار په غوړېدونکي اقتصاد او د پوهنې او روزنې پرمختګ کې، په خلیجي هېوادو کې د مېشتو کارګرو او سوداګرو ونډې ته کتنه شوې ده. زموږ همکار سید عبدلله نظامي يې راپور وړاندې کوي.