شاته

روحاني: له افغان حکومته ملاتړ د ایران یوه اساسي پالیسي ده

د ایران ولسمشر وایي، د افغانستان له حکومت څخه بشپړ ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت یوه اساسي پالیسي ده.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې حسن روحاني دا څرګندونې پرون د کمکي اختر په مناسبت له افغان ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې.

د خبر له مخې روحاني په دې خبرې ټینګار کړی چې تروریستي او افراطي ډلو یې نه یوازې دوست او ګاونډي هېواد افغانستان بلکه ټولې سیمې ته ګواښ متوجه کړی دی.

روحاني په افغانستان کې په تروریستي حملو کې د بې ګناه کسانو پر وژلو د خواشیني ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت او د دې هېواد وګړي به د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه کې بریالي شي.

هغه دغه راز وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت دې ته ژمن دی چی د تهران او کابل ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون فعاله کول به هم په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

د دغه کمېسیون پر جوړېدو ایران ته د افغان ولسمشر د وروستي سفر په ترڅ کې چې د چابهار بندر د پراختیا په هدف یې ترسره کړی و، دواړو لورو موافقه وکړه.

افغان ولسمشر ویلي چې د چابهار بندر به د پانګونې، ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخو کې د کابل او تهران ترمنځ همکاري ته لا پراختیا ورکړي.