شاته

نن افغانستان او په ډېری اسلامي هېوادو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

نن په افغانستان او ډېرو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

افغان ولسمشراشرف غني د اختر په مناسبت په یوه خپاره کړي صوتي پیغام کې یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د سولې ور د هغو پرمخ خلاص دی چې سوله غواړي او هغوی چې له سولې ډډه کوي، عواقب به یې ورته ډېر ګران پریوزي.

ولسمشر دغه راز وویل چې سوله یوه ملي او دیني وجیبه ده او پر حکومت سربېره د ټولنې ټول قشرونه، دیني عالمان، قومي مشران، مدني ټولنې او ښځې باید کوښښ وکړي چې دغه هدف ترلاسه شي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې د اختر د شپو او ورځو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د اختر په ګډون مذهبي مراسمو ته په پام نه دی کړی او خپلې حملې یې نه دي درولي.