شاته

نوی زیلانډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځوي

نوی زیلانډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدیدوي.د دې هېواد د دفاع وزیر ګیري برونلي خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت به د نورو ۲ کلونو لپاره تمدید کړي او هلته د خپلو پوځیانو شمېر هم زیاتوي.

ګیري برونلي زیاته کړه چې دوی د افغانستان د ملي پوځ د روزنې له پروګرام سره مرستې ته متعهد دي او خپل ماموریت به له همدې امله، د ۲۰۱۸میلادي کال تر دوبي وغځوي.

ګیري برونلي وویل:

"له ۲۰۱۳میلادي کال راهیسې زموږ دفاع وزارت د افغانستان د ملي اردو د روزنې اکاډمۍ ته ۸ مسلکي ښوونکې استولي چې د هغوی د مسلکي او پوځي قابلیتونو په لوړولو کې یې ونډه اخېستې ده."

د نوي زیلانډ دفاع وزیر زیاته کړه چې د دې هېواد حکومت غواړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځي روزونکو شمېر ۱۰ ته لوړ شي.

د نوي زیلانډ دا روزونکي د افغانستان د ملي اردو د عسکرو په روزنه کې عمده رول لري.

هغوی په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري، د پوځيانو د روزنې په اکاډمۍ کې درس ورکوي.

له دې اکاډمۍ په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۱۶۵۱ عسکر فارغان شوي دي.

د نوي زیلانډ پوځيان د افغانستان د ملي اردو لپاره د رهبرۍ نوې کړۍ روزي.

د نوي زیلانډ دفاع وزیر ګیري برونلي خبریالانو ته څرګنده کړه چې په افغانستان کې د دوی ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بشپړ شوی و خو وروسته یې د ۲۰۱۶میلادي کال تر پایه تمدید کړ.

د نوي زیلانډ دفاع وزارت ویلي چې څو ورځې مخکې، د کابل په څنډه کې د ناټو په مشرۍ د پوځي روزنې له اکاډمۍ یوه بله ۳۲۰ کسیزه دوره فارغه شوه.

په افغانستان کې د نوي زیلانډ د پوځ یوه لوړ رتبه افسر اندري برون ویلي، د دوی د فارغانو۷۰ فیصده د جګړې اولې کرښې ته استول کېږي.

له دې اکاډمۍ د فارغانو په وروستۍ دوره کې لږ تر لږه ۷ تنه ښځې هم شاملې وې چې د اندري برون په باور، د افغانستان په څېر هېواد او شرایطو کې مهم پرمختګ دی.

د افغانستان حکومت غواړي چې د ملي اردو په لیکو کې د ښځو شمېر زیات کړي.