شاته

د ډیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون اجنډا او مهم ویناوال

د امریکا د ډیموکرات ګوند ملي‌ کنوانسیون د فلادلفیا په ښار کې پیل شوی دی او څلور ورځې به روان وي، هدف یې دا دی، چې هیلري کلنټن د ډیموکرات ګوند رسمي‌ کاندیده اعلان کړي.

د کنوانسیون د اجنډا مهمې برخې کومې دي او مهم ویناوال څوک دي؟

دوشنبه د جولاۍ ۲۷ نېټه:

د ورځې موضوع: یوالی او اتحاد

د سهار له ۱۰ د مازدیګر تر څلورو بجو پورې د ګوند د داخلي‌ جرګه کیو او شوراګانو غونډې وي او بیا په څلورو بجو د خبرو پړاو پیلیږي.

ویناوال:

د ولسمشر اوباما میرمن، میشل اوباما،‌ په مقدماتي انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند بل مهم کاندید، سناتور برني‌ سندرز،‌ سناتوره ایلیزبیت وارین او ډریمر سیلوا دي.

سه شنبه د جولاۍ ۲۶

د ورځې موضوع: د ژوند تر پایه د ماشومانو او میندو د حقونو لپاره مبارزه

د سهار له ۱۰ د مازدیګر تر څلورو بجو پورې د ګوند د داخلي‌ جرګه کیو او شوراګانو غونډې وي او بیا په څلورو بجو د خبرو پړاو پیلیږي.

د هیلري‌ کلنټن میړه او د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر بل کلنټن او د وژل شویو افریقايي‌-امریکایانو د ټولنې – مادرز اف د مومنټ- ځيني غړې خبرې کوي. دوی زیاتره هغه میرمنې دي،‌ چې په امریکا کې یې په نژادي مسایلو کې اولادونه وژل شوي‌ دی.

چهارشنبه: د جولاۍ ۲۷ نېټه

د ورځې موضوع: ګډ کار کول

د سهار له ۱۰ د مازدیګر تر څلورو بجو پورې د ګوند د اخلي‌ جرګه کیو او شوراګانو غونډې وي او بیا په څلورو بجو د خبرو پړاو پیلیږي.

ویناوال

ولسمشر بارک اوباما او مرستیال یې جوبایډن به د دغې غونډې مهم ویناوال دي. دوی دواړه ډیموکراتان دي‌ او په کلکه د هیلري‌ کلنټن سره ولاړ دي. په همدې ورځ د ډیموکرات ګوند درې نور سیاستوال هم خبرې کوي.

پنجشنبه او وروستۍ ورځ: د جولاۍ ۲۸ نېټه:

د ورځې موضوع: په یوالي‌ او اتحاد کې قوت دی

د سهار له ۱۰ د مازدیګر تر څلورو بجو پورې د ګوند د اخلي‌ جرګه کیو او شوراګانو غونډې وي او بیا په څلورو بجو د خبرو پړاو پیلیږي.

ویناوال:

د دې ورځې وروستۍ ویناوال به په خپله هیلري کلنټن وي. د هیلري‌ یوازینۍ لور، چلسي کلنټن، به هم خبرې کوي. خو یو بل مهم ویناوال به مسلمان، خزر خان وي.‌ خزر خان، چې په اصل کې د پاکستان دی، په ۹۰یمو لسیزو کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له متحدو عربو اماراتو نه امریکا ته راغلی دی.

د هغه یو زوی،‌ همایون د امریکا په پوځ کې و او په عراق کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل. خزر خان به په خپلو خبرو کې مسلمانان او نور امریکایان وهڅوي‌ چې هیلري‌ کلنټن ته رایه ورکړي. ده مخکې هم د جمهوري‌ غوښتونکو د ګوند پر کاندید دونلډ ترمپ نیوکې کړې وې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.