BBC
 شاته

''افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې''

ملګري ملتونه وايي افغان جګړې په تېرو شپږو مياشتو کې ډېر ماشومان وژلي او دا کچه یې هېښوونکې او شرموونکې بللې. ملګري ملتونه وايي د سږني ميلادي کال لومړۍ نيمه کې له ۲۰۰۹ کال راهيسې له بلې هرې ۶ مياشتنۍ مودې ډېر افغان ماشومان وژل شوي دي.

دوی وايي دا کچه، هېښوونکې او شرمناکه ده، او تاريخ به یې په وينا د افغان شخړې هر اړخ مشرانو په اړه قضاوت کوي.

د ملګرو ملتونو افغان استازولۍ دې راپور کې چې نن خپور شوی، د ډېری مرګژوبلې پړه په کې پر حکومت مخالفو وسله والو اچول شوې ده. نجما ځلا پرې له کابله راپور لري.