BBC
 شاته

سنډرز: کلنټن بايد د امریکا ولسمشره وي

Image copyright AFP
Image caption لومړۍ مېرمن ميشل اوباما هم په دې غونډه کې احساساتي وينا وکړه او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ يې په کېنايو کې وټکاوه.

د امریکا فلادلفیا ایالت کې برېني سنډرز د ډيموکراټ ګوند کنوانسيون ته په وينا کې له ډیموکراټانو وغوښتل چې هېلري کلنټن سپینې ماڼۍ ته ورسوي.

د ورمونټ سناتور خپلو پلويانو ته په وينا کې وویل: "هېلري کلنټن بايد د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکې ولسمشره شي".

لومړۍ مېرمن ميشل اوباما هم په دې غونډه کې احساساتي وينا وکړه او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ يې په کېنايو کې وټکاوه.

هغې د ډونالډ ټرمپ هغه شعار ته په اشاره کې چې وايي: "یو ځل بيا امریکا ستره (ځواکمنه) کړئ". وویل: "چاته اجازه مه ورکوئ چې ووايي دا هېواد ستر (ځواکمن) نه دی، دومره چې اړتيا ده بيا يې ستر کړو".

هغې زياته کړه، ځکه چې همدا اوس دا هېواد د نړۍ پر مخ ځواکمن هېواد دی.

پرون ماښام وختي د ښاغلي سنډرز پلويانو د اغلې کلنټن د 'نامهم' توي له يادولو سره د مخالفت غږونه پورته کول؛ هغه د سه شنبې په ورځ د خپل ګوند لخوا د ولسمشرۍ لپاره نوماندي مني.

کله چې هغه په خپله وروستۍ وينا کې له پلويانو وغوښتل چې د هغه د سيالې ملاتړ وکړي هغوی د "بېرني" يانې د هغه نوم په خپلو نارو کې ياد کړ.

ځينو پلويانو خو يې اوښکې تويې کړې او يو شمېر نورو يې په خپلو خولو د چوپتيا په نښې پټۍ ولګولې.

Image copyright Reuters
Image caption د ورمونټ سناتور خپلو پلويانو ته په وينا کې وویل: "هېلري کلنټن بايد د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکې ولسمشره شي".

ښاغلي سنډرز د خپلې وينا پرمهال وویل: "په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنیزو منډو ترړو بوخت دی يوه ډله په بله پسې سپکوي، هېلري کلنټن په دې پوهېږي چې زموږ بېلابېلښت زموږ يو ستر ځواک دی".

هغه زياته کړه: "که تاسې په دې اند نه ياست چې دا ټاکنې مهمې دي او فکر کوئ چې ګوزاره ورسره کولای شئ، د يوې شېبې لپاره د سترې محکمې د عدالت په اړه فکر وکړئ چې ډونالډ ټرمپ به يې نوموي او دا چې هغه مهال به مدني ازادۍ او مساوي حقوق څه مانا لري او زموږ د هېواد راتلونکی به څرنګه وي".