فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره
اسرائیلي لرغونپوهان وايي، عسقلان کې د (فلستين) خلکو د لومړۍ هدیرې موندل به تر ډېره د هغو فلستیني د اصلیت په اړه پوښتنې ځواب کړي، چې په توران کې د بني اسرائیلو "تر ټولو سرسخته دښمنان" ګڼل شوي.
خلیلزاد: افغانان باید پاکستان محاکمه کړي
له بي بي سي سره په خبرو کې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایي افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کړي.
امريکا کې د تور پوستو پر ضد تاوتريخوالی
امريکا کې د پوليسو د چلن پر وړاندې د لارو کوڅو احتجاجونه روان دي. دوو لاريونونو کې چې د لوويزيانا بټن روژ او د مېنېسوټا سېنټ پاول کېدل، د پوليسو او لاريونيانو ترمنځ نښتې شوې دي.
خوست کي د ساتيرۍ ځايونه
افغانستان کې د سيل او ساتېرۍ ځايونه کم دي، او په ځينو ښارونو کې چې وي هم د امنيتې اندېښنو او د پېښو له وېرې یې خلک ورتلو ته زړه نه ښه کوي. خو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې بيا د ساتېرۍ او د خلکو ټولېدو یوه داسې سیمه شته، چې خلک له لرې لرې سیمو ورځي.
کابل کې پر ښځو د تېزابو بريد
افغان پلازمېنه کابل کې د دريو مېرمنو درملنه روانه ده، چې څو کسانو پرې پر لار تېزاب شيندلي دي. پېښه د ښار يوه داسې سيمه کې شوې چې تر ټولو خوندي ګڼل کېږي. دا ډول پېښې چې پاکستان، هند او بنګله دېش کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي وسیله ده
ښځینه ټوکر د افغانستان د نارینه سیاستوالو په نوم
اشرف غني، عبدالله، کرزی، برج خلیفه، ایفون، ګلکسي او داسې نور د افغانستان په بازاراونو کې اوس پر ښځینه ټوکرانو اېښودل شوي نومونه دي چې په پلازمېنه کابل کې خرڅېږي. د ټوکرانو نومونه ددغو کالیو د بیې په ټاکلو کې هم رول لري.
اوباما: لومړی ځل دی چې ناټو له یوه حساس پړاو سره مخ شوې ده
د ناټوعمومي منشيینس سټولټنبرګ وايي، په اروپا کې له سیاسي اوامنیتي ستونزو سره ، دا تړون د ثبات اساسي منبع دی ...
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.
خوست کې ځایي خلکو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي
د افغانستان خوست ولايت په ځینو سیمو کې خلکو پر لویو لارو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي او هغه موټر چلونکي چې پرې تېرېږي مالیه ورکوي. د پله پالونکي وايي هم یې د خلکو کړاو کم کړی او هم یې ځان ته د ګټې وټې ښه لاره جوړه کړې ده.
د عبدالستار ايدهي ژوند په انځورونو کې
ايدهي په ۱۹۲۸ کال کې د هند د ګجرات په جوناګړ کې زېږېدلی و. نوموړي له خپلې مېرمنې بلقیس ایدهي سره په شریکه په کراچۍ کې له یوه امبولانس او یوه کوچني کلینک سره خیریه چارې پیل کړې وې، خو اوس د پاکستان په بېلابېلو برخو کې خيريه ټولنې او امبولانسونه لري.
سکاټلند او افغانستان: په دویم توپ لومړنۍ وېکټه
دولت ځدراڼ له سکاټلند سره په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې لومړنی کس د لوبې په دویم توپ وسوځاوه. په دغه لوبه کې سکاټلنډ افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه خو افغان توپ اچوونکو هغه ضعف چې منډه جوړونکو وښود یو ځل بیا پوره کړ.
د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشتري مدار ته ننوته
د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشد جونو په نامه د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) یوه پلټونکې فضايي مصنوعي سپوږمکۍ چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په لمریز نظام کې سفر کوي، په بریاليتوب د مشترې سیارې مدار ته ننوته.تري مدار ته ننوته
ملاله: ایدهي ته درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو
پښتنې ملالې یوسفزۍ له بي بي سي سره په خبرو د پاکستان نامتو خیریه کارکونکي عبدالستار ایدهي له مړینې وروسته وویل د ښاغلي ایدهي ژوند نه موږ باید زده وکړو او نوموړي ته د درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو.
د سامع ازموینې په مرسته پريښې ښوونځی بشپړ کړئ!
که د ځينو مشکلاتو له کبله مکتب په نيم کې درنه پاتې شوی وي او هغه د چا خبره د ښوونځي عمر درنه تېر وي خو زړه...
ناټو ختیځه اروپا کې نوي ځواکونه ځای پر ځای کوي
د ناټو تړون پرون جمعه پرېکړه وکړه چې څلور پوځي لواوې په پولنډ او د بالتیک سمندرګي په درېیو هېوادونوکې ځای پرځای پر ځای...