ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاچا خان پوهنتون د هلکانو او نجونو پر گډې گرځېدا بنديز لگولى

د پاچا خان پوهنتون خپله دا پرېکړه د يوې وينا پاڼې په خبرولو محصلينو ته څو ورځې وړاندې اعلان کړې او ورته ويلي يې دي چې له دې وروسته هلکان او نجونې دې پوهنتون کې دننه گډې ناستې نه کوي او ښځينه محصلينې دې د پوهنتون له نارينه کارکوونکو سره نه گرځي.

25.12.2017 BBC

له چابهار بندره چا ته ګټه رسېږي؟

تېر کال هند، ايران او افغانستان د نړيوال د هليز د جوړولو پرېکړه وکړه، له دې لارې به هند وکولی شي افغانستان ته لار پيدا کړي.

25.12.2017 BBC

عبدالله: جمعیت د عطامحمد نور له لرې کولو سره همغږی و

د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، هیله من دی له بلخ ولایت څخه د عطامحمد نور د ګوښه کېدو لانجه له سوله ییزې لارې حل شي. ارګ د "لیندۍ پر ۲۷مه" اعلان وکړ چې ولسمشر د عطا محمد نور استعفا ومنله او پر ځای یې محمد داوود وګوماره.

25.12.2017 BBC

ګواتیمالا له اسراییلو بیت المقدس ته خپل سفارت لېږدوي

له امریکا وروسته ګواتیمالا دویم هیواد دی چې بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږدولو خبره کوي، د ګواتیمالا ولسمشر جیمي مورالس ویلي، په اسراييلو کې خپل سفارت د بیت المقدس تل اویو ته لېږدوي.

25.12.2017 BBC

"د قدس په اړه د ټرمپ پرېکړې اسلام اباد او تهران سره نږدې کړل"

د پاکستان ابزرورس ورځپاڼه د دغه هېواد د مشرانو جرګې د مشر میا رضا رباني له قوله په یو مطلب کې لیکي، په نړۍ کې وروستیو پرمختیاوو او د ولسمشر ټرمپ پرېکړې چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپیژانده ایران او پاکستان سره نژدي کړي دي.

25.12.2017 BBC

کابل کې د ملي امنیت 'ودانۍ' ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

د افغانستان د کورنیو چاور وزارت وايي، د کابل ښار په شش درک سیمه کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینو په خبره، برید د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې ملي امنیت اړوند ودانۍ د دروازې مخې ته شوی دی.

25.12.2017 BBC

پاپ فرانسیس د کډوالو له حقونو ننګه کړې

پاپ فرانسیس ویلي، د اوسني وخت ډېری خلک له هغو مشرانو په تېښته دي چې د بې ګنا خلکو په وینه تویونه کې هیڅ ستونزه نه لري. نوموړي د نړۍ له خلکو غوښتنه وکړه چې د کډوالو تود هرکلی وکړي.

25.12.2017 BBC

بلوچستان کې د بېړيو کباړول

د پاکستان د بلوچستان هغه سمندر غاړه چې زرلګونه کسان پکې د نړۍ لویې بیړۍ په کباړ بدلوي.

24.12.2017 BBC

کابل کې د هوا ککړتيا څومره لويه ستونزه ده؟

د پلازمېنې کابل په ګډون د بېلابېلو ښارونو هوا د ګاډو ګڼې ګوڼې او فابريکو ډېروالي له امله خورا ککړه شوې، په تېره بيا ژمي کې حالت لا ناوړه کېږي، چې د سونګ بېلابېل توکي په کې کارېږي.

24.12.2017 BBC

جماعت اسلامي: له تعليمي نصابه مو د پاچاخان نوم لېرې کړ

خيبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي پخوانى ايالتي مشر پروفیسور ابراهیم وايي، له تعليمي نصابه ټول هغه سکيولر توکې ايستل شوي چې د نېشنل عوامي گوند حکومت په کې ځاى کړي وو.

24.12.2017 BBC

افغانستان کې جگړه کله ختمېږي؟

د جگړو د ختمېدا يوه کلاسيکه نظريه دا ده چې شخړه هغه مهال پاى مومي چې يوه غاړه په کې بشپړه ماته وخوري او بې له قيد او شرطه ځان تسليم کړي. خو اوسمهال کې دا شونې ده؟

24.12.2017 BBC

له ولسمشره د عطا د ګوښه کېدو په اړه د جمعیت غوښتنې

ټاکل شوې وه د اجراییه مشر د عطا محمد نور د ګواښوونکې وینا په اړه غبرګون وښيي، خو د نامعلوم دلیل له مخې دغه خبرې ونه شوې. ځینو جمعیتیاتو له ولسمشره د زغم او د عطا محمد د ګوښه کولو له پرېکړې د تېرېدو غوښتنه کړې.

24.12.2017 BBC

د سلمان خان فلم په لومړۍ ورځ ۳۳۰ میلیونه روپۍ ګټلي

د سلمان خان او کترینا کیف نوی فلم "ټايگر زنده هې" د تېرې شنبې په ورځ بازار ته وړاندې شو، چې د هند دننه او بهر کې غوغا جوړه کړه.

24.12.2017 BBC

ترکیې د ترهګریزو اړیکو په تور ۲۷۰۰ کسان له هېواده ایستلي

له ترکیې نه رپوټونه وايي، ددغه هېواد چارواکو ۲۷۰۰ کسان له ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو په تور له هېواده ایستلي، چې له ناکامې کودتا وروسته د ټول ټال ایستل شویو شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېږي.

24.12.2017 BBC

۲۰۱۷: د بالیووډ غوغا جوړوونکی کال

۲۰۱۷ د هندي سینما لپاره له غوغا یو ډک او لانجمن کال و. د کرن جوهر له "اې دل هې مشکل" فلمه نیولې د سنجي لیلی بهنسالي تر "پدما وتي" فلمه، د ګنګنا رناوټ او ریتک روشن له جنګه نیولې د کرن جوهر او کاجول د ملګرتیا خلاصون د دغه کال مهم خبرونه ول.

24.12.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more