په سعودي عربستان کې پر سینما بندیز لېرې کېږي
سعودي عربستان اعلان کړی چې تر نژدې دریو میاشتو پورې به په دغه هېواد کې د سوداګریزو سینماګانو پر فعالیت بندیز، لېرې کړای شي. د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې محافظه کارانو اسلامي هویت او فرهنګ ته د ګواښ له وېرې سینماوې وتړلې.
دا چې يو څوک هنرمند وي، نورو ته په څه معنا؟
له يوه داسې هنرمند سره هم خواله لرو، چې ګانا کې د دريځونو د بدلون زيار باسي.
چين د نړۍ د کامرو څار تر ټولو لویه شبکه جوړوي
چين د نړۍ د کامرو څار تر ټولو لویه شبکه جوړوي، نو څومره وخت کې به دوی د بي بي سي خبريال څرک ولګولی شي؟
دسترګو الوتونکي روغتون چې د اړو کسانو درملنې لاسنيوی کوي
د ليد نعمت: د اټکل له مخې ړندوالی ښايي د عمر لوړېدو سره لا زیات شي. په رپوت کې د سترګو هغو الوتونکي روغتون سره مله کېږو، چې د اړو کسانو درملنې لاسنيوی کوي.
د بیت المقدس برخلیک پر ټوکېدلی کرکېچ
برسلز کې يې د کتنې پر مهال پر مخونو موسکا، خو اروپايي ټولنې د بينيامين نتنياهو دا غوښتنې رد کړې چې د امريکا پر پله پل کېږدي، او بيت المقدس د دوی د پلازمېنې په توګه وپېژني.
مرکه: د ګياوو درمل ولې اوس هم مینه وال لري؟
طبابت او روغتيا پالنه کې له پرمختګ سره سره اوس هم ډېر افغانان د ګیاوو درمل کاروي.
يوناني او د ګياوو درمل اوس هم مینه وال لري
يوناني او د ګياوو درمل اوس هم مینه وال لري او په افغانستان او پاکستان کې ډېر د درملنې لپاره ورته مخه کوي، لاملونه يې څه دي؟
افغان چارواکي: د احتمالي طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره مرستې چمتو شوي
په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې وړاندوینه کړې چې سږ کال به په افغانستان کې ژمی د نورو کلونو پرتله ډېر سوړ او اورښتونه به هم پکې ډېر وي. د دغې ادارې چارواکي وايي د احتمالي طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره مرستې یې په ولایتونو کې چمتو کړي.
د نیویارک بس تمځای کې چاودنه شوې
د نیویارک ښار پولیس وايي یو کس یې ددغه ښار په منهتن سیمه کې وروسته له هغه نیولی چې د یوې چاودنې خبر ورکړل شو. د اوروژنې چارواکي وايي چې څلور کسان ټپیان دي خو حالت یې نازک نه دی او د پولیسو په وینا نیول شوی کس هم ټپي شوی دی.
عبدالله عبدالله: پارونکې څرګندونې د پردیو تبر ته لاستى اچول دي
د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې د وزیرانو غونډه کې غږېده، د چا نوم وانخیست، خو په ښکاره یې اشاره د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار پرونیو څرګندونو ته وه چې په واک او امتیازونو کې یې د ځینو سیمو او توکمونو ونډه تر نورو ډېره بللې وه.
د ونزویلا ولسمشر مخالفان له ټاکنو منع کوي
د ونزويلا ولسمشر نیکولاس مادورو وايي، د دې هېواد مهمو مخالفو ګوندونو ته د راتلونکي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
کرېکټ: افغانستان او هندوستان لومړنۍ ټېسټ لوبه کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، ملي لوبډله به یې په راتلونکي کې د لومړي ځل لپاره د هندوستان د کرېکټ له ملي لوبډلې سره پنځه ورځنۍ یا ټېسټ لوبه وکړي.
"افغانستان کې کار پر مهال غبرگونونه را ته ډېر حيرانوونکي و"
خپل هېواد کې کار نوې او په زړه پورې تجربه وه. په رښتيا خپلو خلکو ته چوپړ او د خپلو وگړو په منځ کې ژوند خوندور وي. خو د کار ځينې اړخونه بيا راته ډېر حيرانوونکي وو. له دغو هېښوونکو اړخونو يو، د کاري غونډو پرمهال زما وړانديزونو ته د همکارانو غبرگونونه وو.
سوډان: ښځې د ازادو پرتوګونو په اغوستو زنداني شوې
د سوډان پولیسو هغه ۲۴ ښځې نیولي چې په یوه محفل کې یې ازاد پرتوګونه (شلوارونه) اغوښتي وو. که نیول شوې مېرمنې پر دغه کار د محکمې له خوا پړې وپېژندل شي، نو جزا به یې ۴۰ دورې وهل یا نغذې جریمه پرېکول وي.
کولبه او کرنه څنګه د عصري اقتصاد سبب شوه
تصور وکړئ چې تمدن له منځه تللی او زموږ دا پېچلې عصري نړۍ پای ته رسېدلې، پدې پسې مه ګرځئ چې ولې داسې شوي ښايي یوه ساري ناروغي، خورا خطرناکه ویروسونه،اټومي جګړه یا وژونکي ماشینونه او روباټونه یې سبب شوي وي.