عرب لیګ د علي عبدالله صالح وژنه غندلې
عرب لیګ د یمن د پخواني ولسمشر، علي عبدالله صالح وژنه غندلې ده. یمنی ولسمشر، پرون د ده یو وخت ملاتړو، هوثي یاغیانو، وواژه.
''افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لا هم اندېښنې شته''
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي ولسي وګړي په زیاتېدونکي ډول د کورنیو او بهرنیو ځواکونو او د هغوی د مخالفینو په نښتو کې کې کړېږي او زیان ور اوړي.
افغان لوبډلې ايرلنډ ته په ۱۳۸منډو ماته ورکړه
د نننۍ لوبې پچه ايرلنډ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سر ۲۳۸ منډې جوړې کړې. ايرلنډ و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې د ۱۰۰منډو په جوړولو وسوځېده.
له ازبکستان سره د افغانستان نوي تړونونه
ولسشمرانو اشرف غني او میرضیایف په تاشکند کې د خبرو پر مهال د نژدې ۲۰ تړونو په لاسلیکولو د دواړو هېوادو اړیکي نوې پوړۍ ته پورته کړل. ټاکل شوې کابل او تاشکند د بل میلادي کال له پیله د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، ترانزیت او لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ څو برابره کړي.
د عکسونو البوم: کابل کې صنعتي نندارتون
د کابل په بادام باغ کې (د ملي صنایعو) په نوم د افغان صنعتي توکو یو نندارتون جوړ شوی و، چې دا ځل افغانستان جوړ درمل هم پکې اېښودل شوي وو.
دوه ډاکتران د ماشوم مړ ګڼلو له امله له دندې ګوښه شوي
د هند په نوي ډيلي کې د یوه روغتون دوه ډاکټران له دې امله له دندنې ګوښه شول چې په تېروتنې سره یې نوزېږی ماشوم مړ ګڼلی و.
د سعودي شهزادگانو شمېر څومره دی؟
هغه کسان چې ادعا کوي، د سعودي عربستان په اړه کره معلومات لري، ښايي ونه ویلی شي چې هلته څومره شهزادگان دي.
افغانستان کې د القاعده مشر عمر خطاب او د هغه لسګونه وسله وال وژل شوي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یې چې په غزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې تر سره شول، په افغانستان کې د القاعده ډلې مشر عمر خطاب او د هغه لسګونه وسله وال وژلي دي.
"سوله الماس" په ۶٫۵ میلیون ډالر
د امریکا نیویارک په یوه لیلامځي کې د سیرالیون یو ۹۰۷ قیراطه (د وزن واحد) لرونکی یو الماس په ۶٫۵ میلیون ډالر وپلورل شو.
لویو ښارونو کې دنګو ودانیو د خلکو ستر له منځه وړی
په لوړو ودانیو کې د خلکو ستر او پرده له منځه وړل، اوس د افغانستان په ډېریو ښارونو کې پر یوې ننګونې بدل شوی. د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د قانون خلاف لوړې ودانۍ جوړې شوې چې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی.
منصور هادي یمنیان حوثي ضد پاڅون ته بللي
یمن کې د حوثیانو مشر د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وژنه یوه "استثنايي او لویه ورځ" بللې او عبد ربه منصور هادي یمنیان د حوثیانو جګړې ته وربللي دي.
"د امریکا غوښتنې تکراري دي، خو پاکستان غوږ نه ګروي"
ښاغلي متیس له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د وسله والو ډلو پرضد چې د پاکستان له خاورې ګټه اخلي او په افغانستان کې بریدونه کوي خپلې هڅې پراخې کړي.
د امریکا سترې محکمې د کډوالۍ په اړه د ټرمپ فرمان تایید کړ
د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ حکومت ته اجازه ور کړه چې امریکا ته د شپږو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ په اړه د نوموړي وروستی فرمان بشپړ پلی کړي.
له ایرلنډ سره کرېکټ لوبې: د افغان لوبډلې د غوړېدا مهم فرصت
افغانستان په شارجه کې له ایرلنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې پیلوي. دا لوبې د راشد خان او محمد نبي لپاره ښه فرصت دی چې د نړۍ غوره لوبغاړو سر کې ځای خپل کړي.
افغانستان کې ګاونډيانو ته د دنګو ودانيو سرخوږی
افغانستان او د پښتونخوا کې د پرديو له سترګو د انګړونو پټول او پرده يو لوی ټولنيز ارزښت ګڼل کېږي. خو د افغانستان په ډېرو ښارونو کې بيا شتمن او زورواکي اوس دنګې ودانۍ جوړوي چې ځينو حالتونو کې یې د خپلو ګاونديانو لپاره په یو سرخوږي اوښتی دی.