احمد اباد کې د پتنګ جنګولو فیسټیوال
د هند احمد اباد کې د پتنګ جنګولو ۲۹ نړیوال فیسټیوال جوړ شو. په دې جشن کې ډېر خلکو ګډون کړی او اسمان یې په رنګارنګ پتنګانو ښکلی کړی دی.
پېغلې زدکوونکې په سیند له تېرېدلو منع شوې
د ګانا په یوه سیمه کې زدکوونکې د حیض یا میاشتنۍ نارغۍ او د سې شنبې په ورځ پر افن سیند له تېرېدلو منع شوې. دا بندیز د ځايي سیند دیوتا( الاهې) له خوا دی، خو د ماشومانو د حقونو ملاتړې ادارې پرې اعتراض کوي.
"د پراخو مظاهرو له ویرې لندن ته د ولسمشر ټرمپ سفر لغوه شو"
ډونلډ ټرمپ لندن ته خپل سفر چې په پام کې وه راتلوونکې میاشت ترسره شي او په ترڅ کې یې د امریکا د سفارت نوې ودانۍ چې د یو ملیارد ډالرو په لګښت جوړه شوې پرانیځې د پراخو مظاهرو له ویرې لغوه کړ.
"د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي افغانستان ته ځي"
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر پرون (پنجشنبه) وویل د امنیت شورا د غړو هېوادونو چارواکي غواړي له افغانانو سره د یووالي د څرګندولو او د دوی له اړتیاوو او هیلو د ځان خپرولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
"ولسمشر ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه لګوي"
د امریکا د مالیې وزیر سټیف منوچېن وايي، تمه لري چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه ولګوي. دا به له هغو بندیزونو سره توپیر ولري، چې پر ۲۰۱۵ کال د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام پر سر د شوي جوړجاړي په پایله کې لرې شوي وو.
ولسمشر غني له جنرال رازق سره څه کوي؟
جنرال رازق په کندهار کې چې د طالبانو مرکز و د دغې ډلې په يوۀ سخت غليم بدل شوى، خو سره له دې هم له ارگ سره يې اړيکي ښه نه دي.
په اچين کې د ناټو ځواکونو او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې
راپورونه وايي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو او سیمه يیزو پاڅونوالو ترمنځ نښته او ورپسې شوې بمبارۍ کې اته پاڅونوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د کرېکټ راتلونکې نړيوالې اتلولۍ لپاره د غوراوي سيالۍ
دغو سياليو کې لس لوبډلې برخه اخلي چې اتو لوبډلو افغانستان، ايرلنډ، زېمبابوې، وېسټ انډيز، هالنډ، سکاټلنډ، هانګ کانګ او پاپا نيو گيني ورته لا وړاندې لار موندلې او نور پاتې دوه لوبډلې به د ورلډ کرېکټ ليګ دويم ډېوژن سياليو څخه غوره شي.
افغان حکومت له څرخي پله زندانه د حزب اسلامي ۷۵ بندیان خوشي کړل
افغان حکومت له حزب اسلامي سره د شوې هوکړې او د ولسمشر د بښنې د فرمان له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د بندیانو بله ۷۵ کسیزه ډله هم خوشې کړه. په دوی کې داسې کسان هم وو، چې محکمې یې د بند موده ۲۰ کاله ټاکلې وه. حزب اسلامي د خپلو کابو دوه نیمو زرو نورو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه هم کوي.
واشنګټن امریکایانو ته: پاکستان ته پر خپل سفر 'بیا غور وکړئ'
د امریکا متحدو ایالتونو له خپلو وګړو غوښتي چې پاکستان ته د سفر پرمهال خپل امنیت ته پام وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکایان باید د ترهګریزو ګواښونو له کبله پاکستان ته پر سفر ښه غور وکړي.
"بهرنیان ايتوپيايان په زویولۍ/لورولۍ نه شي اخیستی"
په ايتیوپیا کې د بهرنیو وګړو له خوا د دغه هېواد د ماشومانو په زویولۍ یا لورولۍ اخيستلو باندې د دې وېرې له کبله بندیز لګول شوی چې دغو ماشومانو ته په بهر کې ښه پام نه کېږي او ځورول کېږي.
واشنګټن له تهرانه د "سوله ییزو" لاریونیانو خوشي کول غوښتي
د امریکا متحدو ایالتونو د "سوله ییزو" لاریونیانو په حق کې د ایراني مشرانو کړنې "زړه بوږوونکې" بللې او د حکومت ضد سوله ییزو لاریونونو پرمهال یې د نیول شویو لاریونیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې.
فضا کې د انسان بدن څنګه تغییر مومي؟
د جاپاني ستورمزلي نورشیګي کانای نوم وروسته تر هغه د دې اونۍ د خبرونو په سرلیکونو کې راغی چې ویل یې په نړیواله فضايي اډه کې د خپل درې اونیز ماموریت پرمهال ۹ سانتیمتره اوږد شوی دی.
لسګونه پښتو اثار لرونکی روسی پښتو پوه ومړ
په روسيه کې د پښتو ژبې استاد، څېړونکی او ختيځپوه پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف د ۹۸ کلونو په عمر ومړ. نوموړي تر څلوېښتو ډېر پښتو کتابونه لیکلي او ژباړلې دي.
افغان حکومت د حزب اسلامي بله ډله بندیان خوشي کوي
ټاکل شوې نن (پنجشنبه، جنوري ۱۱مه) د افغانستان حزب اسلامي د بندیانو بله ۹۰ کسیزه ډله هم له څرخي پله بنده خوشې شي. دا بندیان د یاد ګوند او حکومت تر منځ د سولې د هوکړې له مخې خوشي کېږي.