د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی ټاکل شوی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ویل شوي، سید حفیظ الله هاشمي یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه ټاکلی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د درېیو په شرایطو برابرو کاندیدانو د اسنادو تر ارزولو وروسته، ښاغلی هاشمي پر دغې دندې ګومارل شوی دی.
ایران کې د قاچاق په تور لسګونه افغانان اعدام شوي
په دې وروستیو کلونو کې شاوخوا ۹۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي. په دې تور چې مخدره مواد یې هغه هېواد ته قاچاقول.
کابل کې اتڼ فېسټوال
کابل په لومړي ځل لپاره د اتڼ فیستیوال کوربه و چې له نهو ولایتونو په کې بیلابیلو کسانو د خپلې سیمې اتڼ نندارې ته وړاندې کړ.
اسلام اباد کې د پښتو موسیقۍ زده کړې مرکز
په اسلام اباد کې د موسیقۍ زده کړې یو مرکز پرانیستل شو. په دې مرکز کې به پښتو موسیقي هم نورو ته ور ښوول کېږي.
'سایکل چلول د نارینه وو جنسي روغتیا نه زیانمنوي'
یوې نوې څېړنې ښودلې چې سایکل چلول د نارینه وو جنسي روغتیا نه زیانمنوي. مخکې داسې ویل کېدل چې بایسکل ښایي د نارینه وو پر جنسي ځواک او د تشو میتیازو د کولو پر وړتیا بده اغېزمنه وکړي.
د خوشال خټک غږيز کتاب - ۸۶ مه برخه
خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
د خوشال خټک غږيز کتاب - ۸۷ مه برخه
خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
امریکا ته د ایران غبرګون: پر لاریجاني بندیزونه له سرو کرښو اوښتل دي
ایران وايي، د دغه هېواد عدلیې پر مشر ایت الله صادق آملي لاریجاني د بندیزونو له لګولو سره امریکا متحدو ایالتونو له سرې کرښې ګام اړولی. د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ورته اقدام خبره کړې، خو دا یې نه دي ویلي، چې دوی به څه ډول اقدامات کوي.
للو للو: د غورځنګ او خويندو کيسه
غورځنګ یو ښکلی کب و ده دوې خویندې هم درلودې د یوې نوم څپه او د بلې نوم کوبۍ و غورځنګ ډېر زړور کب و، پوهېږی ولې؟ کیسه وګورئ.
سعودي عربستان کې د ښځو لپاره د موټرو پلور لومړنی پلورنځی
د سږ کال له جون میاشتې به سعودۍ ښځې قانوناً وکولای شي ګاډي وچلوي.
د پولیسو مسلکي کېدو ته د افغان حکومت پلان
افغان حکومت وايي پولیس ځواکونو کې د واک او ځواک پر ژوندي کولو تمرکز کوي. د کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي د پوليسو په مديريت کې د نوو سمونونو په توګه يې په پولیسو کې پر مهمو دندو د ګمارنې او ترفېع ډول بدل کړی. نوموړی وايي پر پوليسو د باور د ډېرېدو او د قانون د پلي کېدو لپاره د دغه ځواک پر مسلکي کېدو کار کوي.
ملاله: 'د زینب کیسې مې زړه مات کړ'
'تښتونه، جنسي تېری او بیا زندۍ کول او وژل'، دا ټول د پاکستان پنجاب ایالت قصور کې د جنورۍ پر څلورمه د شاوخوا ۷ کلنې زینب انصاري په برخه شول. هغه د قرآن زده کولو درس ته پر لار وه چې وتښتول شوه.
څلرویشتو ګړیو کې د پاکستان درې ماتې
تېرې څلرویشت ګړۍ د پاکستان د کرېکټ چارواکو او مینوالو لپاره ښې نه وې، دغه هېواد له هند، نوي زیلنډ او افغانستان درې ماتې وخوړې.
"له ایرانه مو خپل مړي په پیسو واخیستل"
د افغانستان تخار کلفګان ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي د غریبۍ له له امله یې ځوانان ایران ته ځي، خو هلته بیا د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو د مرګ سزا ورکول کېږي. دوی ادعا کوي چې له اعدام وروسته د خپلو دوستانو مړي له ایرانه په پیسو اخلي.
افریقايي ټولنه: ټرمپ باید بښنه وغواړي
افریقایې ټولنې، چې د ۵۵ هېوادونو د لویې وچې استازیتوب کوي، له ډونلډ ټرمپ نه غوښتي چې د خپلو سپکوونکو څرګندونو بښنه وغواړي. ټرمپ ځینې افریقايي او بې وزله هېوادونه 'خیرن' بللي وو.