BBC
 شاته

امریکا ته د ایران غبرګون: پر لاریجاني بندیزونه له سرو کرښو اوښتل دي

ایران دا وروستیو کې له حکومت ضد مظاهره کوونکو سره د ایران حکومت چلند په تړاو پر ایراني چارواکو سختې نیوکې کړې د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران دا وروستیو کې له حکومت ضد مظاهره کوونکو سره د ایران حکومت چلند په تړاو پر ایراني چارواکو سختې نیوکې کړې

ایران وايي، د دغه هېواد عدلیې پر مشر ایت الله صادق آملي لاریجاني د بندیزونو له لګولو سره امریکا متحدو ایالتونو له سرې کرښې ګام اړولی. د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ورته اقدام خبره کړې، خو دا یې نه دي ویلي، چې دوی به څه ډول اقدامات کوي.

د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و د ۲۰۱۵ کال ایران د اتومي پروګرام هوکړې بدل کې د بندیزونو نرمښت وروستی ځل لاسلیکوي. ورته مهال متحدو ایالتونو پر ۱۴ شخصیتونو او ادارو له حقونو د سر غړونې په تور نوي بندیزونه ولګول.

ولسمشر ټرمپ وویل امریکا او اروپا ته 'وروستی فرصت ' ورکوي، چې د ایران اتومي پروګرام پر سر هوکړه کې 'ناوړه نیمګړتیاوې ' سمې کړي.

دغه هوکړه ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ شوې وه. سپینه ماڼۍ د اروپايي ټولنې له لاسلیکونکو غواړي پر ایران د یورانیمو بډاینې په تل پاتې بندیزونو هوکړه وکړي.

"ولسمشر ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه لګوي"

ډونلډ ټرمپ وروستی ځل د ایران اتومي هوکړه لاسلیکوي

د ایران اتومي پروګرام په اړه لا هم اختلافونه شته

خو د اوسنۍ هوکړې له مخې دغه بندیز ۲۰۲۵ کال کې پای ته رسېږي. ولسمشر ټرمپ دغه راز غواړي د ایران بالیسټیک توغندیو پروګرام په باب هم خبرې وشي.

که څه هم پر اتومي پروګرام له هوکړې وروسته متحدو ایالتونو پر ایران لګېدلي بندیزونه لري کړي دي، خو د توغندیز پروګرام، بشري حقونو او ترهګرۍ اړوند مسایلو له کبله امریکا لا هم ایران ته د سزا ورکولو اقدامات کوي.

د جمعې پر ورځ د امریکا حکومت یوه اعلامیه کې وویل، چې ایت الله آملي لاریجاني (ایران کې د زندانیانو په نا انساني، ظالمانه، سزاګانو، ځورونې، سپکاوي د بدن غړو غوڅولو کې مسوول دی.) نوموړي دا وروستیو کې ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال د 'بلواګرو ' او 'ورانکارو ' خلاف د عملیاتو غوښتنه کړې وه.

د ایران غبرګون

ایران وايي د امریکايي بندیزونو له کبله دوی د ۲۰۱۵ کال له هوکړې اقتصادي ګټه نه ده پورته کړې.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: د 'لاریجاني خلاف ' د ټرمپ رژیم له دښمنۍ ډک اقدام په نړیواله ټولنه کې له ټولو لارو له سرو کرښو اوښتنه، د نړیوال قانون سرغړاوی دی او یقیناً د اسلامي جمهوریت له لوري به د یو لړ اقداماتو له لارې به ځواب شي.

د انځور حقوق MFA
Image caption بهرنیو چارو وزارت د ورته اقدام خبره کړې، خو دا یې نه دي ویلي، چې دوی به څه ډول اقدامات کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د جمعې پر ورځ وویل دا د یوې 'پخې ' هوکړې خرابولو لپاره 'ناخوښه هڅه ده '.

د ایران او شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ دغه هوکړه کې ایران منلې وه، چې د یورانیمو بډای کولو بهیر به په جدي توګه سوکه کوي، د بډای شویو یورانیمو خپله زېرمې به تصفیه کوي، د درنو اوبو یوه کارځای کې به بدلونونه راولي، چې دغه هېواد و نه شي کړای اتومي بم جوړ کړي.