ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


"هند افغان ځواکونو ته کارېدلې الوتکې اخلي"

هندو ورځپاڼه لیکي چې هند په پام کې لري افغان ځواکونو ته کارول شوې الوتکې له نورو هېوادونو وپیري.

21.12.2017 BBC

ټرمپ د بیت المقدس د پرېکړې مخالفو هېوادونو ته د مرستو بندېدو ګوتڅنډنه کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو هېوادونو ته، چې امریکا ور سره مالي مرستې کوي، خبرداری ورکړی که د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو خلاف رایه ورکړي، شونې ده مالي مرستې پرې بندې کړي.

21.12.2017 BBC

"د نور لرې کول شمال د داعش او طالبانو له خطر سره مخامخوي"

د بلخ والي لرې کولو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ تر پرېکړې وروسته د افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف ویلي، له بلخ ولایت نه د عطا محمد نور لرې کول د افغانستان د شمال امنیت له "جدي خطر" سره مخامخوي او د طالبانو او داعش واکمنۍ ته لاره هواروي.

21.12.2017 BBC

ایران کې ۵٫۲ درجې زلزلې یو کس وژلی ۹۷ نور ټپیان دي

د ایران پروخت نیمه شپه ایران کې د ریختر په کچه ۵٫۲ زلزلې لږترلږه یو کس وژلی او ۹۷ نور یې ټپیان کړي دي. زلزلې تهران ولسوالي، البرز، قزوین، قم او ګیلان سیمې لړزولې دي.

21.12.2017 BBC

ډاکټر ندیم: پاکستان کې د پولیو پېښو کچه ټیټه شوې ده

قبايلي سيمو کې د پوليو ضد پروگرام مسوول ډاکټر نديم جان وايي په پاکستان کې له ١٩٩٤ م کاله وړاندې هر کال له ٢٠ تر ٢٥ زره ماشومان گوزڼ وهل، خو اوس دا شمېر کم شوی.

20.12.2017 BBC

د کرک نیمه پېړۍ پخوانی څاه

د خيبر پښتونخوا کرک کې د هغه څا حال ګورو، چې يوه نيمه پېړۍ مخکې د انګرېز واکمنۍ پر مهال کيندل شوی او لا اوس يې هم خلک له اوبو ګټه اخلي.

20.12.2017 BBC

''امریکا سیمه ییزه مشري هغه چا ته ورکوي، چې د اتومي وسلو سیالي یې پیل کړې''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميې کې هند په اشارې سره ویل شوي، امریکا هغه هېواد ته مشري ورکوي، چې په سویلي اسیا کې يې د اتومي وسلو پېل کړی او ترهګري د دولتي تګلارې برخه ګڼي.

20.12.2017 BBC

نجونې د وطن سترګې هلکان یې د ملا تير

ښځه به هم ولې د سړیو ارمان نه کوي کله چې یې د ژوند اساسي پریکړې په دوی پورې تړلې. ما خپله څو ځله شاخوا لیدلې چې د کور نژدې نارینه به یې نه و، ښځې به یې تربورونو په میراث کې سره ووېشلې، لکه متاع او نوره ځمکه چې یې سره وېشله.

20.12.2017 BBC

"د کندهار شاوليکوټ کې پوليو پېښې د نړۍ له هرې بلې ولسوالۍ ډېرې دي"

د ملگرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکى "توبي لېنزر" اندېښنه څرگنده کړې چې په دې وروستيو کې په کندهار کې د پوليو پېښې ډېرې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سوېل، سوېل ختيځ او د کابل په ختيځو سيمو کې د ماشومانو گوزڼ ضد واکسين نوى کمپاين پيل شوى.

20.12.2017 BBC

کابل کې د جرمني سفارت بېرته خپل کار پیلوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر زیګمار ګابریل سره په کتنه کې د جرمني دولت هغه پرېکړه وستایله چې کابل کې خپل سفارت بیا فعالوي.

20.12.2017 BBC

د بلخ نوی والي: د جمعیت ګوند ډېری غړي پر ما راضي دي

د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داود وایي، هر کله چې ولسمشر ورته لارښوونه وکړي، د بلخ د والي په توګه به خپله دنده پيل کړي. ښاغلي داود له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، له عطا محمد نور پرته د جمعیت اسلامي ګوند ډېری غړي د ده پر نوې دنده خوښ دي.

20.12.2017 BBC

د انوشکا او ویرات پر واده د ملتپالنې بحث

د هند هنرمنې انوشکا شرما او کرېکټر ویرات کولي په ایټالیا کې واده وکړ. دغه کار یې ځینې خلک د ملتپالنې او هېوادپالنې خلاف بولي.

20.12.2017 BBC

"شاولیکوټ نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ مرکز دی"

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په اړه یوه مطلب کې لیکي، سږ کال په دغې ولسوالۍ کې چې ځینې برخو کې یې طالبان هم فعال دي، څلور نوې مثبتې پېښې رامنځته شوې او دا د ورځپاڼې په وینا د نړۍ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پنځمه برخه مثبتې پېښې دي.

20.12.2017 BBC

جمعیت ګوند د نور لرې کول د ارګ انحصار غوښتونکی ګام بولي

جمعیت اسلامي ګوند د بلخ والي عطا محمد نور لرې کېدل د ارګ د انحصار غوښتنې ګام بللی او په وینا یې دغه ګوند "د افغانستان د خلکو له منل شوي او روا حق د دفاع لپاره هر ګام اخیستل ځان ته اړین بولي".

20.12.2017 BBC

ویرجینیا کې دوو سپو خپله څښتنه وژلې

پولیسو د ۲۲ کلنې بتاني اسټیونز د مړي له موندنې څلور ورځې وروسته د دویم ځل لپاره خبري ناسته کې خلکو ته د هغې د مړینې په اړه توضیحات وړاندې کړي او د هغې د مړینې په هکله ناسمې ګنګوسې رد کړې.

20.12.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more