پاکستان کې په یوه ورځ دکرونا څه کم پینځه زره پېښې،حکومت وایي بیا سخت لاک ډاؤن په ځائ کوي
پاکستان کې د یو شواروز دننه د کرونا وایرس دڅه کم پینځوؤ زرو پېښو مخې ته له راتلو وروسته حکومت ویلي دي چې سر دوباره سخت لاک ډاؤن یا پر فعالیتونو بندیز پځائ کوي.
پیوستون او یووالی، په امریکا کې د تاوتریخجنو مظاهرو بله څېره
ّپه امریکا کې ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي، خو د مظاهرو بله څېره د مظاهره چیانو او پولیسو پرمنځ پیوستون او یووالی ښيي. مظاهرې د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یوه تورپوستي تر مړینې وروسته پیل شوې. مظاهره چیان د هغه څه پرضد سړکونو ته راوتلي چې دوی یې په ټولنه کې «سیسټماتیک تبعیض» ګڼي.
د کرونا تازه پېښې او د قرنطین غځولو په اړه د افغان کابینې نوې طرحه
له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د افغان کابینې د نوي طرحې په اساس د ټولو دینې مدرسو، ښوونځیو او.
بدخشان کې د ماین چاودنې ۱۱ محلي پولیس وژلي
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په «خاش» ولسوالۍ کې د یو قوماندان په ګډون ۱۱ محلي پولیس د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو په اړه د اسلام اباد ادعا ته د کابل غبرګون
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ویلي و «تحریک طالبان پاکستان» د هند په مرسته.
خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره دوحې، کابل او اسلام اباد ته سفر پيل کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو سفرونو د لړۍ په دوام پرون جمعه دوحې، اسلام اباد او کابل ته سفر پیل کړی دی.
اندونیزیا کې دوه کسان د "زنا" په تور په درو ووهل شول
په اندونیزیا کې چارواکو یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې د "زنا" په تور ۱۰۰-۱۰۰ درې ووهل.
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
کروناویروس؛ هسپانیا بله میاشت سیلانیانو ته دروازې پرانیزي
په هسپانیا کې چارواکي وایي چې د جولاۍ له لومړۍ نېټې څخه به د نړیوالو سیلانیانو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي.
زابل کې د ماین چاودنې او جګړې کې ۱۰ افغان پولیس وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دزابل په ولایت کې د سړک غاړې ماین له چاودنې وروسته د افغان پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
امریکايي ځواکونو په طالبانو هوایي بریدونه کړي
په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونه وایي چې په کندهار او فراه ولایتونو کې یې په وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
امریکا کې د ګرځبندیز سربیره مظاهرې روانې دي
په داسې حال کې چې د امریکا په واشنګټن ډي سي او ځينو نورو ښارونو کې د شپې له اتو بجو وروسته په ګرځېدو بندیز لګول شوی، زرګونو کسانو په بېلابېلو ښارونو کې بیا هم مظاهرې ورکړې.
له بې وزلۍ او جنسي تاوتریخوالي سره د کورونا ویروس تړاو
پر دې موضوع ملالۍ بشير د ملګرو ملتوونو له خوا د ختيځو ولایتونو لپاره د ځوانانو له استازې مقدسې احمدزۍ سره خبرې کړې. مقدسه احمدزۍ په ننګرهار ولایت کې یو خیریه بنسټ هم لري چې له خلکو سره مرستې کوي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
پاکستان: د کرونا وايرس څخه نور ۶۸ تنه مړه، د اغېزمنو شمېره ۹۰زرو ته نزدې شوې
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۶۸ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۱۸۳۸ ته رسېدلې ده.
په سیمه او نړۍ کې د کورونا وروستی حال
واشنګټن: په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۸۵۰۰۰ څخه زیات شوی او د مړو شمېر پکې ۱۷۷۰ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۸۳۰۰ څخه زیات شوی او د مړو شمېر پکې ۳۰۰ رپوټ شوی. د افغانستان او پاکستان په ګاونډیو هندوستان او ایران کې هم په کورونا وایرس باندې زیات خلک اخته او ترې مړه شوي دي. په هندوستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۲۶۰۰۰ څخه اوړي چې تر ۶۳۰۰ زیات یې مړه شوي دي. په ایران کې که څه هم په کورونا د اخته کسانو شمېر له هندوستان څخه کم دی او ۱۶۴۰۰۰ ته رسېږي خو له کورونا څخه د مړو شمېر پکې زیات او له ۸۰۰۰ اوړي. وروستۍ شمېرې ښيي چې په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۶.۷ میلینو څخه زیات شوی او د مړو شمېر له ۳۹۳۰۰۰ څخه اوختی دی. یواځې په امریکا کې په کورونا وایرس باندې له ۱.۹ میلینو زیات خلک اخته او تر ۱۱۰۰۰۰ زیات خلک مړه شوي دي. تر امریکا وروسته په برازیل کې په کورونا وایرس باندې زیات خلک اخته شوي چې شمېر یې له ۶۱۵۰۰۰ څخه اوړي. په دغه هېواد کې تر ۳۴۰۰۰ زیات کسان له کورونا څخه مړه شوي دي. په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو له ډلې څخه تر درې میلینو زیات کسان په بشپړه توګه ښه شوي هم دي.