ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې له سپنې ماڼۍ سره نږدې د پولیسو او مظاهره چیانو اخوډب

د امریکا متحده ایالتونو د پولیسو په نظارتخونه کې د افریقايي توکمه امریکايي جورج فلویډ په مرګ پسې د پیل شویو مظاهرو په شپږمه ورځ تاوتریخوالی لا ډېر شوی دی. که څه هم نږدې څلوېښتو ښارونو کې ګرځبندیز لګېدلی، خو ډېرو خلکو پام نه دی ورته کړی او له همدې کبله ترینګلتیا ‌‌‌‌‌‌ډېره شوې.

01.06.2020 BBC

فتانه: تر قبر جوړېدو مخکې دې د ډاکټر نجیب د وژلو لامل معلوم شي

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله مېرمنې دوکتور فتانه نجیب الله د خپل خاوند د وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

01.06.2020 امریکا غږ

د جاسوسۍ تور؛ هند له پاکستاني ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، نوي ډېلي کې یې د پاکستان دوه ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور د لنډ وخت لپاره نیولي دي او بیا یې ترې غوښتي چې ۲۴ ګړیو کې له دغه هېواد ووځي.

01.06.2020 BBC

افغانستان کې د یوه حکیم له لوري 'د کرونا ضد درملو' جوړول لانجمن شو

په کرونا ویروس اخته کسان یا د ناروغانو د کورنۍ لسګونه غړي سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت منع کړي و د حکیم الکوزي په لاس د جوړو شویو درملو د ترلاسه کولو لپاره انتظار ایست.

01.06.2020 ازادي راډیو

د ټرمپ د بیاناتو په اړه د فیسبوک او ټویټر کمپنیو اختلافي نظریات – دلیل یې څه دی؟

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په همدې ورځو کې د سوشل مېډیا په اړه یو بیان هم په ټويټر او هم په فیسبوک خپور کړ. سره له دې چې ووټرانو ته د غلطو معلوماتو او د تشدد د شایع کولو په برخو کې ټوېټر او فیسبوک یو بل ته ډېر ورته او نږدې پالیسۍ لري، خو د ټرمپ د بیان په هکله دغو دوو پلټفارمونو، یو له بله ډېر بدل غبرګون ښکاره کړ. دا د نظریاتو تفریق څرګندوي چې کله د سیاسي فېصلو خبره مخ ته راشي، نو سېلیکان والي (Silicon Valley) چې د امریکا د ټکنالوژۍ مرکز ګڼل کیږي، یوه خُله ندي او متفق دریځ نلري. د صدر ټرمپ پر دوو ټویټونو چې د ډاګ له لارې ووټ ورکول یې "جعلي" گڼلي و، او پیشبیني یې کړې وه چې د نوامبر میاشت په انتخاباتو کې به ستونزې مخې ته راشي، ټویټر ورباندې د خبردارۍ لېبل ولګاوه. همدا شان ټویټر د ټرمپ په یو بل ټویټ باندې د سختې خبردارۍ لېبل ولګاوه او هغه یې ډیموټ کړ. په دې ټویټ کې ټرمپ د مینياپلس ښار د وروستیو مظاهرو په هکله ویلي و چې کله لوټ شروع شي، نو ډزې پیلېږي.  مګر د ټرمپ همدا بیانونه چې په فېسبوک خپاره شول، فیسبوک ورباندې کوم عمل ونکړ او بیانونه یې پخپل حال پرېښودل. د هاروارډ یونیورسېټۍ د ډيجیټل پلټفارمونو د منصوبې یو مشر ډېپیان ګاش وویل: "فېسبوک نه غواړي چې ځیني ځانګړې ټولنې پردۍ کړي. فیسبوک نه غواړي هغه ګڼ شمېر خلک له نظره وغورځوي کوم چې هغوی پر صدر باور لري او ټویټونه یې خوښوي." هغه زیاته کړه چې ټويټر پخوا هم سخت دریځونه خپل کړي دي، لکه په تېر نوامبر میاشت کې چې په ټولو سیاسي اعلانونو (کمېرشلونو) یې پابندي ولګوله. د دې کار یو دلیل دا دی چې فیسبوک – تر ټویټر غټه کمپنۍ له زیاتو مشترکینو سره – د خپل سایز او اختیاراتو په سر له سرکاري منتظمینو سره په جنجال کې پاته ده او په کوم بل جنجال کې ګیره شي، نو ډېر څه لري چې د لاسه به یې ورکړي. بل دلیل یې دا کیدی شي چې د فیسبوک او ټویټر کمپنیو مشران په معاشرې کې د خپلو کردارونو په اړه متفق نظر نلري.  د فیسبوک مشر مارک زاکربرګ د جمعې په ورځ په خپل یو پوسټ کې ولیکل: "زمونږ تګلاره دا ده چې مونږ باید د اظهار رای دپاره د ممکن حده پورې وسایل برابر کړو، تر هغه حده پورې چې اظهار رای هغه ځانګړي فوري رېسکونه او خطرې پیدا نکړي کوم چې په پالیسیو کې په ډاګه شوي دي." زاکربرگ همیش دا ویلي چې فیسبوک نه غواړي "د حقیقت منصف" وګرځي. بل اړخ ته بیا د ټویټر مشر جک ډورسي ټویټ کړی چې ټویټر کمپنۍ به "د نړۍ په کچه د انتخاباتو په هکله د ناسمو یا جنجالي معلوماتو په ګوته کولو ته دوام ورکړي". خو جک دا هم وویل چې دا کار "مونږ د حقیقت منصف نشي ګرځولی".  دا اول ځل ندی چې د سوشل میډیا یوه کمپنۍ له صدر ټرمپ سره په شخړه کې لوېږي، او نه به هم وروستی ځل وي. د امریکا په سټانفورډ یونیورسېټي کې د انټرنېټ او معاشرې د مرکز یوه څېړنکې ډېفني کېلر وایي: "ّپه دې خبره کې چې د بیان په برخه کې د وایټ هاوس د خوښې پالیسۍ باید په پام کې ونیول شي، یقینآ داسې ښکاري چې فیسبوک نرمه غاړه ښودلې او ټوېټر مقابله غوره کړې ده. د دې اختلاف وجه څه ده؟...شاید فیسبوک دا فکر وکړي چې د رېپبلېکنانو په پردي کولو سره به ډېر څه له لاسه ورکړي." ټرمپ او د هغه کانزرویټیف یا محافظه کاره ملګري دا څو کاله دعوه لري چې د سلیکان والي ټکنالجي کمپنۍ د هغو په وړاندې تفریقي چلند لري. خو د دې دعوې دپاره کوم ثبوت نشته – او په داسې حال کې چې د ټویټر، فیسبوک، او ګوګل کمپنیو مشران او زیاتره کارکنان ممکن آزادخیاله وي، خو دې کمپنیو ټینګار کړی دی چې د سیاسي پارټیانو په منځ کې یوې ته ترجیح ورکول او د بلې وړاندې درېدل یې کاروباره ته هېڅ ګټه نه لري.

01.06.2020 ډیوه

امریکا کې د مظاهرو او تشدد وروستي حالات – انتظامیه او احتجاج کوونکي څه غواړي؟

په امریکا کې په تېرو دوو درېيو ورځو کې داسې قهرجنې مظاهرې او تشدد راپارېدلی دی چې په لسهاوو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. په دې لړ کې د پولیسو ګاډو او حکومتي ودانیو ته اور اچول شوی، دوکانونه لوټ شوي دي، خلک زخمیان شوي دي. دغه مظاهرې پس له هغه پیل شوې چې تېره هفته د مینيسوټا ایالت په مینياپلس ښار کې یو تورپوستکی کس، د یو سپین پوستکي پولیس په قید کې مړ شو، او تصویرونه یې په سوشل مېډیا خواره شول. تورپوستکی جورج فلوېډ پس له هغه مړ شو چې پولیس افسر ډېرېک شاوېن هغه پړمخې پر ځمکه څملاوه او له شا یې پر غاړې باندې ګونډه ووهله او له اتو مېنېټو نه زیات یې خپل زنګون د هغه په غاړه کلک نیولی و. په هغه حال کې ۴۶ کلن جورج فلوېډ په تکرار ویل چې سا نشي ایستی. په هغه ځای کې حاضرو لارویانو په خپلو ټلېفونونو د دې ټولې صحنې نه تصویر اخیستی و او په سوشل مېډیا کې یې شریک کړ، چې سمدستي وایرل وګرځېد. سرکاري وکیلانو ویلي چې په پېښه کې شامل پولیس افسر ډېرېک شاوېن ګرفتاره شوی او ورباندې د غیرعمدي قتل (درېیمه درجه قتل) الزام لګېدلی دی. سرکاري وکیلانو ویلي چې ممکن وروسته نور الزامونه هم په هغه ولګیږي. بل اړخ ته د جورج فلوېډ د کورنۍ قانوني وکیل بن کرمپ وایي چې په پولیس افسر باندې باید لا سنجیده الزامونه ولګول شي او په کار ده چې هغه په اوله درجه قتل تورن کړی شي. مګر د پولیس ګرفتاره کېدل او پرضد یې مقدمه پېلېدل د دې سبب ندی شوی چې قهرجنې مظاهرې دې ختمې شي.  د امریکا په ډېرو ښارونو کې د شپې لخوا کرفیو یا ګرځبندیز ولګېد، خو ګڼ شمېر احتجاج کوونکو ورته پاملرنه ونه کړه او په سړکونو له پولیسو سره مقابلې ته راووتل. پولیسو له زرو نه ډېر احتجاج کوونکي د کرفیو ماتولو په تور نیولي هم دي. د مظاهرو لمنه د امریکا له یو سر نه تر بله سره پورې دومره پراخه شوې چې د ۱۹۶۰ کلونو د ویټنام جنګ ضد مظاهرو وروسته داسې څه په امریکا کې نه و لیدل شوي. د ځایي پولیسو نه علاوه، شاوخوا ۵۰۰۰ نېشنل ګارډ عسکر هم ځای پر ځای شوي دي. د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ په مینيسوټا ایالت کې د مظاهره کوونکو په وړاندې د نېشنل ګارډ یا قامي ځواک بېګانی عمل ستایلی دی. د انتېفا ډلې ترهګر ګرځول د امریکې په یو شمېر ښارونو کې د تېرې شپې د تشدد له پېښو وروسته، صدر ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې د "انتېفا په مشرۍ ګډوډي غوښتونکي" کسان د بلوا په پارولو تورن کړل. انتېفا (Antifa) په امریکا کې د کوم خاص ګوند یا پارټۍ نوم ندی. د انټي ډېفېمېشمن لیګ په نوم د حقونو د دفاع یو تنظیم، د انتېفا پېژندګلوي داسې کوي: "د بېلابېلو ګروپونو، شبکو، او افرادو یوه سسته مجموعه چې باور لري د انتهایي پسنده ښي اړخي تحریکونو په مقابله کې باید عملي او جارحانه فعالیت وشي." صدر ټرمپ وویل چې امریکا به انتېفا د یو ترهګر تنظیم په توګه وپېژني.  خو بل اړخ ته د ولسمشر ټرمپ دې خبرې بیا غبرګونونه هم راپارولي دي. د امریکا د مدني آزادیو په اتحادیه (ACLU) کې د قامي سلامتیا د برخې مشره حنا شمسي د ډونالډ ټرمپ په دې خبرې تنقید وکړ چې انتېفا دې ترهګر تنظیم وګرځول شي. حنا شمسي وایي: "لکه څرنګه چې دا ټویټ (د صدر ټرمپ) ښکاره کوي، ترهګري یو ذاتي سیاسي لېبل دی چې په آسانۍ سره ترې ناوړه او غلطه ګټه اخېستل کیږي." حنا شمسي زیاته کړه چې په امریکا کې دننه یوه داخلي ډله ترهګر ګرځول، قانوني جواز نلري، او دا یې هم زیاته کړه چې که داسې وشي، نو د آئیني حقوقو په اړه به فکرمندۍ راپیدا شي.  نړېوال غبرګونونه په امریکا کې د جورج فلوېډ په نامه د یو تورپوستکي وګړي د مرګ حېرانوونکې ویډیو چې خپره شوه، په ټوله نړۍ کې د خلکو پام ورته راوګرځېده. د اتوار/یکشنبې په ورځ د اروپا په یو شمېر سرښارونو کې هم د جورج فلوېډ د مرګ په سبب، د امریکا ضد مظاهرې وشوې او په اخبارونو کې د امریکا د پولیسو د سلوک په اړه لیکنې وشوې. د لندن په مرکزي سیمه کې زرګونه کسانو مظاهره وکړه او په ګڼ شمېر امریکایي ښارونو کې یې د روانو مظاهره چیانو ملاتړ وکړ. برتانوي مظاهره کوونکو د انصاف او امن نارې وهلې. په ډنمارک کې هم مظاهره وشوه او احتجاج کوونکي په سرښار کوپن هېګن کې د امریکا سفارت ته مارچ وکړ او شعارونه یې پورته کړي و چې د تورپوستکو وژل باید نور ودریږي. په جرمني کې هم احتجاج وشو او مظاهره چیانو ویل چې د پولیس نه دې بازخواست وشي.  په هغو ملکونو کې چې آمرانه حکومتونه لري، سرکاري میډیا بیا دا قصه اچولې وه چې امریکا په نورو ملکونو کې د مظاهرو د ټکولو شکایت کوي، مثلآ په هانګ کانګ کې له جمهوریت غوښتونکو مظاهره چیانو سره د چیناییانو چلند، مګر پخپله یې له مظاهره کوونکو سره څه ډول سلوک راخیستی دی. د ایران سرکاري ټلوېژن په کراتو د امریکا د وروستیو نارامیو تصویرونه خپاره کړي او یو بې بنیاده رپوټ یې هم ورسره خپور کړی چې په هغه کې یې په واشنګټن کې د امریکا پولیس ادارې، د ګاډو په سوځولو او په مظاهره چیانو باندې په حملې کولو تورن کړي دي. روس بیا ویلي چې د جورج فلوېډ مرګ، له تورپوسټکو سره د امریکا د پولیس د تشدد یو مثال دی. روس همدا راز په امریکا تور لګولی چې د انساني حقونو په برخه کې سیسټمېټیک ستونزې لري.

31.05.2020 ډیوه

هند دوه پاکستاني مامورین د جاسوسۍ په تور شړلي دي

د هند خارجه وزارت وایي هغوی د اتوار/یکشنبې په ورځ په نوې ډهلي کې د پاکستان د سفارت دوه تنه مامورین پس له هغه له ملکه وشړل چې دغه کسان د جاسوسۍ په تور ونیول شول. د هند خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي چې "دوه (پاکستاني) مامورین د اتوار په ورځ د هند د قانون پرځای کوونکي ځواک لخوا ونیول شول"، او بیا د هند حکومت په دې الزام چې هغوی د خپل سفارتکاري ماموریت نه بغیر نورو فعالیتونو کې مشغول و، هغوی یې نامطلوب تنان وګرځول چې باید د هند له خاورې څخه په یو شواروز کې ووځي. د هند حکومت د دې کار تر څنګ، په ډهلي کې د پاکستان د سفارت مشر ته احتجاجي بیان هم ورسپارلی چې په کې د هند د قامي سلامتیا پر ضد د الزام لګول شوې جاسوسۍ په اړه فکرمندي ښودل شوې ده. د پاکستان خارجه وزارت بیا د هند عمل غندلی دی او ویلي یې دي چې د هند چارواکو دوه سفارتکاران ګرفتاره کړي او هغوی یې شکنجه کړي دي. د پاکستان خارجه وزارت یو بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې "د هند عمل د یو منفي او له وړاندې منصوب شوی او آرکسټریټډ (هماهنګ شوي) میډیا مهم سره یو ځای ترسره شوی، چې د دوامداره پاکستان ضد پروپګېنډې یوه برخه ده." د یادوني وړ ده چې د هند او پاکستان عسکرو د سږ کال په اوایلو کې د کشمیر په پوله څو ځله نښتې هم کړې دي چې په تېرو دوو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. هند او پاکستان هر کله یو بل په دې تورنوي چې ګني د خپلو سفارتي ماموریتونو له طریقه د جاسوسانو په ذریعه استخباراتي معلومات راټولوي. هند په دې وروستیو کې یوه کوتره هم پاکستان ته د جاسوسۍ په تور قېده کړې وه، خو پس له هغه چې معلومه شوه هغه کومه جاسوسي کوتره نه وه او د یو پاکستاني ماهيګیر یا کب نیوونکي وه، نو تېره هفته هندي پولیسو هغه کوتره بېرته خوشې کړله.

31.05.2020 ډیوه

ډراګون نړیوال فضایي مرکز ته ورسید

ډراګون یا هغه کپسول چې د امریکا د ناسا ادارې دوه فضانوردان، ډګ هرلي او باب بنکن، په کې سپاره وو د یکشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د واشنګټن ډي سي په وخت تر غرمې مخکې ۱۱:۱۶ نړیوال فضایي مرکز ته ورسید.

31.05.2020 امریکا غږ

کرونا وايرس د خېبرپښتونخوا کليوالو سيمو ته خور شوی

په خېبرپښتونخوا کې د لاک ډاون نرمېدو وروستو کرونا وبا د صوبې کليوالو سيمو ته خپور شوی او د مردان سره سره په صوابۍ کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر په زياتېدو دی.   د صوابۍ د صحت ضلعي مشر ډاکټر کليم الله وايي دغلته د ۵۰۰ نه زياتو کسانو کې د کرونا وايرس نخښې وې چې پکې ۱۵۹ مثبت رپورټ شوي دي. دی وايي تر دې دمه ۱۱ کسان د دې وبا له امله مړه شوي دي.   سرکاري مامورين وايي د صوابۍ ضلعې د کليوالو سيمو خلک روغتون ته نه راځي او د بازارونو ترڅنګ په خپلو ځايونو کې د حکومت له خوا ورکړل شوي هداياتو هم عمل نه کوي. په ډاګۍ، سليم خان، کرنل شېر کلی او وړوکی لاهور زياتې اغېزمنې سيمې دي.   هم دا راز د مردان په ۷۵ يونين کونسلو کې د ۳۰ نه زياتې يونين کونسلې اغيزمن شوې دي. د مامورينو په وينا چې د منګا درګۍ نه د لومړي مړينې وروستو دا وايرس نورو سيمو ګوجرو ګړۍ، مايار، کاټلنګ، ټکر، سري بهلول، ګړي اسماعيل زی، لوند خوړ، محبت اباد، بخشالی جامړه او طورو يونين کونسل ته خور شوی دی.په دې سيمو کې ګڼ شمېر خلک د خپلو کورونو دننه قرنطين کړی شوي دي.   مامورين وايي په دې دواړه ضلعو کې د ۱۰۰۰ نه زيات خلک د دې وايرس ښکار شوي دي.   هم دا رنګ د خېبرپښتونخوا درېمه لويه متاثره سيمه سوات ده چرته چې د صحت د محکمې په وينا ۸۵۶ او په ملاکنډ ضلع کې ۴۳۴ کسان د دې وايرس ښکار شوي دي.   د طب ماهرين وايي په ناپوهتيا کې ګڼ شمېر خلک د دې وايرس د خورېدو سبب جوړېږي.   ډاکټر ممتاز وايي په کليوالو سيمو کې خلک دا وبا سنجيده نه اخلي د کوم له کبله چې په مقامي توګه دا وايرس د يو تن نه بل ته منتقل کېږي. د ده په وينا چې ډېر خلک داسې هم دي چې د دې وايرس ښکار وي خو علامات پکې نه وي ظاهر شوي او هم د هغه نه نورو خلکو ته دا ناروغي لګي.   د اولس له خوا که يو اړخ ته په حکومتي ګامونو باور نشته نو ځيني خلک بيا دا دعوې هم کوي چې حکومت ته د کرونا وبا ښکار خلکو د شمېر زياتېدو سره زياتې پېسې ترلاسه کېږي.   بل اړخ ته په خېبرپښتونخوا کې ځايي ګاډو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړی شوې ده او ځايي خلک دا ګيله لري چې په بازارونو، حجرو او جوماتونو کې د احتياطي ګامونو خيال نه ساتل کېږي د کوم له کبله چې د دې وايرس ښکار کسانو په شمېر کې ورځ تر بله زياتوالی په نظر راځي.

31.05.2020 ډیوه

شننه: چین په افغانستان کې تر پخوا ډېر فعال رول لوبولو ته ملا تړلې ده

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د چین رول په درېیو پړاوونو وېشلی شو. په دې درېیو پړاوونو کې دا وروستی پړاو یې د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی، ځکه چین هڅې پیل کړې دي چې په افغانستان کې د پخوا پرتله لا فعال رول ولوبوي

31.05.2020 BBC

د ننګرهار د حصارک په ولسولۍ د طالبانو برید

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د حصارک ولسوالۍ د پولیسو په امنیتي پوستو یې د طالبانو برید په شا تنبولی دی.

31.05.2020 امریکا غږ

په امریکا کې د نژادي تبعیض په ضد د مظاهرو لنډ تاریخ

له ۱۹۶۵ راپدیخوا د امریکا په متحدو ایالتونو کې د نژادي تبعیض پېښې او پر ضد یې د مظاهرو لنډ تاریخ.

31.05.2020 امریکا غږ

افغان حکومت او طالبانو د یو بل 783 نور بندیان خوشې کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي افغان حکومت پرون او وړمه ورځ سلګونه نور طالب بندیان د هیواد د یو شمېر زندانونو نه ازاد کړي دي.   د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د اتوار- یکشنبه مې 31امریکا غږ ته وویل یاد طالب بندیان چې شمېر یې 710 تنو ته رسېږي، د څرخي پله ، د پروان مرکزي بندي خانې او یو شمېر نورو زندانونو نه ازاد شوي دي.   د افغانستان ولسمشر غني د کوچني اختر په پیغام کې ویلي وو چې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ به ګړندۍ شي او تر هغه وروسته یې د 2000 طالب بندیانو د ازادولو امر کړی وو.   د ملي امنیت امنیت شورا ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشر غني تر فرمان وروسته د تیرې اونۍ راپدېخوا بیا تر دا مهاله افغان حکومت 1710 تنه طالب بندیان ازاد کړي دي. ښاغلي فیصل وویل چې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ نن یکشنبه هم روانه ده: "نن هم دا لړۍ دوام پیدا کوي، تر څو هغه دوه زره تنه چې ولسمشر غني یې په اختر کې د ازادولو اعلان وکړ د هغو لړۍ تکمله شي." د یادونې وړ ده چې افغان حکومت تر دې مخکې هم زر تنه طالب بندیان له بېلابېلو زندانونو نه ازاد کړي دي.   ښاغلي فیصل همدارنګه زیاته کړه چې د بندیانو د خلاصولو په اړه په کابل کې د افغان حکومت او طالبانو د تکنیکي ټېمونو کارونه هم دوام لري.   طالبانو هم د بندیانو خلاصولو په اړه تیره اونۍ کابل ته د خپل یو تکنیکي پلاوي د رسېدو خبر ورکړی و. بلخوا وسله والو طالبانو هم تیره ورځ په لوګر، خوست، پکتیا، بلخ، پکتیکا او کندز کې د افغان حکومت د 73 بندیانو د ازادولو خبر ورکړ. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شهین ویلي چې په دې سره د طالبانو لخوا د ټولو ازد شوو بندیانو شمېر420 تنو ته رسېدلې دی. دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې تړون په 29مه فرورۍ دوحه کې شوی ؤ چې له مخې یې واشنګټن به 14ؤ میاشتو کې خپل ځواکونه دافغانستان څخه وباسي اؤ طالبان به ددې بدل کې دترهګرو ډلو څخه ځان جلا کوي اؤ دافغانستان خاوره به دبل هیواد په ضد کارول کیدو ته نه ورکوي.   د امریکا او طالبانو په تړون کې دا هم ويل شوي چې افغان دولت د طالبانو پينځه زره زندانيان خوشي کوي او طالبان به 1000 افغان عسکر او منسوبین پرېږدي چې بيا بېن الافغاني خبرې پېل شي.   یادونه: دا خبر ځیني برخه د وي او اې اشنا د ویب پاټې نه اخستل شوی

31.05.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

31.05.2020 امریکا غږ

قبرس ته وړیا سفر، خو که دغه هېواد کې په کرونا اخته شوی

اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بیرته په پښو ودروي. کرونا ویروس دغه صنعت چې د اروپایي ټولنې سل سلنه اقتصاد پرې ولاړ دی، سخت ځپلی دی. هېوادونو بېلابیلې تګلارې او تشویقي برنامې د ګرځندوی بیا ژوندي کېدو ته پام کې نیولي. نور په دې ویډیو کې وګوری.

31.05.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more