تیر ۲۴ساعتونه افغانستان کې ۸۶۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۸۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
عبدالله: د اختر اوربند د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه ده
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه، عبدالله عبدالله خبریالانو ته وویل، د تېر کوچني اختر درې ورځنی اوربند د تاوتریخوالي د کمښت یا اورکم ورځې د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هوارولی شي.
"په کرونا مې هله يقين وشو چې بل تن ته مې وينه ورکړه او هغه د مرګ نه بچ شو"
"په کرونا وایرس مې په خپله هغه وخت يقين وشو چې په پېښور کې مې ډاکټر ته پلازمه ورکړه او هغه پرې د مرګ نه بچ شو" دا خبره ۲۳ کلن اعظم علي خان کوي څوک چې په کرونا اخته شوی او اوس ترې ښه شوی دی.
د سوک وهنې پخوانی اتل بیا نړیوالو سیالیو ته راګرځي
د نړۍ د سوک وهنې اوسني اتل مایک فیوري ویلي چې پخوانی نړیوال اتل مایک ټایسن ترې د سیالۍ لپاره غوښتنه کړې ده.
سیاسي توافق د سولې اجماع په تشکیل کې ډېره مرسته وکړه ـ عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د سیاسي توافقنامې تر لاسلیک وروسته د ملي مصالحې شورا د تشکیل.
مېرکل د امریکا سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ټرمپ بلنه رد کړه
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د جون میاشتې په پای کې د اوو صنعتي هېوادونو 'جي اوه' غونډې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړه. د اغلې مېرکل ویاند د ولسمشر ټرمپ له بلنې مننه وکړه، خو ویې ویل د جرمني صدراعظمه نشي کولی د کورونا وبا له امله دغه سفر وکړي.
ډیجیټلي پیسې: هکرانو په کمپیوټري وېروس زما لاس وسوځاوه
عبدالرحمن بدر د ډیجیټلي پیسو له کبله تر ټپي کېدو وروسته له کوچنیو ټپونو ځورېږي. پر نوموړي یوه هکر په ناقانونه توګه د کمپیوټر له لارې برید وکړ، چې بیټکاین او نورې ډیجیټلي پیسې راغونډې کړي.
پاکستان نړیوالو پروازونو ته هم د تلو راتلو اجازت وکړو
د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) د الوتکو ترڅنګ بهرنيونړیوالو پروازونو ته هم د تلو راتلو اجازت ورکړی، خو ويل شوي يواځې د بلوچستان د ګوادر او تربت د هوايي اډو څخه به پروازونه نه چليږي.
امریکا د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې قطعه کړې
د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا نړیوال سازمان سره خپل روابط او همکاري قطعه کړه.
د امریکا میناپولیس کې لاریوني اخ و ډب
لاریون کوونکي د تورپوستي د وژلو له امله د امریکا بېلابېلو ښارونو کې له پولیسو سره کېوتل.
پاکستان کې کرونا وايرس نور ۷۸ تنه مړه کړي، دا په يوه ورځ کې تر ټولو سېوا مړينې دي
په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې نور ۷۸ تنه د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي، د تازه شمېرو سره په ملک کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړو شمېره ۱۳۹۵ ته ورسېده.
ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا همکاري ودروله
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هېواد اړیکې پرې کړې دي. دی وايي پر دې ادارې "د چین بشپړ نفوذ" دی. امریکا د روغتیا نړیوال سازمان لویه مالي ملاتړې وه، خو اوس وايي خپله مالي مرسته به د روغتیا برخه کې نورو نړیوالو فعالو سازمانونو ته ورکړي.
د سي اېن اېن خبریال د ژوندۍ خپرونې په مهال ګرفتاري
د سي اېن اېن د عملې ګرفتاري په ژوندۍ بڼه په ټېلې وژن ښودل کېږي او په سټوډیو کې د دوی یو همکار وايي چې د ژوندۍ خپرونې په وخت د خبریال ګرفتاري یې په لومړي ځل ولیدله."ما داسې کار د دې وړاندې نه و لیدلی."
پاکستان به په زندانونو کې د مېرمنو د حقونو تحفظ کوي، د وزیراعظم دفتر وايي
د انساني حقونو اداره هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان د کال ۲۰۱۹ په اړه خپل رپورټ کې وايي په ملک کې په زندانونو کې د ګنجایش نه زیات قېدیان دي، په جېلونو کې د ګنجایش نه زیات خلک، د صفايي او د صحت د خېرښېګړي نظام د نیشت والی، اېډز، ټي بي او د نورو مرضونو د خپرېدو خطر د مستقل تشویش خبره ده
د افریقايي امریکني په وژنه تورن پولیس افسر ګرفتار شو
صدر ډانلډ ټرمپ د جورج فلویډ د مرګ او د دې وروسته په مېنیاپلس کې د احتجاجونو او د لوټ مار غندنه کړې ده. په نړیواله کچه هم د پېښې غندنه شوي ده او د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې مشرې مېشېل بارچېلی د هغو افریقايي امریکنیانو نومونه واخیستل چې د هغه په قول د پولیس دلاسه مړه شوي دي