شاته

پاکستان: د کرونا وايرس څخه نور ۶۸ تنه مړه، د اغېزمنو شمېره ۹۰زرو ته نزدې شوې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۶۸ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۱۸۳۸ ته رسېدلې ده.

په تېر شوا روز کې په ۴۸۹۶ نورو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس د ټولو اغېزمنو شمېره ۸۹زره ۲۴۹ ته سېوا شوې ده.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ټولې شپږ لکه، ۳۸زره۳۲۳ معاينې شوي دي، په تېر شوا روز کې ۲۲زره۸۱۲ معاينې شوي دي.

په پاکستان کې چې څومره څومره د کرونا وایرس دپاره معاينې سېوا کيږي دومره ورسره په ملک کې د کرونا وايرس پېښې هم سېوا کيږي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې ۳۱زره۱۹۸ کسان د دې وايرس نه ښه شوي هم دي.

په پنجاب صوبه کې په تېر شوا روز کې نور ۲۲ کسان چې په کرونا وايرس اخته ؤ مړه شوي دي، په پنجاب کې د مړينو ټوله شمېره ۶۲۹ ته ورسېده.

په پنجاب کې په ۳۳زره ۱۴۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۷۸۰۶ کسان ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې شل تنه د کرونا وایرس څخه مړه شوي دي په سند کې د مړو ټوله شمېره ۵۷۵ شوه.

په سند کې په ۳۳ زره۵۳۶کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۱۶زره۷۸۲ترې صحتمند شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۲۱ تنه کرونا وايرس مړه کړي دي چې ورسره په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۵۲۱ ته سېوا شوې ده.

په پښتونخوا کې کرونا وايرس ۱۱زره۸۹۰ کسان اغېزمن کړي او ۳۲۲۱ ترې ښه شوي دي.

په بلوچستان کې د دې وايرس نه ۵۳، اسلام اباد کې ۴۱ ، ګلګت کې ۱۲ او ازاد کشمير کې اووه تنه مړه شوي دي.