شاته

امریکا کې د ګرځبندیز سربیره مظاهرې روانې دي

په داسې حال کې چې د امریکا په واشنګټن ډي سي او ځينو نورو ښارونو کې د شپې له اتو بجو وروسته په ګرځېدو بندیز لګول شوی، زرګونو کسانو په بېلابېلو ښارونو کې بیا هم مظاهرې ورکړې.

دا مظاهرې د یو تور پوستي‌ امریکايي جورج فلویډ د وژلو د غندنې او د هغه په قتل د تورنو پولیس افسرانو د محاکمې لپاره کیږي.

څو ورځې مخکې یو پولیس افسر د جعلي پېسو د کارولو په تور د جورج فلویډ له نیولو وروسته د هغه پر ستوني پښه کېښوده او له پېښې وروسته په روغتون کې ډاکټرانو وویل چې هغه مړ شوی دی.

دغې پېښې اوس په ټولې امریکا کې د قهر او غوصې مظاهرې پارولي دي، په واشنګټن ډي سي کې د جمعې په شپه سلګونو کسانو مظاهرې وکړې. دلته د شپې له اتو وروسته ګرځبندیز دی خو مظاهره چیان تر ناوخته د سپینې ماڼۍ شاوخوا راټول وو.

د سپینې ماڼۍ مخې ته سلګونه مظاهره چیان راټول شوي وو
د سپینې ماڼۍ مخې ته سلګونه مظاهره چیان راټول شوي وو

د واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي چې واشنګټن ډي سي کې د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره د ملي ګارد دوه ساتونکي د تندر لویدو له کبله ژوبل شوي ‌او روغتون کې دي.

د ملي ګارد سربېره زرګونه ځانګړي ځواکونه بېلابېلو ښارونو ته استول شوي چې وضعیت کنترول کړي.

د نیویارک، سان فرانسېسکو او لاس انجلس په ګډون په ډېرو نورو ښارونو کې هم سوله ایزې مظاهرې شوې دي. تر دې مخکې په ځینو مظاهرو کې اخ او ډب شوی و چې یو شمېر کسان په کې ژوبل شوي، سلګونه توقیف شوي‌او یو شمېر تجارتي مرکزونه لوټ شوي وو.

په امریکا سربېره فرانسه، انګلنډ، آسترالیا او برازیل کې هم زرګونو کسانو د دغې پېښې د غندلو لپاره مظاهرې شوې دي.

په همدې حال کې د جورج فلویډ په ایالت مېنېسوټا کې سلګونه کسان د هغه په یاد راټول شوي وو او د دعا مراسم یې ترسره کړل. د امریکا په سنا کې هم د دموکرات ګوند غړي د جورج فلویډ په یاد اته دقېقې غلي ودرېدل.

چارواکي وایي د جمعې د شپې مظاهرې ترډېره سوله ایزې وې
چارواکي وایي د جمعې د شپې مظاهرې ترډېره سوله ایزې وې

په همدې حال کې محکمې اعلان وکړ چې په دغې قضیې کې د دریو نورو تورنو پولیس افسرانو د خوشې کېدو لپاره باید ۷۵۰زره ډالر ضمانت ورکړل شي. هر یو یې باید ۷۵۰زره ډالر ورکړي که غواړي په ضمانت له توقیف خوشې شوي.

د دغې قضیې اصلي تورن ډیریک شاوون دی. دوی څلور واړه له دندو ایستل شوي‌او توقیف شوي‌دي.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې یوه بله لویه مظاهره وشي.