ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اروپایي اتحادیه: په افغانستان کې د اسلامي امارت اعاده کول زمونږ په ملاتړ اغیز کوي

اروپایي اتحادیه وایي په افغانستان کې د اسلامي امارت د اعاده کولو هر ډول هڅې به د دې اتحاد په سیاسي او مالي ملاتړ اغیز وکړي.

24.11.2020 امریکا غږ

لاهور:پولیس وایي د ترهګرۍ ضد پولیسو په تاڼه یې دځانمرګي برید هڅه کې یو ترهګر وژلی

پولیس وایي دپنجاب په سرښار لاهور کې یې دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو په تاڼه د ترهګرو دځانمرګي برید هڅه شنډه کړې اؤ یو ترهګر یې وژلی دی.

24.11.2020 ډیوه

د نیو یارک د ښار لومړنی تورپوستی ښاروال مړ شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک د ښار لومړنی تورپوستی ښاروال، ډیوډ ډنکنز پرون د دوشنبې په ورځ، نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) د ۹۳ کالونو په عمر مړ شو.

24.11.2020 امریکا غږ

د اشرف غني مننه چې د پاکستاني بنديانو خوشي کولو امر یې کړی، صادق

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان ولسمشر مننه کړې چې په افغانستان کې د پاکستاني بنديوانو د خوشي کولو امر يې کړی دی.

24.11.2020 ډیوه

اروپایي اتحادیې د افغانستان سره د ۱.۲ ملیارد یورو مرستو ژمنه وکړله

اروپایي اتحادیې د ژنیو په کنفرانس کې د افغانستان سره د ۱.۲ ملیاردو یورو مرستو ژمنه وکړله.

24.11.2020 امریکا غږ

افغانستان؛ د کرونا مثبتې پېښې څه باندې ۴۵زرو ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۹۰ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۷ کسانو د مړه کېدو خبر وکری دی.

24.11.2020 امریکا غږ

امريکايي انتخابات په ظاهره جو بايډن ګټلي، د اقتدار د منتقلۍ اجازه ورکړی شوې

د امریکې د عمومي خدماتو انتظامي ادارې [جنرل سروسز اېډمنسټرېشن/ جي اېس ای] ويلي په ظاهره د درېم نومبر د امريکې انتخابات جوبايډن ګټلي دي.

24.11.2020 ډیوه

پاکستان د خپلو بندیانو ازادولو په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صدیق خان د خپلو بندیانو ازادلو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده.

24.11.2020 امریکا غږ

باجوړ کې دوه مهم وسله وال کمانډران وژل شوي

د پاکستان په قبايلي قبايلي ضلع باجوړ کې امنيتي ادارو دعوه کړې چې د سلارزو په علاقه کې په عملیاتو کې دوه مهم وسله وال کمانډران وژل شوي دي.

24.11.2020 ډیوه

د ټرمپ د حکومت ادارې د بایډن بریا ومنله؛ د واک لېږد پیلیږي

د امریکا متحده ایالاتو د عمومي خدماتو ادارې پرون دوشنبه د نومبر ۲۳مه (لېندۍ دریمه) جو بایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو بریالي وباله او د واک د لیږد په هکله د تیاریو خبر یې ورکړ.

24.11.2020 امریکا غږ

هند د سلامتي کونسل غړو له د پاکستان په ضد د ترهګرو د مرستې دستاوېزات ورکړي دي

 هندوستان د نومبر په 23 مه نیټه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غړو له دستاوېزات ورکړي چې وايي تیره اونۍ د هند د ولقې لاندې په کشمیر کې د پاکستان لخوا وسله والو حمله کړېده. پاکستان د هند دعوا رد کړېده.

24.11.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

23.11.2020 امریکا غږ

بایډن د بهرنیو چارو یو پخوانی همکار د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی

واشنګټن – د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په بهرنیو چارو کې خپل نېږدې سلاکار انټوني بلېنکن په خپلې نوې اداره کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی.‌ ۵۸ کلن بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو په برخه کې د دوو لسیزو راهیسې پرېکړنده فیصلې کړې دي.   بایډن پلان لري، چې د جنورۍ په شلمه نېټه له پرانیستې وروسته د ټرمپ سیاستونه بدل کړي لکه د پاریس د اب او هوا یا کلایمېټ چېنج له تړون سره بېرته یوځای شي، د روغتیا له نړیوالې ادارې څخه وتل ودروي او هڅه به وکړي د ایران په اټومي تړون کې له نورو هېوادونو سره یوځای شي. بلېنکن د لومړي ځل لپاره د پخواني ولسمشر بېل کلنټن په دوره کې خدمت کړی او بیا وروسته د بهرنیو چارو د مرستیال او ملي‌ امنیت د سلاکار د مرستیال په توګه د پخواني‌ ولسمشر بارک اوباما په اداره کې کار کړی.‌ کله چې پخوانی رېپلېکن ولسمر جیورج ډبلېو بوش په واک کې وو نو بلېنکن په سنېټ کې د بهرنیو چارو په کمېټه کې د ډیموکراټانو مشر وو. د بلېنکن ترڅنګ چې بایډ د سنېټ لخوا د تایید رایه واخلي د بایډن انتقالي چارواکو خبري رسنیو ته ویلي دي،‌ چې د بهرنیو چارو دوه نور پخواني کارکونکی جېک سېلېوان د ملي‌ امنیت د سلاکار او لېنډا تاماس ګرینفېلډ په ملګروملتونو کې د امریکا د استازې په توګه نومولې ده. ټرمپ په ټاکنو کې خپله ماته نه ده منلې:   ولسمشر ټرمپ تر اوسه هم خپله ماته نه ده منلې او اوس هم د بریا ادعا کوي که څه هم بایډن د غیر رسمي پایلو له مخې، د ټرمپ د ۲۳۲ په وړاندې ۳۰۶ انتخاباتي رایې ګټلې دي. په امریکا کې ولسمشر د انتخاباتي رایو د شمېر له پلوه ټاکل کېږي چې باید تر لږ تر لږه ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي نه د ټولو مجموعي رایو یا پاپولر ووټ له مخې که څه هم بایډن په هغو کې هم له ټرمپ څخه شپږ میلیونه رایې مخکې دی. د ټاکنو په اړه د ټرمپ حقوقي جګړې که څه هم تر اوسه هغه ته کومه ګټه نه ده اړولې او شاخوا ۳۴ یې حقوقي دعواوې یې یا بایللي او یې دعوا بېرته اخیستې ده. ټرمپ په نورې حقوقي دعوې مخې ته وړي او د هغو په اړه اپیل کوي چې بایللي یې دي. په جورجیا کې وروسته له هاغې چې رایې دوباره وشمېرل شوې د جمعې په ورځ پکې بایډن بلاخره ګټونکی اعلان شو او تمه ده دې ته ورته د مشېګېن او ویسکانسن کې هم وروستی بریالی ګټونکی د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان شي. خو د ټرمپ کمپاین په جورجیا کې یو ځل بیا د رایو شمېرل غوښتي‌ دي. که څه هم په حقوقي برخه کې یې په ځانګړي توګه څه نه دي ترلاسه کړي خو ټرمپ تر اوسه هم خپلې ادارې ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د بایډن له انتقالي دفتر سره همکاري وکړي.

23.11.2020 ډیوه

یونیسېف وايي په ۲۰۲۱ کې به غربیو ملکونو ته دوه ارب د کرونا ضد وېکسین ورکوي

په جنیوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکزي دفتر کې د معمول خبري غونډې ته ټیډروس اېدونېم ګېبريېسس د کرونا وایرس د وېکسین دپاره هلې ځلې وستایلې

23.11.2020 ډیوه

ناټو: نه پریږدو چې داعش افغانستان خپل تروریستي خلافت کړي

د ناټو عمومي منشي ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.

23.11.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more