ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

24.11.2020 امریکا غږ

د کرونا وبا هوایي ترانسپورت ۱۵۷ میلیارډ ډالر تاواني کړی

د هوایي ترانسپورت نړیوال انجمن ویلي دي چې په روان او راتلونکي کال کې د هوایي چلند د شرکتونو تاوان به څه دپاسه ۱۵۷ میلیارډ ډالرو ته لوړ شي.

24.11.2020 امریکا غږ

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس له امله تعلیمي ادارې تړي، خو د پخوانۍ فاټا اولس وايي چې انټرنېټ نه وي نو بچي به یې انلاین سبقونه څنګه وايي؟

د مومندو سجاد مومند حيران دی چې د عمران خان د تعليم وزير شفقت محمود ته څنګ ووايي چې تعليمي ادارې خو بندوي ولې د انټرنېټ سروس د کمه راوړي چې د خپلو درېو بچو انلاين کلاسونه ورته برابر کړي؟

24.11.2020 ډیوه

ژنیو کنفرانس؛ کومو هیوادونو افغانستان سره د مرستو څومره ژمنې کړي

د افغانستان سره مرسته کوونکو هیوادونو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) د سویس د ژنیو ښار په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان سره د ځپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه.

24.11.2020 امریکا غږ

د ورځپاڼې وحدت باني مدير پیر سفید شاه همدرد مړ شو

د پښتو ژبې د ورځپاڼې باني او اعلا مدير د اوږدې ناروغۍ ورستو د نومبر په 24 مه نیټه په حق رسیدلی.

24.11.2020 ډیوه

نوازشریف د اشتهارونو باوجود عدالت ته نه حاضریږي، حکومت وايي 

 دوه کسيزه بينچ د نواز شريف اشتهاري ګرځوولو په ترڅ کې د سرکاري شهادتونو د ريکارډ کولو لپاره د کيس اوريدنه راتلونکى دسمبر مياشت دويمې نيټې پورى ځنډولى ده

24.11.2020 ډیوه

پاکستان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبو کولو بلنه ورکړې

د پاکستان کرکټ بورډ وایي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته یې پاکستان ته د سفر او لوبو کولو رسمي بلنه ورکړې

24.11.2020 امریکا غږ

 د سوشل میډیا د صارفینو د حقونو فعالان وايي د انټرنېټ د څارنې دپاره د پاکستان نوي قوانین د رای د ازادۍ خلاف دي

ماهرين دا هم وايي په پاکستان کې مين سټريم ميډيا د وړاندی نه د فشار لاندې کار کوي، دوي وايي په خبرونو کې چانټي کېږي، او په ادارو اشتهارونه هم بندولې شي چې له امله يې يو شمېر خبريالان موجوده حکومت دوران بې روزګاره شوي دي

24.11.2020 ډیوه

په بامیان کې چاودنې؛ ۱۴ تنه وژل شوي ۵۰ ټپیان دي

د بامیان ولایت مقاماتو ددې ولایت په مرکز کې د دوو لویو چاودنو خبر ورکړی دی.

24.11.2020 امریکا غږ

د جنیوا په غوڼده کې یو شمېر ملکونو د افغانستان سره مالي مرستې اعلان کړې

 په دې کنفرانس کې په دې هم ټینګار شوی چې افغانستان کې تشدد باید نور ختم کړی شي. د ملګرو ملتونو سکریټري جنرل په افغانستان کې د فوري ډزبندۍ غوښتنه وکړه

24.11.2020 ډیوه

د امریکې نوی متوقع صدر جوبایډن به د خپلې کابېنې اعلان کوي

که څه هم د واک من ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې په رسمي ډول ماتی نه دی منلې خو حکومت یې مامورینو ته د اقتدار د انتقال دپاره د تیاري اجازه ورکړې ده

24.11.2020 ډیوه

د کورونا واکسین په برخه کې وروستي معلومات

واشنګټن - د استرالیا هوايي شرکت کوانتس وايي، دوی به په راتلونکې کې له نړیوالو مسافرو څخه له سفر مخکې د واکسین کولو ثبوت وغواړي تر څو پرواز وکړي.‌ دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې یوې بلې درمل جوړونکې کمپنۍ هم د کورونا واکسین په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی. د کوانتس مشر د استرالیا رسنیو ته د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې د واکسین کولو د ثبوت وړاندې کول به په راتلونکې کې نړیوالو مسافرو ته اړین وي او زیاته یې کړه، "ددې لپاره چې ایا په کورنیو پروازونو کې به هم ددې اړتیا وي، په دې اړه به ګورو چې څه کېږي." هغه د واکسین د ثبوت وړاندې کولو په اړه وویل، "زه فکر کوم چې دا به یو عام کار وي،  په نړۍ کې د نورو هوايي شرکتونو له همکارانو سره هم پرې خبرې کوو." د نوموړي له دې تبصرې څخه جوتېږي چې ځینې کمپنۍ به د خپلو کاروبارونو د مخکې بیولو لپاره څنګه له خلکو د واکسین کولو ثبوت غواړي او د هغو کسانو په وړاندې به حقوقي ننګونې رامنځ ته کړي چې ددې تګلارې سره مخالف دي. دا تبصرې په داسې حال کې شوي چې د اسټرا زېنېکا درمل جوړونکې کمپنۍ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل،‌ چې په برتانیه او برازیل کې د کوېډ ۱۹ د واکسین له کلنیکي ازموینې ښکاري چې دغه واکسین د کورونا وایرس په وړاندې په لوړه کچه اغېزناکه دی او رضاکاره اخیستونکي یې له روغتون او د کورونا له سخت حالت څخه بچ پاتې شوي دي. برتانیه مېشته دغه کمپنۍ وايي، چې دغه واکسین په ټولیزه توګه ۷۰ فیصده اغیزناک دی، خو د دوو ډوزونو ترمنځ اغیز کې یې توپیر شته او هغه داسې چې یو یې ۹۰ فیصده او بل یې ۶۲ فیصده اغیزناکه دی. اسټرا زېنېکا د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "نور معلومات به راټول شي او نورې څېړنې به ترسره شي، د اغیز او د اغېز د دوام په اړه به یې شمېرې نورې هم ښه شي." په اکسفورډ پوهنتون کې مشر څېړونکي پروفیسور انډریو پولارډ په یو بیان کې وویل، "له دې لاسته راوړنو څخه دا څرګندېږي چې مونږ یو اغیزناک واکسین لرو چې د ډېرو خلکو ژوند به وژغوري." اسټرا زېنېکا دا هم ویلي، چې "دوی به د واکسین د بیړني وېش لپاره د روغتیا له نړیوالې ادارې څخه هم لېستونه ترلاسه کړي تر څو په غریبو هېوادونو کې هم د واکسین ورکولو بهیر ګړندی وي." فایزر او مډرنا درمل جوړونکو کمپنیو هم د واکسین د وروستیو ازمېښتونو پایلې اعلان کړي او ویلي یې دي چې نېږدې ۹۵ فیصده اغېزناکه دي. هېوادونو د کورونا واکسین د وېشلو پلانونه جوړ کړي. جرمني او امریکا تیاري نیسي چې په راتلونکې میاشت کې ځینې خلکو ته واکسین ورکړي. د جرمني د روغتیا وزیر ینز شپېن د یکشنبې یا اتوار په ورځ خبریالانو ته وویل، "د خوشبینۍ لپاره دلیل دی" چې په اروپا کې به واکسین له نوي کال څخه مخکې تصویب شي او ژر وروسته به ترې د واکسین ورکولو بهیر پیل شي. په امریکا کې به د لومړنیو پلانونو له مخې، ځېنو خلکو ته د ډیسمبر په ۱۲ نېټه واکسین ورکړل شي چې دا نېټه دوه ورځې وروسته له هاغې ده چې د امریکا د خوړو او درملو اداره د فایزر د واکسین په اړه کتنه کوی.‌ په امریکا کې به روغتیايي کارکونکي چې له کورونا څخه تر بل هر چا زیات ځپل شوي لومړی واکسین ترلاسه کړي. د یو بل خبر له مخې، برتانیې ویلي، دوی به د ډیسمبر په منځ کې یو نوی سیستم وړاندې کړي په کوم کې به چې له خطره ډکو هېوادونو څخه راتلونکي مسافر له پنځه ورځو قرنطین وروسته د کورونا ټیسټونه اخلي او که منفي شي نو بیا به خوشې کېږي. د برتانیې هوايي شرکت ویلي، "دغه تګلاره سم لوري ته یو مهم ګام دی." په امریکا کې  روغتیايي چارواکو له امریکایانو غوښتي چې د شکرانې یا د تېنکس ګېوېنګ ډې په ورځ دې په کورونو کې پاتې شي، ځکه په دغه هېواد کې د کورونا پېښې په زیاتېدو دي. د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ګرده نړۍ کې تر ۵۹ میلیونو زیات کسان په کورونا اخته شوي دي. یواځې په امریکا کې پرې تر ۱۲ میلیونو زیات کسان اخته دي او بیا په ترتیب سره په هندوستان کې نهه میلیونه او په برازیل کې شپږ میلیونه کسان پرې اخته دي. د کورونا وایرس له امله په نړۍ کې نېږدې ۱.۴ میلیونه کسان مړه شوي دي چې تر څلورمې برخې زیات یې په امریکا کې دی.    

24.11.2020 ډیوه

خوست کې د ښځو پر وړاندې ډېری پېښې د کورني تاوتریخوالي دي

سږکال د نوومبر ۲۵مه یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د نورو سیمو په شان خوست کې هم ښځې د تاوتریخوالي د بېلابېلو ډولونو قرباني دي. خوستۍ مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، د ښځو وهل ټکول، دوی ته د زده کړو او کارکولو په برخو کې کلتوري محدودیتونه، په کورنیو کې د نجلۍ او هلک ترمنځ  توپیري چلند او د پلار په میراث کې ښځو ته حق نه ورکول په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بېلګو څخه دي. د فضیله حکیمي په نوم د ښځو یوه مدافع وکیله وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې وهل تکول نه دي، بلکې د ښځې په روح او روان فشار راوستل او د هغو تحقیرول هم تاوتریخوالی دی. نوموړې وايي: "په خوست کې اوس زیاتره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا قضیې دي چې په زور ودیږي، وهل کېږي او ټکول کېږي، خبرو ته يې غوږ نه نیول کېږي، روحي ځورول کېږي، کورنۍ ورته وايي، لیونۍ يې، نه شي کولی چې نظر وړاندې کړې. " مدني فعالې پروانه ځلاند وویل، په کور کې د خاوند، خسر، لېور او خواښي له خوا د ښځو وهل ټکول، په لېرې پرتو سیمو کې د زده کړو محدودې اسانتیاوې، د پلار په میراث کې نجونو ته حق نه ورکول او د خسرګنیو له خوا د کوڼدو ښځو د راتلونکې په باب پرېکړې د تاوتریخوالي هغه بېلګې دي چې ښځې ورسره مخامخې دي. د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشره زینب افغان د پخوا پرتله د ښځو په ژوند کې د څه نا څه ښه والي خبره کوي او زیاتوي چې اوس مهال کورنۍ په دې پوهه شوې چې د نارینه وو په شان ښځې هم خپل حق او حقوق لري. اغلې افغان زیاته کړه: "ستونزې هم شته، ځینې کورنۍ تر نجونو هلکان ښه پالي، یو شمېر کورنۍ د ښو زده کړو لپاره خپل هلکان خصوصي ښوونځیو کې شاملوي، خو بیا نجونو ته په حکومتي ښوونځیو کې هم د زده کړو حق نه ورکوي." د خوست د ولایتي شورا استازي نعت بي بي عمري هم وايي چې د ښځو په ژوند کې څه نا څه ښه والی راغلی دی. دې د بیلګې په توګه وايي: "اوس خلک خپلې خویندې لوڼه په بدو کې نه ورکوي، بدلېز یا د بدل ودونه کم شوي، ښځو د خپلو حقونو د غږ پورته کولو جرئت پیدا کړی، خو حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي." بل لوري ته د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې هم وايي چې د تېرکال پرتله دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې لږوالۍ راغلی دی. د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ وویل، دوی تېرکال د تاوتریخوالي ۸۵ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ یې بیا تراوسه ۵۵ قضیې ثبت کړي، خو ممکن د کال تر پایه د پېښو شمېر یو څه زیات شي. راپور: نجیب الله الوخېل

24.11.2020 ازادي راډیو

سعودي عربستان: حوثیانو د تیلو یوه فابریکه په توغندي ویشتلې

د سعودي عربستان د تیلو د ارامکو شرکت ویلي د یمن حوثي یاغیانو یې یوه فابریکه د جدې په ښار کې په توغندي ویشتلې

24.11.2020 امریکا غږ

غني: افغان ځواکونه په خپلواکه توګه ۹۶سلنه عملیات تر سره کوي

غني د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس ته وویل چې افغان  امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهاله په خپلواکه توګه د ۹۶ سلنه عملیات تر سره کوي.

24.11.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more