شاته

د کرونا وبا هوایي ترانسپورت ۱۵۷ میلیارډ ډالر تاواني کړی

د هوایي ترانسپورت نړیوال انجمن ویلي دي چې په روان او راتلونکي کال کې د هوایي چلند د شرکتونو تاوان به څه دپاسه ۱۵۷ میلیارډ ډالرو ته لوړ شي، چې ددغه بنسټ د مسولینو په وینا دا د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د هوایي چلند د صنعت تر ټولو ستر زیان دی.

دغې نړیوالې ادارې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) اندیښنه څرګنده کړه چې د کروناویروس دوهمه څپه چې د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې د محدودیتونو او د پروازونو د کمیدو سبب شوې هوایي چلند به سخت وځپي.

د هوایي ترانسپورت نړیوال انجمن د جون په میاشت کې وړاندوینه کړې وه چې د هوایي لیکو تاوان به په دوو کلنونو -۲۰۲۰ او ۲۰۲۱- کې سل میلیارد ډالرو ته لوړ شي، خو اوس یې ویلي چې په روان کال کې به د هوایي شرکتونو مالي تاوان ۱۱۸.۵ میلیارد ډالر او په ۲۰۲۱ کال کې هم ۳۸.۷ میلیارد ډالر وي.

سره له دې چې د کوویډ۱۹ ضد واکسین د پراختیا په اړه هیله بخښونکي خبرونه رارسیږي د نړۍ په ډیرو لرې پرتو سیمو کې به د هغې تطبیق لږ تر لږه تر راتلونکي کال تر پایه دوام وکړي.

د هوایي ترانسپورت د انجمن رئیس الکزاندر دو ژونیک، وویل: "مثبت اغیز به یې [د واکسین ویش او تطبیق] پر اقتصاد او هوایي ټرافیک باندې د ۲۰۲۱ تر نیمایي پورې څرګند شي."

مقاماتو وړاندوینه کړې چې د کروناویروس د ازموینو د زیاتیدو او واکسین د لاسرسي په ترکیب سره به د روان کال په پای کې سرحدونه پرانستل شي او هوایي چلند به رونق وکړي.

دغه انجمن اټکل کړی دی چې د هوایي چلند د مسافرو شمیر چې په ۲۰۱۹ کې ۴.۵ میلیارډ کسان وو د ۲۰۲۰ تر پایه ۱.۸ میلیارد مسافرو ته راټیټ شي او په ۲۰۲۱ کې به په قسمي ښه کیدو سره دغه شمیره ښایي ۲.۸ میلیارډ تنه شي.

دغه انجمن د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې د محدودیتونو د لګونو او د پروازونو د بندولو پر ځای دې د هوایي شرکتونو د مسافرانو د کروناویروس د معایناتو کچه پراخه کړي لکه څنګه چې فرانسه، جرمني، بریتانیا، د امریکا متحده ایالات او سنګاپور دغه پروګرام پلی کوي.