شاته

د جنیوا په غوڼده کې یو شمېر ملکونو د افغانستان سره مالي مرستې اعلان کړې

په جینیوا کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په اړه د نړېوالو مرستو په کنفرانس کې، د پاکستان په شمول لسګونو هېوادونو افغانستان ته د راتلونکو کلونو دپاره خپلې مالي مرستې اعلانې کړې او د نورو مرستو اعلان لا دوام لري.

په دې کنفرانس کې په دې هم ټینګار شوی چې افغانستان کې تشدد باید نور ختم کړی شي. د ملګرو ملتونو سکریټري جنرل په افغانستان کې د فوري ډزبندۍ غوښتنه وکړه.

د جینیوا په کنفرانس کې چې د سویټزرلېنډ په وخت تر نن ماښامه پورې به دوام ولري، تر څو ګېنټو مخکې پورې یو ګڼ شمېر هېوادونو افغانستان ته خپلې مرستې اعلانې کړې چې په هغو کې یورپي اتحاد یو بیلین او دوه سوه میلینه ډالره، جاپان اوه سوه و شل میلینه ډالره، برطانیې د کال ۱۵۵ میلینه ډالره، کېنېډا آینده درې کلونو کې د ۶۴ میلینه ډالره، او همداسې هالېنډ، ډنمارک، ناروې، آسټرالیا، سویډن، اېټلي او نورو هېوادونو هم د خپلو مالي مرستو ژمنه وکړه.

د امریکا، سعودي عرب، نورو ملکونو او د نړېوال بنک، او نورو عالمي تنظیمونو د مرستو اعلان لا نه و شوی او په دې اړه به خبرونه وروسته راورسیږي.

هند په دې کنفرانس کې وعده وکړه چې په کابل کې به د شاه توت ډېم (د اوبو بند) جوړوي. هند تر دې مخکې هم د افغانستان په لویدیځ کې د سلما لوی ډېم جوړ کړی دی.

افغانستان سره په داسې وخت کې نړۍ بیا د مالي مرستو ژمنه کوي چې د دې مرستو د په ځای مصرفولو او پکې د غبن او فساد نه کولو باندې ټینګار شوی دی. په مخکیني کنفرانسونو کې هم په افغان حکومت ټینګار شوی و چې د فساد یا کرپشن په ضد مبارزه کې باید اغېزمن ګامونه واخلي. افغان حکومت وایي هغه مخکینۍ وعدې یې تر زیاته حده عملي کړي دي او اوس افغانستان د کرپشن په ضد خپلواک کمېشن هم جوړ کړی دی.

بل پلو د جینیوا کنفرانس په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د سولې بهیر ته هم د ډېرو سترګې دي خو تر اوسه د قطر مذاکراتو کې څه پرمختګ ندی لیدل شوی.

صدر محمد اشرف غني د جینیوا کنفرانس ته د ویډیو لینک له لارې وینا کې وویل چې د ټولو ستونزو سره سره، افغان حکومت بیا هم له طالبانو سره خبرو ته کلک ژمن دی او باید تشدد ته د پای ټکی کیښودل شي.

افغان حکومت او نورو برخوالو په جینیوا کنفرانس کې یوځل بیا په افغانستان کې د جنګ او تشدد په ختمېدو ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سکريټري جنرل انټونیو ګوتېرش هم جینیوا کنفرانس ته په وینا کې، په افغانستان کې د فوري ډزبندۍ غوښتنه وکړه.

یورپي اتحاد د دې ترڅنګ چې د څلورو کلونو دپاره د یو بیلین و دوه سوه میلینه ډالرو د مرستې ژمنه یې اعلان کړه، دا یې هم وویل چې دا مرستې په شرطونو او د سختو ضروریاتو په پام کې نیولو باندې تړلي دي.

د یورپي اتحاد د خارجه پالیسۍ مشر یوسپ بورېل وویل، د افغانستان آیندې دپاره په کار ده چې په هغه هېواد کې د ۲۰۰۱ کال نه پس کومې لاس ته راوړنې چې د جمهوریت او بشري حقونو په برخه کې کتل کیږي، هغه دې وساتلی شي.

هغه زیاته کړه چې د کوم اسلامي امارت د بیا جوړولو دپاره کوشش به افغانستان سره د یورپي اتحاد په سیاسي او مالي تعلقاتو کلک اثر واچوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.