ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا افغان پوځ ته ۴۵۰هاموي ټانکونه،۸۰میلیونه مرمۍ او دوربینونه وسپارل

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت افغان ځواکونو ته ۴۵۰ هاموي ټانکونه.

06.11.2020 امریکا غږ

فواد چوهدري:ریاست دې دمذهب دسپکاوي بې ځایه تور لګوونکو ته عبرتناکې سزاګانې ورکړي

دپاکستان دسائنس مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري پنجاب کې د مذهب دسپکاوي په تور دیو بینک دمنیجر وژنه ظلم بللی اؤ وایي د ریاست فرض جوړیږي چې په داسې مقدمو کې ککړو مجرمانو عبرتناکې سزاګانې ورکړي.

06.11.2020 ډیوه

د ازادۍ راډیويي مجله

06.11.2020 ازادي راډیو

دوهمه یو ساعته خپرونه

06.11.2020 ازادي راډیو

پاکستان کې نور۳۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي

پاکستان کې د کرونا وایرس دخوریدو دویمه څپه نوره هم چټک شوې اؤ په تیره یو شواروز کې دیرش کسان په دې وایرس مړه شوي دي چې دې سره هیواد کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۶۹۲۳ؤ ته رسېدلې ده.

06.11.2020 ډیوه

ټرمپ په ټاکنو کې له ثبوت پرته د درغلیو ادعا کړې ده

واشنګټن - د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له کوم ثبوت پرته وویل، چې له ده سره په دوهمه دوره کې چل شوی دی. ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، "که تاسو قانوني‌ ووټونه وشمېرئ، زه یې په اسانۍ سره ګټم." هغه وړاندې وویل، "که تاسو غیر قانوني رایې شمېرئ، دوی کولای شي له مونږ څخه ټاکنې غلا کړي." ټرمپ د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو په خونه ۱۶ دقیقې تېرې کړې وویل، په سوېنګ سټېټونو کې دده مخکې والی د رایو د شمېرلو پر وخت "په پټه کم شوی" پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن چې له ډیموکرېټ ګوند څخه دی په دواړو پاپولر وټ(ټولو رایو) او تر هغې هم زیات مهمه دا چې د الکټورل کالج په شمېر کې چې بریالی تن ټاکلی مخکې دی. ولسمشر له خبریالانو څخه کومه پوښتنه ځواب نه کړه او درې ستر ټي وي ګان په ژوندۍ بڼه د هغه د خبرو له خپرولو څخه لېرې شوي دي په داسې حال کې چې هغه د درغلیو بې ثبوته تورونه لګول. ټرمپ په ډیموکراټانو تور پورې کړ چې هڅه کوي انتخابات غلا کړي او وویل چې ریپلېکنز ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له ووټونو څارنه وکړي. ټرمپ وړاندې وویل، "اجازه به ور نه کړي درغلیو ته چې دومره ارزښناکه ټاکنې غلان کړي." او زیاته یې کړه چې دی چمتو دی چې خپله کېس سترې محکمې ته یوسي. ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له سپنې ماڼۍ څخه په خپلو ټویټونو کې ویلي، چې هر هغه ووټ چې د نومبر له دریمې څخه وروسته راغلي، هغه به "و نه شمېرل شي." د ټرمپ ددغه اعلان په اړه ټویټر په یو نوټ کې لیکلي،‌"په دې ټویټ کې ځینې او یا ټول هغه څه چې شریک شوي لانجمن دي کېدای شي د ټاکنو او یا نورو ولسي پروسو په اړه غلط فهمي رامنځ ته کړي." ټرمپ په خپل ټویټر باندې دا هم لیکلي، چې په ووټونو کې د درغلیو او د سټېټ په ټاکنو کې د درغلیو له امله به "د بایډن وروستۍ څرګندونې زمونږ لخوا چلنج شي" ټرمپ تر دې مخکې، په ټویټر باندې غوښتي وو چې د ووټونو شمېرل دې ودرول شي کوم چې په جلا توګه د ایالتونو یا سټېټونو لخوا شمېرل کېږي نه د مرکزي حکومت لخوا. د ټاکنو په اړه د جو بایډن وروستی دریځ: پخواني مرستیال ولسمشر او په دې ټاکنو کې د ټرمپ سیال ډیموکراټ جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټرمپ له څرګندونو مخکې د ډېلېوېر ایالت په وېلمېنګټن کې د کمرې مخې ته په خپلو لنډو خبرو کې وویل، "هر ووټ باید وشمېرل شي." او زیاته یې کړه چې "دا هغه څه دي چې مونږ یې ګورو اوس پرمخ روان دي او همداسې باید وشي. په ډیموکراسۍ کې کله کډوډي وي. ځینې وخت لږ صبر او زغم ته هم اړتیا لري."   په داسې حال کې چې د بایډن مرستیال هم په ستیج ورسره ولاړه وه، بایډن زیاته کړه، "مونږ هېڅ شک نه لرو کله چې شمېرل پوره شي، نو سنېټره هېرېس او زه به ګټونکي اعلان شو. نو ځکه زه له هر یو غواړم چې ارام پاتې شي او ټول خلک باید ارام وي." د ټاکنو له ورځې د ټرمپ کمپاین په یو شمېر ایالتونو کې حقوقي دعواوې درج کړي، او د ووټونو او د شمېرلو د بهیر په اړه یې ځینې انګېرنې کړي. تر اوسه پورې هېڅ کوم قاضي د ولسمشر ددې اقدماتو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې. په جورجیا، مشېکن او مېنېسوټا کې یې ګڼې دعواوې یې ژر بېرته رد شوي دي. د بایډن د کمپاین لپاره حقوقي سلاکار رابړټ باور وویل، "د ټرمپ کمپاین د درغلیو په اړه بې بنسټه ادعاوې کوي." او زیاته یې کړه چې دا تګلاره چې د ووټونو مزاحمت کوي ناکامېږي." د نواډا ایالت په کلارک ولسوالۍ کې چې ډیموکراټان پکې زیات دی او ورسره بایډن د هېواد په کچه د الکټورل کالج له پلوه مخکې کوي، د ټرمپ کمپاین ویلي، دوی په محکمه کې کېس اچولی او ادعا کوي چې لس زره هغه کسان چې د امریکا دایمي اوسېدونکي یا ریزېډنټ هم نه وو د ووټونو اچولو ته پرېښودل شوي او ریپلېکنز څارونکي په نه توانېږي چې د رایو هغه بکسونه وګوري چې ناسم ګرځول شوي دي. د امریکا د ملي استخباراتو پخواني سرپرست مشر ریچارډ ګرینوېل وویل، "په دې هېواد کې دا د منلو نه دي چې غیر قانوني ووټونه وشمېرل شي. او دا هغه څه دي چې په نواډا کې اوس کېږي." ګرېنېل چې د ټرمپ لخوا پخوا جرمني ته د سفیر او د سربیا او کوسوو لپاره د ځآنګړي استازي په توګه ټاکل شوی وو د خپلو تورونو په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او نه یې هم په دې اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړي.

06.11.2020 ډیوه

صدر ټرمپ وایي انتخابات ګټلي خو ورسره درغلي کیږي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په خپلې تازه وینا کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې په انتخاباتو کې له ده سره درغلي روانه ده، که نه نو د ده په وینا، «که قانوني ووټونه شمار شي، نو زه یې ګټم.»

06.11.2020 ډیوه

د امریکا د ټاکنو په اړه تر اوسه هم پرېکړه نه ده شوې

واشنګټن – د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ هم و نه شوه خو ډیموکراټ کاندید جوبایډن زیاتې انتخاباتي رایې یا الېکټرول کالېج ترلاسه کړي دي او ولسمشر ټرمپ غوښتي چې د رایو شمېرل دې ودرول شي ځکه ریپلېکنز په ټاکنو کې د بې نظمیو په اړه په محکمه کې حقوقي دعوا پرانیزي. د امریکا غږ د انګلیسي څانګې د خبر له مخې، بایډن تر اوسه پورې ۲۵۳ انتخاباتي‌ رایې او ټرمپ ۲۱۴ ګټلي دي خو د ټاکنو ګټونکی باید ۲۷۰ پوره کړي تر څو د راتلونکو څلورو کالو لپاره د امریکا ولسمشر شي. تر اوسه هم په څلورو برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې د رایو شمېرل روان دي. په دغو ایالتونو کې دوه جیورجا او پېنسلوینیا په ختیځه برخه او دوه نور ارېزونا او نواډا په لویدیځه برخه کې دي. په دغو ایالتونو کې وروستی حالت: ټرمپ په جیورجا او پېنسلوېنیا کې مخکې دی او بایډن په دوه نورو کې. د امریکا د انتخاباتي رایو (الکټورل کالج) په سیستم کې له مېن او نېبراسکا پرته په هر ایالت کې چې هر کاندید زیات ووټونه واخلي نو د هغه ایالت ټولې انتخاباتي‌ رایې یا الیکټورل کالج ترلاسه کوي او د هر ایالت لپاره د الکټورل کالج شمېر د هغوې د وګړو د شمېر په تناسب ورکړل شوې وي. که چېرې بایډن په ارېزونا کې چې ۱۱ انتخاباتي رایې لري او په نواډا کې چې شپږ لري خپلې رایې همداسې زیاتې وساتي نو دی به په ټولیزه توګه ۲۷۰ انتخاباتي څوکۍ وګړي او د امریکا ۴۶ م ولسمشر به شي او په جنورۍ کې به یې د پرانېستې مراسم وي او په دې حالت کې بیا د جورجیا او پېنسلوېنیا پایلې کومه اغیزه نه لري. ټرمپ ته اړتیا ده چې ټول هغه ایالتونه له ځان سره وساتي چې دی پکې مخکې دی او له ارېزونا او نواډا څخه هم یو ترلاسه کړي، چېرې چې بایډن اوس مخکې دی. د رایو شمېرل په څلورو واړو کې اوس بند شوي. په جورجیا کې ټرمپ ۱۵۰۰۰ رایې مخکې دی خو تر ۵۰۰۰۰ زیاتې رایې تر اوسه نه دې شمارل شوي. په پېنسلوینیا کې ټرمپ ۱۱۶۰۰۰ رایې مخکې دی خو تر دې په زیات شمېر رایې لا نه دې شمېرل شوي. اخوا بایډن په نواډا کې ۱۲۰۰۰ رایې مخکې دی او په ارېزونا کې ۶۸۰۰۰ خو دواړو ایالتونو کې لا زیاتې رایې شمېرلو ته پاتې دي.

05.11.2020 ډیوه

د اسټریا چانسلر: یورپي ملکونه دې د "پولېټیکل اسلام" په ضد محاذ جوړ کړي

د جرمني ډای وېلټ ورځپانې سره مرکه کې غواړي چې د برداشت بې ځایه تصور ختم کړی شي او د یورپ ټول قامونه "دا احساس کړي چې د (پولېټیکل اسلام) سیاسي اسلام نظریه زمونږ ازادۍ او د یورپ د ژوند لارې دپاره څومره خطرناک دی."

05.11.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

05.11.2020 امریکا غږ

امریکا افغان پوځ ته په سلګونو جنګي وسایل او تجهیزات ورکوي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي‌ چې سلګونه جنګي وسایل او تجهیزات د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته سپاري. 

05.11.2020 امریکا غږ

امریکې د ګندهاره تهذیب لوټ شوي پخواني اثار پاکستان ته بېرته ورکړي 

د خېبر پښتونخوا د لرغوني اثارو او د عجاېب ګرو محکمې مشر عبدالصمد په دې حقله وي او ای ډيوې ته څه داسې ووېل: "بلکل په امريکه کې د ګندهاره د اثارو څه سامان ترلاسه شوی دی،او دا به پاکستان ته واپس راځي. دلته لا رارسېدلی نه دی، هغلته کونسل جنرل ته يې حواله کړی دی."

05.11.2020 ډیوه

 امریکا د انتخاباتو دوه ورځې وروسته لا هم ګټونکی معلوم ندی 

د امریکا د متحده الاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو څخه دوه ورځې تیرې شوې، خو تر اوسه د انتخاباتو ګټونکی ندی څرګند شوی.

05.11.2020 امریکا غږ

د ولسمشر ټرمپ کمپېن ټېم په دریو ایالتونو کې د رایو شمېرلو درولو لپاره عدالت ته ورغلي

د ولسمشر ټرمپ کمپاین د نومبر پر څلورمه په بیان کې وویل: "د مېشيګن دعوې عدالت ته یې مقدمه وړې چې د رایو شمېرنې بهیر دې دوی ته له قانون سره سمه تر رسایۍ ورکولو پورې ودروي."

05.11.2020 ډیوه

هند په فبرورۍ کې د کرونا ضد واکسین تطبیق پیل کوي 

د هند د حکومت یو مقام ویلي چې د حکومت په ملاتړ د کروناویروس ضد جوړ شوی واکسین به ښایي د فبرورۍ په میاشت کې تطبیق کولو ته تیار وي.

05.11.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more