شاته

یونیسېف وايي په ۲۰۲۱ کې به غربیو ملکونو ته دوه ارب د کرونا ضد وېکسین ورکوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حفاظت عالمي ادارې ویلي دي چې د راروان کال نه په غریبو هېوادونو کې د کرونا ضد دوه اربه وېکسین ورکول پېل کړي بلخوا د ملګرو ملتونو د صحت ادارې مشر غږ کړی چې د کرونا وایرس وېکسین دې په منصفانه ډول په نړیواله کچه ووېشل شي.

په جنیوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکزي دفتر کې د معمول خبري غونډې ته ټیډروس اېدونېم ګېبريېسس د کرونا وایرس د وېکسین دپاره هلې ځلې وستایلې چې پکې د فایر او بایوټېک کمپنو وېکسین هم شامل دی او په موجوده وخت کې د امریکې فوډ اېنډ ډرک اېډمنسټېرېشن او ځینې یورپي ملکونه د منظورۍ دپاره غور کوي.

هغه وویل د دې وړاندې کله هم د یوې ناروغۍ په ضد وېکسین دومره په بیړه نه دي تیار کړی شوي.

د ډبلیو اېچ او مشر وویل اوس د یو داسې معیار د جوړوولو ضرورت دی چې ترمخه یې دا وېکسین د دنیا غریبو ملکونو ته هم ورکړی شي.

د ادارې ډاېریکټرې اتلیوا کدېلي د ګل په ورځ دا بیان وروسته له هغې ورکړی چې د نړۍ غټو هېوادونو د دوایانو کمپنیاني نزدې د یو کال د صبرناکو مرحلو نه د تېرېدو وروسته ویکسین جوړولو ته نزدې شوي.

د امریکا، برتانیه، جرمني او د چین په شمول یو شمېر هېوادونو د دوایانو غټو کمپنو ویلي دي دوي دویکسینو د اخري مرحلو نه کامیابۍ سره تېرېږي او وايي چې که د نړۍ حکومتي ادارو ورته منظوري ورکړه نود دسمبر اخېرې ورځو او یا بیا د بل کال جنورۍ میاشتې څخه به خلکو ته په محدوده پېمانه وېکسین ورکول پېل کړي.

یونیسف ویلي چې دوی به صحت عالمي ادارې ډبلیو اېچ او سره د جوړې کړی شوې منصوبې دلاندې د افغانستان، یمن او برونډي په شمول غریبو هېوادونو ته د ۳۵۰ هوايي او سمندري جازونو د لارېویکسین، سرنجونه او نورې طبي اسانتیاوې ور رسوي.

بیان کې ویلي شوي چې ددې لپاره تاریخي او لویې عملیات ترسره کوي او وايي چې په وړومبۍ مرحله کې بههغه خلکو ته اول ویکسین ور رسوي چې د زیاتو خطرو سره مخ دي.

ډبلیو اېچ او وايي چې د وبا نه وړاندې هم نزدې شل میلینه ماشومان داسې وو چې ورته د ناروغو ویکسین نهرسیدل چې له وجې یې دوي د معذورۍ، خطرناکو او مرګونو ناروغو سره مخ کړي دي.

د نړۍ د شلو اقتصادي طاقتورو هېوادونو مشرانو د انټرنېټ د لارې په یوې تازه غونډه کې دا ژمنې څرګندېکړي دي چې د کرونا ضد ویکسین، دوایانې او د ټسټونو الات به په مساوي بنیادونو تقسیمول یقیني کوي.

د کرونا ضد دا تازه پرمختیاوې په داسې وخت کېږي چې د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍکې دا مهال تر ۵۸ میلیونو زیات خلک په کورونا باندې اخته شوي دي.

امریکا بیا هم د کورونا له ۱۲ میلینو پېښو سره تر نورې نړۍ مخکې ده او ورپسې بیا په هند کې نههمیلیونه او په برازیل کې د کورونا شپږ میلیونه پېښې شوي دي.

دغه وایرس په نړۍ کې ۱.۳ میلیونه کسان مړه کړي دي چې د څلورمې برخې څخه زیات یې په امریکا کېدي.