ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پارک سینما ورانه شوه؛ توند غبرګونونه او د ښاروالۍ ځواب

د پارک سینما، د کابل په شهر نو کې د فلمونو د نندارې یو مهم سالون تېره شپه وران شو. د افغانستان وتلي سندرغاړي فرهاد دریا د پارک سینما ورانول د بودا د مجسمو له نړلو سره تشبیه کړي. خو کابل ښاروالي وايي، ددې سینما رغوَل ناممکن شوي و، او ټاکل شوې چې پر ځای یې یو بل فرهنګي مرکز جوړ شي.

10.11.2020 ازادي راډیو

د کورونا وبا پرضد مبارزه د جو بایډن ټیم په لومړیتوب کې ده

رمپ په ټینګار سره وايي امریکایان د بیرته رغېدو او مبارزې په حال کې دي. تیره میاشت په فلوریډا ایالت کې د انتخابي کمپاین پر مهال ټرمپ وویل، "زما د مشرتابه لاندې، مونږ د کورونا وایرس پر ضد خوندي واکسین تیاروو کوو اوکه تاسو وګورئ نو هیڅ هیواد هغه لاره نه ده موندلې چې مونږ پرې روان یوو. "

10.11.2020 ډیوه

ماهرین وايي د جولايي راهسې په پاکستان کې کرونا وایرس بیا په زیاتېدو دی

د صحت قامي اداره وايي په تېرو 24 ګنټو کې د کرونا وایرس څه د پاسه 1600 کېسونه ريکارډ شوي دي. په تېره شوي میاشت کې د کرونا په کېسونو کې تر درې سوو پورې راکم شوی و۔

10.11.2020 ډیوه

د امریکې تر ټولو لوی حکومتي وکیل یا څارنوال په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلیو د پلټنو امر کړی

وېلیم بار وویل تحقیقات په داسې حال کې کېدلی شي که چېرې د بې قاعدګیو واضحه او باوري الزامات موجود وي او که چېرې دا د حقیقت ثابتېدو په صورت کې په انفرادي ریاست کې د وفاقي انتخاب په نتیجه په ممکنه توګه اثر انداز کېدلی شي

10.11.2020 ډیوه

په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او واورې د امکان څرګندولو سره اړونده ادارو ته خبرداری

د خېبرپښتونخوا صوبې د افتونو د انتظام ادارې [پي ډي اېم ای] د جمعې [13م نومبر] نه تر اتوار/يکشنبې [16م نومبر] پورې په صوبه کې په برنو غرئيزه ضلعو کې د باران او واورې او پرتو ضلعو کې د باران امکان څرګند کړی او اړونده ادارو ته يې د چمتو کېدو خبرداری ورکړی دی.

10.11.2020 ډیوه

په امریکا کې د یو صدر نه بل صدر ته د واک اختیار انتقال څنګه کیږي؟

په سرښار واشنګټن ډي سي کې جنرل سروسز اېډمنسټرېشن نومې حکومتي ادارې ویلي د اقتدار د انتقال دپاره پېسې او نور وسایل ودرولي دي ترڅو په صدارتي انتخاب کې د یو امیدوار بریا نه وي معلومه شوي. صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاب کې ماتی نه دی منلی او د ووټونو په شمېر ک یې د درغلۍ الزام لګولی دی

10.11.2020 ډیوه

د کېپټن صفدر نيول، د پوليس مشر په پېښه کې ککړ د رېنجرز او ايي اېس ايي افسران د چوکو څخه لرې کړی شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د کراچۍ په پېښه کې ککړ د رېنجرز ځواک او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي چارواکي د چوکو څخه لرې کړی شوي دي.

10.11.2020 ډیوه

ملي امنیت د هند نیمه وچې لپاره د القاعده د دریم مشر د وژل کېدو خبر ورکړ

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په دغه هیواد کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شکبې د یوه مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.

10.11.2020 امریکا غږ

د برما د پارلماني انتخاباتو په۱۱ سوو کاندیدانو کې ۲ مسلمانان دي

تقریباً پنځه کاله کیده چې د برما په پارلمان کې هیڅ مسلمان وکیل نه و خو دا ځل انتخاباتو ته دوه مسلمانان کاندیدان دي.

10.11.2020 امریکا غږ

د هند د کرکټ د غوره لیګ فاینل لوبه نن کیږي

د سږکال د هند د غوره لیګ، آی پي ایل سیالۍ چې د سپټمبر په نولسمې پیل شوې وې، وروستۍ یا فاینل لوبه یې نن د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې کیږي.

10.11.2020 امریکا غږ

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې کرونا ویروس له نزولي حالت وتلی او پېښې زیاتې شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې بېرته زیاتې شوې دي.  د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور که څه هم ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې اوونۍ په پرتله دا اوونۍ کې پېښې کمې وې، خو په خبره‌یې د دغه ویروس کچه له نزولي حالت نه وتلې. خو د درملو یو شمېر عمده پلورونکي وایي د تېر په پرتله‌یې د روغتیایي وسایلو او درملو پلور کم شوی دی. د کابل خیرخانې سیمې پروان هوټل ته څېرمه چې د کابل ښار ډېری درملتونونه له دې ځای نه په عمده ډول درمل وړي، درمل پلورونکي وایي د څه موده مخکې بازار نه‌دی پاتې.  دا چې ولې؟ عبید او منصور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "مخکې چې کرونا زیاته شوې وه هغه وخت ماسک، دستکشې او دواګانې زیاتې پلورل کېدلې، اوس چې کرونا په کمه کچه ده او ماسکونه، دستکشې او دواګانې ارزانه شوې هم دي، له دې سره بیا هم خلک احتیاط نه‌کوي." "مخکې به ماسکونو، دستکشو، پرستامول، ویټامین ډي، امپولونو، کپسولونو او ځینو نورو انټي بیوټیکونو لکه ازیترومایسین او په وروستیو کې چې اعلان وشو چې ډیکسامیټازون ډېره ګټه کوي ډېر خلک به ورپسې راتلل، خلک هم هغه څه چې باید مراعت‌یې کړي نه‌مراعتوي، لکه ټولنیز واټن یا هغه څه چې باید وخوري چې د وجود مقاومت‌یې لوړ شي نه‌یې خوري." دوی وایي‌ مخکې به د یو ماسک قیمت تر ۲۵ افغانیو و، خو اوس دا قیمت ۴ افغانیو ته راکښته شوی دی. که څه هم تر دې مهاله د کرونا ویروس لپاره د روغتیا نړیوال سازمان داسې درمل یا واکسین نه‌دي تأیید کړي چې په دغه ویروس باندې د اخته کسانو درملنه وکړي، خو دغه سازمان، د افغانستان عامې روغتیا وزارت او روغتیا پالان خلکو ته وړاندیز کوي چې د مخنیوي لپاره‌یې باید روغتیایي وړاندیزونه په پام کې ونیول شي. د ماسکونو کارول، ټولنیز واټن په نظر کې نیول، د مایعاتو خوړل، له ګڼې ګوڼې لیرې اوسېدل او ورته نور مسایل هغه څه دي چې د روغتیا پالانو په خبره کولای شي د دغه ویروس د لا خپراوي مخه ونیسي. بل‌خوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له نزولي حالت نه وتلی او هره ورځ‌یې پېښې ثبتېږي. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډيو ته وویل، له ۳۵مې اوونۍ راهیسې د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر بېرته زیات شوی. هغه زیاته کړه: "له ۳۵مې اوونۍ نه وروسته پېښې په اضافه کېدو شوې دي، تېره اوونۍ ۴۴مه اوونۍ وه، نو په دغه اوونۍ کې چې اووه ورځې کېږي ۶۰۸ مثبتې پېښې مو درلودلې، که دا پېښې له ۴۳مې اوونۍ سره پرتله کړو، نو پېښې په دې اوونۍ کې کمې شوې دي چې هغه مهال مو مثبتې پېښې ۷۳۸ پېښې وې، خو بیا هم باید زموږ ټول هېوادوال زیات احتیاط وکړي." د عامې روغتیا وزارت په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۹۴ مشکوکو پېښو سمپلونه اخیستل شوي چې ۱۳۸ یې مثبت وو. دغه وزارت دا هم وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. په دې سره تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې ۴۲،۲۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱،۵۷۴ کسان مړه شوي دي.

10.11.2020 ازادي راډیو

امریکا د چین په ۴ نورو چارواکو هم بندیزونه ولګول

د امریکا حکومت د چین د حکومت په هغو ۴ چارواکو بندیزونه ولګول چې په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت د نوي قوانینو په تطیبق کې لاس لري.

10.11.2020 امریکا غږ

افغانستان کې ۱۶۶ تنه نور په کرونا اخته شوي، درې مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۶۶مثبتې پېښې.

10.11.2020 امریکا غږ

فاریاب:په امنیه قوماندانۍ موټري بمي چاودنه کې ۱۴کسان وژل شوي،۱۵ژوبل

امنیتي چارواکي وایي د افغانستان فاریاب ولایت کې په یوه موټري بمي چاودنه کې ۱۴کسان وژل شوي اؤ ۱۵نور ژوبل شوي دي دي.

10.11.2020 ډیوه

شبرغان کې د ځینو فارغ التحصیلانو ورځنی ژوند

په شبرغان کې داسې ځوانان شته چې سره له دې چې لیک لوست یې زده دی خو بیا هم اړ دی چې بوټونه وګنډي. نور په راپور کې کتلی شئ:

10.11.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more