عمران خان هزاره ورورؤلۍ ته:کوټې ته به زر درشم خو تاسو مړي ښخ کړئ
بلوچستان کې د هزاره خواریکښو د وژنې په ضد په احتجاج دبوختو کورنیو اؤ حکومتي غړو ترمنځ دمذاکراتو ناکامیدو وروسته وزیراعظم عمران خان ویلي هغه به ډیر زر پخپله هم دقربانیانو دکورنیو سره خواخوږۍ دپاره سیمې ته ورځی خو باید اوس د وژل شوؤ کسانو مړي ښخ کړل شي.
مولانا فضل الرحمان:بلوچستان خوندي نه دی،دترهګرۍ ختمولو دعویدار چرته دي؟
بلوچستان کې د۱۱ؤ خواریکښو له وژل کیدو وروسته پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان ویلي بلوچستان ایالت اؤ قبائیلي ضلعې خوندي نه دي اؤ په داسې حال کې پوښتنه راولاږیږي چې دترهګرۍ ختمولو دعوې کوونکي اوس چرته دي؟
مانسهره:دسوري هېټر نه وتونکي ګیس دیوې کورنۍ شپږ کسان وژلي
دمرستندویه ادارې سرچینې وایي دا پېښه د خیبر پښتونخوا دمانسهرې سیمې دلارو اډې په سړک تېره شپه په یو کور کې رامنځته شوې اؤ پېښه کې مړه شوي تنان دیوې کورنۍ غړي دي.
تیر ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا افغانستان کې ۹ تنه مړه کړي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۰۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۹ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
اداري فساد؛ لوړپوړي چارواکي او قاچاقبران محکمو ته سپارل شوي ـ لویه څارنوالي
د افغانستان لویه څارنوالي وایي، یادې ادارې په روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې ده.
شریفه زرمتۍ: خبرې به سختې وي، ناهیلي نه یوو
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړې شریفه زرمتۍ وايي، له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو به سخته وي خو مرکچي پلاوی ناهیلی نه دی. مېرمن زرمتۍ په هغه ویدیو کې چې د سې شنبې په ورځ یې قطر ته له رسېدو وروسته رسنیو ته لېږلې ، ویلي چې پلاوی به یې د «دایمي اوربند د ټینګېدو» هڅه وکړي.
کوټه: د هزاره پرلت څلورمه ورځ، په کراچۍ کې يې په ملاتړ احتجاجونه پيل شوي
په کوټه کې د هزاره ګانو احتجاجي پرلت په سخته يخنۍ کې په څلورمه ورځ هم روان دی، احتجاج کوونکي وايي څو پورې چې وزيراعظم عمران خان دوی ته نه وي ورغلی مړي نه ښخوي. په کراچۍ کې هم د پرون نهې/ سه شنبې د ورځې راهسې د کوټې د پرلت په ملاتړ احتجاجي ناستې پيل شوي دي.
سرابي: دویم پړاو مذاکراتو کې به 'سخت او جدي' بحثونه ولرو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي دوحې ته له رسېدو وروسته تیره شپه ویلي چې په دویم پړاو مذاکراتو کې به له طالبانو سره جدي بحثونه ولري.
کابل ښار کې پټې څارګرې امنیتي کمرې لګول کیږي ـ صالح
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل ښار کې به «پر مختللي پټي څارګرې امنیتي» کمرې ولګول شي.
زلمی خليلزاد کابل ته رسېدلی
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته رسېدلی د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سره يې لیدلي او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه يې ورسره بحث کړی دی.
د کابل په ګدون پر ۱۳ ولایتونو د ازبکستان وارداتي برښنا قطعه شوې
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو د ازبکستان وارداتي برېښنا قطعه شوې ده.
امریکې د پاکستان هرکلی کړی چې ذکي الرحمان لکهوي يې نيولی
امریکې د پاکستان د دې ګام هرکلی کړی چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرطيبه کمانډر ذکي الرحمان لکهوي يې نيولی دی.
اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ولې د جورجیا ایالت د سنا د دوو څوکیو انتخابات دومره مهم دي؟
نن سه شنبه جنوري ۵ (مرغومي ۱۶) د جورجیا په ایالت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا دوو څوکیو لپاره انتخابات وشول.
ایمل ولي:هیڅ بېڅه نیول اؤ ځورؤل به په پښتنو کې اشتعال پیدا کړي
عوامي نیشنل ګوند دپښتون غورنې غورځنګ دفعال مشر ډاکټر سیدعالم مسید دنیول کیدو سخته غندنه کړې اؤ ویره یې څرګنده کړې ده چې دپښتنو بیځایه نیول اؤ ځورؤل به په هغوئ کې اشتعال پیدا کړي.