ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روغتیا وزارت: تر اوسه ۲۱۹۵ تنه د کرونا وبا په وجه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۹۸ مثبتو پېښو د ثبتېدو او  شپږو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

30.12.2020 امریکا غږ

خېبر پښتونخوا کې ښځې دسړو برابر کار کوي،خو معاشونه دسړو نه کم اخلي،علت یې څه دی؟

خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو حقونو په مبارزه بوخت فعالین وایي په زياتره شخصي ادارو او د کار کولو په ځايونو کې ښځو  نه د سړو برابر کار اخستل کیږي خو معاوضه ورته د سړو په پرتله کمه ورکول کېږي۔

30.12.2020 ډیوه

بلوچستان: په مستونګ کې د 14 مياشتو ماشومه پوليو وهلې

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلع کې يوه ماشومه د پوليو ښکار شوې ده. په بلوچستان کې د پوليو وهلو شمېرې 26 او په ملک کې دا شمېرې 84 ته ورسېدې.

30.12.2020 ډیوه

وسله والو په کندهار ښار کې یو افغان پیلوټ وژلی

چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د وسله والو په يوه غلچکي بريد کې يو افغان پيلوټ وژل شوی دی.

30.12.2020 امریکا غږ

د جام څلی د ایسسکو فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان جام څلی د ایسسکو د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل کړی دی.

30.12.2020 امریکا غږ

په جنوبي وزيرستان کې په څو ورځو کې د درې کورونو سوځول کېدو پوښتنې را ولاړې کړي

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې درې کورونه سوځول شوي، پوليس وايي د قبايلي جرګې په وېنا دا کار شوی خو د سوځېدلو کورونو خاوندان وايي پوليس، عدالت او انتظاميه يې کورونه نه دي ژغورلي.

30.12.2020 ډیوه

د "کوېډ١٩" نوې بڼه امریکا، لاتينې امریکا او هندوستان ته هم ورسېده

د کرونا ویروس نوې بڼه چې په چټکۍ سره اخیستل کېږي او لومړی ځل په بریتانیا کې وپېژندل شوه، اوس په امریکا، هندوستان او لاتينې امریکا کې هم خلک پرې اخته شوي. په امریکا، هندوستان، پاکستان او لاتينې امریکا، کاناډا، استرالیا، او لږ تر لږه شلو اروپايي، اسیايي او منځني ختيځ هېوادونو کې د نوې کرونا ویروس پېښې پرون د ډسمبر په ۲۹مه تایید شوې او ویل کېږي،  چې ټولې نښې نښانې داسې ښيي چې د ویروس نوې بڼه په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده. په دغو ټولو هېوادونو کې د کرونا ویروس نوې بڼه چې واریانت ویروس بلل کېږي، پېژندل شوې او له همدې کبله دولتونه اړ شوي چې یو ځل بیا پر سفر محدودیت وضع کړي. له دې کبله چې د کرونا ویروس دا بله بڼه په ډېر سرعت سره انتقالېږي، د اروپايي ټولنې د روغتیا ادارې خبرداری ورکړی، چې که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، یو ځل بیا د بستر کېدونکو کسانو او مړینو شمېر زیاتېدای شي. یوه اوونۍ مخکې برتانیې د نوې بڼې کرونا یروس یا واریانت ویروس د خپرېدو له کبله په لندن او جنوب ختیځ انګلنډ کې محدودیت اعلان کړ. لومړی ځل د ویروس دا ډول په سپټمبر میاشت کې وپېژندل شو. په داسې حال کې، چې دغه ویروس مخ پر خپرېدو دی، د نیویارک، ریو ډي ژنېرو او سډني په ګډون په ټوله نړۍ کې د نوي کال د لمانځلو مراسم محدود شوي دي. پر دې ناهیله کوونکي وضعیت سربېره په ۲۰۲۱ م کال کې هیله شته چې په پسرلي او دوبي کې به خلک ګڼو واکیسنو ته لاسرسی ولري. شا او خوا ټولو اروپايي ټولنې هېوادونو د تېرې یکشنبې په ورځ د واکیسناسیون کمپاین پیل کړ. خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي، چې معلومه نه ده چې ایا دا نوی ډول ویروس به د واکیسن هڅې بې ځایه کړي که څنګه. که څه هم امریکا او اروپا د واکیسن کمپاین ورو روان کړی دی، اسراییل په یوازي نهو ورځو کې پنځه لکه کسان واکسین کړي چې دا د دې هېواد د نفوس پنځه فیصده برخه جوړوي.

30.12.2020 ازادي راډیو

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه رد کړه

 د افغانستان ولسي جرګې د راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت سره رد کړه.

30.12.2020 امریکا غږ

ننګرهار کې د چرګانو روزني صعنت باندې ۲۴۸ میلیونه ډالر پانګونه شوې

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې ننګرهار ولایت کې د چرګانو د روزني صعنت باندې د ۲۴۸ میلیونه ډالرو پانګه اچونه شوې ده.

30.12.2020 امریکا غږ

امریکا تیاره ده چې د ډېنيل پرل د وژونکو پرضد مقدمه وچلوي

د امریکې اټارني څارنوال/ اټارني جنرل ویلي، چې امریکا تياره ده چې د ډېنيل پرل په وژنه کې ککړ  سزاوار پرضد مقدمه وچلوي د چا د خوشي کولو امر چې د پاکستان عدالت کړی دی.

30.12.2020 ډیوه

پيپلز ګوند وايي د پي ډي اېم پرېکړې تاييدوي، د مسلم ليګ ن خواجه اصف نيول شوی

پاکستان پيپلز ګوند ويلي د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پي ټي اېم پرېکړه تاييدوي استعفاګانې به جمع کوي او د عمران خان حکومت به لرې کوي، بل لور ته نېب د مسلم ليګ ن ګوند خواجه اصف نيول شوی دی.

30.12.2020 ډیوه

افغانستان کې د خبریالانو پر امنیت ټینګولو د امریکا د سفارت ټینګار

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر راس ویلسن په افغانستان کې د رسنیو پر ازادي ټینګار کړی او هغه یې د تیرو دوو لسیزو له مهمو لاسته راوړنو څخه بللې ده.

30.12.2020 امریکا غږ

اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

29.12.2020 امریکا غږ

د امریکا د مخالفت سره سره ترکیه او روسیه نظامي اړیکي ټېنګوي

د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې په ترکیې باندې د امریکا د متحدو ایالتونو بندیزونه د مسکو-انقره د نظامي اړیکو مخه نشي نیولی.

29.12.2020 امریکا غږ

د افغانستان راشد خان په شل اووریزو لوبو کې د لسیزې غوره لوبغاړی، د پاکستان پخوانیو لوبغاړو د کرکټ په نړیوال کونسل تنقید کړی دی

د کرکټ نړيوال کونسل يا ايي سي سي د يک شمبې په ورځ د تيرې لسيزي د ټيسټ ،يو ورځنۍ او شل اوريزه غوره لوبډلو اعلان کړی. د دې سره سم د هند کپتان ويرات کوهلي د يو ورځنۍ مقابلو د لسيزي غوره لوبغاړی ګرځولی او د افغانستان راشدخان ته په شل اوريزه لوبو کې د لسيزي غوره لوبغاړي جائزه ورکړل شوې. د هند د کرکټ ډلې کپتان ويرات کوهلي ته د سر ګيري سوبر جائزه هم ورکړل شوې. په ټولنيزو رسنيو د ياد کړل شوؤ لوبغاړو ستائنې او ورته مبارکۍ وئيل شوي خو د پاکستاني اولس او پخوانيو لوبغاړو لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلی ځکه چې د ټيسټ،يو ورځنۍ او د شل اوريزه لوبو په يوه ډله کې هم د کوم پاکستاني لوبغاړي نوم نه دی اچول شوی. د لسيزې په غوره لوبغاړو شل اوريزه لوبډله کې د ايي سي سي لخوا د افغانستان راشدخان، د هند ويرات کوهلي،ايم ايس دهوني،جسپرټ بومرا، د ويسټ انډيز کريس ګيل او کيرون پولارډ،د اسټريليا ايرون فينچ او ګلن ميګسويل، د سويلي افريقه ايبي ډيويليرز او د سري لنکه لاسيت ملنګا شامل کړی شوي.  د يو ورځنۍ کرکټ د لسيزې غوره لوبډله کې د هند روهت شرما،ويرات کوهلي او ايم ايس دهوني، د اسټريليا ډيوډوارنر او ميچل سټارک،دسويلي افريقه ای بي ډيوليرز او عمران طاهر، بنګلاديش شکيب حسن،د نيوزي لينډ مرينټ بولټ، د برطانيۍ بن سټوکس او د سري لنکه لاست ملنګا له ائ سي سي لخوه شامل کړی شوي.  د ټيسټ کرکټ د لسيزي غوره لوبډله کې د برطانيي السټرکوک،بن سټوکس،جيمزانډرسن او اسټيورټ براډ، د اسټريليا ډيوډ وارنر او سټيوسميت ، د هند ويرات کوهلي او ايشوين،د سويلي افريقه ډيل سټين، د نيوزي لينډ ويليم سن او د سري لنکه کمارسنګاکاره نومونه شامل کړی شوي.  د پاکستان پخواني تيز بالر شعيب اختر په خپل ټويټر ليکلي چې دا د ايي سي سي نه بلکه د ايي پي ايل يا هندي پريمئر ليګ د لسيزي غوره لوبډلې دي او د پاکستاني لوبغاړي ددغو غړيتوب ته اړتيا نه لري.  د پاکستان بل پخواني کرکټر راشدلطيف ليکلي د ايي سي سي نه د لسيزي غوره لوبغاړو په نوم ليکنه کې تيروتنه شوې او ترې د ايي پي ايل ټکی په ليکلو کې هير شوی.  ياده دې وي د کرکټ د لسيزي غوره لوبغاړو ټاکنه د کرکټ نړيوال کونسل د کليزه جائزو پروګرام لاندې د لوبغاړو د تير لسو کالو د غوره لوبې پر اساس کۍ. د لوبغاړو د ټاکنې کميټۍ کې د نړۍ ستر د لوبو صحافيان،ليکوالان او د کونسل د انتظامي چارو ستر مشر شامل وي.

29.12.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more