شاته

زلمی خليلزاد کابل ته رسېدلی

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته رسېدلی د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سره يې لیدلي او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه يې ورسره بحث کړی دی.

د زلمي خليلزاد سره د ليدنې په اړه عبدالله عبدالله په ټويټر ويلي،

"د تل په څېر مې د زلمي خليلزاد سره رغندنه ليدنه شوې. مونږ د سولې د پروسې په وروستيو پرمختګونو بحث کړی، د خبرو د دوهم پړاؤ هرکلی مو کړی، ډېر وخت مو د سولې دپاره ټينګار کړی د اوربند او تشدد د کموالي غوښتنه مو کړې ده".

زلمي خليلزاد په داسې وخت کې د کابل سفر کړی چې د نهې/ شه شنبې په ورځ [پينځم دسمبر] د بېن الافغاني خبرو د دوهم پړاؤ دپاره د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته تللی دی.

د کابل د تګ نه وړاندې خليلزاد د پاکستان سفر کړی او په څلورمه جنورۍ يې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره لیدلي ؤ.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې ای پي پي ویلي، په دغه ليدنه کې په دوه اړخيزه اړيکو او په ځانګړي ډول د افغان سولې د عمل په اړه خبرې اترې شوې وې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په څلورمه جنورۍ ويلي، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په درېمه جنورۍ د سويلي او منځنۍ اسيا ترڅنګ د منځني ختيځ په سفر روان شوی دی.

سټېټ ډيپارټمنټ ويلي، خليلزاد به په دوحه کې د افغان ډلو سره وويني دوی به وهڅوي او د امريکا د ملاتړ وړانديز به وکړي چې د سولې عمل ګړندی کړي، تشدد کم کړي اوربند وکړي او زر تر زره د سياسي تګلارې او د واک شريکې دپاره معاهده وکړي.

په بيان کې ويل شوي خليلزاد به د افغانستان ګاونډيان هم وهڅوي چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي چې تشدد ختم شي او زر تر زره سياسي جوړ جاړی وشي.

د سيمې او دوحې د سفر په اړه خليلزاد په خپله ویلي ؤ، "د هدفي وژنو په ګډون، د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه د منلو نده. هغوي چې تاوتریخوالی غځوي، غواړي چې د سولې ‌بهير او د هیواد راتلونکی زیانمن کړي. دوي د افغانانو د هود، چې د سولې لیواله دي، استازیتوب نکوي".

خليلزاد په داسې وخت کې د سيمې سفر کړی چې د افغان حکومت طالبانو ترمنځ په خبرو کې شوې وقفه پرون په پينځم دسمبر پوره شوې ده.