ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کراچۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه او القاعده دپاره پېسو ټولونکو ته د بند سزاګانې اورولې

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د دوه ترهګرو ګرځول شوؤ ډلو القاعده او جماعت الدعوه دپاره پېسو ټولونکو دوه کسانو ته د بند سزا اورولې ده.

29.12.2020 ډیوه

'سږ کال افغانستان کې پر ښځو د جنسي تیري ۲۵۹ قضیې ثبت شوي'

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې په روان هجري لمریز کال کې یې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضیې څېړلي دي.

29.12.2020 امریکا غږ

د روغتیا وزارت څلور مامورین د "رشوت غوښتلو په تور نیول" شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په عامې روغتیا وزارت کې څلور تنه د رشوت غوښتلو په تور نیول شوي دي.

29.12.2020 امریکا غږ

عمران خان: مخالفه ګوندونه د اېن ار او دپاره په پوځ فشار اچوي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ [پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم] په پوځ فشار اچوي چې د دغه لارې اېن ار او ترلاسه کړي خو هغه به اېن ار او ور نه کړي.

29.12.2020 ډیوه

۲۰۲۰ کال کې ۵۰ خبریالان وژل شوي ـ راپور

د بې پولې خبریالانو سازمان یا«RSF» وايي، په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي دي.

29.12.2020 امریکا غږ

په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو مبارزې ته د پينځه کالو بند سزا اورول شوې

د سعودي عرب يو عدالت د ګل/ دوشنبې په ورځ د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې ليجن الهذلول ته د پينځه کالو او لسو مياشتو بند سزا اورولې ده، په نړيواله کچه دغه سزا غندل شوې ده.

29.12.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

28.12.2020 امریکا غږ

په هرنايي کې په اېف سي د حملې وروسته امنیتي ځواکونو د لټون عملیات پېل کړي

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ايي ايس پي ار هم د پيښې پخلۍ کړی او دا بريد يې د ملک د دښمن قوتونه کار بللی ۔ د بريد پړه بيلتون غوښتونکې کالعدم بلوڅ وسلوالې ډلې بي ايل اې پر غاړه اخيستی دی

28.12.2020 ډیوه

له پاکستان سره د افغان ټرانزیټ ټرېډ نېټه وغځول شوه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغان ټرانزیټ ټرېد په نامه د شوي تړون نېټه چې په فیبرورۍ میاشت کې پای ته رسېده نوره هم غځول شوې ده. د پاکستاني رسنیو له مخې، ددغه تړون د نېټې اوږېدل د افغانستان  د سوداګرۍ د وزیر نثار احمد او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سلاکار رزاق داود ترمنځ په لیدنه کې شوی دی. لیدنه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې شوې ده او پکې د دواړو هېوادونو دولتي پلاوو هم ګډون درلود.‌ د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نثار احمد وویل، چې افغان ولسمشر اشرف غني غواړي چې د پاکستان پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او افغانستان له پاکستان څخه دا هم غواړي چې جنوبي اسیا په ځانګړې توګه هندوستان ته ورته د سوداګرۍ لپاره لاره ورکړي. نثار احمد زیاته کړه،‌ که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې حل شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به وده وکړي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده. د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار رزاق داود وویل،‌ پاکستان او افغانستان دواړه د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده غواړي پاکستان له افغانستان څخه دا غوښتنه لري چې منځنې اسیا ته د سوداګرۍ لپاره هغوی ته لاره ورکړي. رازق داود وړاندې وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې ډېر امکان دی خو له بده مرغه د پرمختګ پر ځای په تېرو وختونو کې دا سوداګري کمه شوې ده. دی زیاتوي، پاکستان به په راتلونکو ورځو کې په یو داسې تړون باندې لاسلیک وکړي چې له خې به یې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رېل د پټلۍ غځولو پروژه پیل شي او ددې لپاره به درې واړه هېوادونه له نړیوال بانک څخه د ۴.۵ اربه ډالرو د پور غوښتنه هم کوي.‌ د پاک افغان د سوداګرۍ د ګډې خونې پخوانی مشر حاجي دارو خان وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مهال د شاخوا یو ارب ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي خو که چېرې دواړه هېوادونه تجارتي‌ ستونزې هوارې کړي نو ددې سودګرۍ حجم لسو اربو ډالرو ته هم رسېدی شي. دا مهال له پاکستان څخه پلاستیکي مصنوعات، سېمنټ او نور تعمیراتي سامان، یوریا یا مصنوعي سره او د رخت یا کپړې مصنوعات افغانستان د افغانستان له لیارې منځنۍ اسیا ته لېږل کېږي او همدارنګه له افغانستان او منځنۍ اسیا نه وچه او تازه میوه، غالۍ یا قالینې او داسې نور تولیدات دي چې پاکستان ته لېږل کېږي.‌ د پاکستان رسنۍ وايي، چې د پوځ په سلا پاکستان له افغانستان سره د تل لپاره د پرانېستلو پرېکړه کړې ده. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دریو مهمو لارو، تورخم، چمن او غلام خان له لیارې زیاته سوداګري کېږي خو پر ډیورنډ کرښه د ځینو ستونزو له امله به پاکستان په نه اعلان شوي ډول دا لارې وتړلې چې زیان به یې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته رسېده.    

28.12.2020 ډیوه

په پاکستان کې هر کال نږدې ١٠٠٠نجونې په زوره مسلمانیږي

په پاکستان کې هر کال نږدې ۱۰۰۰ د مذهبي اقلیتونو نجونۍ پدې خاطر اسلام ته په زور اړول کیږي چې د دې هیواد د اکثریت مسلمانانو سره واده کولو ته برابرې شې.

28.12.2020 امریکا غږ

سعودي د ښځو د حقونو وتلې مبارزه په ۵کالو بند محکومه شوه

په سعودي عربستان کې محکمې د بشري حقونو نامتو مبارزه لجین الهذلول د هیواد د سیاسي نظام د بدلون د غوښتنې او د ملي امنیت د زیانمنولو د تورونو له ګبله محکومه کړه.

28.12.2020 امریکا غږ

پاکستان کې د پولیو ضد واکسین

که څه هم دا ویروس ستر سرخوږی دی خو په پاکستان کې سخت دریځې ډېر وخت د هغه چا ژوند اخلي، چې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کولو لپاره کار او کمپاین کوي. په دې راپور کې همداسې یوه کیسه لرو چې څنګه د واکسین کمپاین غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

28.12.2020 ازادي راډیو

اشرف غني: راشد خان د نوي افغانستان استازی دی

اشرف غني راشد خان ته مبارکي ‌ورکړه

28.12.2020 امریکا غږ

ټولنیزو رویو د خېبرپښتونخوا زیاتره مېرمنې په سیاسي توګه وروسته ساتلي، ماهرین وايي 

د سياسي چارو پوهان وايي په ټولنه کې د مېرمنو په اړه د سړو ټولنيز چلند لا اوس هم تر ډیره حده نه دی بدل شوی او سړي نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي نو ځکه ښځې د تعليم، د شناختي کارډ جوړولو او ووټ دپاره د رجسټرېشن یا نوم لېکنې نه محرومه پاتې دي

28.12.2020 ډیوه

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۱ ناندرییزه مالي‌ بودیجه امضا کړه

ټرمپ بودیجه امضا کړه او د حکومت د بندیدو مخه یې ونیوله

28.12.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more