ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دکرونا وایرس خوریدو له امله دخېبر پښتونخوا دپوهنتونونو بیلابېلې څانګې وتړل شوې

دخېبر پښتونخوا د بیلا بیلو پوهنتونو په زده کوونکو کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو مخې ته له راتلو وروسته ددغو پوهنتونونو اړونده تعليمي څانګې تړل شوې دي. 

19.11.2020 ډیوه

دترهګرۍ مقدمه کې حافظ سعید ته د لس کاله بند سزا واورؤل شوه

په پاکستان کې دتندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید اؤ دهغه دوؤ نورو ملګرو ته دترهګرۍ په دوؤ بیلابیلو مقدمو کې دمحکمې لخوا دلس کلن بند سزا اورول شوې ده.

19.11.2020 ډیوه

په وېشل شوي پاکستان کې د ژوند نهه اړخونه

د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې رپورټر ‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش وايي فکر کوي که پاکستان د افغان سولې ريښتونې مرسته وکړي، ياد هېواد به بيا په نړيوالو مطبوعاتو کې وي، او د امنييت ستونزه به يې هم نه وي.

19.11.2020 ډیوه

عمران خان: افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره هرې همکارۍ ته چمتو یو

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.

19.11.2020 امریکا غږ

کندز کې د هاوان مرمۍ لګېدل اوه ملکیان وژلي

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په کندز کې پر یو کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو پېښه کې اوه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

19.11.2020 امریکا غږ

د پاکستان وزیراعظم عمران خان کابل ته رسېدلی، دا سفر څومره مهم دی؟

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په يو ورځني سفر کابل ته رسېدلی، هغه به د افغان ولسمشر اشرف غني او نور مشرتابه سره د افغانستان سولې، د دوه اړخيزه اړیکو او سيمه ييزه اقتصاد په موضوعاتو خبرې وکړي.

19.11.2020 ډیوه

جنوبي وزيرستان: په ترهګر بريد کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي په قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو سره په نښته کې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او بل ژوبل شوی دی.

19.11.2020 ډیوه

ارګ: استرالیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د بد چلند بخښنه غوښتې

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت افغان حکومت ته په یو استول شوي لیک کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د ناوړه چلند له امله بخښنه غوښتې ده.

19.11.2020 امریکا غږ

فایزر شرکت: زموږ واکسین خلک له کرونا ویروس نه په سلو کې ۹۵ خوندي کوي

بازارونو ته د کرونا ویروس پر ضد د یوه اغېزناک واکسین د وړاندې کولو چارې ګړندۍ شوې دي. د امریکا د درمل جوړولو لوی شرکت فایزر (Pfizer) پرون وايي، د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' پر ضد د دوی د واکسین د ازموینې وروستي پړاوونه جوتوي چې دغه واکسین خلک له کرونا ویروس نه په سلو کې ۹۵ خوندي کوي. د دغه شرکت په خبره داسې ښکاري چې دغه واکسین کولای شي، پوخ عمره کسان هم چې په کرونا ویروس اخته دي او د مرګ له خطر سره ډېر مخامخ دي، خوندي کړي. اوس بازار ته د دغه تازه جوړ شوي واکسین د وړاندې کولو هڅې ګړندۍ شوې دي. د دغه واکسین د نهايي ارزونې په اړه معلومات په داسې حال کې خپرېږي چې یوه اوونۍ مخکې په لومړنیو ازموینو کې معلومه شوه چې دغه واکسین په سلو کې ۹۰ مؤثر دی. د امریکا د درمل جوړولو یوه بل شرکت مودیرنا هم تېره دوشنبه د خپل جوړ شوي واکسین په اړه لومړني معلومات خپاره کړي وو چې د هغه مؤثریت هم تر ۹۰ فیصدو زیات ښوول شوی و. د واکسینونو د جوړولو هڅې په داسې حال کې چټکې شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اروپا په لویه وچه کې د سختو لګول شویو محدودیتونو له کبله تېره اوونۍ په تېرو درېیو میاشتو کې په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر یو څه کم و، خو په دې ویروس د مړو کسانو شمېر هغسې زیات ښکاري. لګول شویو محدودیتونو په ځینو هېوادونو کې د خلکو غوسه پارولې ده، د جرمني په پلازمېنه برلین کې پرون په زرګونه کسان په احتجاجي ډول له ماسکونو پرته لارو سړکونو ته راووتل او له پولیسو سره چې پر دوی یې اوبه شیندلې لاس و ګرېوان شول. که څه هم په جرمني کې ډېر کسان د لګول شویو محدودیتونو ملاتړ کوي، خو لږ شمېر خلک چې دا محدودیتونه غیر قانوني او د ځان په زیان بولي، په منظم ډول په اعتراضونو لاس پورې کوي. په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۵ میلیونو او ۸ لکو اوښتی او له دې جملې تر ۳۹ میلیونو ډېر کسان روغ شوي دي. په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' په نړۍ کې د مړو شمېر تر یو میلیون او څلورو لکو اوښتی دی.

19.11.2020 ازادي راډیو

پېنډۍ: ماشومانو سره جنسي تيري کوونکي سهېل اياز ته درې ځله پانسي اورول شوي

د پاکستان د پېنډۍ [راولپنډۍ]  يو عدالت د ماشومانو سره د جنسي تيريو په تور کې نيول شوي سهېل ایاز نومې تن په جرم ثابتېدو درې ځله د پانسۍ/ تېزندۍ او درې ځله د عمر بند سزا اورولې ده.

19.11.2020 ډیوه

جویابډن د امنیت په اړه د خپلې ډلې سره غونډه کړې 

د کانګرس غړو زیاته کړه چې د ولسمشر ټرمپ لخوا په ټاکنو کې د راییو شمېرنو او ورکولو کې د بې نظمۍ ادعا په هکله قانوني شکایتونه کولی شي په همغږۍ سره پرمخ بوزي

18.11.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

18.11.2020 امریکا غږ

اسرایل په شام کې دننه په ایراني هدوفو هوايي بمباري کړي

د شام حکومتي خبري ادارې سانا د پوځي سرچینې له قوله وویل په هوايي بمبارۍ کې درې عسکر ووژل شوو او یو بل زخمي شوی دی. خبري ادارې هوايي بمباري اسرایلي جارحیب وبللو

18.11.2020 ډیوه

افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د کمیدو په اړه غبرګونونه

د امریکا د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د کمیدو خبر ورکړ. د دفاع وزارت ویلي چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په امر به د افغانستان نه شاوخوا ۲ زره عسکر د بل کال د جنوري د میاشتې بورې باسي.

18.11.2020 امریکا غږ

د ملگرو ملتونو اتومي اداره: ایران د یورانیمو غني کول چټک کړي

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ اداره وایي ایران  په نطنز کې د ځمکې لاندې د سانترفیوژونو په نصبولو او د یورانیمو د غني کولو پروسې په ګړندۍ کولو سره د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره شوې هوکړه ماته کړې ده. 

18.11.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more