دپي ټي ایم جلسه،پېښور کې دموبائیل فون خدمات ځنډول شوي،محسن داوړ وایي فعالین نیول کیږي
په پېښور کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دمرکزي کیمټې دغړي د ارمان لوڼي ددویم تلین دنمانځلو په مناسبت دپي ټي ایم د راجوړې شوې جلسې په مهال په ټول پېښور ښار کې د موبائیل فون خدمات ځنډول شوي دي.
"ای پښتنو هیر نکړئ دا ستاسو ملنګی خټک"
دپښتو ژبې د ستر انقلابي شاعر ،لویې سیاستمدار اؤ ځیرک صحافي ارواښاد اجمل خټک ۱۱م تلین نن دیکشنبې په ورځ نمانځل کیږي اؤ په دې مناسبت په ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو دپښتنو دحقونو دپاره دهغه سیاسي،ادبي اؤ صحافتي مبارزې ته زرینې پیرزوئنې وړاندې کړي دي.
تخار کې د یوه ځوان ابتکار؛ فارمیې د میاشتې ۲۰ زره مړزان او هګۍ بازار ته وړاندې کوي
په تخار ولایت کې له پوهنتون څخه یو فارغ شوي ځوان په شخصي لګښت د مړزانو یو فارم جوړ کړی او په دې فارم کې ۱۰ تنو اوزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده. د دې فارم مسؤل وايي، دغه فارم له دوه کالو راهیسې په دې ولایت کې فعالیت کوي او هره میاشت ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوي. د ذبیحالله اماني په نوم ځوان چې د تخار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی، په تخار کې یې د یو ملیون افغانیو په لګښت د مړزانو دغه فارم جوړ کړی دی. دغه فارم د دهکده په نوم یادېږې. په دې فارم کې په زرګونه مړزان روزل کېږي. ذبیحالله اماني وايي: "هر میاشت موږ ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوو. خلک د مړزانو د غوښې او د هګیو په ګـټې پوه شوي دي او مینهوال یې هم زیات شوي دي. ځکه د مړزانو غوښه او هګۍ له لوړو ویټامینونو څخه برخمن دي." هغه زیاتوي، په خپل ابتکار یې یوه دستګاه هم جوړه کړې ده چې د مړزانو ترڅنګ د هر ډول مرغانو چوړګړي ایستلی شي. د ښاغلي اماني د خبرو له مخې، د ده په لاس له جوړې شوې دستګاه څخه اوس مهال د تخار ترڅنګ په کابل، مزار شریف، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان ولایتونو کې د مړزانو په فارمونو کې ګټه اخیستل کېږي. دی زیاتوي: "دا ماشینونه اوتوماتیک دي. دا ماشینونه د مړزانو، زرک، فیل مرغ، شتر مرغ، د سيسۍ او د کارغانو د چوړکړو د ایستلو وړتیا لري. د دې ماشینونو نرخ له ۴۰ زره افغانیو پیل تر یو لک افغانۍ پورې دي. د خارجي ماشینونو په مقایسه د دې ماشینونو د چوړګړو د ایستلو کچه لوړه ده." د تالقان ښار یو اوسېدونکی ۳۰ کلن رحمانالله د مړزانو د غوښې او هګیو مینهوال دی. هغه وايي، وخت ناوخت دې فارم ته د مړزانو غوښې او د هګیو رانیولو پسې راځي: "دلته د مړزانو یو فارم جوړ شوی دی. د مړزانو غوښه ډېره خوږه او خوندوره ده او زه دلته وخت ناوخت د مړزانو غوښې پسې راځم. دلته نور کسان هم د مړزانو غوښې او هګیو اخیستلو پسې راځي." د دې فارم مسؤل وايي، که څه هم په لومړیو کې له بېشمېره ستونزو سره مخامخ شوی وو، ځکه په تخار کې خلکو د مړزانو له غوښې او هګیو سره اشنايي نهدرلوده، خو اوس په تخار کې د مړزانو غوښې او هګیو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او د ده کار او بار هم ورسره وده کړې ده.
پاکستان کې په کرونا وایرس نور 53 کسان مړه شوي،د1000ؤ حالت اندېښمن
دولتي شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور 53 کسان مړه شوي چې دې سره تر اوسه دې هیواد کې په کرونا وبا د مړو شوؤ کسانو شمیره 11 اؤ 967 ته رسېدلې ده.
د ننګرهار خوګیاڼو کې موټر بم ځانمرګی برید شوی
چارواکي وایي، موټر بم چاودنه نن یکشنه فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) سهار پنځه نیمې بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته شوې.
د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
درې افغان سناتوران په ۱۰-۱۰ کلونو بند محکوم شول
د افغانستان ستره محکمه وايي چې د دغه هېواد درې سناتوران د رشوت اخیستلو په تور په لسو-لسو کلونو بند محکوم کړل.
تونس کې بیسارې مظاهره؛ پولیسو لارې بندې کړې
په تونس کې پولیسو د شنبې په ورځ جنوري ۷ (سلواغه ۱۸) د دغه هېواد په مرکز کې مهمې لارې او سړکونه بند کړل چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي.
د امریکا د پوځ الوتکې ته د یو نا معلوم کس ختل امنیتياندېښنې پارولي
د امریکا هوايي ځواکونو د هغه کس په اړه پلټنې پیل کړي دي چې واشنګټن ډي سي ته نژدې د پوځ په یوې الوتکې کې ختلی و.
دپاکستان حکومت دصدارتي حکمنامې دلارې دسینیټ ټاکنې دلاس په پورته کولو غواړي
پاکستاني رسنۍ وایي دمخالفه ګوندونو داٸتلاف پي ډي ايم لخوا دلاس پورته کولو دلارې دسینیټ راتلونکو ټاکنو کولو دپاره ائین کې دبدلون کولو په عمل کې دمرستې څخه له انکار وروسته مرکزي حکومت په دې اړه دصدارتي حکمنامې جاري کولو نیت لري.
دپروفیسر اسماعیل مېرمن وایي پولیس یې په کور ورختلي اؤ ځان سره راوړي جعلي رسیدونه یې دهغوئ فائل کې اېښي دي
په ټولنیزو رسنیو کلالۍ اسماعیل دخپلې مور یوه لنډه شان شان ویډیو خپره کړې ده چې په دغه ویډیو کې هغه پخپل کور د پولیسو د چاپې حال بیانوي.
ترکمنستان ته دطالبانو سفر،چارواکو سره یې په افغان سوله اؤ نورو مهمو چارو خبرې کړي
دطالبانو یو لوړ رتبه پلاوی چې په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر دمرستیال عبدالغني بردار په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دغلته یې دترکمنستان دصدر اعظم مرستيال، د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مردوف او نورو چارواکو سره لیدنې کړي دي.
محب: طالبان هره ورځ افغانان وژني، سوله نغواړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، افغان حکومت د سولې لپاره لار خلاصه کړې، خو وايي چې وسله وال طالبان سوله نه غواړي.
اشرف غني سره دامریکې ددفاع د وزیر ټيلي فوني تماس،دسولې اؤ اوربند دملاتړ باور یې ورکړی
دامریکې ددفاع وزیر لاییډ جی آسټن دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته باور ورکړی چې د هيواد نوی حکومت يې د سولې دهغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي.
"ښځې جنګونه کولی شي ټيليفون ولې نه شي کولی"
د باجوړ په ماموندو کې په ټولنيزو رسنیو يوه ويډيو خپره شوې چې پکې د صدای امن مرکز ته د ښځو په تلو، اېف اېم رېډيو ته د ښځو په ټيليفون او علاقې ته د بنجاريانو په تلو د بندېز ويل شوي او د جرګې په فېصله د عمل نه کولو په صورت کې د لس زره روپو جرمانې هم ويل شوي دي.