دپاکستان حکومت دصدارتي حکمنامې دلارې دسینیټ ټاکنې دلاس په پورته کولو غواړي
پاکستاني رسنۍ وایي دمخالفه ګوندونو داٸتلاف پي ډي ايم لخوا دلاس پورته کولو دلارې دسینیټ راتلونکو ټاکنو کولو دپاره ائین کې دبدلون کولو په عمل کې دمرستې څخه له انکار وروسته مرکزي حکومت په دې اړه دصدارتي حکمنامې جاري کولو نیت لري.
دپروفیسر اسماعیل مېرمن وایي پولیس یې په کور ورختلي اؤ ځان سره راوړي جعلي رسیدونه یې دهغوئ فائل کې اېښي دي
په ټولنیزو رسنیو کلالۍ اسماعیل دخپلې مور یوه لنډه شان شان ویډیو خپره کړې ده چې په دغه ویډیو کې هغه پخپل کور د پولیسو د چاپې حال بیانوي.
ترکمنستان ته دطالبانو سفر،چارواکو سره یې په افغان سوله اؤ نورو مهمو چارو خبرې کړي
دطالبانو یو لوړ رتبه پلاوی چې په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر دمرستیال عبدالغني بردار په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دغلته یې دترکمنستان دصدر اعظم مرستيال، د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مردوف او نورو چارواکو سره لیدنې کړي دي.
محب: طالبان هره ورځ افغانان وژني، سوله نغواړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، افغان حکومت د سولې لپاره لار خلاصه کړې، خو وايي چې وسله وال طالبان سوله نه غواړي.
اشرف غني سره دامریکې ددفاع د وزیر ټيلي فوني تماس،دسولې اؤ اوربند دملاتړ باور یې ورکړی
دامریکې ددفاع وزیر لاییډ جی آسټن دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته باور ورکړی چې د هيواد نوی حکومت يې د سولې دهغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي.
"ښځې جنګونه کولی شي ټيليفون ولې نه شي کولی"
د باجوړ په ماموندو کې په ټولنيزو رسنیو يوه ويډيو خپره شوې چې پکې د صدای امن مرکز ته د ښځو په تلو، اېف اېم رېډيو ته د ښځو په ټيليفون او علاقې ته د بنجاريانو په تلو د بندېز ويل شوي او د جرګې په فېصله د عمل نه کولو په صورت کې د لس زره روپو جرمانې هم ويل شوي دي.
عبدالله: طالبان خبرې نکوي او ځانونه یې په سفرونو بوخت کړي
د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د دوهم پړاو مذاکراتو د پیل پر ځنډېدو انتقاد کړی او وایي چې طالب پلاوی د مذاکراتو پر ځای په سفرونو او «حاشیه ای بحثونو» مصروف دی.
افغانستان کې صرافانو د اعتراض په ډول کار بندیز اعلان کړی
د افغانستان صرافانو ټولنې په کابل او نورو ولایتونو کې د افغانستان بانک د پرېکړې په په غبرګون کې د عتراض په ډول د صرافیو لوی او واړه مارکېټونه تړلې دي.
د اتمانزو جرګه: د شمالي وزيرستان انتظامي ماملات دې اړونده محمکو ته وسپارل شي
د شمالي وزيرستان د اتمانزو قومي جرګې د پاکستان د رياست نه غوښتي چې په سيمه کې د پوځي عملياتو وروسته دې ټول انتظامي ماملات اړونده محکمو ته وسپارل شي.
بهرنیو چارو وزارت د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې د اعلامیې هر کلی وکړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جګړې غندلو په اړه د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د اعلامیې هر کلی وکړ.
'ازادي راډیويي مجله' کې د یوه هندي فلم کیسه!
د ازادي راډیو ددې اوونۍ په دې (ازادي راډیويي مجله) فرهنګي خپرونه کې پر یوه شعر نقد شوی، د یوه هندي فلم کیسې ته کتنه شوې او ددې مجلې په وروستي برخه کې د 'پیلبو' د لنډو کیسو له کتابه یوه لنډه کیسه واورئ. دا پروګرام د لاندې لېڼک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
عمران: پاکستان به کشمیريانو ته حق ورکړي چې ازادېدل غواړي که د پاکستان سره پاتې کېدل
د پاکستان وزيراعظم عمران خان کشميريانو ته په مخاطب کولو سره ويلي دي، "چې کله تاسو د خپل راتلونکي د فېصلې کولو حق ترلاسه کړئ او چې کله د کشمير خلکو د پاکستان په حق کې رايې ورکړه زه تاسو ته يقين درکوم چې پاکستان به تاسو ته حق درکړي چې خپله فېصله وکړئ چې د پاکستان سره پاتې کېدل غواړئ که ازاد".
صدر بایډن: ډانلډ ټرمپ ته دې استخباراتي معلومات بند کړی شي
د سي بي اېس ټیلې وژن سره مرکه کې د صدر بایډن نه پوښتنه وشوه چې هغه د څه ویرې په بنیاد پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته د استخباراتي معلوماتو مخالفت کوي نو ای پي وايي صدر بایډن وویل په دې اړه په څرګنده څه اټکل نه کول غواړي
څېړونکي: طالبان نشي کولی چې د القاعده سره اړیکې ختمې کړي
د افغانستان د اینده په موضع بحث په داسې حال کې کېدلو چې د افغانستان په کندز او فاریاب ولایتونو کې په حمله کې ۲۱ حکومت پلوه عسکر ووژل شو. طالبانو په کندز کې د جمعې د ورځې حمله ومنله
ايي سي سي وايي د فلسطیني علاقې په مقدمو د فېصلې اختیار لري
د رویټرز ترمخه د ايي سي سي ججانو وویل "د فلسطین په صورتحال کې د عدالت واک اختیار… تر هغه علاقو غځیږي چې د کال ۱۹۶۷ راهسې اسرایل نیولي دي، چې په نومونو د مشرقي یروشلم په شمول غزه او وېسټ بېنک دي."